Tuesday, 22 March 2011

داديرې نه غږ نه پورته کېژي

مړي خبرې کوي

 کله چې خداوند پاک دانسان څخه روح واخلي نو انسان نوردخبرو جرات نه لري ، نه دشکایت کولو حق لري ، نه داوریدلو اونه د سترګو رپولو خلاصه چي یو کالبد ورنه جوړیژي ، چې ټوټه،ټوټه ېې کړې - برق  ورکړې -  حلال ېې کړې خلاصه هرڅه چې ورباندې وکړې نور دمړي نه اواز نه اورې او نه ېې ژړا - ، نه ېې خندا ، نه ېېخفګان او نه ېې خوشحالي څوک لیدلای شی په همدي خاطر په اسلام کې دمړي نه څه شۍ غوښتل یا څه شۍ ورته کمک کول اصلا غیر علمي او غیر اسلامي خبره او شرک دی 
زه فکر کوم تر ننه زموږ یوه ملا - یوه طالب - یوه روحاني - یوه سید - یوه شیخ که سوني دي یا شعیه دافغانستان خلکو ته نه دي ویلي 
چې دمړي نه که هغه په ژوند کې ( پیر صاحب وو - میرصاحب وو - مولوي صاحب وو - یا هر څوک چې وو ګویا یو روحاني سړی وو ) او نن مړ دی او کورنۍ ېې ورباندې مقبره یا یوه ګنبده جوړه کړې ده خلک دهغو نه دګناهونو عفو - د رتبې او مقام غوشتنه - دهغې نه دزوی یا لور څښتن کیدو غوشتنه - دهغو نه د ثروتمند کیدو غوشتنه داهغه
 بیځایه او بی مورده او غیر علمي او غیرمنطقي خبرې دي چې د پورتنۍ کتګورۍ خلکو دخپلو اغراضو -امیالو او دخلکو دګمراهي په خاطر تر ننه پټ ساتلي وو او دي زما ګرانو عزیزانو که یومړی ددې توان ولري چې تا ته زوی - لور- نقدې پیسې -یامقام اورتبه درکړي او یا ستا له وجوده پیریان لرې کړي او یا سوبیان لرې کړي نو دا نعوذبالله خدایان دي چې وروسته له ژونده هم دوی کولای شي څه نا څه خلکو ته خدمت وکړي  په داسې حال کې چې هیڅوک حق نه لري دخدايي دعوا وکړي ، دعربو پادشاهان - دعربو غټ خیټي شیخان زموږ روحانیون حضرتان او پیران او دشعیه طریقت ټورلنګوټي اخوندان او سیدان دغه ټول ډیر ښه پوهیژي چې دمړي نه استدعا کول لویه ګناه او شرک دی ولاړ شی جیرګې ( قبرستان ) اديرې ته او هلته نارې کړی ای زما مورې - ای زما پلاره - ای زما زویه - ای پیرصاحبه -ای غوث الاعظم دستګیره ماته عفوه وکړه - ماته شفیع شه - ماته لور یا زوی راکړه یا ما دملیونو ډالرو او پونډو څښتن کړه ، وژاړه - ځان ووهه ، ځان بګارې بګارې کړه ، هیڅ مفاد نه لري او څوک د نه دژړا په قصه کې کیژي نه د وهلو او په ځنځیرو بګارې کولو که دمړیو غږ چا اوریدلای او مړی هم دخلکو نارې سورې نه اوري نوکه ېې اوریدلای یا ېې څه کولای شوی نو دوی به اول په خپله راژوندي شوي وو او دقبرو نه به را وتلي وو او لاریونونه به ېې جوړ کړي وو چې ولې موږمړه یو او یا ولې موژ مړه کیژو 
بیا اصلا دمړیو نه هیڅ ډول مرسته ونه غواړی او نه ورته ورشی او په قبرو ېې جنډې او رنګارنګ ټوټې وځړوی او یا ېې تر څنګ په ونه پورې میخونه ووهی حتی ځنې خلک دمړي دقبر نه خاوره ( خورده ) اخلي او دغه خاوره خوري ، دا ټول دتاسې دزړه ساده تسکین دی اوپه یاد لری چې دغه مکروب دی او لویه مریضي در په برخه کوي ولې په واقعیت کې هیڅوک درته هیڅ ډول مرسته نشي کولای 
زما دزړه سره پشتونه دخوبه را پاڅیږه - را ویښیږه دغه ټول په تاسې دیوبندي ملانو او دیوبندي طالبانو - پیرانو حضرتانوتر ننه وکړل او تاسې ېې نه یاست پوهولي ځکه انګریز داوله دغه تیوري په پورتنیو اجیرو ، مزدورو دیوبندي ملانو او ددوی په ذریعه په تاسې تطبیق کوي او تر ننه پورې تاسې استعمالوي
مړي تاسې جهاد ته را بولي او زموږ مړي نن بیرته را ژوندي شوي او تاسې ته داسې وايي 

