Tuesday, 29 March 2011

افغانستان دکومو خلکو له خوانه دچالشونو سره مواجه دی

دافغانستان کورني سیاسي مداریان
دافغانستان کورني اسلامي مداریان
دافغانستان خارجي منطقوي مداریان
دافغانستان بین المللي استعماري مداریان

ددغو ډلو دښې پیژندګلوۍ له پاره غواړم ډیرلند تشریحات  زموږ دوطنوالو په اختیار کې ورکړم

لومړی کورني سیاسي مداریان
دغه ډله مداریان په دوو برخو ویشل شوي دي یوه ډله ېې په خارج کې مستقیما دخارجیانو مخصوصا استخباراتتي جاوسی شبکو په جال کې ایسار دي لکه ( خلیلزاد - علي احمد جلالي -  وحیدا لله وحید - اشرف غني احمدزی) دغه کسان دډیر پخوانه دامریکا داستخباراتي شبکو سره تړلي کسان وو او ددوی په فرمان ټول اجراات کوي، دوی هیڅکله نه غواړي یوه لحظه په خپل ابتکار څه وکړي ، اساسي هدف ددغو کسانو دځان له پاره لویه سرمایه را غونډول - ځانونه ملیاردران کول او دافغانستان خلکو ته بازي ورکول دي ، دمثال په ډول دغو کسانو اول علي احمد جلالي ځان ریاست جمهوری ته کاندید کړواو موږ ورته پراخه کمپاین وکړو او بل اخره دامریکا داستخباراتي شبکې په امر په یوه ساعت کې خپله فیصله صادره او دکمیټې او نورو کسانو څخه پټ وتښوو او ما شخصا ورته ۱۰۰۰۰ ډالره مصرف کړل که درواغ وایم لاړ شۍ ( ملالۍ پشتون - جبار پیکان - حبیب پغماني - بصیر چمارخیل لوګري - حاجي شریف پغماني - قاضي دلیلي - نصرتي - غیاث وردک - سید عزیزاحمد -دستګیر مستوفي - اکرم اندرابي ) او زرهاوو نورو نه پوښتنه وکړۍ چې څومره پسته او بادام او نورې ډول دول وچې میوې موخوړلې دي او دغرمې ډودی مو هره ورځ دڅو نفرو سره خوړلې وه ، دغه حساب ما دجلالي نږدې ملګري نعیمي ته هالند ټه لیکلي ورولیږل چې زما پیسې را کړي مګر دی وتښوو او نه ېې یوه پیسه را کړه اوس تاسې خلک قضاوت وکړی چې ایا دغه انسانان چې زما په وینو نه مړیږي ستا وطندار په وینو به ماړه شي ، ایا دغه کسان فقط دپیسه دارکیدو له پاره سیاسي مبارزه نه کوي ؟ ایا دوی دافغنستان دخلکو په قصه کې دي ؟ معلومداره خبره د چې دوی دیوې خوانه ډیر ډارن او ډیر ابن الوقته انسانان دي او په هیڅ وجه دافغانستان دخلکو په درد په اخر کې هم نه خوري زه ۳۴ ولایتو ته په خپلو پیسو ولاړم او هلته مې کمیټې ورته جوړې کړې او  دولایتو دکمیټو مشران نن هم موجود دي او هغوی څومره مصارف وکړل او بل اخره ېې ټول په بیابان بې سرنوشته پریښول او نن بیا په تلویزیونو کې مباحثې کوي ولې دغه تلویزیونونه زما سره مصاحبې نه کوي چې زه ېې په نهاي ډول افشا کړم

دوهم سړی وحید وحیدا لله 
               دغه سړی دبن دکنفرانس مبتکر ځان بولي ، البته د حاجي ا یام ا لدین  په خوله ېې  زه پیژنم ،زه دغه حاجي دمسکو نه پیژنم خودغه سړی هم نن امریکايي او تجارت پیشه سړی دی ا و دغه سړي په سرددی چې دیرې پیسې لري خو انسان هیڅکله نه مړی ږي او ډیر حرص او از لري نو دغه حاجي صاحب ایام الدین  دوحید وحیدا لله دکمپاین له پاره دوزیراکبرخان د دلتا ماني نه شروع وکړه او ودیر صافی دکابل پوهنتون استاد او اکبر نیک محمد منګل هم ورسره مل وو دجبار پیکان په شمول
حاجي ایام الدین زه او جبار پیکان مزار شریف ته دعوت کړلو چې په مزار کې حاجي ایام الدین د والي عطا استاد سره هم وکتل او یوه ورځ ېې میلمه هم وو او موږ دریو واړو ( جبار پیکان - حاجي ایام الدین - دملي تلویزیون سره په مزار شریف کې ډیره په زړه پورې مصاحبه وکړه او دکرزي صاحب نه مو وغوښتل چې لطفا یو ځلې په خپلو کړو وړو تجدید نظر وکړي خو کرزي هیڅ توجه ونه کړه ، بیا په کابل کې دحاجي ایام الدین له خوانه یو کانفرانس جوړ شوو چې هلته ېې دظاهر شاه ددفتر یو وزیری هم دایطالیا نه را غوشتی وو او یو هم یو هزاره ګی دامریکا نه او هم ېې شهلا عطا د داود وردګ ملګرې او شاغلی رهرو دمزار شریف نه ) را غوښتي وو دغه داړه ماران هم  په انتر کانتیننتال کې په کنفرانس شامل وو او همدا رنګه  شاغلی پیر صاحب سیداسحاق ګیلاني - او داود سلطانزوی هم دغو کنفرانس ته راغلي وو دا نتر کانتیننتال په دروازه کې زه  یوازې دداود سلطان زوی  او سید اسحاق کیلاني سره دپولیسو سره په اخ او ډب اخته وو ځکه کرزی امر کړی وو چې کنفرانس ته اجازه ورنه کړی چې په کانتیننتال کې دایر شي او دغه حاجي ایام الدین او یو بل پخوانی دوزارت خارجه معین احمدشاه  علومي هم پټ ووچې کرزی ېې بندي نه کړي کله چې دغو دواړو موږ دری تنه ( داودسلطان زوی - سیداسحاق کیلاني اوطاوس وردګ  ولیدل نو کوم یوه ورته را پور ورکړی وو چې راځی دلته نارینه او با غیرته میړونه شته مه ډاریږی نو وزیری ،ایام الدین او احمدشاه علومي هم را پیدا شول په داسې حال کې چې دوی باید داوله حضور درلودلای موږ په کرزي د ډیر لوی فشار راوستو وروسته کنفرانس دایر کړو، دکنفرانس ډوډی هم دحاجي ایم الدین له خوانه چې زما هم اشنا او دوست وو ترتیب شوې وه  ، چې هلته بیا هغه بې هویته ابن الوقته کسان لکه داود وردګ - شهلا عطا - رهرو - وغیره دمیز خطابې ترشاه ظاهر شول ، مقصد مې دادی چې دافغانستان خلک تر اوسه صرف دیوه شي له پاره مبارزه کوي او هغه پیسې دي او دغه تروپ کسان دیوه سره دپیسو غله وو او دي که وحید وحیدا لله ته په بن کې افغانستان او دهغو نجات مطرح وی ولې ېې ټولې خواوې ( مجاهدین - کمونستان - روشنفکران - تکنوکراتان - قومي مشران ) دغو کنفرانس ته نه را غوښتل او دهغو نه ېې ولې کابینه نه جوړوله چې نن به دا ناورین او ناخوالې داشرارو رهبران هیڅ نه وې 

دابل سړی هم دامریکايي شبکې غړی خلیل زاد دی 

دخلیل زاد له پاره ماته یوه پاک مجاهد ورور حاجي خیرا لله دعوت را کړو او دحاجي داود سره ېې معرفي کړلم او بیا ېې د منورخان سره چې هغه هم شریف سړی دی معرفی کړلم ، ما دلته بیا ډیر مرکزي رول ولوبلو په سر ددې چې دوی مجاهدین وو خو دوی دخلکو سره ډیر شناخت لکه ما چې لرلو دوی نه لرلو ، نو ما دخلیل زاد له پاره ډیر په بیړه او په ټول توان لکه چې د
جلالي له پاره موچې کړی وو کار وکړو او ده ته مو اساسنامه او دګوند برنامه اصلاح او جوړه کړه چې هلته صرف یو دری نفره باسیواده وو لکه ( فضل الرحمان اوریا - وردګ صاحب  او یو بل افسر وو نور دسیاسي سیواده محروم کسان وو ) اوس تاسې فکر وکړی چې زموږ وطن به دچا په لاس کې وي چې مشر ېې شینواری وي او هغه بیچاره دګیتي په معني هم نه پوهیژی او نن سبا په بزنس مصروف دی سیاست په لندن او امریکا کې کوي او مقام په کابل کې په طاوس کټي او دغو ټیم یو کنفرانس په کانتیننټال کې جوړ کړو چې مشري ېې د حاجي داود - اوریا صاحب - شینواري - خان صاحب منورشاه - حاجي صاحب خیر الله په لاس کې وه او دغو کنفرانس ته ېې یو دعوتګر مولوي -  دکتور طاوس وردګ - یوه حسینه ښځه دپروان څخه - یوه بله هزاره ګی وه دهیات رهبری په میز  شاته کینول او مضامین شروع شول ددغو ټیم یو سړی دمیز شاته نه وو ناست ټول پټ وو او ویریدل چې ځوک ېې عکس وانه اخلي - څوک ېې انتقاد نه کړي -څوک ورسره جراوبحث ونه کړي ، دعوت ګر ډیرې باوزنه درنې خبرې وکړې زما نوبت چې راغي ما ډیرې قوي سیاسي خبرې وکړې او په کرزي او دده په حکومت مې ډیر تاخت اوتاز وکړو - خلکو ډیر تشویق کړلم او ماته ېې ویل چې ولې ته خپله ځان نه کاندیدوې ، په اخر کې یو دوو نفرو چې د ظاهر شاه دټیم کسان وو او دجنرال پیکان او جنرال محفوظ  له خوانه چې د داود یا منور خان یا کوم بل چا له خوانه دعوت شوي وو تحریک شوي او د خلیل زاد په باره کې ېې ضد او نقیض خبرې بیرون کړې وې او بیرته ما د شمشاد تلویزیون سره په هماغه ورځ په ډیر جدي شکل تقبیح کړې ، او وروسته دغو شینواري او دده حلقې یارانو دغه محرکین په ما پورې تړي کسان بللي وو چې دغه ما هلته رد کړل او نن او په اینده کې کې ېې هم په کلکه ردوم ، چون زه شینواري - حاجي داود او منورخان ته دتحمل وړ سړی نه وم نو ېې دغه کسان په ما پورې تړلی بللي وو، اوس را ته ووایاست چې ایا ارتجاع ته - امپریالیزم - اخوان ته - کرزي ته چې ددغو ناولو رهبري په غاړه لري ماغونته تعلیم یافته ددوو دکتوراوو خاوند او یوې ماستری څښتن او یوې نظامي ارکانحربی دیپلوم خاوند چې په ښپږو ژبو لیک لوست او خبرې روانې کوي تحمل کوي او ورته دهغو په کابینه کې ځای شته ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ځکه امپریالیزم هم  اخوان اوهم  تروریزم زیږوي او یو دبل نه حمایت کوي  

دریم ېې اشرف غني احمدزی دی
دغه هم د پورتنیو کرکترو خاوند دی، او تل ورته پیسې دومره ګرانې دي چې دپیسو په مقابل کې ملګری - دوست - اشنا - مبارز - خلاصه هیڅوک ځای نه لري اوزما ۴۵۰۰ډالره ېې ژوندي وخوړل ، لاړ شی دزمانګل دهاتي نه چې ورته خوی او کرکتر لري پوشتنه وکړی ، دغه زما وطنداروو زه ېې ورباندې خرڅ کړی وم ، او زما نه ېې استفاده کوله ، ما دډیرې حیا نه ځان غلی نیولای وو خلکو ماته دده په مورد زرځلې بد ویلي وو خو ده هم زما له پاره او هم داشرف غني له پاره ډیر خیانت وکړو ، د سمنګانو دولایت داستان ېې په نورو کتابو کې ولونی  چې د هاشم ، حاجي عبیدا لله او نورو خلکو سره د۱۰۰۰۰ ډالرو غلا د صبور فورمولي سره یو ځای کړې وه او ده لس وارې ماته ویل چې فورمولي غل او خاین او وطن فروش دی  اوبل اخره دواړه سره دغلا په وخت کې نږدې شریکان او دوستان شول ، داشرف غني احمدزي ناکامي مختص په ما پورې اړه لرله او دبلې خوانه دده غلط او خاین او چپاولګر ټیم چې صبور فورمولي ېې مشر وي نو دا  نور به څه کاره وي، لکه واسع خادست - حاجي غني احمدزی - زمانګل دهاتي -حشمت غنې احمدزی ورور ېې یو بیسیواده تکسی وان 

دافغانستان کورني اسلامي مداریان
دغه ډله کسان عبارت دي له ( عبدا لله عبدالله پنجشیری - مارشال فهیم پنجشیری - یونس قانوني پنجشیری - رباني بدخشی - ستار مراد چهاریکاری - صیاف پغمانی - حکمتیار غزني چی ناقل دکندز خروټۍ ملا حقاني خوستي - امیر المونین ملاعمر اخوند  - خلیلي هزاره ګي - محسني هزاره کي - محقق هزارهګي - اکبری هزاره ګي  مجددي حضرت - پیر ګیلاني او سیداسحاق ګیلانی    ( دوستم -اکبری ترکمن - تورن اسماعیل شنډندی
 دغه داسلام تر پردې لاندې دافغانستان دلوې بیستری سبب شول او دغه کسان وو چې زمینه داشغال ېې امریکا او انګریز ته برابره کړه آو تر څو چې دغه کسان په افغانستان کې ژوندي وي یو افغان باید دامنیت ، سلامتي،  ترقۍ او ملي وحدت په باره کې  زړه ښه نه کړي
افغانستان ته یو نر اتاتورک ماغونته سړی په کار دی، تر څو یو ځلې بیا خلکو ته نظم - امنیت - ترقي - سیواد - زده کړه - دبیکاری نه خلاصون - دکارموندلو زمینه او وروری او د ملي وحدت زمینه برابره نه شي دکرزي دټیم په موجودیت کې وطن تجزیه کیژي او خلک بیرته کورني جنګ ته را وزي بهتره ده ددغو ناولو څیرو نه ځانونه زر خلاص کړی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟
دغو خلکو په افغانانو داسې دلږکیو حکومت وتپلو چې په تاریخ کې ېې ساری بل چا نه وو لیدلای
ددغو دلرې کیدو یوازني لاره صلحه امیز دنارنج انقلاب دی چې په جوزا یا سرطان کې باید تر سره شي ؟؟؟؟؟؟؟؟

