دافغانستان خلک دتاریخ په اوږدو کې همیشه بیطرفه بې خبره ، بې مسولیته ، بې پروا خلک وو او تر ننه پورې دغه روحیه متاسفانه ورسره پاتې ده او علت ېې دا څو لاندې شیان وو او دي
اول : ددوی بې سیوادي چې نشي کولای وپوهیږي چې حکومت - دولت څه ورباندې کوي
دوهم : بې ځایه اعتماد او باور په حاکمو مامورینو او دولتمدارانو
دریم: دبیګانه مخصوصا مذهبیونو تبلیغ او نصایح د( ملا- حضرت - پیر - سید - خلیفه - خواجه - میر - ملنګ - تاویزګر - جادوګر ) چی څه ورته وايي او دهغوی خبرې پتې سترګې قبلوي او بیدون دچون او چرا څخه ورباندې باور کوي
څلورم : داشغالګرانو ډېرې توطیه ګرانه پټې معاملې دحکومت دلومري سړي سره او دوزیرانو سره ېې
بنځم : دپنجابي او ایراني سره دافغانستان ددولت قراردادونه - پروتوکولونه - سیاسي او نظامي پټ تړونونه
پنځم : بیخبره ، بیسیواده ، اجنت ، توپکسالار افغاني پارلمان
ښپږم : بې خبره دافغانستان عام خلک
اتم : دامنیتي او آستخباراتي ارګانو بې تفاوتي او ڼاپوهي او دهغوی بې مسولیته غیر مسلکي وزیران او رهبري
نهم : دسیاسیونو او مبتکرو دیپلواتانو او ډیرقوي دیپلومات ټیم نشته والۍ
لسم : دقوي او وطن پرستو احزابو نشته والۍ
یولسم : دیوې علمي او اساسي ستراتیږۍ نشته والۍ
دولسم : دمتخصصو ، فروفشنل وطن پرستو تحصیل کرده کدرونو څخه استفاده نه کول
دیارلسم : پردي - بیګانه، خارجي مشاورین نسبت خپل افغان ته نږدې ګنل او مقررول
راځم اوس په هره ماده یا هره برخه ډیره لنډ ه تبصره کوم
بیسیوادي هغه مهلک مرض دی چې تراوسه زموږوطنداران ورباندې مبتلا دي،دبابا ادم دوخته دافغانستان خاوره دبیسیواده انسانانو ، بیسیواده امیرانو ، بیسیواده پادشاهانو ، بیسیواده جمهورو ریسانو له خوانه رهبري او اداره شوې وه په جز دڅو وروستیو دیموکراتیکو رژیمو جمهورو ریسانو څخه،موږولیدل مخصوصا زما په ۶۵کلن عمر کې دظاهر شاه نه تر ننه چې کرزیشاه په قدرت ناست دی زه دټولو ناخوالو ناورینو - ۳۲کالو کورني جنګ شاهد وم چې زموږ افغانان ې په وینو ولمبول دشیطاني تنظیمي لیډرانو رهبرانو ساده عامو مجاهدینو ته تور رانجه په سترګو ور پورې کول او سترګې ېې ورتورولې چې لاړ شه جهاد ته تاهیڅ کمونستان نه ویني او ته دوی وینې او یا دا چې کلمه په سروتړه او تا بل دشمن نه ویني یا دپیرصاحب او حضرت صاحب دلاس مینځلو اوبه وچښه ته به هیڅ مریض نه شې او یا دغه تاویز واخله په غاړه کې ېې واچوه ته همیشه ددنیا دګزنده فارغ ېې او داسې دیرنور بی منطقه ، پوچ او بیلارې کونکي ژوندي مثالونه چې په زرهاوو بیسیواده افغانان ېې دمرګ او نابودۍ سره مواجه کړل او ښځې ېې کونډې اولادونه ېې یتیمان شول او نن څوک یوه بوجۍ اوړه کور ته نه وروړي ، بلکه شکلې ښخې او لورانو ته ېې دام ایښۍ دۍ ، بیسیوادي ده چې نن یو پشتون نه پوهیږي ولې او دڅه له پاره جنګیږو څوک مو په جنګ اچوي او دڅه له پاره جنګوي، خپل داخلي او خارجي دشمنان نشي پیژندلای ، راویش شۍ بربنډو - ژیرورو - بریتورو - مغرورو - نامدارو - شمله دارو وروڼو پشتنو یو ځلې بیا خپل بیرغ جګ کړی او دغه ننګینه بیستري چې بیدینه دیندارانو په تاسې تپلې ده دخلکو او افغان وولس داوږو نه لرې کړی او تاریخ یو ځلې بیا په ډنډوره بدل کړی، دغیرت چیغه جګه کړی او دمیړانې ډولونه وغږوی