نورپه موټرو ، طیارواوجهازونوکې ځي
دپشتون مخکې به وي خر دی به خرکار پاتې شي
خره او غوايي به وي موجوداوکراچۍبه هم وي
دا درانه پیټي به  ددوی  په اوږو بار پاتې شي
نه ېې دوا شته نه طبیب نه دعلاج کوم فکر 
دناپوهۍ په رنځ اخته به دوی بیمار پاتې شي
خلک به ناست وي په بنګلوکې زندګي به کوي
پشتون به دغسې کوتک او کوتک مار پاتې شي

اوس بیا لږ فکر وکړي چې ایا په زندان کې نه ېې ناست؟ ایا دزندان او شکنجې ژوند نه تیروی ؟راته ووایاست چې ستاسې خوشحالي په څه کې ده ؟ څه شي ته خوشحاله یاست ،نه پوهیږم یوازې په دې چې داسلام ټیکه داران او مدافعین یوازې تاسې یاست
ورور مړ کړه - پلار مړکړه - وطندار مړکړه ایا دغه غیرت دی او دغه پشتو ده او دغو ته جهاد وايي تر کومه به د ارزانه وسيلې او ښې وسلې په شان پنجابۍ او ایرانۍ تا استعمالوي وګوره ټول عربان دامریکا اوغر ب سپیان شول او د لیبیا په ضد دغرب او ناتو سره یو ځای شول یوازې بیخرده بیسیواده پشتانه جنګوي ، تایو هزاره او یوازبک یا تاجک لیدليي چې جنګیژي ؟ یوه هم جنګ نه کوي ددوی په ولایتو کې قصرونه - بلنډنګونه - مکاتب جوړیژي ولې ستا کور کليي په بمباریو خمپارو له منځه ځي علت ېې دادی
چې تاسې تر اوسه دژوند په کولو نه پوهیژۍ دژوند ماهیت باید زده کړی راته ووایاست چې کوم ښه غمخور ، وطن دوسته ، افغان دوسته په هیواد کې لرې
ځوک لرې؟  
ښه ریس جمهور لرۍ
ښه وسله وال پوځ لرې
ښه وزیران لرۍ
ښه اقتصاد لرۍ
ښه همسایه ګان لرۍ 
ښه روحانیون او مولیان لری ،ښه طالبان لرۍ
مردم جهان ازپايين به بالا مې ترقند ولې مردم ما از بالا به پايين می ترقند                    
دنړی خلک نورو ستورو ته ځي ولې پشتون تر اوسه دخپل کناراب او لوټې داستعمالوڅخه ځان نشي خلاصولای علت ېې زموږ دلویو لنګوټیو لرونکي ملان او طالبان دي ، ڼه ېې د پنجابي نه ، نه دایراني نه ، نه هم دعربي نه څه زده کړل ، همسایه ګان نن په موژ او محاجرین نن په پشتانه حکومت کوي ؟
ظاهرشاه خاین ویل فارسي زبان دلیکاتیس است ولې پشتو دلیکاتس نیست ، زبان تو نیست ، چرا عبدا لله عبدا لله می ګوید پشتونها ۲۰۰ سال پادشاهي کردن الحال نوبت اقلیت ها است ونه ګفت که پشتونها صاحب چي شدن ، پکتیا در طول ۲۰۰ سال صاحب چي شده - هرات که ۹۶٪ مردم ان پشتون است از بیکفایتي ظاهر شاه همه دري زبان شدن ،چې دایران تر کلتوري او فرهنګي تاثیر لاندې راغلل کوچیان چې ۳ملیونه انسانان دي ڼه کلی ، نه کور ، نه ادیره ، نه مسجد ، نه کلینیک ، نه ولسوالي ، نه ولایت لري هیڅ نه لري مګر پنجشیرۍ په ۵۰۰۰۰ تنو ولایت او پوهنتون لري که چیرته په شپیتو۶۰  نفرو کې یو تاجک یا دري زبان وی هلته ټول ۵۹ نفر به دري خبرې کوي ولې ؟ ولې داکثریت ژبه په دفاترو کې رسمیت نه لري ؟
راشه اوس ورته ټینګ شه کرزی خانه ته چې دستوري د خلیلي او مارشال فهیم له ډاره یوه کلمه پشتو نشې ویلۍ ،بهتره ده هر څوک په ځپله  ژبه خبرې وکړي که څوک زما په خبرو نه پوهیژي دا دهغو ګنانه ده ، زه ددری زبان په خبرو پوهیژم او نه غواړم په دري خبرې وکړم که دري زبان زما په پشتو نه پوهیژي نو دی باید زما ژبه  زده کړي او زما سره وغږیژي زه ېې نه مجبورم چې دی زما په ژبه حتما خبرې وکړي، هر څوک باید په خپله ژبه خبرې وکړي ، بیا درته وایم خلک دقصرونو بلډنګونو څښتنان شول ولې ستا خر څوک په پاخه سرک نه پریژدي ،وطنداره ته په خپل زور او غیرت نه پوهیژې او ټول غیرت او زور د بیځایه مصرفوې او نه پوهیژې چې څه وخت او چیرته خپل زور وازماېې