 خارجي منطقوي مداریان
دغه دپاکستان پنجابیان او نظامي ګر تروریست حکومتي او ایالتي چارواکي دي دوی ته دیورند دتحفې په شکل ور پریږدې بیا هم دافغانستان په داخلي او خارجي چارو کې لاس وهي او نه غواړي چې افغانستان ترقي وکړي او یو متمدن ازاد هیواد واوسي ځکه حکمتیار - حقاني- ملاعمر- بن لادن دغه ټول او نور متعصب پنجابي طالبان په پاکستان کې تروریستي تربیتي مراکز لري پاکستان دخپلو سیاست پوهانو او ډیرې قوي دیپلوماسۍ نه دافغانستان په ۳۲ کلن خونین ناورین کې ډیره استفاده وکړه او دغه ۳۲کاله  جګړه ېې وړې ده او بریالي ووتل پاکستان په دغو لسو کالو کې افغانستان پری نه ښودلو چې ترقي وکړي او یا په دغو ۵۰ ملیاردو ډالرو چې افغانستان ته سرازیر شول پاکستان په کرزي ، وزیرانو ېې چې دپنجابي اجنتان او نوکران وودیکته کړل امر ېې ورته وکړو  چې یوه فابریکه او یو بند برق هم نشي جوړولای   اوس طالب هم  ددوی په لاس کې دی دوی دي چې دطالب او مجاهد نوې څیرې امریکا او افغانستان ته معرفي کوي او یا ېې کرزي ته وړاندې کوي دوکاندار دطالب دمشر په نامه خبرو ته راولي او استخبارات ېې ویده دي ، او زرداري وايي بیله پاکستانه دافغانستان کشاله دحل لاره نه لري ځکه پنجابی پوهیژي چې دافغانستان داستخباراتو او وسله وال پوځ په راس کې ېې څوک ورکړي دي  ، هغه څوک چې دپاکستان په استخباراتي پالیسۍ ښه پوهیدو دهغو دله منځه وړلو له پاره ېې امریکا ډیره په هنر او ډیره په چال وهڅوله چې ببرک کارمل خلع قدرت او دسیاسي صحنې څخه وباسي دانور بازینګر سیاست مداران دننیو سیاست پوهانو په شمول ټول دیوه سره په خپل رنګ کې کوټ خوړلی دی( ببرک کارمل ېې لرې کړو - روسان ېې وایستل - دکتور نجیب ا لله ېې ووژلو - مجاهدین ېې په قدرت کینول - مجاهدین ېې خلع قدرت او طالبان ېې په قدرت ورسول او ۵۰ ملیارده ډالر ېې بیهوده په کرزي او کابینه ېې مصرف کړل ،او همدا رنګه دامریکا نه ډیره ښه استفاده کوي ،پاکستان وايي موږ دوه دری ډوله فایده کوو ،اول دامریکا نه دهر عمل په مورد دپاکستان په خاوره کې دیرې پیسې تر لاسه کوو - او دیوې خوانه ېې سربازان دافغانانو سره په جنګ کې وژل کیژی او دبلې خوانه پشتانه وژل کیژي چي دپاکستان دشمنان دي  اوهم ېې پیسې مصرفیژي - دبلې خوانه ېې دمسلمانانو په منځ کې کرکه زیاتیژي - موږ ورته وایو را ځی موږ په وزیرستان کې اهداف درته په نښه کوو تاسې ېې په بی پیلوټه الوتکو بمبارد کړی خو پیسې راکړی ، دبلې خوانه  (آی-اس آی) هیڅکله اصلي طالبان په لاس نه ورکوي امریکا ښه پوهیژي چې دافغانستان دشمنان په پاکستان کې دننه تربیه کیژي او دهغو ځایه را لیژل کیژي اما ولې پاکستان ته نه وايي چې دا کارونه مه کوه ، پاکستان ورته وايي موږ دافغانستان ګوند درته له منځه یوړو -موږ درته دافغانستان وسله وال پوځ په مجاهدینو پارچه پارچه کړو -  موږ درته شوروي دافغانستانه وشړلو - موږ دتا په خوله طالبان دافغانستانه بیرته پاکستان ته را وستل - موږ سباته بیرته دتاسې ( امریکا ) له پاره دچین او روسې او همدارنګه هند سره جنګیژو او بیا به دغه طالبان جنګیژي  او بیرته باید دغه لیوني ، بیسیواده پشتانه طالبان هر چیرې استعمال کړو امریکا هیڅکله پاکستان دافغانستان په خاطر نه خفه کوي ؟ نه ېې تحدیدوي او نه ېې خلع اتومي کوي ځکه پاکستان په دغو منطقه کې دامریکا له پاره ډیرمطمن ژندارم بلل کیژي  او همدارنګه امریکا پوهیژي چې پاکستان اتومي بمونه په اسراییلو یوه ورځ استعمالوي نو بیړه ورته په کار نه ده امریکاباید دیوه زمان له پاره دلته حضور ولري اوهم خپلې موقی ته ګوري چې څه وخت به پا کستان داتومي وسلو په شمول دخاورو خمیر کوي له بلې خوانه نن پاکستان په کوته کې څلورو پنځو ځایو کې دامریکايي عسکرو دعملیاتو له پاره زمینه برابروي ، بیا ېې هدف دامریکا نه په ملیاردو ډالرو لاس ته راوړل دي او په کویته کې بیرته دپشتنو نابودول او تخریبول دي ،د پنجابي پزه تر ننه نه ده ویني شوې دغو ته وايي دیپلوماسي او سیاست ، دغو ته وايي استخبارات او امنیتي ارګانونه ، دلته په انګلستان کې مجاهدین وزارت خارجه ته منډې وروهي چې تاسې ولې کمونستانو ته ویزې ورکوی ، دغه ملحدین او کمونستان او زموږ او تاسې شریک دشمنان دي او موږ همیشه دتاسې په خوله کړي او همیشه دتاسې نوکران وو او هر ډول چې تاسې غوښتل په هغو ډول دتاسې دهول ته نڅیدلو - ګډیدلو ،اوزموږ او تاسې فرهنګ یو ډول دی موږ هم بچه بازان وو او تاسې هم هلک هلک ته نکاح کوی ،او تاسې هم کتاب لری او موږ دتاسې په کتاب عقیده او ایمان لرو  او دوی دروسانو اجنتان دي او هېڅ کتاب نه لري  ، انګریز ډیر ورنه خوشحالیژي او تشکر ورنه کوي چې تاسې ولیدل چې موږ تاسې ته سیاسي قدرت درکړو ، ډیر په زړه پورې معلوات مو راکړل موږ به حتما یوه چاره کوو  ،بله ورځ کمونستان وزارت خارجه ته ورځي چې دغه اخوانیان - دغه فونډا منټا لستان - ډغه دالقاعدې او بن لادن او طالبانو سره شریک متعصب انسانان دي او هره ورځ دتاسې سربازان وژني ولې ېې په کابل کې خلع قدرت کوی نه ، دغه تروپ ټول مافیايي او تروریستي ډلو ته منسوب کسان دي چې تاسې قدرت ته رسولي دي  او موږه تاسې ښه وازمایلو او درته ښه تجربه شوه چې نه فونډامنتلستان یو ، نه مرتجعین یو ، نه بې فرهنګه او بې کلتوره یو ، ښه وینۍ چې موږ دتاسې غونته شراب خورو - زنکه بازي کړو - ښځې مو لوڅې ګرزي - رقسونه کوي او ډیسکو تاویږي ، ګویا زموږ او تاسې ټول شیان شریک او ورته دي بیا انګریز ډیر خوشحاله کیژي او مننه ورنه کوي واي موږ به یوه کار کوو ،او تاسې وینی چې په ادارو کې ستاسې کسان موږ ډیرمقررکړي دي ، خو امریکايي او انګریز دځانه سره خپل ستراتیژیک پلانونه لري دهر سړي خبرو ته ښه غوږ نیسي او دهر سړي نه استفاده کوي او هغه عملي کوي امریکا نن سبا په افغانستان کې دانګریزانو سره یو ځای ۳۵ کلن پلا ن لري چې په دغو موده کې دوی په هیڅ یوه طرف زور نه اچوي او یو طرف هم نه خفه کوي دوی وايي په ۳۵ګالو کې به زاړه ټول مړه شي او دغه احساساتي نني ځوانان به زاړه ښي او نوی نسل به موږ را ژوندی کوو چې نوی ارزوګانې - نوی خوند اونوی رنګ ولري لکه دغرب غونته کلچر ولري دین او مذهب افغاني مورنی ژبه رسم او کلتور ېې ټول دلاسه ورکړي وي  هر څه ېې هیر وي او عیاشي ېې دورځې مصروفیت وي  ، اوس زما ګرانو وطندارانو مخصوصا پشتنو که تر ننه نه پوهیدلی نن ما یو ماډل درته ترسیم کړو هیله ده درته دخلاصون لاره پیدا کړی ، البته بیا تکراروم چي هغه لاره چې طالب او مجاهد یا کمونست غواړي یوه هم دافغانستان له پاره مساعده نه ده او مه ېې قبلوی ، بلکه نوی لاره داده (( دقومیت - لسان - ملیت - مذهب- سمت -اسلام په خطر کې دی  )) هرڅه نه تیر شی او یوازې دانسانیت لاره او دانسان له پاره دخدمت لاره اصولي او منطقي لاره بولم راشۍ ددغو لارې دپلي کیدو له پاره دافغان په نامه دافغانستان سرتاسري ګوند دجوړیدو تکل وکړی ؟؟؟؟؟؟؟    که غواړی ځان ورنه خلاص کړی دکرزي ټیم ته فاتحه اعلان کړی او نوی زعامت وټاکي ، تاسې به وايي چې ته موږ ته هدایت او نصیحت کوېې اما په خپله ولې نه راځې او زموږ سره پکې ګډون نه کوې زه دتاسې سره وم او هلته په تلویزیونو ستړي شوم او بیاهم درځم تاسې غږ پورته کړی ما هلته نقد واخلی
  
دایران دقم اخوندان
دغه زموږ تاریخي دشمنان وو او دي او همیشه زموږ په مقابل کې هزاره ګان لمسوي او تحریکوي ېې ، هزاره ګان هم فکر نه کوي چې موږ دافغانستان هزاره ګان یو ، نه دایران شعیه ګان په ایران کې دوی ته هزاره وايي نه شعیه او دوی هم خپل تیر تاریخ هیر کړی دی ،ددې وطن اصلي اوسیدونکي نه وو دچنګیز اولاده او دجنګ لک دیو لکو چنګیزیانو نه یو زر تنه  ژوندي پاتې شول چې په هزاره مشهور شول نو اوس دنورمحمد ترکي خبره چې ویل ېې هزاره ګان غواړی اس ېې په مهمانخانه کې وتړۍ ، تاسې ېې تحریکات او تعصبات او مبارزې ته ښه ځیر شي پشتونه را ویښیږه که نه نو ورکيژې، کوچۍ چې په افغانستان کې نه کور لري ، نه ویاله لري ، نه کلی لري ، نه مکتب لري ، نه مسجد لري ، نه لیسه او نه پوهنتون لري ، نه مځکه او نه شفاخانه لري او دری ملیون لالحاند او سرګردانه پیاده له یوه ولایته بل ولایت ته کوچیژي ایا د۲۰۰کالو په دوران کې کوم یوه پادشاه یا امیر ددوی په قصه کې شوۍ، بلکه دهزاره په حکو مت داری کې کرزی هم دهزاره دنسله دی له دې خاطره دکوچي سره حساسیت لري ، کوچیان دڅه شي خاوندان شول او دمیدان وردګو ناورین یو ځلې در په یاد کړی 

بین المللي مداریان
دا هماغه پخواني استعمار ګران یا امپریالستان وو او دي چې ۱۰۰ کاله زموږ سره په جنګ اخته وو او دي او نن نیو کلونیالیزم تر نامه لاندې ګویا دسرماېې صادرولو په ذریعه غواړي افغانان دتل له پاره خپل نوکران او ګوډاګیان کړي دوی دافغاني اجنتانو دشمال ټلواې په واسطه زموږ وطن اشغال کړو، اوزموږ دسرماېې دلوټولو له پاره راغلي دي په هیڅ وجه ېې بازي ونه خوری ، تاسې ته ېې دلسو کالو په دوران کې لا اقل یو دبرق بند جوړ نه کړو ، څه شي ته ېې خوشحاله یاست اجیر وسله وال پو ځ ېې درباندېې قبول کړو سبا ته چې پشې درنه لنډې کا بیا دغه سربازان تاته کیني او ته ورته معاش او خوراک او همدارنګه البسه له کومه کوي ته د ماته تولیدي منابع او صادراتي محصولات را وښیه ، ویده پارلمان ، ویده حکومت ، ویده پسه ډوله افغانان به په ساده اوتو بوتو ، ګور ګور بریتو څه وکړي ، بیسیواده پشتنو  اخر را بیدار شی چې عنقریب غرقیږی او تاسې بهترین کدرونه - بهترین معادن - بهترین منابع - بهترین کاري بشري نیرو لری نو ولې دغه ټول په خپله په کار نه اچوی 
قدرمنو هیوادوالو او افغانانو که دتعصب او خودخواهی نه او دپردو بیګانه عمالو دکړو وړو مخه ونه نیسی ، تاسې نه نیکونه، نه ماشومان او نه کونډې اویتیمان بښي، را پورته شی چې دا ډیره حساسه ، مهمه ، تعینونکې لحظه ده ، ګورۍ چې له لاسه ېې ورنه کړۍ سباته - کال ته بیا ډیرناوخته دی ، نن ورځ ټاکونکې ده ، یا به یو کیږی - ګنې مړه کیږی  


Tuesday, 22 March 2011

داديرې نه غږ نه پورته کېژي

مړي خبرې کوي

 کله چې خداوند پاک دانسان څخه روح واخلي نو انسان نوردخبرو جرات نه لري ، نه دشکایت کولو حق لري ، نه داوریدلو اونه د سترګو رپولو خلاصه چي یو کالبد ورنه جوړیژي ، چې ټوټه،ټوټه ېې کړې - برق  ورکړې -  حلال ېې کړې خلاصه هرڅه چې ورباندې وکړې نور دمړي نه اواز نه اورې او نه ېې ژړا - ، نه ېې خندا ، نه ېېخفګان او نه ېې خوشحالي څوک لیدلای شی په همدي خاطر په اسلام کې دمړي نه څه شۍ غوښتل یا څه شۍ ورته کمک کول اصلا غیر علمي او غیر اسلامي خبره او شرک دی 
زه فکر کوم تر ننه زموږ یوه ملا - یوه طالب - یوه روحاني - یوه سید - یوه شیخ که سوني دي یا شعیه دافغانستان خلکو ته نه دي ویلي 
چې دمړي نه که هغه په ژوند کې ( پیر صاحب وو - میرصاحب وو - مولوي صاحب وو - یا هر څوک چې وو ګویا یو روحاني سړی وو ) او نن مړ دی او کورنۍ ېې ورباندې مقبره یا یوه ګنبده جوړه کړې ده خلک دهغو نه دګناهونو عفو - د رتبې او مقام غوشتنه - دهغې نه دزوی یا لور څښتن کیدو غوشتنه - دهغو نه د ثروتمند کیدو غوشتنه داهغه
 بیځایه او بی مورده او غیر علمي او غیرمنطقي خبرې دي چې د پورتنۍ کتګورۍ خلکو دخپلو اغراضو -امیالو او دخلکو دګمراهي په خاطر تر ننه پټ ساتلي وو او دي زما ګرانو عزیزانو که یومړی ددې توان ولري چې تا ته زوی - لور- نقدې پیسې -یامقام اورتبه درکړي او یا ستا له وجوده پیریان لرې کړي او یا سوبیان لرې کړي نو دا نعوذبالله خدایان دي چې وروسته له ژونده هم دوی کولای شي څه نا څه خلکو ته خدمت وکړي  په داسې حال کې چې هیڅوک حق نه لري دخدايي دعوا وکړي ، دعربو پادشاهان - دعربو غټ خیټي شیخان زموږ روحانیون حضرتان او پیران او دشعیه طریقت ټورلنګوټي اخوندان او سیدان دغه ټول ډیر ښه پوهیژي چې دمړي نه استدعا کول لویه ګناه او شرک دی ولاړ شی جیرګې ( قبرستان ) اديرې ته او هلته نارې کړی ای زما مورې - ای زما پلاره - ای زما زویه - ای پیرصاحبه -ای غوث الاعظم دستګیره ماته عفوه وکړه - ماته شفیع شه - ماته لور یا زوی راکړه یا ما دملیونو ډالرو او پونډو څښتن کړه ، وژاړه - ځان ووهه ، ځان بګارې بګارې کړه ، هیڅ مفاد نه لري او څوک د نه دژړا په قصه کې کیژي نه د وهلو او په ځنځیرو بګارې کولو که دمړیو غږ چا اوریدلای او مړی هم دخلکو نارې سورې نه اوري نوکه ېې اوریدلای یا ېې څه کولای شوی نو دوی به اول په خپله راژوندي شوي وو او دقبرو نه به را وتلي وو او لاریونونه به ېې جوړ کړي وو چې ولې موږمړه یو او یا ولې موژ مړه کیژو 
بیا اصلا دمړیو نه هیڅ ډول مرسته ونه غواړی او نه ورته ورشی او په قبرو ېې جنډې او رنګارنګ ټوټې وځړوی او یا ېې تر څنګ په ونه پورې میخونه ووهی حتی ځنې خلک دمړي دقبر نه خاوره ( خورده ) اخلي او دغه خاوره خوري ، دا ټول دتاسې دزړه ساده تسکین دی اوپه یاد لری چې دغه مکروب دی او لویه مریضي در په برخه کوي ولې په واقعیت کې هیڅوک درته هیڅ ډول مرسته نشي کولای 
زما دزړه سره پشتونه دخوبه را پاڅیږه - را ویښیږه دغه ټول په تاسې دیوبندي ملانو او دیوبندي طالبانو - پیرانو حضرتانوتر ننه وکړل او تاسې ېې نه یاست پوهولي ځکه انګریز داوله دغه تیوري په پورتنیو اجیرو ، مزدورو دیوبندي ملانو او ددوی په ذریعه په تاسې تطبیق کوي او تر ننه پورې تاسې استعمالوي
مړي تاسې جهاد ته را بولي او زموږ مړي نن بیرته را ژوندي شوي او تاسې ته داسې وايي 

نورپه موټرو ، طیارواوجهازونوکې ځي
دپشتون مخکې به وي خر دی به خرکار پاتې شي
خره او غوايي به وي موجوداوکراچۍبه هم وي
دا درانه پیټي به  ددوی  په اوږو بار پاتې شي
نه ېې دوا شته نه طبیب نه دعلاج کوم فکر 
دناپوهۍ په رنځ اخته به دوی بیمار پاتې شي
خلک به ناست وي په بنګلوکې زندګي به کوي
پشتون به دغسې کوتک او کوتک مار پاتې شي

