دافغانستان کورني سیاسي مداریان
دافغانستان کورني اسلامي مداریان
دافغانستان خارجي منطقوي مداریان
دافغانستان بین المللي استعماري مداریان
ددغو ډلو دښې پیژندګلوۍ له پاره غواړم ډیرلند تشریحات زموږ دوطنوالو په اختیار کې ورکړم
لومړی کورني سیاسي مداریان
دغه ډله مداریان په دوو برخو ویشل شوي دي یوه ډله ېې په خارج کې مستقیما دخارجیانو مخصوصا استخباراتتي جاوسی شبکو په جال کې ایسار دي لکه ( خلیلزاد - علي احمد جلالي - وحیدا لله وحید - اشرف غني احمدزی) دغه کسان دډیر پخوانه دامریکا داستخباراتي شبکو سره تړلي کسان وو او ددوی په فرمان ټول اجراات کوي، دوی هیڅکله نه غواړي یوه لحظه په خپل ابتکار څه وکړي ، اساسي هدف ددغو کسانو دځان له پاره لویه سرمایه را غونډول - ځانونه ملیاردران کول او دافغانستان خلکو ته بازي ورکول دي ، دمثال په ډول دغو کسانو اول علي احمد جلالي ځان ریاست جمهوری ته کاندید کړواو موږ ورته پراخه کمپاین وکړو او بل اخره دامریکا داستخباراتي شبکې په امر په یوه ساعت کې خپله فیصله صادره او دکمیټې او نورو کسانو څخه پټ وتښوو او ما شخصا ورته ۱۰۰۰۰ ډالره مصرف کړل که درواغ وایم لاړ شۍ ( ملالۍ پشتون - جبار پیکان - حبیب پغماني - بصیر چمارخیل لوګري - حاجي شریف پغماني - قاضي دلیلي - نصرتي - غیاث وردک - سید عزیزاحمد -دستګیر مستوفي - اکرم اندرابي ) او زرهاوو نورو نه پوښتنه وکړۍ چې څومره پسته او بادام او نورې ډول دول وچې میوې موخوړلې دي او دغرمې ډودی مو هره ورځ دڅو نفرو سره خوړلې وه ، دغه حساب ما دجلالي نږدې ملګري نعیمي ته هالند ټه لیکلي ورولیږل چې زما پیسې را کړي مګر دی وتښوو او نه ېې یوه پیسه را کړه اوس تاسې خلک قضاوت وکړی چې ایا دغه انسانان چې زما په وینو نه مړیږي ستا وطندار په وینو به ماړه شي ، ایا دغه کسان فقط دپیسه دارکیدو له پاره سیاسي مبارزه نه کوي ؟ ایا دوی دافغنستان دخلکو په قصه کې دي ؟ معلومداره خبره د چې دوی دیوې خوانه ډیر ډارن او ډیر ابن الوقته انسانان دي او په هیڅ وجه دافغانستان دخلکو په درد په اخر کې هم نه خوري زه ۳۴ ولایتو ته په خپلو پیسو ولاړم او هلته مې کمیټې ورته جوړې کړې او دولایتو دکمیټو مشران نن هم موجود دي او هغوی څومره مصارف وکړل او بل اخره ېې ټول په بیابان بې سرنوشته پریښول او نن بیا په تلویزیونو کې مباحثې کوي ولې دغه تلویزیونونه زما سره مصاحبې نه کوي چې زه ېې په نهاي ډول افشا کړم
دوهم سړی وحید وحیدا لله
دغه سړی دبن دکنفرانس مبتکر ځان بولي ، البته د حاجي ا یام ا لدین په خوله ېې زه پیژنم ،زه دغه حاجي دمسکو نه پیژنم خودغه سړی هم نن امریکايي او تجارت پیشه سړی دی ا و دغه سړي په سرددی چې دیرې پیسې لري خو انسان هیڅکله نه مړی ږي او ډیر حرص او از لري نو دغه حاجي صاحب ایام الدین دوحید وحیدا لله دکمپاین له پاره دوزیراکبرخان د دلتا ماني نه شروع وکړه او ودیر صافی دکابل پوهنتون استاد او اکبر نیک محمد منګل هم ورسره مل وو دجبار پیکان په شمول
