Friday, 10 June 2011

دیموکراسي یا سوټه کراسي

دیموکراسۍ دنړۍ خلک یا برباد کړل ، یا ېې نیمايي په وینو ولمبول ، یا ېې ډیرۍ دغرب ( انګریز ، فرانسې او امریکا ) مزدوران او نوکران کړل ،خوپه ځپله غربي هیوادو کې دیموکراسي عبارت ده له ازاد ( سکس - مچي کولو - چرس څکولو  - هلک هلک ته نکاح کولو او دهلکانو ازاد سکس -هیرویین څکولو  -فاحشه خانې ازادې پریښولو - مساجونه او سوناحوزو کې هرډول سکس کولو - میړوښې ښځې دبل هرچا سره چې زړه ېې وغواړي عشق او سکس کولو ، ازادو شراب او بیر څښلو ،  دسکس اخبار او مجلې نشرولو ( فرنوګرافي ) ، لوڅ پوڅ ګرزیدلو - انسان وژلو - او هر څه بې کیفیته او خراب  او بې ارزشه شیان په بازار کې په هر څومره چې خرڅوې ورته دیموکراسیي وايي ) خو  ددیموکراسۍ اساسي کلمه دیونان قدیم څخه  ددوی په ژبه ددو کلیموڅخه مشتق شوې ده ( دیموس یعنې خلک او کراتوس یعنې  حکومتداري ) چې په مختصر ډول ورته ( دخلکو حکومت دخلکو له پاره په خپله دخلکو له خوانه ) یعنې دټولو خلکو ارا ( رایه ) غوشتنه چې ددوی په ژوندانه پورې اړه لري ویل کیژي ؟؟؟ یعنې(  دقانون جوړول - دفرامینو تصویبول - دقراردادونو  تصویبول - داجتماعي او کلتوری او همدارنګه اقتصادی او نظامی مسایلو تصویبول  دخلکو په مستقیم ګډون او راې ورکولو سره تصویبولو ته دیموکراسي واي )  چې متاسفانه ددغو تعریف سره سم هیڅ چیرې دنړی په مخ په یوه هیواد کې داسې دیموکراسي نه وه او نشته او نه به راشي ،سیاست مداران  چارواکي دخپل ورځني کاراو بار له پاره داسې نورمونه او اساسات او قوانین جوړوي چې ددوی ( حکمرانانو ) خپلې ګټې پکې نغښتې وي ، نه داسې چې دټولو خلکو ارا او نظریو ته ېې اهمیت ورکړۍ وي ، مخصوصا غربیان ددیموکراسۍ په ځای ( سوټه کراسي ) راولي ،ګویا هرچیرې چې ځي هر هیواد چې اشغالوي هلته په عوض ددیموکراسۍ سوټه کراسي راولي ،( سوټه کراسي ) یعنې دخلکو وژل - تحدیدول- بندي کول - توهینول - ریشخندول- تر فشار لاندې نیول - خپله اراده په زور یا په تطمیع کولو ورباندې قبلولو ته وايي )  او نن دغه ډول دیموکراسي غواړي په افغانستان کې هم تطبیق کا ،  دوی بیا په اسلامي هیوادو کې په کلیو او شهرونو کې( دیوبندي ملان - پیران - حضرتان - خلیفه ګان - صوفیان - دهزاره سیدان - ملکان او شیخان او نور اجنت مزدور نوکران لري) او دهغو له طرفه دغه ناولې دیموکراسي تطبیقول غواړي ، تاسې لاړشۍ دافغانستان رادیوګانې واورۍ چې هلک دجلۍ سره څه وايي او څه ډول دیو بل نه سوال او ځواب کوي دغو ته وايي رادیو يي سکس او یا تلفوني سکس چې په افغانستان کې دامریکایانو اوغرب له خوانه په مجاهدینو او دکرزي دټیم په واسطه رواجیژي  ، په داسې حال کې چې دافغانستان له پاره دافغانانو دسوېې او زده کړې او دهغوی دهضم سره سم باید دیموکراسي ددوی په خپله خوښه بایددخلکو دشعوري ودې په اندازې  سره  رواج شي په داسې حال کې چې خلک ۸۰٪ بیسیواده دي او دمذهبیونو تر فشار لاندې ژوند کوي او موږ ورباندې غربي دیموکراسي تطبیق کوو چې دا یو جرم دی ، ټول متعصب اسلامي ایدیالوژستان نن په اسلامي هیوادو کې ژوند کوي تاسې ماته دیوه( بودايي مذهبه - یا یوه عیسوي مذهبه،یا کمونستانو ) په هیوادو کې دجنګ علایم او ددیموکراسۍ راوستل په زوره او یا هلته دیموکراسي ته خطر او دبشر حقوق تر پښولاندې کیژي ، ایا امریکا یا غرب اجازه لري چې سر به خود هغه هیواد اشغال یا په کروز یا تماګک راکتووولي او یا دورځې د ۶۰-۱۰۰ جټ طیارو بمباران ورباندې عملي کړي،لکه په افغانستان او عراق او نن په لیبیا چې دغه اور بل دي ، ولې دغه  (   ملان - طالبان - پیران - حضرتان  - ګلبدینیان -حقاني- عبدالله یان پنجشیریان - هزاره ګان محقق اوخلیلی اونور ېې ) دتاریخ نه هیڅ نه زده کوي او یا داده چې دوی باید دخپلو نبیرو او کړوسیو له پاره هم په دوبۍ -عربستان - ایران - امریکا او لندن او یا کوم بل چیرته چې زه ښه نه پوهیږم چې ( ددوی ) کوم ځایونه ښه خوښ شوی دی هلته د ژوندانه له پاره نوي کورونه او قصرونه اباد کړي  ، په هرحال دومره ویلای شم چې دافغانستان خلک همیشه د پورتنۍ کتګورۍ دلاسه ځوریدلي ، استسمار شوي ، دنوکر او غلام په حیٍث ورنه استفاده شوې ده او له همدې خاطره تر ننه بیسیواده ساتل شوي دي ،او دغه ۶۰۰۰ کاله دوی یوازې په ( تعذمن التشا وتذل من التشا ) باندې عقیده لرلې او دخدای له درباره هرڅه تیار غواړي په داسې حال کې چې ذات پروردګار پنځه حواسه ورکړي چې د هغو په ذریعه هرڅه تر لاسه کړي ، لکه ( حضرتان او پیران او هزاره طایفې سیدان ) خلکو ته دجنت او دوزخ تکسونه ورکوي او خپل ژوند دنورو په توشه په عیش او نوش تیروي ټوله ورځ لنګرونه چالان دي ،دامریکاسفیر په هند کې  هغه خبره چې دافغانستان په هکله ېې دتجزېې په خاطر کړې وه دافغانستان دنني حالت په تمثیلوولو سره  او دافغانستان دقومونو او ملیتونو د بی اتفاقۍ او یو بل ته په بده سترګه کتلو په استناد کړې ده ، او  داسې معلومیږي چې دغو سفیر دامریکا او انګریز جمهورو ریسانو ته لار ښونه کړې ده چې دافغانستان دتجزېې په هکله نوې توطیه را منځ ته کړي ، دبن لادن دوژل کیدو وروسته شاید یوه بله نوې ستراتیژي دافغانستان له پاره را منځ ته کړي او دلیل ېې دادی چې ( حامد کرزۍ او دهغو کابینه ) دنورو دوو معاونینو په شمول یو ځای د امریکا له پاره بهترین شاه شجاع ګان وو او دی ، تر څو چې دغه رشوتخواره او دمافیا رهبران په افغانستان کې حضور ولري غرب دافغانو په سر همیشه حاکم بوله ، ځکه  یو بل داسې پشتون به  پیدا نه شي چې هغه د امریکا شاه شجاعي نوکرۍ ته غاړه کیژدي لکه کرزۍ ،  درسته ده چېامریکا  دنړی سردمدار ځان بولي لکه چې همدا نن ېې ټول وینو چې (  نه روس - نه چین - نه هندوستان  نه برازیل ) دامریکا دتجاوز مخه ونیوله ، او دملګرو ملتو په فیصلو باندي دنړی هیوادونه تر خپل اسارت او غلامۍ لاندې را ولي