اوس بیا لږ فکر وکړي چې ایا په زندان کې نه ېې ناست؟ ایا دزندان او شکنجې ژوند نه تیروی ؟راته ووایاست چې ستاسې خوشحالي په څه کې ده ؟ څه شي ته خوشحاله یاست ،نه پوهیږم یوازې په دې چې داسلام ټیکه داران او مدافعین یوازې تاسې یاست
ورور مړ کړه - پلار مړکړه - وطندار مړکړه ایا دغه غیرت دی او دغه پشتو ده او دغو ته جهاد وايي تر کومه به د ارزانه وسيلې او ښې وسلې په شان پنجابۍ او ایرانۍ تا استعمالوي وګوره ټول عربان دامریکا اوغر ب سپیان شول او د لیبیا په ضد دغرب او ناتو سره یو ځای شول یوازې بیخرده بیسیواده پشتانه جنګوي ، تایو هزاره او یوازبک یا تاجک لیدليي چې جنګیژي ؟ یوه هم جنګ نه کوي ددوی په ولایتو کې قصرونه - بلنډنګونه - مکاتب جوړیژي ولې ستا کور کليي په بمباریو خمپارو له منځه ځي علت ېې دادی
چې تاسې تر اوسه دژوند په کولو نه پوهیژۍ دژوند ماهیت باید زده کړی راته ووایاست چې کوم ښه غمخور ، وطن دوسته ، افغان دوسته په هیواد کې لرې
ځوک لرې؟  
ښه ریس جمهور لرۍ
ښه وسله وال پوځ لرې
ښه وزیران لرۍ
ښه اقتصاد لرۍ
ښه همسایه ګان لرۍ 
ښه روحانیون او مولیان لری ،ښه طالبان لرۍ
مردم جهان ازپايين به بالا مې ترقند ولې مردم ما از بالا به پايين می ترقند                    
دنړی خلک نورو ستورو ته ځي ولې پشتون تر اوسه دخپل کناراب او لوټې داستعمالوڅخه ځان نشي خلاصولای علت ېې زموږ دلویو لنګوټیو لرونکي ملان او طالبان دي ، ڼه ېې د پنجابي نه ، نه دایراني نه ، نه هم دعربي نه څه زده کړل ، همسایه ګان نن په موژ او محاجرین نن په پشتانه حکومت کوي ؟
ظاهرشاه خاین ویل فارسي زبان دلیکاتیس است ولې پشتو دلیکاتس نیست ، زبان تو نیست ، چرا عبدا لله عبدا لله می ګوید پشتونها ۲۰۰ سال پادشاهي کردن الحال نوبت اقلیت ها است ونه ګفت که پشتونها صاحب چي شدن ، پکتیا در طول ۲۰۰ سال صاحب چي شده - هرات که ۹۶٪ مردم ان پشتون است از بیکفایتي ظاهر شاه همه دري زبان شدن ،چې دایران تر کلتوري او فرهنګي تاثیر لاندې راغلل کوچیان چې ۳ملیونه انسانان دي ڼه کلی ، نه کور ، نه ادیره ، نه مسجد ، نه کلینیک ، نه ولسوالي ، نه ولایت لري هیڅ نه لري مګر پنجشیرۍ په ۵۰۰۰۰ تنو ولایت او پوهنتون لري که چیرته په شپیتو۶۰  نفرو کې یو تاجک یا دري زبان وی هلته ټول ۵۹ نفر به دري خبرې کوي ولې ؟ ولې داکثریت ژبه په دفاترو کې رسمیت نه لري ؟
راشه اوس ورته ټینګ شه کرزی خانه ته چې دستوري د خلیلي او مارشال فهیم له ډاره یوه کلمه پشتو نشې ویلۍ ،بهتره ده هر څوک په ځپله  ژبه خبرې وکړي که څوک زما په خبرو نه پوهیژي دا دهغو ګنانه ده ، زه ددری زبان په خبرو پوهیژم او نه غواړم په دري خبرې وکړم که دري زبان زما په پشتو نه پوهیژي نو دی باید زما ژبه  زده کړي او زما سره وغږیژي زه ېې نه مجبورم چې دی زما په ژبه حتما خبرې وکړي، هر څوک باید په خپله ژبه خبرې وکړي ، بیا درته وایم خلک دقصرونو بلډنګونو څښتنان شول ولې ستا خر څوک په پاخه سرک نه پریژدي ،وطنداره ته په خپل زور او غیرت نه پوهیژې او ټول غیرت او زور د بیځایه مصرفوې او نه پوهیژې چې څه وخت او چیرته خپل زور وازماېې

مړي خبرې کوي ( هغوی ،څوک دي ) زه درته وایم هغه دپشتو نامتو فیلسوف الفت   پادشاه دی تاسې ته دادیرې نه داسې نصیحت کوي او مړي خبرې کوي واورۍ څومره په ځای او پخې خبرې تاسې ته اوروي، خو ټول ېې نه اوري صرف باسیواده ، په افغانستان مین کسان ېې اوریدلای شي،خنې بی ننګان او خرڅ شوي افغانان ېې هم اوري خو هنوز په دې نه دي باوري شوي چې مړي به هم دخبرو امکانات لري او که نه ولې هغوی خرڅ شوي دي که ېې اوري هم ځانونه بې خبره ساتي ؟
الفت پادشاه درته وايي
 
دافغانستان د کشالې او ناورین په ژور فکر او خیال څنګه مخنیوۍ کوېې ؟ دوی
دامونه لري ، جالونه لري  ، باښې لري ، تازیان لري ، دهروطن له پاره کارنامې     داوږد  محال لري
په غرونو کې زمریان لري ، لیوان لري ، پړانګان،کرګسان او مافیاي نور نورنوکران لري په کلیو کې ملان ، طالبان ، پیران او حضرتان لري ،غټ خیټي ملکان او اجنټان لری ، پشتونه ستا له پاره تحریک شوي مارشالان لري

مهمه خبره داده چې هر پشتون باید سیواد زده کړي او تر هغه وخته چې سیواد ېې نه وي زده کړۍهمیشه به دپنجابي او عربي ، ایراني له خوانه دارزانه وسلې په شکل
ورنه استفاده کوي
زما مطلب دمړیو نه خبرې کوي داوو چې یوه ورځ تاسې ته پلارونه - نیکه ګان - غور نیکه ګان - غازیان - یو خلې در په یاد شوي ، په وار وار ېې په خوب کې خبرې او مجلسونه او نصایح درته کړي او ډول ډول شیان ېې در ښودلي دي ځو تاسې یوه ورځ دقهرجن - طاغوتي - جبار - سړو وژونکي پنجابی او ایراني اخوندانو او دهیواد دننه ددوی اجیرو نوکرانو ناولې څیرې ونه پیژندلې نو کله چې تاته خپل مړي ناري وهي چې بیدار اوسه ، وطن دپه معامله او تجزیه او بل اخره فروش اچول شوۍ یوشۍ درته وایم چې ددشمن په چلو تاسې نه پوهیژۍ لطفا ځانونه وپوهوۍ یو څو لنډ مثالونه ېې 
دایران شاهنشاه دامریکا درجه یک نوکر وو ،غرب خمیني فرانسې ته یوړو او هلته ېې ښه وساتلو او بیرته ېې دشاهنشاه په ځای کینولو او په ځایې ېې  داسې اخوندان راوستل چې ددوی په ذریعه دشرق میانه هیوادونه همیشه تر فشار لاندې وساتي دعراق سره ېې په خونین جنګ واچول ، عربستان ډاروي چی ایران څلور طرفه تاسې ته  شعیه ګان تقویه کوي ، صدام حسین دغرب درجه یک دوست وو او بل اخره ېې په څه فجیع شکل له منځه یوړو ،ایرانیان انقلابي صادرونکۍ اسلام رهبري کوي  اود سوری - عراق - لبنان - فلسطین- دافغانستان شعیه ګان - دځان نوکران او غلامان ګڼيخپل اهداف ورباندې تطبیقوي  اوخپلې وسلې ورباندې خرڅوې  او تیل ېې همیشه باید  ددوی په اختیار کې وي، په افغانستان کې اډې جوړوي مګر تولیدي فابریکې نه جوړوي او دا کار ددې له پاره کوي چې دافغانستان شته مني لوټ کړي اوما چې هغه مضمون ددوی داډو په هکله لیکلۍ په دقت سره ولوني چې خاص شرایط باید ورسره ولیکل شی ،ځکه نن موږ په پاکستاني او ایراني اوروس ډاروي او په دغو ګوډاګي پارلمان دخپلو اډو جوړول تاییدوي اوکرزۍ هم ددوی یو نوکر دی هغه صرف کله کله اوتې بوتې په امریکایانو پسې صرف دتظاهر له پاره انتقادونه کوي چېدامریکا داکار ، داعمل ، دغه ستراتیژي درسته نه ده 
بل مثال ېې تایوان دی هغوی ته وايي چین دخوري او اشغالوي دی او راشه زموږ سره قرارداد وکړه موږ دحمایت کوو او ۷ملیارده ډالره وسله ېې ورباندې خرڅه کړه
لیبیا ددوی دعیش او نوش ځای وو او توني بلیر تاسې لیدلی وو چې څومره ورسره نږدې وو مګر نن چې ددوی ضرورت تیلو ته دی هغه دي یو نامعلومه سړی راولي او دلیبیا دخلکو په سر ېې حاکموي همدارنګه مصر در واخلۍ ۳۰ کاله ېې نظامي دیکتاتور مبارک وساتلو او داسرایلو سره ېې معاهدې ورباندې امضا کړې او نن ېې بیا داخوان سره لاره جوړه کړې او هغه دي بل څوک را ولي ، نو دا هغه خبرې دي چې دتاسې سره مړیو وکړې مخصوصا دالفت پادشاه  نصیحت مه هیروۍ چې درته لیکي دوی بازان لري پړانګان لري ملان لري مافیا او کرګسان لري پلانونه ستراتیژیک داوږدمهال لري او پشتونه ستا له پاره مارشالان دپاکستان او پنجشیریان لري نواوس ېې وخت دی را ويښېژه 

Friday, 18 March 2011

ایا افغانان پوهیږي چې ددوی په غیاب کې څه واقع کیږي

دافغانستان خلک دتاریخ په اوږدو کې همیشه بیطرفه بې خبره ، بې مسولیته ، بې پروا خلک وو او تر ننه پورې دغه روحیه متاسفانه  ورسره پاتې ده او علت ېې دا څو لاندې شیان وو او دي

اول : ددوی بې سیوادي چې نشي کولای وپوهیږي چې حکومت - دولت څه ورباندې کوي

دوهم : بې ځایه اعتماد او باور په حاکمو مامورینو او دولتمدارانو

دریم: دبیګانه مخصوصا مذهبیونو تبلیغ او نصایح د( ملا- حضرت - پیر - سید - خلیفه - خواجه - میر - ملنګ - تاویزګر - جادوګر ) چی څه ورته وايي او دهغوی خبرې پتې سترګې قبلوي او بیدون دچون او چرا څخه ورباندې باور کوي 

څلورم : داشغالګرانو ډېرې توطیه ګرانه پټې معاملې دحکومت دلومري سړي سره او دوزیرانو سره ېې

بنځم : دپنجابي او ایراني سره دافغانستان ددولت قراردادونه - پروتوکولونه - سیاسي او نظامي پټ تړونونه

پنځم  : بیخبره ، بیسیواده ، اجنت ، توپکسالار افغاني پارلمان

ښپږم : بې خبره دافغانستان عام خلک

اتم : دامنیتي او آستخباراتي ارګانو بې تفاوتي او ڼاپوهي او دهغوی بې مسولیته غیر مسلکي وزیران او رهبري

نهم : دسیاسیونو او مبتکرو دیپلواتانو او ډیرقوي دیپلومات ټیم نشته والۍ

لسم : دقوي او وطن پرستو احزابو نشته والۍ

یولسم : دیوې علمي او اساسي ستراتیږۍ نشته والۍ

دولسم : دمتخصصو ، فروفشنل  وطن پرستو تحصیل کرده کدرونو څخه استفاده نه کول

دیارلسم : پردي - بیګانه، خارجي مشاورین نسبت خپل افغان ته نږدې ګنل او مقررول  

راځم اوس په هره ماده یا هره برخه ډیره لنډ ه تبصره  کوم

    بیسیوادي هغه مهلک مرض دی چې تراوسه زموږوطنداران ورباندې مبتلا دي،دبابا ادم دوخته دافغانستان خاوره دبیسیواده انسانانو ، بیسیواده امیرانو ، بیسیواده پادشاهانو ، بیسیواده جمهورو ریسانو له خوانه رهبري او اداره شوې وه په جز دڅو وروستیو دیموکراتیکو رژیمو جمهورو ریسانو څخه،موږولیدل مخصوصا زما په ۶۵کلن عمر کې دظاهر شاه نه تر ننه چې کرزیشاه په قدرت ناست دی زه دټولو ناخوالو  ناورینو - ۳۲کالو کورني جنګ شاهد وم چې زموږ افغانان ې په وینو ولمبول  دشیطاني تنظیمي لیډرانو رهبرانو ساده عامو مجاهدینو ته تور رانجه په سترګو ور پورې کول او سترګې ېې ورتورولې چې لاړ شه جهاد ته تاهیڅ کمونستان نه ویني او ته دوی وینې او یا دا چې کلمه په سروتړه او تا بل دشمن نه ویني یا دپیرصاحب او حضرت صاحب دلاس مینځلو اوبه وچښه ته به هیڅ مریض نه شې او یا دغه تاویز واخله په غاړه کې ېې واچوه ته همیشه ددنیا دګزنده فارغ ېې او داسې دیرنور بی منطقه ، پوچ او بیلارې کونکي ژوندي مثالونه چې په زرهاوو بیسیواده افغانان ېې دمرګ او نابودۍ سره مواجه کړل او ښځې ېې کونډې اولادونه ېې یتیمان شول او نن څوک یوه بوجۍ اوړه کور ته نه وروړي ، بلکه شکلې ښخې او لورانو ته ېې دام ایښۍ دۍ ، بیسیوادي ده چې نن یو پشتون نه پوهیږي ولې او دڅه له پاره جنګیږو څوک مو په جنګ اچوي او دڅه له پاره جنګوي، خپل داخلي او خارجي دشمنان نشي پیژندلای ، راویش شۍ بربنډو - ژیرورو - بریتورو - مغرورو - نامدارو - شمله دارو وروڼو پشتنو یو ځلې بیا خپل بیرغ جګ کړی او دغه ننګینه بیستري چې بیدینه دیندارانو په تاسې تپلې ده دخلکو او افغان وولس داوږو نه لرې کړی او تاریخ یو ځلې بیا په ډنډوره بدل کړی، دغیرت چیغه جګه کړی او دمیړانې ډولونه وغږوی

 
بې ځایه اعتماد په دولتي مامورینو
نور په رشوتخورو - لوتمارانو - مافیاي - غلو - سړي وژونکو - لارې نیونکو- دوطن سرمایه چورونکو- دپنجابي او عربي - ایراني او غربي ډول ته بازینګرانو سره قطع علاقه وکړی دخپل وطن او خپل مستقبل له پاره ځانونه چمتو کړی، وطن افغاني مور تاسې یوه تاریخي پاڅون ته را بولي بیدون دداسې تاریخي پاڅونه تاسې نور دترقۍ ، ارامۍ ، ازادۍ دبیکارۍ نه دخلاصون لاره نشته  ازموده را ازمودن خطا است ، دغه داړه مار تنظیمي لیډران - اسلامي جهادي اکثریت قوماندانان تاسې په سترګو وینۍ چې ځانونه ېې دقصرو او بنګلو څښتنان کړل او پرون ېې پلار ګوډ خر نه لرلو نن دتاسې ساده مجاهد اولس دبرکته په لکسیز موترانو کې چکروهي او په کباب او پلوو ېې سپیان ماړه دي په داسې حال کې چې دتاسې اولادونه په شپو شپو سوړسک نه لري او په یوه ګوله ډوډی پسې ډانډس وهي،پرون ېې تاته زارۍ کولې - تاته ېې چاپلوسي کوله چې راځه جهاد ته - راشه کمونستان افغانستان کفر ته سوق کوي او اسلام په خطر کې دی ، مګر نن چې هرڅه تمام شول تاسې پښه یالاس یا سترګه دلاسه ورکړه معیوب شوی ډیر زیات شهیدان شول ، مګر نن مو خپلې دروازې ته نږدې نه ور پریږدي او دوی هریوه لکس موتران لري - لکس کورونه لري ډیرمعاشونه لري مګر تاسې نه موتر لری ، نه بایسکل لری ، نه کور لری او نه معاش لری ، یو معیوب ته ۶۰۰ افغانی معاش ورکوي زما نږدې دوست معیوب په دواړو  پښو شیرین اغا دیندار زاده  پغماني چې دواړه پښې ېې په جهاد کې له لاسه ورکړي دی احتیاج او محتاج دی ، انصاف نشته ، داصیل مجاهد قدر نشته دي او نن ورځ ، غله رشوتخواره درغلان قاچاقبران لارې وهونکي قدر لري