حاجي ایام الدین زه او جبار پیکان مزار شریف ته دعوت کړلو چې په مزار کې حاجي ایام الدین د والي عطا استاد سره هم وکتل او یوه ورځ ېې میلمه هم وو او موږ دریو واړو ( جبار پیکان - حاجي ایام الدین - دملي تلویزیون سره په مزار شریف کې ډیره په زړه پورې مصاحبه وکړه او دکرزي صاحب نه مو وغوښتل چې لطفا یو ځلې په خپلو کړو وړو تجدید نظر وکړي خو کرزي هیڅ توجه ونه کړه ، بیا په کابل کې دحاجي ایام الدین له خوانه یو کانفرانس جوړ شوو چې هلته ېې دظاهر شاه ددفتر یو وزیری هم دایطالیا نه را غوشتی وو او یو هم یو هزاره ګی دامریکا نه او هم ېې شهلا عطا د داود وردګ ملګرې او شاغلی رهرو دمزار شریف نه ) را غوښتي وو دغه داړه ماران هم په انتر کانتیننتال کې په کنفرانس شامل وو او همدا رنګه شاغلی پیر صاحب سیداسحاق ګیلاني - او داود سلطانزوی هم دغو کنفرانس ته راغلي وو دا نتر کانتیننتال په دروازه کې زه یوازې دداود سلطان زوی او سید اسحاق کیلاني سره دپولیسو سره په اخ او ډب اخته وو ځکه کرزی امر کړی وو چې کنفرانس ته اجازه ورنه کړی چې په کانتیننتال کې دایر شي او دغه حاجي ایام الدین او یو بل پخوانی دوزارت خارجه معین احمدشاه علومي هم پټ ووچې کرزی ېې بندي نه کړي کله چې دغو دواړو موږ دری تنه ( داودسلطان زوی - سیداسحاق کیلاني اوطاوس وردګ ولیدل نو کوم یوه ورته را پور ورکړی وو چې راځی دلته نارینه او با غیرته میړونه شته مه ډاریږی نو وزیری ،ایام الدین او احمدشاه علومي هم را پیدا شول په داسې حال کې چې دوی باید داوله حضور درلودلای موږ په کرزي د ډیر لوی فشار راوستو وروسته کنفرانس دایر کړو، دکنفرانس ډوډی هم دحاجي ایم الدین له خوانه چې زما هم اشنا او دوست وو ترتیب شوې وه ، چې هلته بیا هغه بې هویته ابن الوقته کسان لکه داود وردګ - شهلا عطا - رهرو - وغیره دمیز خطابې ترشاه ظاهر شول ، مقصد مې دادی چې دافغانستان خلک تر اوسه صرف دیوه شي له پاره مبارزه کوي او هغه پیسې دي او دغه تروپ کسان دیوه سره دپیسو غله وو او دي که وحید وحیدا لله ته په بن کې افغانستان او دهغو نجات مطرح وی ولې ېې ټولې خواوې ( مجاهدین - کمونستان - روشنفکران - تکنوکراتان - قومي مشران ) دغو کنفرانس ته نه را غوښتل او دهغو نه ېې ولې کابینه نه جوړوله چې نن به دا ناورین او ناخوالې داشرارو رهبران هیڅ نه وې
دابل سړی هم دامریکايي شبکې غړی خلیل زاد دی
دخلیل زاد له پاره ماته یوه پاک مجاهد ورور حاجي خیرا لله دعوت را کړو او دحاجي داود سره ېې معرفي کړلم او بیا ېې د منورخان سره چې هغه هم شریف سړی دی معرفی کړلم ، ما دلته بیا ډیر مرکزي رول ولوبلو په سر ددې چې دوی مجاهدین وو خو دوی دخلکو سره ډیر شناخت لکه ما چې لرلو دوی نه لرلو ، نو ما دخلیل زاد له پاره ډیر په بیړه او په ټول توان لکه چې د