بې ځایه اعتماد په دولتي مامورینو
نور په رشوتخورو - لوتمارانو - مافیاي - غلو - سړي وژونکو - لارې نیونکو- دوطن سرمایه چورونکو- دپنجابي او عربي - ایراني او غربي ډول ته بازینګرانو سره قطع علاقه وکړی دخپل وطن او خپل مستقبل له پاره ځانونه چمتو کړی، وطن افغاني مور تاسې یوه تاریخي پاڅون ته را بولي بیدون دداسې تاریخي پاڅونه تاسې نور دترقۍ ، ارامۍ ، ازادۍ دبیکارۍ نه دخلاصون لاره نشته ازموده را ازمودن خطا است ، دغه داړه مار تنظیمي لیډران - اسلامي جهادي اکثریت قوماندانان تاسې په سترګو وینۍ چې ځانونه ېې دقصرو او بنګلو څښتنان کړل او پرون ېې پلار ګوډ خر نه لرلو نن دتاسې ساده مجاهد اولس دبرکته په لکسیز موترانو کې چکروهي او په کباب او پلوو ېې سپیان ماړه دي په داسې حال کې چې دتاسې اولادونه په شپو شپو سوړسک نه لري او په یوه ګوله ډوډی پسې ډانډس وهي،پرون ېې تاته زارۍ کولې - تاته ېې چاپلوسي کوله چې راځه جهاد ته - راشه کمونستان افغانستان کفر ته سوق کوي او اسلام په خطر کې دی ، مګر نن چې هرڅه تمام شول تاسې پښه یالاس یا سترګه دلاسه ورکړه معیوب شوی ډیر زیات شهیدان شول ، مګر نن مو خپلې دروازې ته نږدې نه ور پریږدي او دوی هریوه لکس موتران لري - لکس کورونه لري ډیرمعاشونه لري مګر تاسې نه موتر لری ، نه بایسکل لری ، نه کور لری او نه معاش لری ، یو معیوب ته ۶۰۰ افغانی معاش ورکوي زما نږدې دوست معیوب په دواړو پښو شیرین اغا دیندار زاده پغماني چې دواړه پښې ېې په جهاد کې له لاسه ورکړي دی احتیاج او محتاج دی ، انصاف نشته ، داصیل مجاهد قدر نشته دي او نن ورځ ، غله رشوتخواره درغلان قاچاقبران لارې وهونکي قدر لري
دمذهبیونو او تبلیغیانو په خبرو بازي خوړل
کالونه -قرنونه تیرشول چې زموږ نارینه او ښځینه دملا - طالب- سید که سوني وي یا شعیه - خواجه - میر- حضرت - پیر -خلیفه ترپوچ اوغیر علمي ، واهي تبلیغ او تاثیر
لاندې راغلي او همیشه دغو کتګوری ورباندې حکومت کړی او کوي ېې
زموږ په کلیو او بانډو کې فیوډالان - ملکان - خانان - حضرتان ځانو ته دوې ،دری ښخې کوي او یا نوکرانې داشپز یا خدمه یا دوبي په حیث نیسي او ډیرنا چیز معاش ورکوي او په ضمن کې ېې دخپلو شخصي اغراضو او عشق له پاره استعمالوي او هیڅ ډول ترحم او اسلامي عقیدتي وجدان دوی نه لري
سپین ږیري خلک ځوانې پیغلې ځان ته واده کوي او که کومه شپه ورسره ژوند وکړي نور نو بیچاره ځوانه ښځه دمیړه دمردارې کثیفې بوینې ږیرې او نسواري خولې نه په استفراق راځي او قیونه کوي او میړه ېې اقنا کولی هم نه شي نو ځوانه شځه پیریاني کیږي ګویا ( عصبي ) تکلیف ورته پیدا کیژي، نو ېې دحضرت صاحب او پیرصاحب او یا خلیفه صاحب دربار ته دتاویزو له پاره ورولي او هلته ې په دایره کې کینوي اودشپې ستاره جنګي ورباندې کوي او په توره تیاره کې دیوه سره چراغ چې دپاسه ورته څرخیږي ځوانه بیګناه ښځه په خط کې کینوي او لوڅه وي ېې بیا هرڅه چې وغواړي ورسره ېې کوي دغو مسلمانو ، نامسلمانو ته بیچاره افغانان او مسلمانان احترام کوي او لاسونه ېې مچي کوي او معلومه نه ده چې بیسیواده کسان ددوی په غیراسلامي - غیر افغاني سلوک پوهېژي که نه دغوکتګوری دافغانستان خلک بیستره کړل ماشخصا دکابل په عیدګاه جومات کې