مړي خبرې کوي ( هغوی ،څوک دي ) زه درته وایم هغه دپشتو نامتو فیلسوف الفت   پادشاه دی تاسې ته دادیرې نه داسې نصیحت کوي او مړي خبرې کوي واورۍ څومره په ځای او پخې خبرې تاسې ته اوروي، خو ټول ېې نه اوري صرف باسیواده ، په افغانستان مین کسان ېې اوریدلای شي،خنې بی ننګان او خرڅ شوي افغانان ېې هم اوري خو هنوز په دې نه دي باوري شوي چې مړي به هم دخبرو امکانات لري او که نه ولې هغوی خرڅ شوي دي که ېې اوري هم ځانونه بې خبره ساتي ؟
الفت پادشاه درته وايي
 
دافغانستان د کشالې او ناورین په ژور فکر او خیال څنګه مخنیوۍ کوېې ؟ دوی
دامونه لري ، جالونه لري  ، باښې لري ، تازیان لري ، دهروطن له پاره کارنامې     داوږد  محال لري
په غرونو کې زمریان لري ، لیوان لري ، پړانګان،کرګسان او مافیاي نور نورنوکران لري په کلیو کې ملان ، طالبان ، پیران او حضرتان لري ،غټ خیټي ملکان او اجنټان لری ، پشتونه ستا له پاره تحریک شوي مارشالان لري

