Tuesday, 7 June 2011

ددیورند کرښې ته لنډه کتنه

یوه سیاسي موضوع   

ددیورند کرښې ته لنډه کتنه

دافغانستان تاریخ ډیرو خلکواو نامتو پوهانو او عالمانو لکه مرحوم ( غبار – مرحوم صدیق فرهنګ مرحوم نوراحمد اعتمادي ) او ډیرو نورو دلرواوبرې پشتونخوانه لیکوالانو لیکلۍ او په ضمن کې ېې ددیورند په هکله ډول ډول مقالې او مضامین خپاره کړي دي خو زه بیا ورته ډیره لنده او د ننیو شرایطو په نظرنیولو سره یوه ځغلنده کتنه لرم هیله ده لیکوالان او نامتو سیاسی او علمي څیړونکي په ما نیوکه ونه کړي چې هغه څه چې زه همدا نن په دغو موضوع باندې لیکم یو مستند اساس لري او دهغو چا نه چې دیورند ورته ډیراهمیت لري ددې مضمون په نظرکې نیولو سره ټولې هڅې او هاند نورهم بیړنۍ او ورنه دقیقه په موقع استفاده وکړي .
دیورند نن بیرته دخلکوپه اذهانو یو شانته تاثیر کړی او حتی دامریکا ځنې لیکوالان ، میدیا يي حلقات او ځنې افغانان په امریکا کې را ژوندي کړي او په دغو موضوع باندې غواړي دنړي خلکو ته ددې کرغیړڼې کرښې په اړه اساسي او مهم معلومات وړاندې کړي او امریکا او خاصتا انګریز دې ته مجبور شي او دافغانانو له خوانه په امریکا او انګریز فشار واچول شي چې د ماژینو دخط ورکول – دبرلین دخط ورکول – دبارلیف دخط ورکول دغرب او ناتو له پاره یو مهم او حیاتي کار وو خو دافغانانو له پاره چې دانګیریز امپریالیزم دافغاني خاورې نه څو څوځلې مختلف مناطق دمختلفو معاهدو لکه په کال ۱۸۳۸  کې دجولای په ۲۵ مه په لاهور کې دانګلیسي مهارا جا رنجیت سنګ په مشرۍ او شاه شجاع تر منځ دغه بله ننګینه معاهده امضا شوه په داسې جال کې چې شاه شجاع یو جلا وطنه افغان وو او دهیڅ یوې معاهدې دامضا کولو حق او صلاحیت ېې نه درلودلو ،او شاه شجاع د خیبر او د بولان ددرې نه انګریزانو ته منصرف شوو ،او په سر ددې چې امیردوست محمد خان ځان انګریزانو ته تسلیم کړو او دافغانانو دمقاومت او میړانې لړۍ نه یوازې چې ړنګه نه شوه نوره هم غښتلې شوه او شاه شجاع دقهرمانو وطن پالو مجاهیدنو له خوانه ووژل شوو او دانګریز داستعمار لړی پای ته ورسیده او دافغان او انګریز اول جنګ پای ته ورسیدو دافغان او انګلیس دوهم جنګ په دې شروع شوو چې دشوروې یوه دیپلومات د ستیلاتوف په نامه دامیر شیرعلي خان له خوانه پزیراي شوی وو نوانګریز ډیر په غوسه وو چې ګویا روسان  ( تزاری قوتونه ) چې خیواېې په جنوری۱۸۷۷  کې اشعال کړې وه دروس د پرمختګه ویریدل نودغه بهانه انګریزانو مدنظرلرله او دویم جنګ ېې دافغانستان سره شروع کړواو امیر شیرعلي خان مزار ته ،

لاړو تر څو دروسانو نه مرسته وغواړي خو مرګ مهلت ورنه کړو په مزار شریف کې په ۱۸۷۹کې وفات شوو ، او دده زوی امیر محمد یعقوب خان چې دپلار دلسکلن بنده خلاص شوی وو دځنو مشرانو په خوښه امیر تعین شوو او انګریزانو وروسته له دې چې بالاحصار اشغال کړي دځان سره بوتلو او دجلال اباد او او کابل ترمنځ ېې ورباندې دګندمک معاهده امضا کړه            