دپاکستانه راغلي تبلیغیان لیدلي او غوږ مې ورته نیولی وو چې ویل ېې زموږ یو مولوي صاحب یوه شپه دیوه مشکل سره مواجه شوو او هغه داچې میرمن ېې مریضه شوېوه نو ده ته ېې تلفون وکړو چې ډیر ژر راشه او مولوي صاحب یوه روپی نه درلودله نو ېې دشپېخداې پاک ته زاری وکړې او دقران پاک ختمونه ېې وکړل سبا ته چې دخوبه را پاڅیدو تر بالښت لاندېې ېې ۵۰۰۰کلدارې پرتې وې دغه وو دخدای پاک لوریینه او تاسې اوس باور وکړی ، هغه هندو چې دتاویزاتو کتابونه ېې مخې ته پراته وي او تاسې پوهیژی چې کتابونه ایت او حدیث لري او په عربي نوشته شوي او هندو خو بت پرست دی او مسلمانان نارینه او ښځینه ورته ناست دي او پال ورته ګوري یا تاویزونه ورته کوي ، ولې ساده بیسیواده افغان نه پوهیژي چې دغه خو هندو دی او څنګه کیدای شي چې دقران ایتونه استعمال کړي او تاویزات ولیکي ، وقتې چې بیسیواده افغان ددغو کارو په رمض او باریکیو نه پوهیژي نو به څنګه افغانان د اوسني کشماره ځان خلاصوي
داشغالګرانو پټ سیاست
دافغانستان خلک هیڅ یو ېې په پټو خبرو او مجالسو نه خبریږي کومې چېدامریکایانو- انګریزانو- پنجابیانو - ایرانیانو عربانو سره ترسره کیژي، حتی دکرزي معاونین - دافغانستان دپارلمان غړي -وزیران یو ېې هم په پټو خبرو - قراردادونو - معاملو نه خبریږي دافغانستان دخلکو دخرڅولو قبالې ددوی په غیاب کې غربیانو ته دځنو اجیرو افغانانو له خوانه ورکړل شوي دي، په ډیر تاسف چې زموږ امنیتي وسله وال قووتونه او دهغو ارګانو وزیران او مسولین یو هم نه پو هیژي چې دامریکا سره دهغوی - دسربازانو - دهغوی ګرزیدو راګرزید - دهغوی په کړو وړواو داچې دکوم قرارداد په حساب راغلي او دافغانستان څخه دتخته خیزپه حساب افغاني لوري ته څومره ډالر ورکوي په یو ه شي هم خلک خبرنه دي - نه دکابینې غړي - نه دپارلمان غړي اونه هم امنیتي ارګانونه ، معاونین ېې چې خارج ته سفرونه کوي او هلته دایران یا پاکستان یا اعرابو او یا امریکا او انګریز سره ملاقاتونه کوي او ددوی هیوادو ته ځي دټولو خبرو او رازونو افشا کول حتی ریس جمهور ته دځان له پاره یوه بیلګه بولي دمثال په ډول ریس جمهور دایران دهیواده رشوت اخیستلو او تر څو چې ویکي لیکس افشا کړي نه وو هیچا ته ېې نه ویل او نه ېې خبر ورکولو ،معلومه نه ده چې دغه پیسې ېې په څه خاطر کرزي ته ورکولې همداسې وزیران او دجمهور ریس معاونین داډول پیسې دتحفې په ډول تر لاسه کوي زموږ پسه ډوله خلک ویده دي
امریکا دپاکستان سره یو ډول معاملې لري او هندوستان سره بل ډول - دچین سره بل ډول دروسانو سره بل ډول ( دنیرومندو هایدروجن لرونکو وسلو لرونکو هیوادوسره ډیر په احتیاط برخورد کوي - داتوم لرونکو هیوادو سره بیا نسبت موږ ته نرم برخورد لري - داعرابو سره چې ددوی زین کړی باروړونکي څاروي دي بل دول ، خوزموږ بیچاره افغانانو سره چې پوپت جمهور ریس او کابینه او معاونین لري اودامریکاپه پیسو دافغانستان مامورین او وسله وال پوځ ژوند کوي دغه کار ډیر ساده ګڼي ولې بله ورځ به په ملیاردو ډالره افغانستان قرضداره وي او امریکا په دهغو په پدل کېيا یوه ټوټه مځکه غواړي یا به پایګاه نظامي غواړي حتي عبدا لله او قانونی او محقق هم په دغو اجیرو مزدورو کړیو کې شامل کسان شمیرل کیژي بل ډول دیکتې شوی او فرمایشی سیاسی چالو نه دافغانستان خلک ددې حق نه لري چې وپوهیژي چې په افغانستان کې څه تیریژي، یو اخبار او یوه رادیو او تلویزیون ورباندې تبصرې نشي کولای ځکه دوی ېې هم نیمه نوکران او امداد ورنه تر لاسه کونکي میدیا بلل کیژي