مهمه خبره داده چې هر پشتون باید سیواد زده کړي او تر هغه وخته چې سیواد ېې نه وي زده کړۍهمیشه به دپنجابي او عربي ، ایراني له خوانه دارزانه وسلې په شکل
ورنه استفاده کوي
زما مطلب دمړیو نه خبرې کوي داوو چې یوه ورځ تاسې ته پلارونه - نیکه ګان - غور نیکه ګان - غازیان - یو خلې در په یاد شوي ، په وار وار ېې په خوب کې خبرې او مجلسونه او نصایح درته کړي او ډول ډول شیان ېې در ښودلي دي ځو تاسې یوه ورځ دقهرجن - طاغوتي - جبار - سړو وژونکي پنجابی او ایراني اخوندانو او دهیواد دننه ددوی اجیرو نوکرانو ناولې څیرې ونه پیژندلې نو کله چې تاته خپل مړي ناري وهي چې بیدار اوسه ، وطن دپه معامله او تجزیه او بل اخره فروش اچول شوۍ یوشۍ درته وایم چې ددشمن په چلو تاسې نه پوهیژۍ لطفا ځانونه وپوهوۍ یو څو لنډ مثالونه ېې 
دایران شاهنشاه دامریکا درجه یک نوکر وو ،غرب خمیني فرانسې ته یوړو او هلته ېې ښه وساتلو او بیرته ېې دشاهنشاه په ځای کینولو او په ځایې ېې  داسې اخوندان راوستل چې ددوی په ذریعه دشرق میانه هیوادونه همیشه تر فشار لاندې وساتي دعراق سره ېې په خونین جنګ واچول ، عربستان ډاروي چی ایران څلور طرفه تاسې ته  شعیه ګان تقویه کوي ، صدام حسین دغرب درجه یک دوست وو او بل اخره ېې په څه فجیع شکل له منځه یوړو ،ایرانیان انقلابي صادرونکۍ اسلام رهبري کوي  اود سوری - عراق - لبنان - فلسطین- دافغانستان شعیه ګان - دځان نوکران او غلامان ګڼيخپل اهداف ورباندې تطبیقوي  اوخپلې وسلې ورباندې خرڅوې  او تیل ېې همیشه باید  ددوی په اختیار کې وي، په افغانستان کې اډې جوړوي مګر تولیدي فابریکې نه جوړوي او دا کار ددې له پاره کوي چې دافغانستان شته مني لوټ کړي اوما چې هغه مضمون ددوی داډو په هکله لیکلۍ په دقت سره ولوني چې خاص شرایط باید ورسره ولیکل شی ،ځکه نن موږ په پاکستاني او ایراني اوروس ډاروي او په دغو ګوډاګي پارلمان دخپلو اډو جوړول تاییدوي اوکرزۍ هم ددوی یو نوکر دی هغه صرف کله کله اوتې بوتې په امریکایانو پسې صرف دتظاهر له پاره انتقادونه کوي چېدامریکا داکار ، داعمل ، دغه ستراتیژي درسته نه ده 
بل مثال ېې تایوان دی هغوی ته وايي چین دخوري او اشغالوي دی او راشه زموږ سره قرارداد وکړه موږ دحمایت کوو او ۷ملیارده ډالره وسله ېې ورباندې خرڅه کړه
لیبیا ددوی دعیش او نوش ځای وو او توني بلیر تاسې لیدلی وو چې څومره ورسره نږدې وو مګر نن چې ددوی ضرورت تیلو ته دی هغه دي یو نامعلومه سړی راولي او دلیبیا دخلکو په سر ېې حاکموي همدارنګه مصر در واخلۍ ۳۰ کاله ېې نظامي دیکتاتور مبارک وساتلو او داسرایلو سره ېې معاهدې ورباندې امضا کړې او نن ېې بیا داخوان سره لاره جوړه کړې او هغه دي بل څوک را ولي ، نو دا هغه خبرې دي چې دتاسې سره مړیو وکړې مخصوصا دالفت پادشاه  نصیحت مه هیروۍ چې درته لیکي دوی بازان لري پړانګان لري ملان لري مافیا او کرګسان لري پلانونه ستراتیژیک داوږدمهال لري او پشتونه ستا له پاره مارشالان دپاکستان او پنجشیریان لري نواوس ېې وخت دی را ويښېژه 

No comments:

Post a Comment