 د ( ګندمک معاهده  چې د امیر محمد یعقوب خان سره ېې په ۲۶/  د مې کال ۱۸۷۹ امضا کړې وه  او د ( خیبر- کرمې – او پیشین   ) مناطق انګیرز ورنه په زور برنته کړي وو او په داسې حال کې چي دی اسیروو دانګریز سره څنګه یو اسیر د معاهدې دامضا حق لري او دبلې خوانه دافغانستان ټولو خلکو دامیر په حیث نه وو منلي او دټول افغانستان امیرهم نه وو ، نو دا دافغانستان خاوره وه او ده ، یوه لویشت ېې  پنجابي ته باید ور پری نه ږدی ، دغه معاهده دانګریز(سر لویس کیوناري ) له خوانه امضا شوې وه چې بیرته کیوناري د افغان مجاهدینو له خوانه په دریم سپتامبر ۱۸۷۹ کال کې په  بالاحصار کې ووژل شوو .

دافغان او انګلیس ددوهم جنګ وروسته انګریزان د روسانو سره موافقې ته رسیژي چې یو میانه انسان چې ددواړو هیوادو سره مساوي ارتباطات وساتلۍ شي نو ېې په امیر عبدالرحمان خان موافقه وکړه او انګریزانو په امیر خپل پلانونه قدم په قدم قبلول او امضا کول تر څو چې بیرته انګریزانو د حملې ترتیبات په افغانستان ونیول او هغه وو چې حمله اغاز شي په سر ددې چې امیر عبدالرحمان خان ۱۰۰ زره سربازان درلودل چې دانګریز سره وجنګیژي خو دی وډار شوو نو ې انګریزانو ته اجازه ورکړه چې دبګرامیو په قلعه حشمت خان کې د ډیرو زیاتو سربازانو او بار شویو کچرو په بدرقه دامیر ایلاقي شاغاسي قلا ته ورننوزي او دخلکو نه پټ قرارداد امضا کیژي چې امیر نه غواړي دغه قرارداد افشا کړي خو میرتیمور دیورند چې دغه قرارداد امضا کړی وو افشا کوي او امیر ددې قرار داده بیا ډیره خوښي شکاره کوي خو دافغانستان خلق او دکوزې پشتونخوا خلک ورسره کلک مخالفت ښکاره کوي ،او دغه قرارداد په ۱۳ د نوامبر ۱۸۹۳ امضا کیژي .

په دې ترتیب امیر عبدالرحمان خان د ( افغاني خاورې چترال – صوات – باجوړ – وزیرستان او چمن )څخه منصرف کیژي او انګریزته ېې ور پريژدي ؟؟؟؟

نن باید هر افغان پوه شي چې ( خیبر – بولان – کرمې – پیشين – چترال – صوات – باجوړ – وزیرستان – او چمن ) مناطق دافغاني خاورې یو جز وو او دی او په زوره انګریزانو نه په قرارداد(  اګریمنټ ) نه بلکه په (  تریټي ) باندې امضا شوي دي چې (  ټريټي ) دبینالمللي قوانینو سره هیڅ قانوني صبغه نه لري او همدارنګه دپارلمان له خوانه نه دي امضا شوي او همدارنګه دملګرو ملتو مهر او نشاني شد هم نه لري ،دا یوازې تحمیلي او په تطمع ډول اسنا د دي چې دیوه افغان له پاره په هيڅ وجه دمنلو وړ نه دي ،خو کله چې استعمار ددې ځایه وکوچیدو میراث ېې بل چاته ورسیدو چې پاکستان دی چې په هیڅ ډول ددې خاورې دعوا نه شي کولای اوهغه وخت چې پورتني قراردادونه امضا شوي وو پاکستان دنړی د سیاسي نقشې په مخ نه وو  ، داد افغانانو خاوره وه ، ده، او وي به ، به خاطر که سر این سرزمینها خونهای افغان ریخته واولاد یک پدر یک مادر به دوبخش تقسیم شده است ، نه باید پاکستان دعوای خاک افغانستان را بکند ، مثل که یک وقتې ( لیاقت علي خان ) صدراعظم وقت پاکستان حین ایراد بیانیه خصمانه اش علیه افغانستان ونکوهش پشتونها که ناحق دعوای پشتونستان را دارند ، توسط فرزند قهرمان ( ببرک خان جدران کشته شد ) ؟؟؟؟؟؟؟؟ 