دمذهبیونو او تبلیغیانو په خبرو بازي خوړل
کالونه -قرنونه تیرشول چې زموږ نارینه او ښځینه دملا - طالب- سید که سوني وي یا  شعیه - خواجه - میر- حضرت - پیر -خلیفه ترپوچ اوغیر علمي ، واهي تبلیغ او تاثیر
 لاندې راغلي او همیشه دغو کتګوری ورباندې حکومت کړی او کوي ېې
زموږ په کلیو او بانډو کې فیوډالان - ملکان - خانان - حضرتان ځانو ته دوې ،دری ښخې کوي او یا نوکرانې داشپز یا خدمه یا دوبي په حیث نیسي او ډیرنا چیز معاش ورکوي او په ضمن کې ېې دخپلو شخصي اغراضو او عشق له پاره استعمالوي او هیڅ ډول ترحم او اسلامي عقیدتي وجدان دوی نه لري 
سپین ږیري خلک ځوانې پیغلې ځان ته واده کوي او که کومه شپه ورسره ژوند وکړي نور نو بیچاره ځوانه ښځه دمیړه دمردارې کثیفې بوینې ږیرې او نسواري خولې نه په استفراق راځي او قیونه کوي او میړه ېې اقنا کولی هم نه شي نو ځوانه شځه پیریاني کیږي ګویا ( عصبي ) تکلیف ورته پیدا کیژي، نو ېې دحضرت صاحب او پیرصاحب او یا خلیفه صاحب دربار ته دتاویزو له پاره ورولي او هلته ې په دایره کې کینوي اودشپې ستاره جنګي ورباندې کوي او په توره تیاره کې دیوه سره چراغ چې دپاسه ورته څرخیږي ځوانه بیګناه ښځه په خط کې کینوي او لوڅه وي ېې بیا هرڅه چې وغواړي ورسره ېې کوي دغو مسلمانو ، نامسلمانو ته بیچاره افغانان او مسلمانان احترام کوي او لاسونه ېې مچي کوي او معلومه نه ده چې بیسیواده کسان ددوی په غیراسلامي - غیر افغاني سلوک پوهېژي که نه دغوکتګوری دافغانستان خلک بیستره کړل ماشخصا دکابل په عیدګاه جومات کې دپاکستانه راغلي تبلیغیان لیدلي او غوږ مې ورته نیولی وو چې ویل ېې زموږ یو مولوي صاحب یوه شپه دیوه مشکل سره مواجه شوو او هغه داچې میرمن ېې مریضه شوېوه نو ده ته ېې تلفون وکړو چې ډیر ژر راشه او مولوي صاحب یوه روپی نه درلودله نو ېې دشپېخداې پاک ته زاری وکړې او دقران پاک ختمونه ېې وکړل سبا ته چې دخوبه را پاڅیدو تر بالښت لاندېې ېې  ۵۰۰۰کلدارې پرتې وې دغه وو دخدای پاک لوریینه او تاسې اوس باور وکړی  ، هغه هندو چې دتاویزاتو کتابونه ېې مخې ته پراته وي او تاسې پوهیژی چې کتابونه ایت او حدیث لري او په عربي نوشته شوي او هندو خو بت پرست دی  او مسلمانان نارینه او ښځینه ورته ناست دي او پال ورته ګوري یا تاویزونه ورته کوي ، ولې ساده بیسیواده افغان نه پوهیژي چې دغه خو هندو دی او څنګه کیدای شي چې دقران ایتونه استعمال کړي او تاویزات ولیکي ، وقتې چې بیسیواده افغان ددغو کارو په رمض او باریکیو نه پوهیژي نو به څنګه افغانان د اوسني کشماره ځان خلاصوي 

داشغالګرانو پټ سیاست 
دافغانستان خلک هیڅ یو ېې په پټو خبرو او مجالسو نه خبریږي کومې چېدامریکایانو- انګریزانو- پنجابیانو - ایرانیانو عربانو سره ترسره کیژي، حتی دکرزي معاونین - دافغانستان دپارلمان غړي -وزیران یو ېې هم په پټو خبرو - قراردادونو - معاملو نه خبریږي دافغانستان دخلکو دخرڅولو قبالې ددوی په غیاب کې غربیانو ته دځنو اجیرو افغانانو له خوانه ورکړل شوي دي، په ډیر تاسف چې زموږ امنیتي وسله وال قووتونه او دهغو ارګانو وزیران او مسولین یو هم نه پو هیژي چې دامریکا سره دهغوی - دسربازانو - دهغوی ګرزیدو راګرزید - دهغوی په کړو وړواو داچې دکوم قرارداد په حساب راغلي  او دافغانستان څخه دتخته خیزپه حساب افغاني لوري ته څومره ډالر ورکوي په یو ه شي هم  خلک خبرنه دي - نه دکابینې غړي - نه دپارلمان غړي اونه هم امنیتي ارګانونه ، معاونین ېې چې خارج ته سفرونه کوي او هلته دایران یا پاکستان یا اعرابو او یا امریکا او انګریز سره ملاقاتونه کوي او ددوی هیوادو ته ځي دټولو خبرو او رازونو افشا کول حتی ریس جمهور ته دځان له پاره یوه بیلګه بولي دمثال په ډول ریس جمهور دایران دهیواده رشوت اخیستلو او تر څو چې ویکي لیکس افشا کړي نه وو هیچا ته ېې نه ویل او نه ېې خبر ورکولو ،معلومه نه ده چې دغه پیسې ېې په څه خاطر کرزي ته ورکولې همداسې وزیران او دجمهور ریس معاونین داډول پیسې دتحفې په ډول تر لاسه کوي زموږ پسه ډوله خلک ویده دي 
امریکا دپاکستان سره یو ډول معاملې لري او هندوستان سره بل ډول - دچین سره بل ډول دروسانو سره بل ډول ( دنیرومندو هایدروجن لرونکو وسلو لرونکو هیوادوسره ډیر په احتیاط برخورد کوي - داتوم لرونکو هیوادو سره بیا نسبت موږ ته نرم برخورد لري - داعرابو سره چې ددوی زین کړی باروړونکي څاروي دي بل دول ، خوزموږ بیچاره افغانانو سره چې پوپت جمهور ریس او کابینه او معاونین لري اودامریکاپه پیسو دافغانستان مامورین او وسله وال پوځ ژوند کوي دغه کار ډیر ساده ګڼي ولې بله ورځ به په ملیاردو ډالره افغانستان قرضداره وي او امریکا په دهغو په پدل کېيا یوه ټوټه مځکه غواړي یا به پایګاه نظامي غواړي  حتي عبدا لله او قانونی او محقق هم په دغو اجیرو مزدورو کړیو کې شامل کسان شمیرل کیژي بل ډول دیکتې شوی او فرمایشی سیاسی چالو نه دافغانستان خلک ددې حق نه لري چې وپوهیژي چې په افغانستان کې څه تیریژي، یو اخبار او یوه رادیو او تلویزیون ورباندې تبصرې نشي کولای  ځکه دوی ېې هم نیمه نوکران او امداد ورنه تر لاسه کونکي میدیا بلل کیژي 

دپنجابي او ایراني سره پټې خبرې او قراردادونه
ددغو دووهیوادوسره دکرزي دحکومت خاینانه تګلاره او سیاست تقریبا معلوم دی، ډیر کم خلک به وي چې ددوی تر منځ په خاینانه ، توطیه ګرانه ، وطن فروشانه چلند به خلک خبر وي ،دمثال په ډول ( دایران سره : ایران نه غواړي چې دهرات دسلما بند په کار پیل وکړي - ایران نه غواړي چې دهرات دپل هاشمي دسمنټو لویه فابریکه چې ببرک کارمل په چکانو جوړه کړه او ټولې نړی ته ېې سمنټ کفایت کوي په کار ولویژي ، ایران نه غواړي چې دترکمنستان دګاز پایپلاین دافغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته تمدید شي ،ایران غواړي چې دافغانستان ټول صادرات او واردات دچاه بهار بندر له لارې دایران په نفعه صادر شي ، ایران طالبان وسله وال کوي او یو پشتون په بل پشتون وژني ، دخدای روی دی پشتنو نور دایرانی شعیه تبلیغاتو ته غوږ مه نیسی، ایران زموږ په نمکسار خیټه اچول غواړي ، ایران نه غواړي چې دهرات دشبش کلي ته څیرمه دانور هفتبلا په کلي کې دنفتو هغه لویه زیرمه چې د ارتیزین دڅا غونته فعالیت کوي او دظاهر شاه خاین په وخت کې درشوت په اخیستو دفرانسویانو سره قرار داد فسخ شوو او نن هم دپورتنیو کارو دځنډولو او ډیرو نورو کارو دنه کولو په خاطر حامد کرزي او معاونینو دپارلمان ريس قانوني او غرړو ته رشوت ورکوي او دافغانستان بیچاره اولس په دغو کارو خبر نه دی ،ایران دافغانستان شعیه هزاره ګان تحریکوي او دپشتنو سره ېې همیشنۍ دشمنۍ ته تشویقوي چې ډیرمثالونه ېې دکوچیانو دمعاملو او دصیاف او هزاره تر منځ جنګو ته وګورۍ داثبات پوره دلایل دي
پنجابۍ پاکستان دافغاني مجاهدینو دشتون له امله داتومي وسلې څښتن شوو  او دافغاني مجاهدینو په ذریعه ېې ملي وسله وال پوځ تجزیه او مضمحل کړو - یو افغان ېې دبل افغان په ذریعه بیستره او بیکوره کړو - محاجر ېې کړو - وې وژلو - معیوب ېې کړو  زموږ په اصلي حریم پیښور او کویته ېې خیټه اچولې ده او افغانستان ېې دبحري بندره محروم کړۍ دی ، نن پنجابۍ افغاني مالو ته دصادرولو اجازه نه ورکوي ا و پرون ېې یو ځلې دمجاهدینو په ذریعه وطن ړنګ کړو - بیا ېې چې مجاهدین خوښ نه شول   نو طالبان ېې رامنځ ته کړل او افغانستان ېې دهغوی په ذریعه ۱۲ پیړی ته شا ته بوتلو او کلدارې ېې دافغانستان دننه کرنسي وټاکله او پنجابي ژبه ېې رویکاره کړله -او نن بیا طالبان په خپله غیږه کې ساتي او هره ورځ افغانستان ته اخطارونه ورکوي چې دافغانستان کشاله بیدون دپاکستانه دحل امکان نه لري او سبا ته ېې حکمتیار ساتلۍ چې بل ډول فیدراسیون ورباندې تحمیل کړي او تر ننه ېې دکنړ دسیند دپاسه دبرق دبند دجوړیدو اجازه کرزي ته نه ده ورکړې او کرزی هم بیشرمانه وايي پاکستان دروقت جهاد به مجاهدین بسیار کمک نموده است په داسې حال کې چې پاکستان دجهاد په کلونو کې افغانستان په مجاهدینو بېستره او ټوټه او پارچه کړو ( زما هغه کتاب چې دافغانستان دخلکو بې ستري نومیژي ولوني ) پاکستان افغانستان یوه ورځ ازاد - مستقل - مترقي - پرمخ تللی نه پریژدي ، دپاکستان به دین یوازې ببرک کارمل پوهیدو او بس 


بې خبره ، اجیر ، دستوري بیسیواده پارلمان
دمجاهدینو دراتګ سره سم افغانستان دداسې پارلمان خاوند شوو چې هلته سودخواره - رشوتخواره - لارې وهونکي - چپاولګران -وطن خرڅونکي دپنجابي او ایراني مزدور نوکران دپارلمان غړي شول دغو پارلمان چیانو داسې شرمیدونکي کارونه وکړل چې په نړی کې ېې سارۍ نه لرلو ، دمجاهدینو دپارلمان غړو به غیر دتفرقه واچوی حکومت وکړی نه بل هیڅ کار نه دی کړی ، کوم وطن دوست - سوچه - ملي ګرا په خاوره مین افغان ویلۍ شي چې مجاهدینو دغه ښه کار کړی دی ؟
داوله دکمونست او ملحد په نامه دحزب دیموکراتیک خلک افغانستان په ضد را پورته شول ، دترقی او تمدن په ضد را پورته شول ، نجونې دمکتب نه منع کړل شوې ، شځې دکاره منع شوې ، اوږده ګیره رواج شوه ، شځه بیدون د محرم نه چیرته نشوی تلی،ساز او سرود منع شول . فلم او سینما منع شول،او دایران او پاکستان ( دیوبندي او دقم اخوندانو ته تسلیم شول ) او دهغوی دعربي رهبرانو دغو شیطاني چطلتار لرونکو نوکرۍ ته ېې غاړه کیښوه بهانه یو شۍ وه اسلام په خطر کې دی راته نن ووایاست چې دکمونستانو په وخت کې دمکاتبو -نجونو - لواتت کولو -افغاني ښځې روسي کمپوته نه وړل کیدې ـ کورونه  نه  تلاشي کیدل او دخلکو صندوقونه ۍ نه سر چپه کول ایا روسانو داسې خراب کارون کول لکه نن ېې چې دمجاهدینو هم عقیده غربیان کوي ، یوه روسي یوه افغان ته ویل چې کمونست شه یا عیسوي شه ، نن داټول بد کارون ناروا - ناتار - غوبل - دملي سرماېې چپاول دغربیانو له خوانه ادامه لري،افغانستان دیوه سره بې ستره شوو او په مخروبه تبدیل شوو ـ هوکې زموږ پارلمان او دسنا دغړو وظیفه داوه چې افغانستان د ( اتومي انرژی - اتومي بم - دګوادر بحري بندر -او سرحد دایران او پاکستان سره ) زموږ دناولي او همیشني دشمن انګریز په حضور کې معلوم کړي، خو دا یو کار ېې هم ونه کړو بلکه په فرمان او امر دنواز شریف ېې زموږ ملې وسله وال پوځ مضمحل او پارچه پارچه کړو ،ننیو ږیروردیوبندی ملا او روحاني پیر اوحضرت نه واي چې اسلام په خطر کې دی ځکه دغه امریکایان او غربیان ددوی دمور میړونه دي او مسلمانان دي، پارلمان یوه ورځ په پنجابي او ایرانی اعتراض ونه کړو چېولې  زموږ دهلمند او کنر دسیندو په سر دبرق دبندو مخالف دي، ځکه دافغانستان پارلمان داسې بیسیواده کسان را ټول کړي چې امریکايي او غربی ورباندې هغه څه چې غواړي وقبلوي ، څو تنه متمدنه او مترقي کسان چې پخوا په پارلمان کې ووهغه ېې دستوري په دغو دوره کې دیوه سره رد کړل ، په افغانستان کې همدا نن هم توپک سالاران، ترورستان غله ، رشوتخواره  حکومت کوي


دافغانستان دعامو خلکو بې خبري
دافغانستان  عام خلک ۹۵٪ بیسیواده دي او په هیڅ وجه ددې توان نه لري چې دحکومت په واکداری او کړو وړو وپوهیږي ،مګر دغه بیسیواده کسان اصلا دخپل ژوند او ورځني ژوند دمشکلاتو څځه نه شي وتلی ، عادي خلک دیوې مړۍ ډوډۍ دپیداکولو امکانات نه لري او دسیاسي ژوند، دزندګۍ په کولود اولادو دتربې په مورد اصلا نه پوهیژي عاموخلکو هرڅه په خدای سپارلي دي او ( تعزمن تشا وتزل من تشا ) هرڅه دخدای له طرف دي ، بی له شکه منم خو ذات ذولجلال فرماېې ما تاسې ته هرڅه در کړي خو دتاسې لوڅې سترګې او عقل  لازم دی په کار واچوۍ
  دافغانستان عام خلک همیشه ځانونه بې طرفه ګني ا و نه غواړي ځانونه وپوهوي او هیڅکله نه غواړي ددولت او حکومت په اموراتو کې مداخله وکا ، خوشبختانه چې دعامو خلکو زامن چې زیادتره ېې دسیواده برخه من شوي دي  دوی همیشه بایدددولت په کړو وړو  ځانونه وپوهوي او خپل مخالفت ددولت په سهل انګارۍ او دغل بازیووښيي او ځانونه وپوهوي او همیشه دنورو عادي خلکو دپوهاوۍ له پاره شپه او ورځ کار وکړي
دافغانستان عام خلک دتاریخ په اوږدو کې همیشه د ملا - ملک او غټ خیټیو ملکانو تر تاثیر لاندې ژوند کړی او دغو کته ګوری ورباندې حکومت کولو او کوي ېې له همدې خاطره ملان - روحانیون او غټ خیټي شیخان ملکان نه غواړي عام خلک  باسیواده شي او دحکومتونو په ناوړو استفادو او کړو وړو ځانونه وپوهوي ، دغه اساسي خبره باسیوادي ده چې شاه شجاع ریس جمهوران ورباندې حکومت کوي 


