Sunday, 10 April 2011

ډیره بی خونده ، بې مزې ،اوږده قصه ده

ډیره بې خونده ، بې مزې اوږده قصه ده 

د وطن مینه عزت  راته پراته درنه قصه ده 
دناورین اوپرهارونو ،غیرتونو ، یوه لمحه ده
څوک پوهیږي ، نه پوهیږي په هر حال داسې قصه ده
څوک پوهیږي ، نه پوهیږي په هر حال داسې قصه ده
په دې وطن کې لوی قومونه ملیتونه اوسي
دهریوه ځانته دژوند بیله قصه اویوه درامه ده 
ناسور زخمونه ، پرهارونه ېې په ځان  شکاریږي
څوک به ملحم ولګوي په زخمی زړونوباندې
دملالۍ او ناهیدې اوزرغونې په اولادونوډزې بندې کۍ  
ګنه دا اوس را پورته کېژي جمدرونو نه توربریتې ځوانان
دوی همیشه په خپل لاس دشمنانو ته زمینه برابره کړی وه چي دیوی مور اولادونه دپرنګي ،امریکاي دلاس اله او ډیره ارزانه وسله وګرزي، یوازې څه شی چې دپشتانه له پاره نن مطرح دي هغه شنې ډالرې سره پونډونه دي ۳۲ کاله دکوزې  پشتونخوا مخصوصا مشرانو ېې په رڼو سترګو لیدل او ورته ې لاره ورښودله چې په کومه لاره لاړ شی او په بره پشتونخوا کې په افغانانو اور بل کړی ، افغانستان دخاورو خمیر کړی ، ټوله ملي شتمنيې ې لوټ او تالان کړی ، وطن دپنجابي په خوله وران او وسله وال پوځ دمجاهد ینو دلیډرانو او دهغوی دقوماندانانواو نواز شریف د فرمان په واسطه ټوټه، ټوته کړۍ افغانۍ وطن ړنګ او په کنډواله بدل کړۍ ، یوه ورځ ( داکتر اسپنتا ولي خان او دهغو مرحوم پلار او شاغلي محمود خان اڅکزي او افضل خان لا لا او دغو نورو شمله دارو ،پکول دارو مشرانو دتخریبګرو ، ورانګرو ، مرتجع اسلام پالو بیدینه دیندارانو مخه ونه نیوله چې خیرت دی چیرته ځی ډچا سره جنګ کوی او ولې؟ بلکه دوی همیشه داسې شعار لرلو ( جنګه ، جنګه سور شه تاته مې نینې کړې دي) اوبیرته

شملې هغه وخت شملې شي چې په نر باندې وي لکې
نه هغه چې وی دچرګ لکۍ ته ورته ،شملې واچوي پرځمکه
اوس په هر لډو جګیږي ، په سر کیږي 
په همت او اهمیت ېې نه پو هیږي
نصایح د لوی خوشحال دي ورنه هیري
تیر تاریخ اوتیر یادونه ېې ټول هیر دي
ځکه نن ېې سرته نه ورځي فکرونه
راوتلي بی هدفه ، بی مرامه ، بې تکلیفه
دپردو مبلغینو ، تبلیغیانوپه خبرودوی بربادشول
افغاني وطن ته ټول په جهالت کې یو قطار شول
ترقي او تمدن ېې ډیر خوښیږي دپردیو په لیدوسره
چې ېې خپل نوبت را رسي په شاکیږي چې توبه ده
ګناه نه بولي چې نورو ته ډیرګوري 
خپلې نه پریږدي بیرون ته ، بی ټکریه چې ګناه ده
پردی لوڅې، بی نیکره ورته ډیرخوند ور کوینه
ګناهونه یوشان نه دي ورته ځیرشۍ
دپردي لیده کاته ستا په حریم کې هم ګناه ده

ورته وګوری چې ځوانان ،سپین ږيري او تور ژیري هرڅه ویني،ځنې ورته خوند ورکوي ځنې ورته ښه نه معلومیږي ،دچا سره ښه برخورد کوي او دچا سره ښه برخورد نه کوي زه په دې باور یم چې که ځانته اجازه ورکوې چې هرڅه ووینې او دهر شي نه خوند واخلې ڼو په خپل ماهول او چاپیریال کې مو هم تغیر را ولی ، یوه طرف ته څرخیدل ، په یوه طرف خلکو ته په یوه سترګه کتل ،نیم کتل دي په دواړو سترګو خلک ووینی او ورته ارزش ورکړی ، زموږ لیده کاته باید دیوه هدف له پاره وي ، بی هدف لیده کاته ټول بیهوده کار دی نن هم که تاسې بیګانه اشغالګران په ساده سترګو وینی داهم لویه اشتباه او لویه ګناه ده ، تاسې باید دشمنان عمیقا دزړه په سترګو ووینی او ورته ډیر لوی ارزش قایل شی چی هدف ددوی دراتګ نه څه دی ، ولی دوی راغلي ، چا راغوښتی او زموږ له پاره څه کوي  او ستا دمور په لمنه کې په څه شي مصروف دي په ساده کتلو تر ننه تاسې بازي خوړلې او نه پوهیږی چې څومره شیان ېې دتاسې دوطنه وایستل او هره ورځ څومره درنه خارج ته خپلو هیوادو ته لیږدوي