جلالي له پاره موچې کړی وو کار وکړو او ده ته مو اساسنامه او دګوند برنامه اصلاح او جوړه کړه چې هلته صرف یو دری نفره باسیواده وو لکه ( فضل الرحمان اوریا - وردګ صاحب او یو بل افسر وو نور دسیاسي سیواده محروم کسان وو ) اوس تاسې فکر وکړی چې زموږ وطن به دچا په لاس کې وي چې مشر ېې شینواری وي او هغه بیچاره دګیتي په معني هم نه پوهیژی او نن سبا په بزنس مصروف دی سیاست په لندن او امریکا کې کوي او مقام په کابل کې په طاوس کټي او دغو ټیم یو کنفرانس په کانتیننټال کې جوړ کړو چې مشري ېې د حاجي داود - اوریا صاحب - شینواري - خان صاحب منورشاه - حاجي صاحب خیر الله په لاس کې وه او دغو کنفرانس ته ېې یو دعوتګر مولوي - دکتور طاوس وردګ - یوه حسینه ښځه دپروان څخه - یوه بله هزاره ګی وه دهیات رهبری په میز شاته کینول او مضامین شروع شول ددغو ټیم یو سړی دمیز شاته نه وو ناست ټول پټ وو او ویریدل چې ځوک ېې عکس وانه اخلي - څوک ېې انتقاد نه کړي -څوک ورسره جراوبحث ونه کړي ، دعوت ګر ډیرې باوزنه درنې خبرې وکړې زما نوبت چې راغي ما ډیرې قوي سیاسي خبرې وکړې او په کرزي او دده په حکومت مې ډیر تاخت اوتاز وکړو - خلکو ډیر تشویق کړلم او ماته ېې ویل چې ولې ته خپله ځان نه کاندیدوې ، په اخر کې یو دوو نفرو چې د ظاهر شاه دټیم کسان وو او دجنرال پیکان او جنرال محفوظ له خوانه چې د داود یا منور خان یا کوم بل چا له خوانه دعوت شوي وو تحریک شوي او د خلیل زاد په باره کې ېې ضد او نقیض خبرې بیرون کړې وې او بیرته ما د شمشاد تلویزیون سره په هماغه ورځ په ډیر جدي شکل تقبیح کړې ، او وروسته دغو شینواري او دده حلقې یارانو دغه محرکین په ما پورې تړي کسان بللي وو چې دغه ما هلته رد کړل او نن او په اینده کې کې ېې هم په کلکه ردوم ، چون زه شینواري - حاجي داود او منورخان ته دتحمل وړ سړی نه وم نو ېې دغه کسان په ما پورې تړلی بللي وو، اوس را ته ووایاست چې ایا ارتجاع ته - امپریالیزم - اخوان ته - کرزي ته چې ددغو ناولو رهبري په غاړه لري ماغونته تعلیم یافته ددوو دکتوراوو خاوند او یوې ماستری څښتن او یوې نظامي ارکانحربی دیپلوم خاوند چې په ښپږو ژبو لیک لوست او خبرې روانې کوي تحمل کوي او ورته دهغو په کابینه کې ځای شته ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ځکه امپریالیزم هم اخوان اوهم تروریزم زیږوي او یو دبل نه حمایت کوي
دریم ېې اشرف غني احمدزی دی
دغه هم د پورتنیو کرکترو خاوند دی، او تل ورته پیسې دومره ګرانې دي چې دپیسو په مقابل کې ملګری - دوست - اشنا - مبارز - خلاصه هیڅوک ځای نه لري اوزما ۴۵۰۰ډالره ېې ژوندي وخوړل ، لاړ شی دزمانګل دهاتي نه چې ورته خوی او کرکتر لري پوشتنه وکړی ، دغه زما وطنداروو زه ېې ورباندې خرڅ کړی وم ، او زما نه ېې استفاده کوله ، ما دډیرې حیا نه ځان غلی نیولای وو خلکو ماته دده په مورد زرځلې بد ویلي وو خو ده هم زما له پاره او هم داشرف غني له پاره ډیر خیانت وکړو ، د سمنګانو دولایت داستان ېې په نورو کتابو کې ولونی چې د هاشم ، حاجي عبیدا لله او نورو خلکو سره د۱۰۰۰۰ ډالرو غلا د صبور