دوسله وال پوځ او امنیتي ارګانو وزیرانو بې تفاوتي
زموږ دوسله وال پوځ وزیران او مسولین دمجاهدینو په حکومت داری کې همیشه د پنجابي - ایراني او عربي نوکران دي او وو
یو ېې مسلکي تحصیل کرده او متخصص سړی نه وو او نه دی له همدې خاطره ېې تر ننه پورې خپل سربازان - افسران - کدرونه په مدرنو - مود روز - ضروري وسلو او تخنیک سمبال نه کړل او دیوه تورن یا جګړن امریکايي مشاور خبرو ته غوږ نیولۍ چې  څه ورته وايي او څه ډول قومانده ورکوي ،هر مشاور ۳۰-۵۰ زره ډالره معاش لري ولې زموږ پخواني افغان   متخصص- وطن پرست ، افغانان ( ډي -ډی-آر)  شوي دي او تر ننه پورې کچالو خرڅوي جرمنۍ هم سره جلا وو ولې کله چې یوځای شول ټول دیوه وطن زامن او دیوه مستقل او ازاد جرمني دنسل غونته په یوه وسله وال پوځ کې ورته ځای ورکړل شوو مګر دتحصیل او تخصص په مراعاتولو سره ، ولې زموږ وسله وال پوځ هیڅ ملي سبغه نه لري ، ځکه ټول په اسلامي تنظیمو پورې تړلي افسران او سربازان دي ، دغو وسله وال پوځ ته ( ټنظیمي - مصلحتي - فرمایشي - دستوري او دیکته شوۍ اجیر ) وسله وال پوځ وايي
ملي وسله وال پوځ عبارت دی ( دداوطلبانه - دوه کلنې مکلفیت دورې تیرول د عسکري تعلیمنامې اسلامي وطن پرستانه وظایفو - او په هر ځوان چې ۱۸ کاله عمر ولري بیدون دکومه امتیازه - بیدون دکومو تعلقاتو او وابستګۍ نه چې کوم سړي یا اسلامي تنظیمي حزب ته مربوط وي او دافغانستان دملي اوسیاسي حریم او استقلال نه ساتنه وکړي او دضرورت په وخت کې خپل سر ورکړي مګر سنګر ورنه کړي ) خدمت او سربازۍ ته ویل کیژي او ورته ملي وسله وال پوځ ویلای شوو
زموږ وسله وال پوځ متاسفانه خلع سلاح شوۍ او نن لازم او ضروري محاربوي تخنیک او لوژستيکي وړتیا او اکمالاتي سطح ېې دیره ټیټه ده افسران ې اکثرا دپاکستان او ایران اجنتان دي یا په مختلفو اسلامي تنظیموپورې تړلي کسان دي چې بیا هماغه   پنجابۍ او ایرانۍ ) بوی ورنه پورته کیژی)
ځنې مجاهدین به وايي چې دکمونستانو درژیم افسران هم په روسیه یا شوروي پورې مربوطیت درلودلو په داسې حال کې چې دغه خبره درسته نه ده هغه افسران په سر ددې چې په شوروي اتحاد کې ېې اکثریت تحصیل کړی وو خو تر ننه دوی ته ځپل وطن او خپل خلک دزړه ټوټه ده او په خلکو مین افسران وو او وي به تاسې یو را وښيي چې نن ېې وسله په ضد دمجاهد یا غرب اخیستې وي ، ځکه دوي متمدنه - مترقي - وطن پرست تربیه شوي افسران وو او دي
په یاد لرۍ وزیرصاحبانو تر څو تاسې ملي - افغاني - اسلامي روحیه ونه لری ( البته نه تنظیمي -نه پاکستاني -نه ایراني ) روحیه او ددوی سره قطع علاقه ونه کړی   تاسې هیڅکله دوطن پرستۍ او افغانیت دعوای نشۍ کولای، ځکه دتاسې په ادارو کې ترننه ناست ډیر پنجابي او ایراني ته منسوب افسران او مامورین او جواسیس شته دي ، ولوکه مجاهد یا غیر مجاهد وي خو افغانان دي
ترڅو چي سور خط ( پاک-مقدس- افغاني ) نه شي په هیڅ ډول صلح په افغانستان کې ناممکنه ده ، ترڅو چې استخبارات مخصوصا امنیت دولتي سوچه افغاني نه شي امنیت ناممکن دی ، ددغو له پاره قرباني او جهاد په کار دی ، هرکله چې تروریستان ورک شول ، هر کله چې ځان وژونکې حملې ورکې شوې هغه وخت امنیت ملي ښه ځواک شمیرل کیژي

افغانستان ډیر قوي - تحصیل کرده -وطن دوسته -افغان دوسته -اسلام دوسته دیپلوماتان لرل او اکثریت ېې نن په خارج کې بیکاره دي که چېرې کرزي خپل وطن پرست دیپلوماتان او لایق سیاسیون بیرته افغانستان ته را دعوت کړي وای او په افغانستان کې ېې ورته وظایف ددوی دسوېې سره سم سپارلي وای نن به دغه ناورین چې پاکستان او ایران په موږ تحمیل کړی ددې مخه به پوره نیول شوې وه خو بد بختانه چې موږ دکرزي په کابینه کې وتلي دیپلوماتان نه لرو او نه ځای ورته شته  دی، او تر څو چې دغه خلا نوي
ډکه شوې موږ به همیشه دخارجیانو دخودغرضو امیالو او چالشونو سره مواجه او دلاس اله وو
دسیاسي احزابو نشته والۍ یوه بله لویه معضله ده ، هوکې ۱۵۰ یا کم وزیاد سیاسي احزاب راجستر شوي دي خو داسې سیاسي احزاب تر ننه پورې نه دي راجستر شوي چې اقلا ۱۰۰۰۰۰ تنه دګوند غړي ولري ، البته قویترین ګوند دافغانستان نهضت میهني دی چې ډیرزیات ېې دپروني وطن ګوند او حزب دیموکراتیک خلک افغانستان پاک او وطن دوسته - متخصص- او کارازموده کسان دي  او په اینده کې دوی یو ځلې بیا سر را پروته کوي او سیاسی قدرت تر لاسه کوي 
دوهم اودریم حزب اسلامي دحکمتیار او جمیعت اسلامي او په څلورم مقام کې دهزاره محقق او حزب وحدت اسلامي او ددوستم جنبش اسلامي افغانستان ګوندونه دي چې ورته دسیاسي حزب نوم ورکولۍ شم ، اساسي ضرورت دافغانستان له پاره دقوي احزابو منځ ته راتګ دی تر څو وکولای شي په اینده کې سیاسي مبارزې ته ادامه ورکړي او لکه دمتمدنې نړی سیاسي احزاب چې دغه کارونه کوي امید واره یم چې دافغانستان جمهور ریس بی له دغو څو احزابو نه نور ټول لغو اعلان کړي، بلې هغه نور احزاب کولای شي دنورو مترقي او ارتجاعي احزابو سره بلاکونه یا جبحې جوړې کړي 

دهر هیواد دترقۍ او پرمختګ له پاره حکمتونه دورنمايي او نژدې وختو له پاره پلانونه او پروګرامونه جوړوي چې په سیاسي اصطلاح ورته ستراتیژیک پلان وايي دغه ستراتیژیک پلانونه په دوو برخو ویشل کیژي چې یوه ته ېې اوږدمحاله پلان اوبل ته ېې لنډمحاله یا تاکتیکي پلان وايي که دغه پلانونه یو حکومت ونه لري معني ېې داده چې په بحر کې بیدون دقطب نما څځه روان یاست چې یا به لاره غلطوۍ او یا به دیوې سخرې سره ټکرکوۍ اوغرقیژۍ
دکرزي حکومت هیڅ ډول ستراتیژیک پلان نه لري که دغه څوموده مخکې جناب اشرف غني ورته جوړکړۍ وي څه نه شم ویلای ، ځکه وایم چې کرزي ستراتیژی پلان نه درلود ، که ېې په پنتاګون کې جوړکړۍ وي څه نه شم ویلای ځکه پنتاګون خپل پلان افغانانو ته نه ورکوي او داچې کرزي نه لرلو دا واضح ده ځکه (( نه ېې یوه لویه فابریکه - نه ېې یو دوه دری دبرق بندونه - نه ېې دذوب کرې- نه انرژي اتومي - نه بم اتوم  )) هیڅ شی ېې جوړ نه کړل څه چې جوړ شوي تیت او پراګنده دخصوصي ملي سوداګرو له خوانه جوړ شوي چې ددولت تر حمایت لاندې نه دي واقع ، ځکه دهرات لوېې او کوچنۍ فابریکې دایرانې بې محصوله او بې کیفیته موادو له واردولو سره  دسقوط سره مواجه شوې ، یوه درسته صادراتي او وارداتي ستراتیژي زه نه وینم 
ددغو ټولو دپلي کولو له پاره محاسب وطن پرست ، با تجربه افغاني شخصیتونه او فني کدرونه په کار دي او تر څو چې کار اهل دکار ته ونه سپارل شي هماغه خبره ده چې  ترکاني دبیزو کار نه دی ) دولت داري دملا او طالب کار نه دی موږ او تاسې هر څه ولیدل او نن ېې هم وینو ( اګر خصایل انسان زاده محیط است باید محیط را انساني ساخت) او بل ځای لیکي( نعمات مادي تعین کننده شعوراجتماعي است) کارل مارکس   
کرزی ته خپله همسایه  ګړنګنه بریښي او خودکش او بیګانه پرور دی کله کله  لفاظي کوي واي هغه وخت به زه ډیرخوش وم چې زموږ افغاني متخصصین  کدرونه زموږ دادارې واګې په خپل لاس کې واخلي، زه شخصا لسو دولتي شخصیتو ته لاړم او لس دیپلومونه مې ورکړل ، دکرزی ورور ته احمد ولي ته مې ورکړل - خواصي ته مې ورکړل - سید داود ته مې ورکړل - کریم باز ته مې ورکړل - داصلاحاتو ادارې ته مې ورکړل - داداره امور دبشري څانګې مسول بشیربشردوست ته مې ورکړل شاغلي خلیلی ، سردار اکرم دملي دفاع دوزیر معاون ته مې ورکړل ، دانګلیس سفارت ته مې ورکړل ولې ما ته ېې په زغرده وویل ته کمونست ېې او دغو نورو ټولو طاق نسیان ته واچول ځکه (( ننۍ حکومت داشرارو دی او په دوی کې سپينې کوترې ځای نه لري دتورې ارتجاع حکومت دی او معلومه نه ده چې دوی به څه شی دافغانستان څځه جوړ کړي )) له همدې خاطره مې ځاوره مچي کړه او پښې مې لنډې کړې بیرته راغلم لندن ته

Sunday, 13 March 2011

یوازې انتقاد او نصیحت په کار دی که عمل

یوازې انتقاد اونصیحت په کار دی که عمل

افغانان د څو ډوله چالشو او کرکترو سره مواجه دي                                         اول بیسیوادي :-  دغه ډله خلک دومره په ځان متکي او باوري دي چې هیڅ تصور ېې نشۍ کولای ، مثلا دوی همیشه دبل خبرو او نصایحو ته غوږ نیسي مخصوصا دملکانو - خانانو - شیخانو - ملانو او طالبانو - خلیفه ګانو - حضرتانو - پیرانو - دشعیه طریقت سیدانو ، اوس راشۍ فکر وکړۍ ددې کتګورۍ مشترکې وجې ته چې سره لريې ېې  ، ددوی مشترکه وجه عبارت ده دمشرانو خبرو ته بې له چون او چرا نه غوږ نیول - دهغوی خبرې په پټو سترګو منل -او بیدون ددې نه چې یو ځلې ورباندې فکر وکړي دپورتنیو کړیو ،خلکو خبرې پټې سترکې قبلول دي او تر ننه پورې دغه پرنسیبو او کرکترو لرونکو خلکو افغانستان ۱۲ پیړۍ ته ښاته بوولۍ دی، نن ورځ متاسفانه ځنې کړۍ او خلک مخصوصاا ځوانه طبقه تر هر چانه ځانونه ښه کارنده او پوه بولي او تر هرچانه ځانونه ښه سیاست پوهان ګڼي ، ولې په تاسف سره چې دسیاست الفباې هم نه ده زده ، او که دسیاست تعریف ورنه پوښتنه وکړې داسې جفن واېې چې نور حد نه لري
یا ځنې خلک یا ځوانان داسې پخوانیو روابطو او زموږ پخوانیو کاروته داسې تعریف او تعبیر ورکوي چې ګویا پرون موږ درواغ ویل او یا مو خراب کارونه کول او یا مو کړي وه ، په داسې حال کې چې زه هیڅ وخت دخپل اصلي ایزم څخه نه ګرزم او نه نادم یم او نه پشیمانه یم او هر هغه څه مې چې کړي یا مې ویلي وو نن هم دهغو څخه دفاع کوم ځکه ما شخصا نه څوک وژلي - نه بندي کړي - ڼه توهین کړي ، نه جزا یا حبس یا تبدیلي چې ما کړې هغو مشهود نواقص ، ګناه، جرم لرونکو کسانو ته او یا بیسیواده او بیکاره واسطه والا په ضد کړي وو او سبا ته که بیرته زمینه برابره شي دبیسیواده - بیکاره - مرتجع - افغان دشمنو ځای زما په اداره کې هیڅ نشته دی ، زه پرون هم دارتجاع - افغان دشمنو - پردو غلامانو دشمن وم او اوسیژم به ،که څوک درست تحلیل لري او زما په کړو وړو نیوکه لري زه ېې دزړه په سترګو منم او ما ته د ادرس - دسړي نوم - دسړي وظیفه - ما څه بد ورسره کړي وو راته ولیکي چې زه ېې احترامانه په ځواب کې ولیکم، همدا اوس زه دغه موضوع لیکم چې موږ ته یوازې نصیحت په کار دۍ که عمل ، زه دوه کاله په کابل کې په تلویزیونو ګرزیدم او کرزي - دکرزي دکابینې دپنجابي او ایراني ، روسي - امریکايي انګلیس او نورو عربی -اخواني پرضد خبرې مقالې او بیانې لیکلی  ، لایو( ژوندۍ ) خبرې کوم او کولې مې تاسې هم نران شۍ پوره نوم او ادرس معرفي کړۍ نه په نامه دمستعار باندې خبرې یا نور کسان چې تاسې فرسخونه او کالونه دهغو سوېې ته نشۍ رسیدلای نور مه انتقادوۍ  ځکه سیاست دسترنج تخته ده او تر څو چې په یوه مسلک کې تخصص ونه لرۍ ساده په څو ناولو چې لوستي مو وي خلکو ته ګوته مه نیسۍ  
دوهم خودخواهي او تربګني :-  ده چې تر ننه ېې پشتون زندۍ کړۍ او همیشه دهر بیګانه - هر پردي - هر یرغلګر - هر اشغالګر - هر مرتجع عربی - اخواني دهول ته دتاریخ په اوږدو کې نڅیدلي - ګډیدلي دی نن هم ورته د څو پیسو په مقابل کې بازي خوري زه چې څه نن لیکم پرون مې هم دکمونستانو - اخوانیانو - ماویستانو - سازایانو - افغان ملتیانو وغیره اسلامي تنظیمو رهبرانو په اعمالو او کارو لیکنې او تبصرې کولې او کړي دي لاړ شۍ زما کتابونه ولونۍ چې زه دتاریخ دیوه ماستر او دفلسفې او سیاست دیوه دکتور په حیث  هیڅ کله نه یم ویریدلای او سباته هم زما شعار بربنډ سیاست کول، ښو ته ښه ویل ،او بدو ته بد ویل ولو که زما ملګري ګوندیان وو او یا زما دایدې مخالفین وو ، دغه نن هم زه په ځان عملي کوم لاړ شۍ دخلقي - پرچمي - اخواني ماویست - سازا يي نه پوښتنه وکړۍ چې داسې نه ده - داسې نه وه ؟؟
خودخواهیو یو تعداد کسان دملیونو ډالرو څښتنان کړل او یو تعداد ېې بیکاره او فقیران کړل او دسوړسک امکان نه لري - مګر یو تعداد ېې د پردو دلاس اله او وسیله کړل ، چې تر ننه پردۍ نسبت وخپل وطندار ته ورته ښه ښکاریږي او دپردي په خوله خپل وطنداران وژني او سیطاني ېې کوي ، زه درته وایم وطندارانو ملیاردونه پیسې ټولې کړۍ - رشونونه واخلۍ - خلک کډنپ او تحدید کړۍ بل اخره څه لاس ته درځي هماغه یوه لوشت کفن او تابوت او یوازې په خاورو کې ایشول کیژۍ ډغه سرمایه چی  ته پریژدۍ چې څومره په ډار - شرم - او سرخمۍ ېې تر لاسه کوۍ او ذخیره کوۍ ېې بل اخره درنه پاتې کیژي او په یاد ولرۍ چې سبا ته بل څوک سیاسي قدرت لاس ته وروړي او دغه ټول څه چې تاسې را غونډ کړي بیرته ېې درنه ملي کوي بیا به هم په اجتماع کې رټلي او بدنامه درشوتخوارو په نامه او غلو په نامو يادیژۍ بهتره ده هغه دانګریز نامتو لیکوال او شاعر ( ښکسپیر ) چې لیکلې ېې دي ( بادشمنان چنان باش ګه اګر اشتي ګردي شرمسار نه باشي ) (( ددشمنانو سره داسې رویه لره که کوم وخت په خلا شې ورته خجالت نه وې )) ، امید واره یم دنظریو نه عمل ته لاره کړۍ
دخپل عقل نه استفاده نه کول : - تر ننه پورې دپردو خبرو تاسې مریضان - معیوب - معلول - بیکاره - بې اتفاقه - خجالت زده - او بیسیواده او بیکاره کړلۍ ، تر کومه به تاسې دغه تریاکي نشه ساتۍ او همیشه به نشه یاست - او دغه نشه تاسې ته ملانو او روحانیونو در په نصیب کړې ده ، نور ددوې خبرو ته چې اسلام په خطر کې دې غوږ مه نیسۍ ، ددوی اولادونه ددوی خپلوان دیوه سره په خارج کې شراب خوري - دیسکو ګرزي - ویښتان ېې لکه داتوتک غونته پریښی وي - سګرت او چرس وهي او دپنجابي او انګریزي نجونو سره سکس کوي که ېې نه منۍ لاړ شۍ فلمونه او سیدی ګانې ېې وګورۍ نور دعمل صحنې ته راووزۍ او خلک ملي وحدت - ورورۍ ته او یوه لوی تاریخي بدلون ته را وبولۍ
خارجیان تر خپلو وطندارانو ښه ګڼل :- خارجیان زموږ تاریخي دشمنان وو - دي او وي به ، دوی هیڅکله زموږ دغمه نه دي مړه ، دوی هیڅکله زموږ په درد نه خوري ، که رشتیا امریکا او انګریز دافغان په درد خوري نو ولې هغو محاجرو افغانانو ته چې لس کاله ېې ویزې نشته او په غرب کې پټ ګرزي - نو ولې ېې غرب نه قبلوي او دایمي ویزې نه ورکوي ، دوی ،غربیان زموږ تر مځکی لاندې معادنو - شته منیو ته سترګې پټې کړي دي او دری ځلې دانګریز جنګونه ولې تاسې افغنانو کول ولې مو داوله دانګریز استعمار نه منلو او نه قبلولو -او زموږ خلکو ورسره دښمني وکړه یو ځأېې ېې ۱۲۰۰۰ انګریزان ووژل او اوبل وار ې ۱۷۰۰۰ ووژل او یوازې ډاکتر برایډن ژوندی وتښوو ، دانګریز انتقام په زړه کې وو او تر څو چې دغه وار دتاسې پشتنو نه وا نه اخلي پریږدي مو نه هغه وخت هم تاسې دسیاسي قدرت تږي کسان وۍ دصیاف  خبرې مصاحبې واورۍ ، دتاسې دهر یوه تنظیمي لیدر که  سوني دي یا شعیه ټولېخبرې  پخوا هم در واغ وې ځکه تاسې دقدرت تږي کسان واست او وۍ به نن چې سیاسی قدرت در سره دی غرب دتاسې بهترین دوست دی  ، تاسې وګورۍ چې ددیورند اخوا اوپشتنو ته ېې دپشتونخوا نوم ورکړو او په راکټو ېې دآبدالي او غزنوي نامونه ایږدي نو دلته بیا دتجزېې خبره را برسیره کوي هیله ده افغانان پوه شي او عملي دافغانستان دخلکو ژند ته متوجه شي او عملا یو انقلابي تحول را منځ ته کړۍ ،
راشۍ زموږ تحصیل کرده - متخصصو - وطنپرستو - بیطرفه - سوچه افغانانو ته چې  په هیڅ یوه استخباراتي شبکه کې شامل نه وي سیاسي قدرت ورتسلیم کړۍ تر څو افغانستان دپرمخ تللو هیوادو په قطار کې شامل کړي او تاسې به تاريخي افتخارات لرۍاو دافغانستان خلک به دهمیش له پاره دمشکلاتو او لوی ناورين څخه وژغورۍ دژورنالستانو - لیکوالانو - میدیا چلونکو وظیفه ده چې ځوان نسل دیوه لوی تارخي بدلون دپاره را پورته کړي، تر څو به افغانان دپنجابي ایراني او غربي دلاس اله وي  