دپنجابي او ایراني سره پټې خبرې او قراردادونه
ددغو دووهیوادوسره دکرزي دحکومت خاینانه تګلاره او سیاست تقریبا معلوم دی، ډیر کم خلک به وي چې ددوی تر منځ په خاینانه ، توطیه ګرانه ، وطن فروشانه چلند به خلک خبر وي ،دمثال په ډول ( دایران سره : ایران نه غواړي چې دهرات دسلما بند په کار پیل وکړي - ایران نه غواړي چې دهرات دپل هاشمي دسمنټو لویه فابریکه چې ببرک کارمل په چکانو جوړه کړه او ټولې نړی ته ېې سمنټ کفایت کوي په کار ولویژي ، ایران نه غواړي چې دترکمنستان دګاز پایپلاین دافغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته تمدید شي ،ایران غواړي چې دافغانستان ټول صادرات او واردات دچاه بهار بندر له لارې دایران په نفعه صادر شي ، ایران طالبان وسله وال کوي او یو پشتون په بل پشتون وژني ، دخدای روی دی پشتنو نور دایرانی شعیه تبلیغاتو ته غوږ مه نیسی، ایران زموږ په نمکسار خیټه اچول غواړي ، ایران نه غواړي چې دهرات دشبش کلي ته څیرمه دانور هفتبلا په کلي کې دنفتو هغه لویه زیرمه چې د ارتیزین دڅا غونته فعالیت کوي او دظاهر شاه خاین په وخت کې درشوت په اخیستو دفرانسویانو سره قرار داد فسخ شوو او نن هم دپورتنیو کارو دځنډولو او ډیرو نورو کارو دنه کولو په خاطر حامد کرزي او معاونینو دپارلمان ريس قانوني او غرړو ته رشوت ورکوي او دافغانستان بیچاره اولس په دغو کارو خبر نه دی ،ایران دافغانستان شعیه هزاره ګان تحریکوي او دپشتنو سره ېې همیشنۍ دشمنۍ ته تشویقوي چې ډیرمثالونه ېې دکوچیانو دمعاملو او دصیاف او هزاره تر منځ جنګو ته وګورۍ داثبات پوره دلایل دي
پنجابۍ پاکستان دافغاني مجاهدینو دشتون له امله داتومي وسلې څښتن شوو او دافغاني مجاهدینو په ذریعه ېې ملي وسله وال پوځ تجزیه او مضمحل کړو - یو افغان ېې دبل افغان په ذریعه بیستره او بیکوره کړو - محاجر ېې کړو - وې وژلو - معیوب ېې کړو زموږ په اصلي حریم پیښور او کویته ېې خیټه اچولې ده او افغانستان ېې دبحري بندره محروم کړۍ دی ، نن پنجابۍ افغاني مالو ته دصادرولو اجازه نه ورکوي ا و پرون ېې یو ځلې دمجاهدینو په ذریعه وطن ړنګ کړو - بیا ېې چې مجاهدین خوښ نه شول نو طالبان ېې رامنځ ته کړل او افغانستان ېې دهغوی په ذریعه ۱۲ پیړی ته شا ته بوتلو او کلدارې ېې دافغانستان دننه کرنسي وټاکله او پنجابي ژبه ېې رویکاره کړله -او نن بیا طالبان په خپله غیږه کې ساتي او هره ورځ افغانستان ته اخطارونه ورکوي چې دافغانستان کشاله بیدون دپاکستانه دحل امکان نه لري او سبا ته ېې حکمتیار ساتلۍ چې بل ډول فیدراسیون ورباندې تحمیل کړي او تر ننه ېې دکنړ دسیند دپاسه دبرق دبند دجوړیدو اجازه کرزي ته نه ده ورکړې او کرزی هم بیشرمانه وايي پاکستان دروقت جهاد به مجاهدین بسیار کمک نموده است په داسې حال کې چې پاکستان دجهاد په کلونو کې افغانستان په مجاهدینو بېستره او ټوټه او پارچه کړو ( زما هغه کتاب چې دافغانستان دخلکو بې ستري نومیژي ولوني ) پاکستان افغانستان یوه ورځ ازاد - مستقل - مترقي - پرمخ تللی نه پریژدي ، دپاکستان به دین یوازې ببرک کارمل پوهیدو او بس