فورمولي سره یو ځای کړې وه او ده لس وارې ماته ویل چې فورمولي غل او خاین او وطن فروش دی اوبل اخره دواړه سره دغلا په وخت کې نږدې شریکان او دوستان شول ، داشرف غني احمدزي ناکامي مختص په ما پورې اړه لرله او دبلې خوانه دده غلط او خاین او چپاولګر ټیم چې صبور فورمولي ېې مشر وي نو دا نور به څه کاره وي، لکه واسع خادست - حاجي غني احمدزی - زمانګل دهاتي -حشمت غنې احمدزی ورور ېې یو بیسیواده تکسی وان
دافغانستان کورني اسلامي مداریان
دغه ډله کسان عبارت دي له ( عبدا لله عبدالله پنجشیری - مارشال فهیم پنجشیری - یونس قانوني پنجشیری - رباني بدخشی - ستار مراد چهاریکاری - صیاف پغمانی - حکمتیار غزني چی ناقل دکندز خروټۍ ملا حقاني خوستي - امیر المونین ملاعمر اخوند - خلیلي هزاره ګي - محسني هزاره کي - محقق هزارهګي - اکبری هزاره ګي مجددي حضرت - پیر ګیلاني او سیداسحاق ګیلانی ( دوستم -اکبری ترکمن - تورن اسماعیل شنډندی
دغه داسلام تر پردې لاندې دافغانستان دلوې بیستری سبب شول او دغه کسان وو چې زمینه داشغال ېې امریکا او انګریز ته برابره کړه آو تر څو چې دغه کسان په افغانستان کې ژوندي وي یو افغان باید دامنیت ، سلامتي، ترقۍ او ملي وحدت په باره کې زړه ښه نه کړي
افغانستان ته یو نر اتاتورک ماغونته سړی په کار دی، تر څو یو ځلې بیا خلکو ته نظم - امنیت - ترقي - سیواد - زده کړه - دبیکاری نه خلاصون - دکارموندلو زمینه او وروری او د ملي وحدت زمینه برابره نه شي دکرزي دټیم په موجودیت کې وطن تجزیه کیژي او خلک بیرته کورني جنګ ته را وزي بهتره ده ددغو ناولو څیرو نه ځانونه زر خلاص کړی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟
دغو خلکو په افغانانو داسې دلږکیو حکومت وتپلو چې په تاریخ کې ېې ساری بل چا نه وو لیدلای
ددغو دلرې کیدو یوازني لاره صلحه امیز دنارنج انقلاب دی چې په جوزا یا سرطان کې باید تر سره شي ؟؟؟؟؟؟؟؟
خارجي منطقوي مداریان
دغه دپاکستان پنجابیان او نظامي ګر تروریست حکومتي او ایالتي چارواکي دي دوی ته دیورند دتحفې په شکل ور پریږدې بیا هم دافغانستان په داخلي او خارجي چارو کې لاس وهي او نه غواړي چې افغانستان ترقي وکړي او یو متمدن ازاد هیواد واوسي ځکه حکمتیار - حقاني- ملاعمر- بن لادن دغه ټول او نور متعصب پنجابي طالبان په پاکستان کې تروریستي تربیتي مراکز لري پاکستان دخپلو سیاست پوهانو او ډیرې قوي دیپلوماسۍ نه دافغانستان په ۳۲ کلن خونین ناورین کې ډیره استفاده وکړه او دغه ۳۲کاله جګړه ېې وړې ده او بریالي ووتل پاکستان په دغو لسو کالو کې افغانستان پری نه ښودلو چې ترقي وکړي او یا په دغو ۵۰ ملیاردو ډالرو چې افغانستان ته سرازیر شول پاکستان په کرزي ، وزیرانو ېې چې دپنجابي اجنتان او نوکران وودیکته کړل امر ېې ورته وکړو چې یوه فابریکه او یو بند برق هم نشي جوړولای اوس طالب هم ددوی په لاس کې دی دوی دي چې دطالب او مجاهد نوې څیرې امریکا او افغانستان ته معرفي کوي او یا