Friday, 11 March 2011

دافغانستان دښځو ونډه دهیواد په لمنه کې

دافغانستان دښځو ونډّ دهیواد په لمنه کې

ښځه په یوه لاس زانګو زنګوي               او په بل لاس جهان 

ښخه  هغه نفیس - بادرده - با حوصلې - درنده - زړه سوانده - مینه ناکه - زړه بوږنونکې- بارحمه - دترحم وړ - او بل اخره دمشکلاتو سره همیشه مواجه انسان دۍ چې دنړی په مخ تر هغې نه بل مخلوق نشته ، دتاریخ په اوږدو کې همیشه ټول درانه  او تراژید بارونه دښځې په غاړه وو ، سترکې ېې همیشه داوښکو نه ډکې  وې ا  نسانانو په مختلفو هیوادو کې په مختلفو سترګوښخو ته کتلي دی او تر ننه پورې ښځه  دانسان له پاره په افغانستان کې  دیوه باروړونکي حیوان ، دیوه مزدور- دیوه بیچاره ضعیف بی زوره انسان - یوه اخیستل شوې متاع - یوې ناتوانه انسان - کډې - اولادومور - ښځې - عیال - واړو - کوچ - دوړو مور - خانم - زن- فامیل - په نامو یاده شوې ده او دلومړي وار دپاره دامان الله خان غازي ښځې مخ لوڅ کړو او دمیړه سره ېې خارج ته په سفر ولاړه او دیوې متمدنې افغانې ښځې څیره ېې دنړی خلکو ته وښودلهچې بد بختانه داسلامپالو مرتجعو کړیو له خوانه دکفر حکم ورباندې وشوو ، په افغانستان کې ښځې همیشه دګادۍ داس غونته په چادرۍ کې دکوره دباندې تګ را تګ کړۍ دی،په داسې حال کې چې چادري دهندوستانه د قزلباشواو مزدوروروحانیونو په واسطه افغانستان ته راوړل شوې جامه ده چې دافغانانو تاریخي - دودیز او ملي لباس نه دی
شهید سردار داودخان هم خپله ښځه دلومړي ځل دپاره مخ لوڅې کړه او دافغانستان دښځو له پاره ېې لوی افتخار او برۍ ور په نصیب کړو او دلومړي ځل دپاره دشهید سردار داودخان دخولې نه د ( همسر ) کلمه دخپلې ښځې له پاره استعمال شوې ده                
دسردار محمد داودخان په زمامدارۍ کې ښځو دافغانستان مخصوصا دکابل په شهر کې روی لوچي ساتلې وه او ۸۵٪ شځې روی لوچه وې او نورو ېې ټکري یا چادري اغوستلې ، دمکاتبو - شفاخانو - مخابراتو - بانکو- او ترانسپورت او حتي ملی وسله وال پوځ کې ښځې مخ لوڅ ګرزیدلې او په رشتیا سره چې دیوه مساوي الحقوقه انسان په حیث زموږ په ټولنه کې ځلیدلې وې


دحزب دیموکراتیک خلق افغانستان په زمامدارۍ کې ښځو دهیواد په ټولو عرصو یا برخو کې خاص ځای درلودلو ، دګوند غړیتوب - دسیاسي بیرو غړیتوب - دمرکزي کمیټې غړیتوب - دوزارتونو اداري چارواکې - ریاستونه ، خلاصه هرډول اداري او تخصصی کارونه ېې اجرا کول زموږ دوسله وال پوځ په صفوفو کې دکوماندو - براشوټ - دریورۍ - مخابرې - لوژستیک - صحت عامه او امنیت ملي کې پراخه ونډه اخیستې وه چې هغه وخت دیوه مساوي حق لرونکې ښځې په سترګو ورته کتل کیدل ، زموږ ځوانې نجونې ډ لیسو - تخنیکومو- دارالمعلمینو - پوهنتونواو ابتدایه شونځیو شاګردانې هم مخ لوڅې کرزیدلې او محیط ورباندې شکلۍ معلومیدو، هغه څه چې دښځو دنجات له پاره دحزب دیموکراتیک په وخت کې دافغانستان دخلکو له پاره معمول شول دښځو خرڅول او یا ولور اخیستل منع شول او صرف هغه شرعي اندازه دمهر چې ۳۰۰ درهمه وه دنکاح په وخت کې یادیدله ، وادونه ټول په یوه صالون کې نر او ښځې یو ځای رواج شوي وو، او رقص او اوازونه هم دښځينه وو له خوانه اجرا کیدل ، په تلویزیونو کې هم افغاني هنرمندانې ښځې ډیرې ښې ځلیدلي دي چې دڅو تنو نامونه لکه ( میرمن نغمه جانه - میرمن قمر ګله جانه - میرمن مهوش جانه - میرمن پرستوجانه - میرمن زرسانګه جانه - میرمن وجییه جانه - میرمن افسانه جانه - میرمن هنګامه جانه  - او ډیرې نورې ) ډیرې ښې خلېدلې دي او دافغانستان دخلکو په وادونو - ملي ورځو - کنسرتونو - اومیلو کې ېې دافغانستان فرهنګ او کلتور ژوندۍ ساتلۍ دی چې همیشه همدانن دافغانانو دعوتونه او وادونه او میلې خوشحاله ساتي اوزموږ افتخار بلل کیژي 


دمجاهدینو په زمامدارۍ کې د ډیرو ستونزو او مشکلاتو سره مواجه شولې چې دډیرو فشارو له امله په ډیرو ولایتو کې ځانونه وسوزول- ځانونه ېې مړه کړل - دکورونه وتښولې - دمیړو نه ېې طلاق واخیستو -  کورنیو او خپلوانو ته ېې بدنامۍ او سپکاوۍ ور په نصیب کړو ، چې دا کار دیوه افغان له پاره دمنلو وړ نه دی 
نن زموږ ښځینه په بازارو - کوڅو کې - شهرونوکې - دهلکانو او نارینه وو له خوانه توهین - او په زوره ورسره بدکارونه اجرا کیږي خو له بده مرغه ددولت له خوانه هیڅ یو مثبت اقدام دښځو په طرفدارۍ تر ننه پورې دیوه وزارت یا یوه عدلي ارګان له خوانه نه دی عملي شوی
دمجاهدینو په زماندارۍ کې ښځې دلوټو پیسو سره وزن شوي او خرڅې شوي دي ، او هغه نجونې چې نه ېې غوښتل دمجاهدینو دقوماندانانو یا مشرانو سره چې یوه دوې نورې ښځې ېې هم لرلې واده وکړي دهغوی پلارونه ېې تحدید کړي او یا ېې وژلي دي او په زوره ېې ځانو ته واده کړې دي، چې څو میاشتې ورسته ځوانو نجونو یا ځان وژلۍ اویاېې ځان سوزلۍ دۍ چې دډیرې بې سترۍ سبب ګرزیدلي دي
بله ډیره اجباري مساله چې په ښځو تحمیل شوې ده هغه نن ورځ دوه واري چادري او دسمال په سرکول دي، زه نه پوهیژم چې ملان یامجاهدین د ښځو نه څه غواړي چې ورته د حجاب خبرې کوي ، که چېرې ذات ذولجلال دوی خپله ښځه پیداکړې وای نو هغه وخت به ېې دمیړه زور زیاتۍ - توهین - وهل - ټکول تحمل کول ، افسوس چې افغان نارینه دښځو په عاجزۍ - بیچارګۍ - بی دفاعی - بې ژبۍ - او ټوله ورخ پاخه کړه - جاروب کړه- ومینځه -اتوکړه -مال ته واښه واچوه- مالونه اوبو ته بوزه خشایه سرګین وټپوه - ډوډۍ پخه کړه -تندور واچوه - او بل اخره دشپې لخوانه دمیړه نه وهل وخوره نن افغاني ښځې صرف په څلورو دیوالو پورې مربوطې دی بیرون نه ویني - بازار ته بی له میړه نه تللۍ نه شي - نوکان سره کول - سینګار او ویښتان توني کول - عطر استعمالول - شونډې سره کول دبیچاره کلیوالو ښځو هیڅ نه دي زده او نه ېې په وس کې شته
دطالبانو په وخت کې په ښځو ډیر ظلمونه وشول حتی تیرباران شولې ، په دورو ووهل شولې، سنګسار شولې،ووژل شولېاو بیدون دمیړه نه بیرون ته  دتګ اجازه نه ورکول کیده اما طالبانوخپلې ښځې پټې ارایش ګاوو ته بو ولې او ارایش ېې ورباندې کولو چېدغه خبرې دیوې ارایش خانې دیوې ښځې له خوانه دیوه خارجي تلویزیون سره په یوه مصاحبه کې هغو ښخې ویلې ده، راښۍ نن په غورولایت کې چیرته چې دولتي چارواکي ولاړ دي ښځه په دورو وهل کیژي آو هلته ېې خپلوان او پلار او مور ددې حق نه لري چې ورنه دفاع وکړياوپه کندوز کېهمدارنګه سنګسار کیژي ایا دکرزي حکومت مشروعیت لري او ولې افغانان ددغوناورین مخه نه نیسي او دښخو وظیفه څه شۍ ده ، ښځې څه وخت دخوبه را پاڅیژي  
دښخو ولور نن سبا تر ۱۴ لکو پورې رسیدلای دی او نور د واده مصارف چې ورباندې اضافه کړۍ تر ۲۰ لکو پورې رسیژي
یو کوچنۍ دستمال دحجاب په نامه څه معني لري چې هغه صرف ویښتان نیمايي پټوي، وقتې چې دښځې سترګې تورې او مژکان تورکړي شونډې سرې کړې مخ سرخ سفیده وهلې دپښو نوکان سره کړي او دګوتو نوکان رنګ کړی او نور اضافه ېې ورباندې نصب کړي وي  به لار روانه وي دهر سړي توجه جذبوي ، مخصوصا کله چې دښځې چادري په سروي دهر سړي توجه جذبوي او نارینه همیشه یو څه ورته وايي خو که
چادري ونه لري او دستمال ېې نه وي هغه وخت ښخې ډیرې شکلې معلومیژي او هیڅ کله دخلکو توجه نه ور جذبیژي خکه هرطرف ته لوڅ مخې ښځې لیدل کیژي، دبلې خوانه دجنګ په وخت کې دچادري نه دغلو - وسله والو تروریستانو - قاچاقبرانو - پوره استفاده کړې وه او کوي ېې 
بهترینه لاره دښځو له پاره ددوی له خوانه دکاملې ازادۍ غوښتنه ده او دوی باید په خپله دازادۍ غږ پورته کړي او په لومړي سر کې دجیوال داغوستو نه ( چادري ) نه او په دوهم قدم کې ددستمال نه ځانونه خلاص کړي او همیشه ګلالي - مینځلي - اتوکړي - توني کړي -ارایش کړۍ ویښتان دیوې افغانې با غروره ښخې په شان لکه په تاریځ کې چې زموږ قهرمانو ښځو لکه ( نازو انا - زرغونې ادې - رابعه بلخي -مریم - ناهید ) وغیره په شان چې دجګړې میدان ته دغازیانو سره تللې کارنامې تکرار کړۍ راشۍ وسله وال پوځ ته ځانونه دافسرانو مامورینو په شان شامل کړۍ او ازادي دیموکراسي دښځو له پاره راوړۍ دغه به یو انقلاب وي دښځو په ژوندانه کې بهترین حجاب دافغانانو دښځو له پاره ډول ډول ټکري ( یا پوړني ) دي چې رواج شي زموږ دکوزې پشتونخوا ښځې زموږ تر ښځو لا ډیرې متمدنې دي- دسورېې - فلسطین - مصر - عراق- لبنان - اردن- اندونیزیا - هندوستان - چین - روسې مسلمانانو ښځې هم مسلمانې دي دازبکستان - تاجکستان - ازبکستان - قزاقستان - قرغزستان - اذربايي جان چې مسلمان هیوادونه دي هلته ښځې مخ لوڅې ګرزي  دا زما شخصي نظر دی ستاسې افغاني ښخو خوښه چې څنګه او څه وخت غواړۍدجیواله ځانونه فارغ کړۍ او ازادي تر لاسه کړۍ   