۳۲کاله دملا ،طالب په خوله ، دپیراو روحاني په خبرودافغان وینه بهیږي، زموږ ملان او طالبان په یوه شي ښه پوهیږي او هغه   پنځه وخته لمونځ - ذکات - تراویح - حج - روژه ده دایران او پاکستان ملانو اتوم بمونه جوړ کړل ، بالستیک راکټونه ېې جوړ کړل خو زموږ ملانو دلوټې او مسواک نه استفاده کول رایج کړي دي، یوه ورځ ېې د لواتت،زناکاری ، وژلو ، وهلو ،بندي کولو لوټولو ، غلاوو ،مافیايي لیډرانو او رشوتخورو وزیرانو او دقضايي چپاولګرو قاضیانومخه ونه نیوله او نه ېې دجمعې په لما نځه کې دخلکو غوږونه خلاص کړی چې ورته وواي مقدس جهاد دناخوالو ، دولتي چارواکوپه ضدیو مفید اقدام دی

 
زموږ ملاېې نه مني
وی به طالب جان چې زه ورځمه کابل جان ګټم
زه خپل جوماتونه زیارتونه امامان ګټم
زه له ملحدانو شریعت ګټم قران ګټم
زه دپرنګیانو دپلانونو ټیکه دار نه یم  
وايي ملا جان چې زه دادومره اذانونه کړم 
چرګ د ډیران نه یم زه مخلوق ته اوازونه کړم
زه له روح الله سره په عرش کې پروازونه کړم
راشه اوس ېې ګوره ملاجان چې څه نخرې کوي
خلک ورته وايي افغانان په پردو مه وژنه 
دغه خوار وګړي دایران په پیسو مه وژنه
وطن زموږ ټاتوبی ، زموږ زانګو ، زموږ هیواد ، زموږ ناموس ، زموږه مور ده یوه ورځ کمونستانو دغه مور بې ستره کړه ، بله ورځ مجاهدینو بې ستره کړه ، خوداسې ېې بیستره کړه چې لوڅه لپړه او وېې شرموله او بیا طالبانو دپنجابیانو او دکوزې بشتنوخوا دلیدرانو سره یوځای په ګډه لوټ او سرتورې کړه،نن بیرته مجاهدینو مخصوصا دشمال ټلوالې ورنه پوتوږ وایستلو او بې ناموسيي ېې ورواړوله 

