Saturday, 16 July 2011

لسکلن خوب

دافغانستان خلک ۶۰۰۰ کاله کیږي چې کله ویده او کله ویښ وو ، خو هغه وخت چې ویښ وو ددوی هیواد ددشمن نه په درنښت او میړانه ساتل شوۍ او ژغورل شوی وو او متاسفانه چې دغه  ۳۲کلن  ډیر اوږده خوب دوی د ډیرو کړاونو او ستونزو سره لاس او ګریبان کړل ولې بیا هم دخوب را ویښ نه شول ، چې دهغو جملې نه دمجاهدینو او طالبانو او یوه اندازه د خلق او پوچم دحکومت دارانو له لاسه هم دمشکلاتو سره مخامخ شوې دي ، خو ډیره بی هوشه اوپه درانه خوب ویده دي    دوی  دامریکا دیرغل وروسته هغه وخت چې د شمال تلوالې داشغال زمینه زموږ تاریخي دشمن او غرب ته په راس کې ېې امریکا ته مساعده کړهبیا هم د پ ۵۲ په بمباریو هم دخوبه را ویښ نه شول ، او د بن په کنفرانس کې ېې هغه بې مثله دروند او ډیر خاینانه رول دافغانستان دملي وحدت - ازادی - استقلال او دخاورې دتمامیت په ضد ولوبولوچې ددیموکراسۍ تر نامه لاندې ېې په دغو خوار هیواد او پسه ډوله خلکو دشا نه ګذار وکړواو دنیویارکه ېې یو بیمغزه  بیسیواده۰ - ډیر منفعت جو - تفرقه اچونکي او بلاخره لاس پوڅې کرزي ته او دهغو کابینې له پاره د ( آی اس آی ) په مرسته دوزارتو تعینات تر سره کړل او دغه دیکتات او قومانده د ( پاکستان او امریکا ) له خوانه په شاه شجاعي رژیم ادامه لري بیاهم دخوبه را بیدار نه شول ، یوه ورځ ، یوه لحظه ېې دافغانانو دبیسترۍ په دلایلو او منطق ځان ونه پوهولو او زما کتاب چې ( دافغانستان دخلکو بیستري نومیژی ) په دری او پشتو نشر شوی  ونه لوستوابیاهم دخوبه را ویښ نه شول ، او یوه ورځ د قرغې یا برکي محاجرو او خیمو ته وره نه غۍ چې ولې دکابل په زړه کې واړه ماشومان او سپین سرې ښځې په یخنۍ او ګرمۍ کې دناورینونو سره مخامخ دي نو تاسې دی حکومت او دهغو مشرتابه ته د لسو کالو خوب وړي نه وایاست او زموږ خلک به څه وخت ددغو خوبه را پاڅیژي ؟؟؟

دغه لس کاله خوب وړي هغه کسان دي چې همیشه ( نه خوري نه څښي تورې څټې اړه وي ) ګویا نه کارکوی ، نه زحمت وباسي ، نه مزدوري کوي خو هره ورځ ېې دخدای په فرمان کورو ته ۱۰۰۰۰-۲۰۰۰۰ زره ډالره راځي ، داچې څنګه دکومه پلوه راځي دغه چال او هنر دخوب وړی دسوېې نه  ډیر لرې دی چې ورباندې ځانونه وپوهوي خوب وړي نن هم په عمیق خوب ویده دي زه فکر نه کوم چې په سور اسرافیل به هم ددغو خوبه را پورته شي ؟؟؟؟ دا ولې او په څه ؟؟؟؟؟

اول په دې چې دوی کتابي مسلمانان نه دي هرڅه چې ملا وايي دوی صرف ورپسې اقتدا کړې نور ېې نه زده دي او نه ېې په معني پوهیږکه بسم ا لله الرحمن الرحیم ېې مخې ته کیږدې نه ېې شي لوستۍ او هر ډول چې ملا ویل صحیح ده  
                                                                                                         
دوهم دغه خلک دسهار او ماشام وچه ډوډۍ په ګدايي یا خیرات او یا په ډیرو مشکلاتو لاس ته راوړي ددی فرصت نه لري چې په دغو مواردو فکر وکړي دوی ویده کارونه کوي لکه یو څوک چې په خوب کې ګرزي او یا دځا نه سره لوڅې سترګې خبرې کوي  

دریم ددوی دکورنۍ غړي وژل کیژي یا زخمي کیژی او هغوی شفاخانو ته یا ادیرو ته رسوي مګر نه واي چې ولې ؟؟

دکرزي او دهغو دمعاونینو او دحکومت دغړیو په نیرنګ او شیطانت او اوښکې توییدو نه پوهیږي او هر څه چې حکومت ورباندې کوي او یا ېې دناتو یا ایساف غړي هیوادونه په افغانستان کې ورباندې کوي دوی په خوب کې دي او نه پوهیږم چې درد احساسوي که نه خو که ېې درد احساسولای نو هرو مرو به دیوې چارې یا دحل دلارې په فکر کې کیدل ، خو دوی خوب وړي او نه غواړي دخواږه خوبه را پورته شي

دکرزي ورو ووژل شوو ، چې یقیناا یوه ورځ به دی هم په دغو سرنوشت اخته کیژي نو دقبر پر سر ژاړي او وايي چې ما می ورور احمد ولي ته ویل کابل ته راځه او دلته به د زامن درس ولوني او ده راته ویل دکندهار خلک ولې پریږدم او ما مې زامنو ته معلم نیولۍ دی درس په کور کي لوني او کرزی ورته واي دمور شیر دشه ؟ خو دا ېې له یاده وتلې وه چې دغه نور کندهاریان دمعلم دنیولو امکانات لري او دغه نور کندهاریان نه غواړي به امن کې ووسي ، نو ده ژړل ؟ ایا کرزی په هغو افغانانو چې دورځې په بمباریو کې وژل کیژي او یا دمافیا له خوانه وژل کیژي او یا سربازان په جنګ کې وژل کیژي ایا دوزیردفاع او کرزی تسلیت ېې کورنیو اوردلی دیاو یا ېې اوښکې توېې کړي دي ؟؟؟؟؟

که افغانان په خوب نه دي ویده نو راته ووایاست چې څومره تلخه لرۍ، دپاکستان اخطارونه - دپاکستان تیرۍ ، دپاکستان توطې ، دپاکستان مداخلې او همداسې دایران او د، او یا چې جبر دتاریخ یا دا لله وحې ته منتظر یاست او که دغه مفکوره نه لری نو معلومداره خبره ده چې ویده یاست ؟؟؟

ننه په افغانستان کې د جهادی لیډرانو او قوماندانانو ېې دشعیه طریقت او سوني اسلامی احزابو او همدارنګه مخالفینو او په مجموع کې دغرب اشغال او نن ( اډې ) درباندې تصویبوي اود عربستان فرمانرواېې ورسره جمع کړي نو ولي دخوبه تاسې دغو ټولو را ویښ نه کړۍ ؟؟؟ او که وايي چې ویښ یو نو کله به دغه رژیم را پرزوي یا را نسکوروۍ او څومره نور ددغو قتل او دیکتات نه سترګې پټوۍ  

No comments:

Post a Comment