Thursday, 10 March 2011

که نن افغانان دخپل سرنوشت په خاطر فکر ونه کړي دری کاله وروسته به څه واقع شي


یوه سیاسی طرحه دافغانستان دراتلونکي په خاطر

قدرمنو - عزتمنو - مسلمانو- دین پالو - ولې نه وطن پالو افغانانو نیکې هیلې او سلامونه درته وړاندې کوم 
د۱۳۵۲ کال نه را په دې خوا زموږ سیاست پوهان ، زموږ روشنفکران ، زموږ دولتي مامورین او با سیوادان هیڅ کوم ېې دهیواد دترقۍ - سمسورتیا - ملي وحدت - دیوه قوي ملت دجوړیدو په فکر کې نه شول ، هر هیواد چې ملت شوۍ نه وي دافغانستان غونته مشکلاتو سره هرومرو مواجه شوۍ او مواجه کیژي ، زموږ ځنې عالمان - پوهان - سیاست پوهان - اکثرا په خپلو بیانیو اومصاحبوکې دافغان ملت ، یو افغاني ملت موږ یو غشتلۍ ملت یو ، یادونې کوي خو زه شخصا ورسره موافق نه یم ځکه هغه تعریف چې ما زده کړۍ دملت په مورد او ملت څه ته واېې هغه تر اوسه موږ افغانان دملت دجوړیدو له پاره فرسخونه ګویا کالو ته ضرورت لرو چې یو ملت شو او دملت تهداب کیږدو ؟؟؟؟؟
دملت تعریف : - نن په سیاسی او فرهنګي دایرت المعارف کې دغه ډول معمول تعریف وجود لري 
ملت : - دانسانانو هغو ډلو ته چې د یوې ژبې ، یوه فرهنګ ، یوه نژاد، یوه واحد سرحد  ، او یوه واحد حکومت لرونکي هیواد وي  ویل کیژي 
نن ورځ دافغاني ملت تعریف دایدیالوژیکي - مذهبي - ژبني -او سنتي ،لحاظه په افغانانو تحمیل کیږي او دافغاني ملت له پاره په لومړي سرکې ډیر قوي مرکزي حکومت چې دټولو قومونو، سیاسی احزابو  نمایندګي وکړي ضروري دی او بیا ډیر نور شیان لازم اوضروري دي چې دهغو حکومت له خوانه د یوه پلانیزه ستراتیژیک پروګرام په عملي کولو سره په افغانستان  کې تطبیق شي                                                                                        

زموږ خفه مسلمان وروڼه لکه ( حکمتیار - حقاني - ملاعمر ) همیشه دغه ادعا لري چی خارجیان دزموږ ملت موژ ته را خوشۍ کړي یا درا پریژدي ، خو نه وايي چی دا دچا له خوانه درته دیکته کیژي ، دا تاسې ته څوک وايي ، پرون چې خارجیان ستا تر څنګ والاړ وو او ته ېې تر غاښو وسله وال کړۍ وې ، ته ېې دخپل ورور او وطندار په ضد جنګولې او ټول مادي اولوژستیکي کمکونه ېې در سره کول هغه وخت خارجیان ستاسې دوستان وو ، که نن ته دیوه صدراعظم او یا یوه وزیر په څوکۍ ناست وۍ بیا به نه جنګیدلۍ ، راشه نن وګوره کرزی فاروق وردک - رحیم وردګ ته او نورو ته پروګرام ورکوي او هغوی په کار اچوي او هیڅ یو هم نه واي چې خارجیان د ووزي ، ځکه دوی مقامونه او پیسې لري او دسبا له پاره ریاست جمهوري ته کاندید کسان دي خبره په دې  کې ده چې زموږ دخلکو له پاره چې سباته خارجیان ووزي څه کول په   کار دي 

که افغانستان دیوې دایرې په شکل انځور کړم او دغه دایره په تخمیني ډول په لاندې دشمنو ډلو وویشم داسې یوه غامضه قضیه ورنه جوړیږي چې حل کول ېې یوه وطن پرست ، متخصص او قوي رهبر او دهغو متخصص تحصیل کرده تیم ته ور په غاړه کیږي

    افغان  دشمنې ډلې کومې دي
       
اول     -  دغه دکرزي برخه در واخلۍ ۱۰فیصده 
دوهم    - دفهیم برخه پنځه فیصده 
دریم     - دخلیلي برخه څلور فیصده  
څلورم   - ددوستم برخه پنځه فیصده  
پنځم     - دمخالفینو ( حکمتیار - ملاعمر - حقاني ) برخه ۲۰ فیصده 
شپږم   - دعبدا لله ( تغیراو امید برخه ) ۵ فیصده
 اووم    - دخلقیانو دمختلفو فرکسیونو ښي اړخ او چپ اړخ ډلو درۍ فیصده                                                                                  
اتم     -  دپرچمیانو دفرکسیونوبرخه  اته فیصده  
نهم     -  دپنجابي نوکران ۲فیصده 
لسم     - دایراني اخوندانو دشعیه طریقت اجنتانو برخه دری فیصده 
یولسم  - دعربانو افغاني نوکران غلامان ، روحانیون لکه مجددي - پیر کیلاني - صیاف - ملاعمر حقاني پنځه فیصده برخه 
دولسم  - دامریکا برخه پنځه فیصده 
دیارلسم - دانګلیس برخه ښپږ فیصده 
څوارلسم- دهند برخه ۴ فیصده 
بیطرفه افغانان ۱۰ فیصده 
دروسانو ونډه ۵ فیصده 
اوس وګورۍ چې افغانستان دداسې شکار حیثیت لرونکۍ هیواد دۍ چې د ښپاړسو دشمنانو په منځ کې ونډ ، ونډ په وینو ککړ ټوټه ټوټه پروت او هر یو دشمن ېې ځانته کشوي په داسې حال کې چې ددشمنانو تر منځ دوسلو انډول هم متفاوت دۍ او هم ېې پخوانۍ وسلې ساتلي دي او هم دخارجي هیوادو له خوانه حمایه کیږي، همدا نن دغه ټول دشمن صفته ډلې ټپلېپه وسلو بار دي او هره شیبه افغانستان د دوی له خوانه دلوی تحديد سره مواجه دی
دبلې خوانه دغه دشمن صفته ډلې داول نه تر اخره دځان سره عقدې لري او پشتون دهزاره نه خوابدۍ دۍ او هزاره دتاجکانو له خوانه خوا بدۍ دی ، ازبک دپشتانه لخوانه تحدیداو پشتون دازبک له خوانه تحدید شوۍ دی او دغه ناخوالې تل دمجاهدینومنځ ته راتلو سره زیاتې شوې او تر ننه پورې ادامه لري او یو دبل نه انتقام  
اخلي
   او پشتانه یو بل ته تحریکوي او لمسوي او کوشش کوي چې په خپلو منځو کې ېې سره وجنګوي، څوک یو ډول تبلیغ کوي ، څوک بل ډول تبلیغ کوي، یو وايي بیله پاکستانه دافغانستان کشاله دحل لاره نه لري ، بل وايي چې افغانستان باید تجزیه شي، بل وايي دافغانستان وسله وال پوځ باید وسلې او مهمات ونه لري او همیشه خلع سلاح وي، دافغانستان ټوله رهبري د 
کرزي نه شروع تر وزیر دفاع پورې ، وزیر داخله او ریسس عمومي امنیت پورې یو ېې هم د ستراتېژۍ په مفاهیمو نه پوهیژي که پو 
هیدلای دوی به دشمن ته موقع نوۍ ورکړې چې دافغانستان ولسوالیو او شهروته رارسیدلي وای  اونن د شهرونو دواکمنۍ خبرې کوي دکرزي دبې کفایته واکمنۍ له خاطره طالبان او حکمتیار،حقاني نن دافغانستان دواکمنۍ دعوای لري اوکرزۍ هم ورسره ملاقاتونه لري معني ېې داده چې کرزۍ بیرته پنجابي ته راضی شوۍاو نن سبا بیرته  سیاسي قدرت طالبانوته ورسپاري 
که افغانان دتاریخ جبر ته منتظر وي چې خداي مهربانه دی او حتما به تغیر راځي او یوه بدلون ته به سترګې په لاره وي، خو دغه لاره ډیره اوږده ده او دغه لاره ۱۰۰ کاله نور زمینه د جنګ او تباهۍ دافغانستان خلکوته ور په برخه کوي زما په عقیده دافغاني داخلي ډلو ټپلو له خوانه په هیڅ وجه دارامۍ او امنیت توقع مه لرۍ ، ځکه دوی په زرهاوو کسان وژلي - بندي کړي - چپاول کړي - توهین او بې ستره کړي، په دې خاطر دخپل راتلونکي څخه ویریژي او دافغانستان خلک یوه ورځ نه یوه ورځ خپل انتقام اخلي ددوی په زمامدارۍ کې دافغانستان خلک دصلحې څښتنان نه شي کیدلای او دلایل ېې چې ولې ددوی په موجودیت کې صلح نه راځي صرف څو مقنع دلایل درته لیکم نور تاسې ورعلاوه کړۍ

اول- دوی دپنجابي او ایراني نوکران وواو دي او هغوی ته ېې خطونه ورکړي چې هیڅ کله به دپنجابي او ایراني اخوندانو په ضرر کوم کار نه تر سره کوي او دوی به همیشه ددغو دوو افغان دشمنو هیوادو غلامان اوسیژي


دوهم- دوی دافغانستان دننه خپل وطنداران - خپلوان - همسایه ګان نعل کړي - وژلي - بندي کړي - بې ستره کړي او نه غواړي چې سیاسي قدرت بل چا ته ورکړي چې بیا ددوی نه انتقام واخلي


دریم- دوی دافغانستان ملي شته مني - مخکې - انتیک شیان - سرمایه - وسایط- فابریکې خلاصه هرڅه تالان او چپاول کړي او په پنجابي ېې خرڅ کړي دي نو په هیڅ وجه حاضر نه دي چېسبا ته څوک ورنه باسخواست یا پوښتنه وکړي او بندي شي


دوی هیڅ کله دملی هویت څښتنان نه وو او نه دي ، پرون ېې دموږک لکۍ په کور کې په اورړو  نه سپېرېده اما نن ېې اولادونه په لکسیزاو تندر برډ موترانو کې چکروهي
وايي کوم سړي خر په خبرو اموخته کړۍ وو او داوبو نه ېې خلک د دریو قرانو په بدل کې تیرول ، خوکله چې دملا نوبت راورسیدو خره په لغتو او اریدو  شروع وکړه چې دغه سړۍ نه تیروم ملا چې پوه شو نو ېې درۍ روپۍ دخره څښتن ته ورکړې او خره ته ېې وویل چې ځه اوس ېې تیر کړه ځکه دوه چنده مې ورنه اخیستې دي ، خره ورته وویل چې پوهیژې دغه ملا دی یو ځله چې سپور شوو بیا نه کوزیږي ، نو اس دوی هم دچوکۍ مزه نوش جان کړې او هره ورځ ډالرونه چاپوي اودری جیبونه لري یو دډالرو - بل دافغانیو اودریم هم دکلدارو له پاره پکار کیژي  له دې خاطره هم په خپله خوښه دمقام او څوکۍ نه نه کوزیږي ، تر څوېې په زوره دمقام نه کوز نه کړۍ،همدا نن دوی دلیبیا - مصر شانته انقلابو نه ډاریژي ،  داوه دداخلي افغان دشمنو په مورد تبصره


 زموږ خارجي همسایه دشمنان ( پاکستان - ایران او عربان ) دوی نه غواړي افغانستان ترقي وکړي، فابریکې ولرو - سرکونه ولرو دریل پتلۍ ولرو - پوهنتونونه ولرو - په خپلو پښو ودریژو ، ځکه که افغانستان دخپل ابي برق - ګاز - فابریکو - پوهنتونو څښتن شوو دپنجابي سره اتوماتیکي ددیورند مساله حل ده او دکوزې پشتونخوا خلک دافغانستان سره یو ځای کېژي او افغانستان دمستقل ابي (بحري) بندر ( ګوادر ) چې په بلوچستان کې موقیعیت لري څښتن کیژي او بیرته لوی افغانستان جوړیژي چې ددغو نه پنجابۍ او ځنې تاجکان او هزاره ګان هم ویره لري چې ګویا پشتانه به دلوی افغانستان اکثریت مطلق خلک وي او نور به دکوزې پشتونخوا نه ریس جمهور انتخابیژي
ایران چې داسلامي انقلابي صادراتي اسلام رهبري په نړۍ کې په غاړه لري دافغانستان شعیه ګان بیا ددې مجال نه شي پیداکولای چې پشتانه په خپل ټا ټوبي کې پسې واخلي او وې شړي ، دبلې خوانه ایران نه غواړي چې افغانستان مختلف ډول صنایع تولید او ترقي وکړي ، ځکه ددوی اکثریت بازارونه دهرات - فراه - نیمروز - غور - بادغیس - او نورو مرکزي ولایتو تاجران ایراني شیان واردوي او همدا ډول ایران دسلما دبرق دبند - دهرات دپل هاشمي دسمنتو دفابریکې  دبیرایټو او نورو لویو پروژو تر ننه مخالف وو او وي به ،حتی ایران دنمکسار به برخه کې ارضي ادعاګانې لري اوپه اسلام قلعه کې هم دسرحد په را وړاندې کولو ې څو څو ځلې تحریکات را منځ ته کړي او همیشه دافغانستان دشمنان زموږدوطندارانو دوژلو په خاطر په ایران کې تربیه کوي، سلاح او مهمات ورته برابوي او افغاني هزارګانو ته ېېاجازه ورکړې چې دایراني نجونو سره وادونه وکړي تر څو دیوې خوانه دهزاره نفوس زیات کړي او دبلې خوانه دافغانستان دننه داستخباراتو او تحریکاتو استفاده ورنه وکړي او دوالي انوري په دوران کې ېې په هرات کې مستقل کلي ورته جوړ کرل مثال ېې دجبراییل کلۍ دی او دبرق پاېې ېې ور انتقال کړې او سرکونه ېې ور قیریزي کړل ایران دپنجابي نه وروسته نه پاتې کیژي او ډیره خطرناکه بازي ېې دافغنستان په مورد فعاله ساتلې ده حتی حامد کرزۍ ېې اخستې دی او خرچۍ ورکوي تاسې ېې اعترافات وګورې هزاره ګان ېې دایمي خپل نوکران دي خاصتاا پنجشیر یان عبدا لله عبدالله او فهیم -قانوني - دوستم وغیره ېې تر ننه په غیږ کې نیولي او همیشه ورنه دافغانستان دملي وحدت ضد استفاده کوي اوس راشۍ دوو مهمو شیانو ته ښه توجه وکړۍ اول افغانستان ددوو متعصبو اسلامي هیوادو ( یو ېې دالقاعدې متعصب پنجابۍ پاکستان - بل ېې صادرونکۍ افراطي اسلامي ایران دی ) چې دواړه اتومي وسلې لري حامد کرزۍ ددغو دوو هیوادو تر منځ افغانستان ته ځنګه تعریف جوړوي، په د اسې حال کې چې زموږ وسله وال پوځ نه طیارې - نه ټوپچي - نه راکټونه - ڼه زرهي وسایط - نه داستحکام او کمیا وګاز قطعات او نه لوژستیکي زخایر لرو او سربازان هم دیوه سره اجیران دي ، سرباز ته چې ملي مقدسات - وطني مقدسات - اقتصادي مناسبات - ترقي - دخلکو هوساینه اوامنیت اولیت ونه لري او فقط یو شۍ اجیر سربازپیژني چې تنها دمعاش له پاره خدمت کوي، اما د مکلفیت دورې سرباز ته دناموس - وطن - خاورې - استقلال - ازادۍ - خپلوا کۍ- ملي ارزشونو ساتنه تر هر څه نه داهمیت وړ دي او دغه موضوع ما په یوه علیحده مقاله کې لیکلې ده چې دلر اوبر ویبسایت نه ېې کاپي کولای شۍ
اوس به راشم دامریکا په مشرۍ ۴۴ نورو سرمایه داري هیوادو ته چې دوی اصلا هیڅ مهم کار زموږ دخلکو دپاره ونه کړو ، اول ېې دحکومت جوړولو توطیه په بن کې دخپلو امیالو او ارزوګانو دپوره کولو په خاطر ددیموکراسۍ دراوستلوتر پوشش لاندې په خاطر داسې کسان په مقامو وګمارل چې دیوه سره ( داړه ماران - غله - رشوتخواره - سړي وژونکي- وطن فروشان - بیسیواده - قاتلین- مرتجعیناو قاچاقبران وو  ) دي او تاسې وینۍ چې ټول درواغ وو ځکه تروریستان همیشه تروریستان زیږوي ، دغرب امیال او ارزوګانې زما په نورو کتابو کې لکه دافغانستان دخلکو بې ستري - طالبان او مجاهدین دیوې سیکې دوه مخونه دي - پتې خولې - مقدس جهاد او مقدس تروریزم او ډیرو نورو کې په تفصیل سره ولونۍ ، غربیان ډیر سیاسي - نظامي - اقتصادي - کلتوري - مذهبي او توسعه غوشتونکي منطقوي او پرامنطقوي امیال او ارزو ګانېې لري او هیڅ نه غواړي
چې افغانستان ترقي وکړي غرب یوه لویه فابریکه چې اقلا ۵۰۰۰ تنه هلته کار وکړي جوړه نه کړه - دافغانستان دسیندونود پاسه ېېدهلمند - کنر- امو- کوکچې- مرغاب - ۱۸نهرمزار په سیندونو دبرق بندونه جوړ نه کړل او کرزۍ ېې مجبور کړو چې قراردادي برق دهمسایه ګانو څخه وپیري، رابرکیتس وايي موږ افغانستان ته دبازسازۍ اوبیا جوړونې په خاطر نه یو راغلي،نن راشۍ راته وواېې چې څوک او څه ډول به دافغانستان خلک ددغو کشماره خلاصوي، زه درته وایم دازادۍ یوازنۍ لاره دمترقي احزابو - چپي احزابو - معتدلو اسلامي احزابو - بیطرفه افغانانو -ځوان نسل ( هلک او نجلۍ ) ډنډه ده چې خپل خلک په اګاهانه ډول دکرزي دحاکمیت او دهغو دکابینې څخه وژغورۍ او په هیڅ وجه دننیو مجاهدینو وزیرانو - معینانو - لوړ رتبه دولتي ملکي اونظامي مامورینو دوه واري تعینول دغرب په دیکتاټ  قبول نه کړۍ                                               
   