ېې کرزي ته وړاندې کوي دوکاندار دطالب دمشر په نامه خبرو ته راولي او استخبارات ېې ویده دي ، او زرداري وايي بیله پاکستانه دافغانستان کشاله دحل لاره نه لري ځکه پنجابی پوهیژي چې دافغانستان داستخباراتو او وسله وال پوځ په راس کې ېې څوک ورکړي دي ، هغه څوک چې دپاکستان په استخباراتي پالیسۍ ښه پوهیدو دهغو دله منځه وړلو له پاره ېې امریکا ډیره په هنر او ډیره په چال وهڅوله چې ببرک کارمل خلع قدرت او دسیاسي صحنې څخه وباسي دانور بازینګر سیاست مداران دننیو سیاست پوهانو په شمول ټول دیوه سره په خپل رنګ کې کوټ خوړلی دی( ببرک کارمل ېې لرې کړو - روسان ېې وایستل - دکتور نجیب ا لله ېې ووژلو - مجاهدین ېې په قدرت کینول - مجاهدین ېې خلع قدرت او طالبان ېې په قدرت ورسول او ۵۰ ملیارده ډالر ېې بیهوده په کرزي او کابینه ېې مصرف کړل ،او همدا رنګه دامریکا نه ډیره ښه استفاده کوي ،پاکستان وايي موږ دوه دری ډوله فایده کوو ،اول دامریکا نه دهر عمل په مورد دپاکستان په خاوره کې دیرې پیسې تر لاسه کوو - او دیوې خوانه ېې سربازان دافغانانو سره په جنګ کې وژل کیژی او دبلې خوانه پشتانه وژل کیژي چي دپاکستان دشمنان دي اوهم ېې پیسې مصرفیژي - دبلې خوانه ېې دمسلمانانو په منځ کې کرکه زیاتیژي - موږ ورته وایو را ځی موږ په وزیرستان کې اهداف درته په نښه کوو تاسې ېې په بی پیلوټه الوتکو بمبارد کړی خو پیسې راکړی ، دبلې خوانه (آی-اس آی) هیڅکله اصلي طالبان په لاس نه ورکوي امریکا ښه پوهیژي چې دافغانستان دشمنان په پاکستان کې دننه تربیه کیژي او دهغو ځایه را لیژل کیژي اما ولې پاکستان ته نه وايي چې دا کارونه مه کوه ، پاکستان ورته وايي موږ دافغانستان ګوند درته له منځه یوړو -موږ درته دافغانستان وسله وال پوځ په مجاهدینو پارچه پارچه کړو - موږ درته شوروي دافغانستانه وشړلو - موږ دتا په خوله طالبان دافغانستانه بیرته پاکستان ته را وستل - موږ سباته بیرته دتاسې ( امریکا ) له پاره دچین او روسې او همدارنګه هند سره جنګیژو او بیا به دغه طالبان جنګیژي او بیرته باید دغه لیوني ، بیسیواده پشتانه طالبان هر چیرې استعمال کړو امریکا هیڅکله پاکستان دافغانستان په خاطر نه خفه کوي ؟ نه ېې تحدیدوي او نه ېې خلع اتومي کوي ځکه پاکستان په دغو منطقه کې دامریکا له پاره ډیرمطمن ژندارم بلل کیژي او همدارنګه امریکا پوهیژي چې پاکستان اتومي بمونه په اسراییلو یوه ورځ استعمالوي نو بیړه ورته په کار نه ده امریکاباید دیوه زمان له پاره دلته حضور ولري اوهم خپلې موقی ته ګوري چې څه وخت به پا کستان داتومي وسلو په شمول دخاورو خمیر کوي له بلې خوانه نن پاکستان په کوته کې څلورو پنځو ځایو کې دامریکايي عسکرو دعملیاتو له پاره زمینه برابروي ، بیا ېې هدف دامریکا نه په ملیاردو ډالرو لاس ته راوړل دي او په کویته کې بیرته دپشتنو نابودول او تخریبول دي ،د پنجابي پزه تر ننه نه ده ویني شوې دغو ته وايي دیپلوماسي او سیاست ، دغو ته وايي استخبارات