افغانستان ته ېې یوه درامه جوړه کړې ده چې ګویا هغه طالبان چې ( قانون اساسي ومني - دالقاعدې سره اړیکه وشلوي - وسله په مځکه کیږدي ) نو ور ته نوي مقامونه ورکول کیژي ،غرب په ۱۰ کالو کې داسې ګوداګي ملان - طالبان - خانان - ملکان - روحانیون تربیه او په پیسو بار کړل ( سرمایه دار کړل ) چې څو افغانستان دی دوی به دامریکا او غرب نوکري او دیکتات مني ، ولې نه کرزي - نه امریکا او نه غرب او نه عربستان سعودي ، او نه دافغانستان د صلحې فرمایشي اسلامي شورا دا خبره وکړه چې هر هغه طالب چې دپاکستان سره اړیکې وشلوي او د پنجابي او ( آی اس آی ) سره هیڅ ډول ارتباط ونه لري  دافغانستان زامن بلل کیږي او افغاني طالبان نومیژي او مستحق دي چې په کابینه کې لس وزارتونه او لس ولایتونه ورکړل شي ، خو نن طالبان هماغه د ( پاکستان - امریکا - انګریز- ایران - روسانو - او عربستان -القاعدې  کسان او ډلې دي) چې په هیڅ وجه خپل صلاحیت او خپله اراده نه لري دوی همیشه دپردو پاکستان ،ایران ،عربستان ، او غرب  بیزوګانېدي ، وې ،او وي به ؟؟؟؟؟