کله کله زموږ افغانان مخصوصا پښتانه چې نن ورځ ددیورند مساله څیړي او په ځنو مجالسو کې ورباندې جراوبحٍث کوي نو ډیر تر نشنالستي یا خودسازي یا شخصي خودغرضه امیالو یا د خپله ځانه جوړو شویو فرضیو لاندې را ځي او دغه زما په فکر ډیر نادرست کار دي ددیورند موضوع دافغانستان له پاره ډیره حیاتي او دتارخي لحاظه ډیره دپام وړ اقتصادي موضوع ده او باید ډ څو طرفه ورته ډیره توجه وشي ؟
اول دسیاسی لحاظه :
دلته ضرور ده چې نن دنړی اوضاع او حالات چې هره ورځ دبدلون په حال کې دي دډیرو زیرکو متخصصو افغانانو له خوانه تر سیاسي غور او دایمي کنترول او لاندې وي او هره ورځ ورته په قابو کې وي چي څه وخت دحملې دی او هغه لحظه باید درسته تشخیص کا او عمل ورباندې وکړي
دوهم دمنطقې مخصوصا همسایه ګانو نبض او شرایط ترهمیشګي مواظبت او کنترول لاندې ولري تر څو وکولای شو چې دقیق هدف تشخیص او دله منځه وړلو له پاره ېې ټول مادی او معنوي امکانات په کار واچول شي ،ډغه مساله ډیره مهمه ده ( تشخیص مرض وتداوي موثران به موقع ان ) کار یک دیپلوماسي متواتر فعال و سنجیده است ؟
از لحاظ حقوقي موضوع به نفع افغانستان بوده وهمیشه به نفع مردم مابوده ولې با تاسف که در مراحل معین به ان توجه صورت نه ګرفته است الحال که باز مساله داغ وتند شده لازم است رفقای دیروزي پکستان که از تندروها ،اخوان حمایت می کرد ، امروز نادم وپریشان شدن به صورت درست به قناعت شان پرداخته شود(کار خلیلزاد – جلالي – اشرف غني احمدزی) است واز هرنوع امکانات به شمول بزرګان ورهبران پشتونخواه استفاده شود تا زهنیت که امریکا  در مورد پاککستان داشت تغیر دهند ، زیرا در درون پاکستان تندروها هر لحظه امنیت جهانی را به مخاطره می اندازند بنا برای غرب افغانستان را باید به حیث یک کشور مستقل وبزرګ وبازګرداندن سرزمینهای از دست رفته شان برای منافع امریکا مفید بدانند  .
داقتصادی پلوه باید دافغانستان نر او ښځه په دي بوه شي چې که افغانستان بیرته خپل سیاسي حدود را ژوندي کړي نو هغه دي چې د یوه لوی هیواد څښتنان به شي چې د دنیا دډیرو ښو نعمتو نه به برخورداره شي،لکه دمستقل بحري بندر ( ګوادر ) څښتن کیدل ، دتجارتي تحصیلاتو خاوند کیدل – دبحري تجارت او کشتي راني څښتن کیدل ، دتفریحي او نظامي کشتیو خاوندان کیدل – دمختلفو بحري غذاي موادو لکه ماهیان – او ډیرنور خاوندان کیدل ـ د ژمني ژوند په پیښور او کویته که ژوند کول ، دیوې وینې خلک بیرته سره یوځای کول او یو لوی وطن بیرته جوړول خورا مهم کار دي ، خوځني پشتانه دې ته خوښ دي چې که دکوزې پشتونخوا خلک زموږ سره یو شي نو به دپشتنو تعداد زیات شي او دغه نور ملیتونه ( دري ژبي او هزاره او ازبکان او نورستانیان ) به نور په پشتنو حکومت نه کوي او پښتانه په همیشه دافغانستان په اموراتو حاکم وي چې ډیرمنفی فکردی  ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ 