وطن مو لوټ کړو مجاهدو پکول داره وروڼو
ای دوکه بازو او لوټمارو وروڼو
هرڅه مو لوټ کړل دوولس نه ای ریشداره وروڼو
ګردن کلوفته ژیرورو لمانځ ګذاره وروڼو
صیاف ته ګوره لویه ګیره کرمشاه غونته ده 
با با نانک یا د چندل هندو لا لا غونته ده
صبغت ا لله او ګیلاني تومار والا وګوری
دهزاره او او صیاف سپک کردار وګوری
درباني او ګلبدین دستار وګوری
خلقیان په بیړه اکثریت ټول طالبان شول
دوهم ځلي دګلبدین په خوله بارحمه مسلمان شول
بیا دنجیب په مقابل کې غداران شول 
ثبوت ېې دادی چې ترکۍ ېې بیرحمه پټ تربت کړو
بیاېې پرچم بندیخانو کې نیمۍ سټ کړو
اول واري ېې دامین کشتار جمعي وګوره
دوهم واري ېې دتڼي شرمندګي وګوره
داپرچمیان دالیوني جمیعتیان پرچمیان
بیا دروسانوسره سره شول په شرابوکې مست
کلي کورونه ېې بمباردکړل خلک مړه شول
هيح پند ېې وا نه خیست دتیر تاریخ نه
ډیر اکثریت ېې  شول روسي ګوډاګیان 
اوس راشه
دا پنجشیریان داد تلخان قهرمانان وګوره
دا فاتحین دکابل جان او لوی افغان وګوره
داپکول داره دستوري لوی قهرمان وګوره
دا مارشالان داغداران دبیسترۍ دلوی افغان وګوره
داظاهرشاه یو بې ارزشه لوی بابا او کرزۍ خان وګوره
دا دپنجشیر دمجاهدوقاچاقبرو لوی دوران وګوره
دافهیم خان ،عبدالله خان او یونس خان وګوره 
دادوستم خان اورزم خان او جعفرخان وګوره
دارباني ، چلتار وهلۍ اسماعیل خان وګوره
او په مجموع کې دستم ټول رهبران وګورۍ
دغه شعیه ،تاجک ، ازبک ددوی دوران وګورۍ
دا نه غزل  ، نه قصیده ده او نه یوه بګتۍ ده بلکه دافغانانو له پاره دزړه خواله دي چې که تاسې ورباندې دزړه بړاس وباسۍ او دخولې مزه مو ورباندې لانوره هم خرابه نه شي ، ځکه تاسې ولیدل چې نه دکمونستانو رهبرانو ، نه دمجاهدینو رهبرانو او نه هم دطالبانو رهبرانو او نن هم بیرته دوهمه سقاوي دکرزي دګوډاګي حکومت او دهغو دکابینې دسردمدارانو دغه دوران ته ښه ځیر شۍ ( مارکس په ۱۸ برومر لويي بناپارت ) یوه خپل اثر کې لیکي چې تاریخ دوه ځلې تکراریژي ، لومړی په ډیر خونین ډول او دوهم په ډیر کمیدي ډول، خو په افغانستان کې تاریخ اته ( ۸ ) ځلې تکرارشوو او معلومه نه ده چې نور به څو ځلې شاه شجاعي نظامونه راشي، په ډیر تاسف سره چې افغانانو په دغو ۳۲ کالو کې هیڅ درس زده نه کړو او هیڅ ېې ورنه انتباه وانه ا خیسته ، نه پوهیږم چې دوی څه دول معجزې ته منتظر دي ،اویا جبر دتاریخ ته سترګې په لاره دي چې څه وخت به ډا تور خپکۍ زموږ نه لاس اخلي، میړونه دتاریخ تعینونکي او دتاریخ جوړونکي دي ، خوزموږ په وطن کې نن میړونه نشته ؟؟

میړونه غرونه دي او غرهم په سرلاره لري
موږ ېې چې نه لروداهم لویه ګناه ده، اول دملا ده
د پرونیو میړنیوپه لار لاړ شۍ، لږ هوشیار شۍ
یا میرویس وزیږوی یا یو شیرشاه بیا را ژوندی کۍ
یا دایوب یا لوی بابا ستراحمدخان په لار روان شۍ
خپلو سپین ږیرو، باناموسه مخورو، سیاسي ښو خولورو
نصیحت واورۍ ، عمل پرې وکړۍ وطن ازاد کړۍ
خپل ماضي ښه در په یاد کۍ چې اول پشتون وو بیا افغان
نن لازم نه ده ته مخکش وې مسلمان سر په ډبرو وهې
پریږده اول دوی ځان معلوم کړي داشیخان عربان
داغوړمالان عربان، د امریکا او دانګریزنوکران 
بیا به موږ ورشو دهغو ملاتړ ته چې وي اصیل مسلمان
هرمسلمان نن په پیسو اخیستل کیژي په ساده خبرو
چې ورته کوټ کې شنې ډالرې سره پونډونه مخکې
درته خپل ورور هلالوي او غلامي پهره داري د کوي
نن سبا واړه پشتانه او پشتو هسې ده ختمیژي ګوره
که بارو نه کړې ورته ګوره چې دایران دخمیني او پنجابي شول نوکران زموږ دا نن او پروني مجاهدان رهبران، دطالبانو په شمول نن د وطن لارې کورونه ، سرکونه او پلونه ، مکاتب ، او وسایط داور په لمبو کې سوزوي او ورنه خوند اخلي او اعتراف کوي چې هوکې داقهرماني ( دحکمتیار - یا حقاني یا دطالب وه ) نو اوس ووایه چې دافغانستان د بیسترۍ اصلي عاملین څوک وو او دي او څه وخت به داتوره خپکۍ زموږ له سره ورکیژي او ګمان نه کوم چې ۳۰ کاله نور به زموږ خلک دامنیت خاوندان شي ځکه نه غواړي چې اګاهانه دې غم ځپلي هیواد ته صلح او امنیت راشي 

No comments:

Post a Comment