او په همدې خاطر طالبان را ولي چې بیرته کورنۍ جګړه شروع شي او افغانان داځلې یو بل داسې په خپلو منځو کې په وینو ولمبوي او و وژني چې بل وارې سر را پورته نه کړي او دافغانستان دتجزېې خبره رسمي کړي ؟؟  او دغه کار دهزاه -ازبکانو او پنجشیریانو له پاره کوي چې دوی کاملا ختم کړي او بیرته ضرورت پیدا نه شي چې هره ورځ دهزاره دتورو کربلايي موټرانو رسم ګذشت دکابل په شهر کې نمایش ورکړي او یا عبدا لله عبدالله نور د اقلیت دحکومت داری دعوا ونه کړي ، امریکا لس کاله دپنجشیریانو او هزاره ګانو او ازبکانو( دشمال ټلوالې )  ډیکټات قبول کړواو پشتانه چې ددې هیواد اصلي اوسیدونکي او اکثریت وو او دي په ټولو مقامو او تعیناتو کې حذف کړل  او پشتو ژبه دوهمه ژبه شوه او په اکثر مکتبوبو او دفاترو کې یو کلمه لیک او لوست په پشتو نشته ، دهرات ۸۰٪ خلک پشتانه دي خو وزیرمعارف محترم فاروق وردګ زماوطندار یوه ورځ ورته متوجه نه شو چې هلته ابتدایه ،متوسط او دارالمعلمین او پوهنتون په پشتو تاسیس کړي ، ګناه په خپله دکرزي او دده د پشتنو دټیم ده چې د پشتنو حق نه شي ورکولای ، نوکه طالبان چې په هغو پورتنیو کتګوریو ویشل شوي وي اوبیرته حکومت ته را شي او داځلې کلیدي مقامونه ورکړل شي نو ددوی اولین فرمایش دا  دی چې خارجي قطعات د له افغانستانه ووزي  نو بله ورځ په وسله وال پو ځ کې دوه کسه سربازان خدمت ته نه حاضریژي او هغه ده چې افغانستان په څو برخو ویشل کیژي او ( پاکستان - او ایران ) هم تجزیه کیژي غرب چې ځانونه ماړه کړل او  یورانیمو، هیرویینو او تریاکو او قیمتې ډبرو اونورو شیانو د وړلو ضروت نور ورته نه شته نو دوی وزي او افغانستان لکه روسانو ( ګرباچوف )  چې ویل ( مۍ ني استولیه ییم افغانستان وبیدو ) ترجمه :موږ افغانستان بدې ورځې ته نه پریږدو،   هغه وو چې پښې ېې لنډې کړې او دافغاستانه ووتل  چې په نتیجه کې دکتور نجیب الله په دار شوو آو ملګرو ملتو ېې پوښتنه ونه کړه او  دوطن ګوند غړو دملګرو ملتو نه ددکتور نجیب ا لله په ارتباط د بینینسیوان او لخطر ابراهیمي محاکمه ونه غوښته ، او وینو چې امریکا هم په خپله اقتصادي ستونزه کې راشکیل دی او دبلې خوانه دامریکا اوغرب ډیره ویره د اصلي کمونستي رژیم چین نه ده چې په ۲۰۱۶ کې دنړۍ سردمدار کیژي  نو امریکا ډیر زر دافغانستان له پاره دتجزې پلان لکه په سیربیا ېې چی عملي کړو په افغانستان عملي کوي او دوی بل اخره دافغانستانه وزي او یا به په ایران داتومي برید له پاره بهانه جوړوي چې نړۍ بیرته په نویو بلاکو وویشي دا تقدیر دی نه بدلیژي
  

No comments:

Post a Comment