پشتون دننګ په کار کې                                         خپل وار نه پریږدي دشمن ته 

اوس څه باید وکړۍ 

اوس باید دیوه تاریخي لوی قیام له پاره ځانونه تیار کړۍ ، ځکه دامریکا په حضور کې باید یو تغیر راولۍ او دامریکا په حضور سره باید موږ وسله وال ملي پوخ جوړ کړو او دسبا راتلونکي له پاره ډیره عالي تیاري ونیسو او په ځان متکي وو که افغانستان ملي وسله وال پوخ ونه لري او دوه کلنه دمکلفیت دوره را منځ ته نه شي داجیر مزدور وسله وال پوخ په ذریعه هیڅ ډول تغیر تحول او ترقۍ ته ځانونه نشۍ رسولای او همدارنګه او په اینده کې دپنجابي او ایراني توطې نشی شنډولاې 

Sunday, 6 March 2011

دوقلب خونین که به خون سیر نمی شوند

دوقلب خونین مضمون غم انګیز وتراژید از زندګي افغانهاې فقیر، بیچاره ، بیکار واسیر در جال عنکبوت سیاه است 

افغانستان در طول ۶۰۰۰ سال قدامت تاریخي اش مورد تاخت وتاز همیشګي سلاطین  امپراتوران - شاهان واشغالګران از ّهلاکو وچنګیزخان تا سکندر مقدونی-  انګریز- روس وامریکا به شمول اشغالګر دایمي انګلستان قرار داشت وتا امروز در اسارت واشغال شان قراردارند،من بار ها درین مورد مضامین ومقالات نوشته ام ولې این بار مې خواهم مضمون ذیل را تحت عنوان دوقلب تشنه به خون افغانها را برای نسل جوان که رسالتمند وتاریخ ساز  است به رشته تحریر بیاورم 
در سابق بهترین سلاح برای اشغال افغانستان بدست دشمنان ترقي وتمدن در افغانستان  ( اسلام در خطر است واسلام در خطراست بود ) توسط دشمنان ترقي افغانستان استعمال شده و عملی شده که در اخرین بار درمخالفت با   حاکمیت نورمحمد ترکي واخرین شان دکتور نجیب الله ازین تاکتیک به سرکردګي دشمن تاریخي افغانها  پنجابيها واخوندهاې ایراني ) جامه عمل پوشانده شد که مهمترین اجنتهای  شان همانا ملا هاې دیوبندي - اخوندهاې شعیه وسوني وتبلیغیان پاکستاني بودن ، وبل اخره توسط نماینده هاې دایمي وتاریخي شان ( عبدا لله عبدا لله - قانوني - دوستم - محقق- خلیلي - سیاف- فهیم - ربانی و بچه های سیدکیان ) زمینه اشغال افغانستان برای امریکا وهمدستان ناتوې ایشان اماده وعملي شد که توسط یک کنفرانس تحمیلي وفرمایشي در بن جرمني به دیکتات وقومانده ناتو بالای رهبران تنظیمهای (۷ ) ګانه وهشت ګانه عملي شد 
مردم افغانستان هیچ وقتې اسارت بیګانه ها را قبول نه کرده ، نمې کند ونخواهند کرد  بلکه همیشه طرفدار عدم تشدد وصلح دایمي در سرزمین خویش مې باشند ، اګر به ګذشته های نه چندان دور نظرې بافګنیم دیده می شود که افغانها تا یک زمان ، تا یک مرحله حوصله وتحمل چال ونیرنګ بیګانه ها را دارند وزمان که بفهمند که دیګر دشمنان ویا بازیګران بیګانه  در افغانستان اهداف خطرناک وخاینانه را دنبال می نمایند  حوصله شان به سرامده وبا تمام وحدت وغیور ملي - افغاني وبل اخره اسلامي خویش به مخالفین چنین جواب دندان شکن مې دهند که در تاریخ باز بیګانه ها چنین کارې را تکرار نه نمایند 
مردم افغانستان تا یک زمان  طالبها را تحمل کردن علت اساسي شان این بود که انها جلو رشوتستاني - دزدي - چپاولګري  مجاهدین را ګرفتن ومردم از مجاهدین  به ستوه امدن ، مجاهدین کارهای را انجام دادن که کمونستها انجام نه دادن ، مجاهدین به جز از چپاول وتخریب ورشوت ستاني دیګر هیچ کارې را انجام نه دادن ، شاید بعضیها بګویند که مجاهدین کارهاې خوبې را انجام دادن ، من به شما شمه از  کارهای خراب شان  را یادهاني میکنم  بسیار مهم وبا اهمیت است هیچ کارې خوب را انجام نه دادن  بلکه تمام این کار های را که من نمی توانم مکمل انچې مجاهدین به ضرر مردم افغانستان انجام داده درین مضمون کوچک به رشته تحریر بیاورم  مثلا  

اول : -  مجاهدین قوواې مسلح کشور را به امر وفرمان نواز شریف پدر خوان مجاهدین این دشمن سرسخت وتاریخي مردم افغانستان مضمحل وتجزیه کرد 
دوم :-   افسران مسلکي قوواې مسلح قهرمان ملي جمهوری دیموکراتیک خلک افغانستان را که فرزندان خودشان ، بچه هاې کاکاې خودشان ، اقارب وهموطنان خودشان بودن وهمه از هر امریکايي وهر انګریزي کرده لایقتر ووطن پرستر بودن   ( دی- دی - ار) ساختن 
سوم :-  مجاهدین تمام دار وندار کشور را چپاول کردن ( فابریکات - پایه های برق ولینهاې برق - دروازها وکلکینهای خانه ها ودفاتر - ترانسپورت کاماز را همه چپاول نمود - موتر های شرکت سرویس - ترالیبوسها ولینهاې ان را همه  برد ن - مکاتب و  پوهنتونها را همه  سوختاندن 
چهارم :-  پول وسرمایه بانکها - موزیمها - ارشیفها - ګالريها -خلاصه همه چیزهاې انتیک را با خود بردن وبه پنجابي ها فروختن  
پنجم :-   فابریکه جنګلک را با خاک یکسان ساخت 
ششم :-  زنها را به چادری، همان غلاف های بودنه  دوباره پوشاندن  
هفتم   :- موبل وفرنیچر دفاتر را همه چپاول نمود 
هشتم  زمینه کشت خشخاش - وترافیکنګ انرا برای خود مهیا نمود
نهم : - بین خود بر تقسیم مناطق وغنایم جنګهای  خونین را در شهر های افغانستان به راه انداختن که شما شاهد جنګهای خونین بین مسعود وهزاره ها - مسعود باحکمتیار -   ودوستم و ګلبدین با مسعود ، تنها در شهر کابل در یک روز ۱۰۰۰ راکت از طرف ګلبدین بالای شهر کابل ریخت ومسعود نیز چنین کار را انجام داد ودر نتیجه تنها از کابل ۲۴۰۰۰۰ نفر محار شدن و۶۰۰۰۰ نفر کشته بجا ګذاشت وشما تخریبات وویراني هاې شان را امروز تماشا می کنید ،اینها امروز نیز سر حال مردم حاکم هستند  
دهم :- جنګ سر چوکي شروع شد ( هزاره ها ریاست جمهوري می خواهند - تاجکها ریاست جمهوري می خواهند - ازبک ها ریاست جمهوري می خواهند پشتونها ریاست جمهوري می خواهند ) خلاصه که هر کسې کاندید به وزارت است اګر لیاقت ویا تحصیل دارد ویا نه دارد مهم نیست ، مهم این است که جهاد کرده باشد وتفنګسالار باشد  واقای صیاف می ګوید که همه پوستها ومقامات باید توسط مجاهدین اشغال شود ، در حالیکه اقای صیاف نمی داند که همه مجاهدین مکتب نه خوانده - همه مجاهدین داکتر نیستن - همه مجاهدین انجینر واستاد نیستن - به هر رشته باید متخصص رشته خودش تعین شود ، نه باید هر ناکس وهر بی سیواد مقرر شود 
 یازدهم :- مجاهدین امید وارزوهاې پاکستان را پوره کرده نتوانست به این منظور  پاکستان کودتای را علیه مجاهدین توسط طالبان سازماندهي نمود وبه عوض مجاهدین طالبها را به اساس وفرمایش پدرخوان شان خدا نه بخشد ( نصر الله بابر ) توسط کوماندوهاې پاکستان در قندهار به اریکه قدرت نشاندن وفتوحات را تا تخار وبدخشان   به موفقیت انجام دادن ، یګانه جاییکه فتح نه شد پنجشیر بود که توسط روسها از کولاب تاجکستان کمکهاې هوايي به مسعود  صورت می ګرفت وطالبها را می کوبید ، درین جنګ باز پاکستان مستقیم با روسها که مسعودورباني را حمایت می کرد مواجه بودن تا اینکه توطیه را به اشاره هر کسې که بود به مسعود - عبدا لله - وسفیر افغانی در لندن برادر مسعود ولی مسعود دیکته شد   تا اینکه انګلیسها را به افغانستان برای سرکوبي طالبها دعوت وزمینه اشغال افغانستان را برای غرب در راس امریکا وانګریز اماده بسازند که این کارتوسط اشخاص متذکره عملي شد درین فتح وپیروزي مجاهدین به رهبری امریکا دو کار عمده را انجام دادن  اول اینکه طالبها را ماسیکر کشتن ۲۰۰۰ نفر را در ریګ های مزار شریف  زنده به ګور کردن که تا امروز ملل متحد - ناتو - درین مورد خاموش اند زیرا جنایت را خود امریکا وبوش انجام داده است - دوم اینکه طالبها را به دستور حکومت پاکستان خلع قدرت ساختن وپاکستان برای طالبها هدایت صادر نمود که هر طالب کلوش بپوشد - پکول به سر بکند  وبه دري ګپ بزند وسلاح را در یک جاې پت کنید وبه پاکستان بیایید تا اوضاع معلوم شود وپاکستان  دوباره طالبها را  ارایش قووت نموده وانها را  انچنان که امروز سازمان داده اند ارایش قووا کردن وبه تعقیب ویا تعرض مقابل پرداختن ، ګپ زدن به دری ویا فارسي به طالبها  بسیارضرر کرد   ، و این کار براې شان خیلې خطرناک تمام شد زیرا هزاره ها هر کسې را که سر شان شک داشت که ګویا شاید پشتون باشد (( قروت را )) نشان می داد که بګو این چې است اګر پشتو زبان بود او حتما می ګفت که ( کرت ) لهذا اورا ۱۰۰٪ بندی ویا می کشت  ،خوب با تجاوز امریکا وانګریزها بازی طالبها خاتمه پیدا کرد وغرب از نو خواست حکومت دست نشانده خودرا در بن بسازد ، در اول قرار این بود که ظاهر شاه منحیث سمبول وحدت در کابل مثل دیګر شاه شجاع ها در بګرام پیاده شود وبعدا په اریکه قدرت رسانده شود اما چون مجاهدین ورهبران شان مخصوصا     ( صیاف - ګلبدین - ربانی- محقق - دوستم - خلیلی ) مخالفت شدید خود را نشان دادن زیرا انها می فهمیدن که اګر ظاهر شاه دوباره پادشاه می شودیک بار دیګر خاندان ال یحیی سر حال مردم افغانستان تا ابد حاکم خواهند شدوبه هیچ وجه به رهبران تنظیم ها مجال رسیدن به اریکه قدرت ریاست جمهوري ویا معینیتهای ریسس جمهور مساعد نخواهند شد ، ازین لحاظ بایدامریکا وغرب  به ګپ مخالفین ظاهر شاه ګوش کند   
وشخص ثالث را از یک رستورانت امریکا به نام حامد کرزۍ میاورد وریس جمهور می سازد 
اینهاهمه خونخوارترین مردمان درطول تاریخ افغانستان بودن ومی باشند و تا زمان که مردم افغانستانان انها را به به کیفر اعمال شان نرسانند و مخصوصا نسل جوان کشور تصمیم نه ګیرند خود ومردم افغانستان را ازین قاتلین وجنایتکاران فارغ نه سازند به هیچ وجه ارامي ، ترقي وخوشبختي نصیب مردم افغنستان نخواهد شد ، به جوانان حزب ویا رهبری بکار نیست ، به جوانان روحیه خودجوش ومتکي به خود بودن وقیام ملي را نه به رهبری کسی بلکه به رهبري خودشان به اراده وخواست خودشان مطابق به مقتضیات عصر وزمان سازمان دادن کار مهم واساسی به شمار می اید ، لازم است که جوانان برای یک تحول کیفي ویک انقلاب تمام عیار مردمي که خود جوش است وخواست همه توده ها است به پیروزي برساند ، زیرا اګر مساله یک حزب باشد احزاب به تنهايي نمی تواند چنین حرکت را سازماندهي نمایند ، بلکه جوانان مخصوصا جوانان متمدن - ترقي پسند - تحول پسند - دیموکرات اعم از دختر وپسر می تواند درین خیزش تمام عیار مردمي اشتراک نمایند ودر افغانستان رژیم فاسد ودست نشانده امریکا را سرنګون بسازند این بود یک قلب که هنوز تشنګي شان رفع نشده وارزوي خون 
 خوردن، نوشیدن خون مردمان بیچاره وبرهنه وطن ما را دارند بمکد 

قلب دوم که همیشه خون خورده وخون خوار تر شده، به کردار واعمال وطنداران ما از سالهاې قدیم بلدیت داشت وتجارب غني به ګروګان ګیري افغنها وبه دام بستن انها را خوب وارد بودن درین نوبت باز همان اسلحه کاري را که همیشه بر ګردن نرم افغان خوب کاری واقع شده ( اسلام در خطر است ) یک بار دیګر کاري تر با صدور سرمایه وتقسیم دالرهای فراوان نیم از انهایکه در سابق نیز نوکر وغلام حلقه بګوش غرب بودن خریدن وافسار شرمندګي را به ګردن شان بستن استعمال کردن این کشورها این بار تحت قیادت امریکا به نام ناتو وایساف ومتحدین اورپاې شرقي شان که به هیچ وجه به خون شما وعزیزان تان در طول تاریخ سیر نه شدن  اینها این باراهداف، اغراض وامیال خاینانه - تجزیه طلبانه - اشغالګرانه دیګرې را تعقیب می نمایند شما می بیند که ( یورانیم شما - انتیک باب شما - سنګهاې قیمتي شما- هیرویین - تریاک - جرس و کرومایت ) وغیره داشته هاې وطن ما را می بلعند وکسې نیست که جلو شان را بګیرند یګانه التر ناتیف تغیر وخروج شان از کشور، شمانسل جوان وپر تلاش هستید و می باشید ،زیرا اینها خون وطن داران ما را می نوشند وهیچ سیر نمی شوند  اینها این ګرګهاې وحشي باید به سزای اعمالشان رسانده شود ، وشمانسل جوان مکلفیت دارین که به اهداف تجزیه طلبانه - غرض الود شان خودرا بفهمانید وراه نجات تان را خودتان پیدا نمایید ، منتظر وهې الهی ویا فرمان این ویا ان رحبر حزبی ویا این ویا ان رهبر تنظیم هاې اسلامي نه باشید وفقط به یک خیزش مردمي وملي امادګي بګیرید وتحول را بوجود بیاورید که در راس ان به هیچ وجه( مجاهد - طالب- افراد وابسطه به ظاهر شاه و کمونست) نه باشند ، بلکه وطن پرستان واقعی در خارج از کشور وداخل افغانستان بسیار زیاد می باشند که شما از لابلای مصاحبه ها ویا نوشته هاې شان در انترنیت دیده اید انهایکه دستان شان به خون مردم الوده نه باشند وبه چپاول ورشوت ستان ها روابط نه داشته باشند ازین اشخاص باید حکومت اینده افغانستان به شرط که تحصیلات عالي داشته باشند بسازید وانتخاب نماییم