او امنیتي ارګانونه ، دلته په انګلستان کې مجاهدین وزارت خارجه ته منډې وروهي چې تاسې ولې کمونستانو ته ویزې ورکوی ، دغه ملحدین او کمونستان او زموږ او تاسې شریک دشمنان دي او موږ همیشه دتاسې په خوله کړي او همیشه دتاسې نوکران وو او هر ډول چې تاسې غوښتل په هغو ډول دتاسې دهول ته نڅیدلو - ګډیدلو ،اوزموږ او تاسې فرهنګ یو ډول دی موږ هم بچه بازان وو او تاسې هم هلک هلک ته نکاح کوی ،او تاسې هم کتاب لری او موږ دتاسې په کتاب عقیده او ایمان لرو او دوی دروسانو اجنتان دي او هېڅ کتاب نه لري ، انګریز ډیر ورنه خوشحالیژي او تشکر ورنه کوي چې تاسې ولیدل چې موږ تاسې ته سیاسي قدرت درکړو ، ډیر په زړه پورې معلوات مو راکړل موږ به حتما یوه چاره کوو ،بله ورځ کمونستان وزارت خارجه ته ورځي چې دغه اخوانیان - دغه فونډا منټا لستان - ډغه دالقاعدې او بن لادن او طالبانو سره شریک متعصب انسانان دي او هره ورځ دتاسې سربازان وژني ولې ېې په کابل کې خلع قدرت کوی نه ، دغه تروپ ټول مافیايي او تروریستي ډلو ته منسوب کسان دي چې تاسې قدرت ته رسولي دي او موږه تاسې ښه وازمایلو او درته ښه تجربه شوه چې نه فونډامنتلستان یو ، نه مرتجعین یو ، نه بې فرهنګه او بې کلتوره یو ، ښه وینۍ چې موږ دتاسې غونته شراب خورو - زنکه بازي کړو - ښځې مو لوڅې ګرزي - رقسونه کوي او ډیسکو تاویږي ، ګویا زموږ او تاسې ټول شیان شریک او ورته دي بیا انګریز ډیر خوشحاله کیژي او مننه ورنه کوي واي موږ به یوه کار کوو ،او تاسې وینی چې په ادارو کې ستاسې کسان موږ ډیرمقررکړي دي ، خو امریکايي او انګریز دځانه سره خپل ستراتیژیک پلانونه لري دهر سړي خبرو ته ښه غوږ نیسي او دهر سړي نه استفاده کوي او هغه عملي کوي امریکا نن سبا په افغانستان کې دانګریزانو سره یو ځای ۳۵ کلن پلا ن لري چې په دغو موده کې دوی په هیڅ یوه طرف زور نه اچوي او یو طرف هم نه خفه کوي دوی وايي په ۳۵ګالو کې به زاړه ټول مړه شي او دغه احساساتي نني ځوانان به زاړه ښي او نوی نسل به موږ را ژوندی کوو چې نوی ارزوګانې - نوی خوند اونوی رنګ ولري لکه دغرب غونته کلچر ولري دین او مذهب افغاني مورنی ژبه رسم او کلتور ېې ټول دلاسه ورکړي وي هر څه ېې هیر وي او عیاشي ېې دورځې مصروفیت وي ، اوس زما ګرانو وطندارانو مخصوصا پشتنو که تر ننه نه پوهیدلی نن ما یو ماډل درته ترسیم کړو هیله ده درته دخلاصون لاره پیدا کړی ، البته بیا تکراروم چي هغه لاره چې طالب او مجاهد یا کمونست غواړي یوه هم دافغانستان له پاره مساعده نه ده او مه ېې قبلوی ، بلکه نوی لاره داده (( دقومیت - لسان - ملیت - مذهب- سمت -اسلام په خطر کې دی )) هرڅه نه تیر شی او یوازې دانسانیت لاره او دانسان له پاره دخدمت لاره اصولي او منطقي لاره بولم راشۍ ددغو لارې دپلي کیدو له پاره دافغان په نامه دافغانستان سرتاسري ګوند دجوړیدو تکل وکړی ؟؟؟؟؟؟؟ که غواړی ځان ورنه خلاص کړی دکرزي ټیم ته فاتحه اعلان کړی او نوی زعامت وټاکي ، تاسې به وايي چې ته موږ ته هدایت او نصیحت کوېې اما په خپله ولې نه راځې او زموږ سره پکې ګډون نه کوې زه دتاسې سره وم او هلته په تلویزیونو ستړي شوم او بیاهم درځم تاسې غږ پورته کړی ما هلته نقد واخلی