دا بله ډله دکوزې خوا پښتانه ډیر خوښ دي چې دپنجابي سره یو ځای ژوند وکړي ځکه تر ننه پورې دوی دپنجابي نه معاش اخلي وزیران دي په پارلمان کې دي او نظامی جنرالان دي نو هلته ېې ښه ژوند لری دافغانستان سره دیوځای کیدو هیله ېې ډیره کمه ده چې دغو اقلیت اصلا ملي هویت او ملي ارزشونه تر پښو لاندې کړي دي ډیره عظمت طلبه او قوم ګرایان دي ؟؟؟؟

بله ډله خلک چې تر ننه د پنجابیانو د ( آی اس آی ) سره روابط لري او دهغوی نوکران دي دوی داسلامي نظریاتي مفکورې نوکران دي او دوی په دې نظردي چې اسلام اصلا مرز نه لرياو حدود تعینول دمسلمانانو له پاره لویه ګناه ده  او دافغانستان خلک دغه ناولې ددیورند دواړو غاړو ته څېرې ښې پیژني چې د۶۰۰۰ کلن تاریخ په موده کې ېې د دین او اسلام په نامه دخلکونه ناوړه استفاده کړېده  په مخ کې اچولۍ او بهانه کړی لکه دغه ۳۲ کاله چې مجاهدینو او پنجابیانو ورنه ناولې استفاده وکړه او یوازې دځان په قصه کې دي او دیوه لوی افغانستان په قصه کې نه دي؟؟؟؟؟ 

دغه بله ډله دغرب او اورپا په هیوادو کې یو تعداد څیرې دي چې غواړي دخان له پاره دخلکو توجه را جلب کړي او ځانونه جهان ته او نړی ټه ډیر مهم اشخاص معرفي کړي چې ګویا یوازې دوی ددیورند دکرښې دلغو کیدو طرفداران دي ، خو ددې کار له پاره بیرته هغه سیاسي اصطلاح چې عیني او ذهني شرایط دي باید اماده شي ، په اخر کې دغه ډلې هم دکوم سیاسي او علمي طرحې خاوندان نه وو او نه دي او نه به شي صرف اغوا ګري څیرې دي چې ماجرا جويي ته لاره اواره وي ؟؟؟؟؟

زما په فکر سره چې یوازنۍ لاره ددیورند په ارتباط داده چې کله چې انګریز دهند په ازادی اعتراف کوي نو باید دافغانستان خاورې ېې بیرته ورکړې وای او دغه ناولي ( دګندمک –لاهور – دیورند ) کرغیړنې معاهدي ېې هم لغو کړي وای او دغو کار ته باید دافغانستان پارلمان ځانونه کلک کړي لکه چې اسراییل دبیت المقدس مسجد غواړي او خپله خاوره ېې بولي نن افغانان باید دانګریز قوواې اسیرې کا او تر څو چې امریکا دغه ننګینه کرښه هم نه ده ړنګه کړې دوی خاریجیدو ته پرې نه ږدي ،او ډیره اساسي ونډه د کوزې خوا په پشتنو او رهبرانو پورې اړه لري او تر څو چې دغه موضوع یکطرفه نه شي او دافغانستان په نفع فیصله نه شي پاکستان تل دافغا نانو په سر د ( حکمتیا – حقاني – ملاعمر – طالب او سبا ته دیوه بل اسلامي تندروه ) سړي په وجود کې افغانان ځوروي او یو له بله سره وژني  ، خو ددغو ارمان دپوره کیدو له پاره اساسي لاره دکرزي دحکومت لغو کول نوي متعهد افغاني حکومت چې تنظیمي صبغه ونه لري جوړول او ملي وحدت ته په ښه سترګه کتل یوازنی لاره ده او بس؟؟.          
  پوهندوی ارکانحربدکتور طاوس وردګ

No comments:

Post a Comment