دایران دقم اخوندان
دغه زموږ تاریخي دشمنان وو او دي او همیشه زموږ په مقابل کې هزاره ګان لمسوي او تحریکوي ېې ، هزاره ګان هم فکر نه کوي چې موږ دافغانستان هزاره ګان یو ، نه دایران شعیه ګان په ایران کې دوی ته هزاره وايي نه شعیه او دوی هم خپل تیر تاریخ هیر کړی دی ،ددې وطن اصلي اوسیدونکي نه وو دچنګیز اولاده او دجنګ لک دیو لکو چنګیزیانو نه یو زر تنه ژوندي پاتې شول چې په هزاره مشهور شول نو اوس دنورمحمد ترکي خبره چې ویل ېې هزاره ګان غواړی اس ېې په مهمانخانه کې وتړۍ ، تاسې ېې تحریکات او تعصبات او مبارزې ته ښه ځیر شي پشتونه را ویښیږه که نه نو ورکيژې، کوچۍ چې په افغانستان کې نه کور لري ، نه ویاله لري ، نه کلی لري ، نه مکتب لري ، نه مسجد لري ، نه لیسه او نه پوهنتون لري ، نه مځکه او نه شفاخانه لري او دری ملیون لالحاند او سرګردانه پیاده له یوه ولایته بل ولایت ته کوچیژي ایا د۲۰۰کالو په دوران کې کوم یوه پادشاه یا امیر ددوی په قصه کې شوۍ، بلکه دهزاره په حکو مت داری کې کرزی هم دهزاره دنسله دی له دې خاطره دکوچي سره حساسیت لري ، کوچیان دڅه شي خاوندان شول او دمیدان وردګو ناورین یو ځلې در په یاد کړی
بین المللي مداریان
دا هماغه پخواني استعمار ګران یا امپریالستان وو او دي چې ۱۰۰ کاله زموږ سره په جنګ اخته وو او دي او نن نیو کلونیالیزم تر نامه لاندې ګویا دسرماېې صادرولو په ذریعه غواړي افغانان دتل له پاره خپل نوکران او ګوډاګیان کړي دوی دافغاني اجنتانو دشمال ټلواې په واسطه زموږ وطن اشغال کړو، اوزموږ دسرماېې دلوټولو له پاره راغلي دي په هیڅ وجه ېې بازي ونه خوری ، تاسې ته ېې دلسو کالو په دوران کې لا اقل یو دبرق بند جوړ نه کړو ، څه شي ته ېې خوشحاله یاست اجیر وسله وال پو ځ ېې درباندېې قبول کړو سبا ته چې پشې درنه لنډې کا بیا دغه سربازان تاته کیني او ته ورته معاش او خوراک او همدارنګه البسه له کومه کوي ته د ماته تولیدي منابع او صادراتي محصولات را وښیه ، ویده پارلمان ، ویده حکومت ، ویده پسه ډوله افغانان به په ساده اوتو بوتو ، ګور ګور بریتو څه وکړي ، بیسیواده پشتنو اخر را بیدار شی چې عنقریب غرقیږی او تاسې بهترین کدرونه - بهترین معادن - بهترین منابع - بهترین کاري بشري نیرو لری نو ولې دغه ټول په خپله په کار نه اچوی
قدرمنو هیوادوالو او افغانانو که دتعصب او خودخواهی نه او دپردو بیګانه عمالو دکړو وړو مخه ونه نیسی ، تاسې نه نیکونه، نه ماشومان او نه کونډې اویتیمان بښي، را پورته شی چې دا ډیره حساسه ، مهمه ، تعینونکې لحظه ده ، ګورۍ چې له لاسه ېې ورنه کړۍ سباته - کال ته بیا ډیرناوخته دی ، نن ورځ ټاکونکې ده ، یا به یو کیږی - ګنې مړه کیږی
No comments:
Post a Comment