بې خبره ، اجیر ، دستوري بیسیواده پارلمان
دمجاهدینو دراتګ سره سم افغانستان دداسې پارلمان خاوند شوو چې هلته سودخواره - رشوتخواره - لارې وهونکي - چپاولګران -وطن خرڅونکي دپنجابي او ایراني مزدور نوکران دپارلمان غړي شول دغو پارلمان چیانو داسې شرمیدونکي کارونه وکړل چې په نړی کې ېې سارۍ نه لرلو ، دمجاهدینو دپارلمان غړو به غیر دتفرقه واچوی حکومت وکړی نه بل هیڅ کار نه دی کړی ، کوم وطن دوست - سوچه - ملي ګرا په خاوره مین افغان ویلۍ شي چې مجاهدینو دغه ښه کار کړی دی ؟
داوله دکمونست او ملحد په نامه دحزب دیموکراتیک خلک افغانستان په ضد را پورته شول ، دترقی او تمدن په ضد را پورته شول ، نجونې دمکتب نه منع کړل شوې ، شځې دکاره منع شوې ، اوږده ګیره رواج شوه ، شځه بیدون د محرم نه چیرته نشوی تلی،ساز او سرود منع شول . فلم او سینما منع شول،او دایران او پاکستان ( دیوبندي او دقم اخوندانو ته تسلیم شول ) او دهغوی دعربي رهبرانو دغو شیطاني چطلتار لرونکو نوکرۍ ته ېې غاړه کیښوه بهانه یو شۍ وه اسلام په خطر کې دی راته نن ووایاست چې دکمونستانو په وخت کې دمکاتبو -نجونو - لواتت کولو -افغاني ښځې روسي کمپوته نه وړل کیدې ـ کورونه نه تلاشي کیدل او دخلکو صندوقونه ۍ نه سر چپه کول ایا روسانو داسې خراب کارون کول لکه نن ېې چې دمجاهدینو هم عقیده غربیان کوي ، یوه روسي یوه افغان ته ویل چې کمونست شه یا عیسوي شه ، نن داټول بد کارون ناروا - ناتار - غوبل - دملي سرماېې چپاول دغربیانو له خوانه ادامه لري،افغانستان دیوه سره بې ستره شوو او په مخروبه تبدیل شوو ـ هوکې زموږ پارلمان او دسنا دغړو وظیفه داوه چې افغانستان د ( اتومي انرژی - اتومي بم - دګوادر بحري بندر -او سرحد دایران او پاکستان سره ) زموږ دناولي او همیشني دشمن انګریز په حضور کې معلوم کړي، خو دا یو کار ېې هم ونه کړو بلکه په فرمان او امر دنواز شریف ېې زموږ ملې وسله وال پوځ مضمحل او پارچه پارچه کړو ،ننیو ږیروردیوبندی ملا او روحاني پیر اوحضرت نه واي چې اسلام په خطر کې دی ځکه دغه امریکایان او غربیان ددوی دمور میړونه دي او مسلمانان دي، پارلمان یوه ورځ په پنجابي او ایرانی اعتراض ونه کړو چېولې زموږ دهلمند او کنر دسیندو په سر دبرق دبندو مخالف دي، ځکه دافغانستان پارلمان داسې بیسیواده کسان را ټول کړي چې امریکايي او غربی ورباندې هغه څه چې غواړي وقبلوي ، څو تنه متمدنه او مترقي کسان چې پخوا په پارلمان کې ووهغه ېې دستوري په دغو دوره کې دیوه سره رد کړل ، په افغانستان کې همدا نن هم توپک سالاران، ترورستان غله ، رشوتخواره حکومت کوي
دافغانستان دعامو خلکو بې خبري
دافغانستان عام خلک ۹۵٪ بیسیواده دي او په هیڅ وجه ددې توان نه لري چې دحکومت په واکداری او کړو وړو وپوهیږي ،مګر دغه بیسیواده کسان اصلا دخپل ژوند او ورځني ژوند دمشکلاتو څځه نه شي وتلی ، عادي خلک دیوې مړۍ ډوډۍ دپیداکولو امکانات نه لري او دسیاسي ژوند، دزندګۍ په کولود اولادو دتربې په مورد اصلا نه پوهیژي عاموخلکو هرڅه په خدای سپارلي دي او ( تعزمن تشا وتزل من تشا ) هرڅه دخدای له طرف دي ، بی له شکه منم خو ذات ذولجلال فرماېې ما تاسې ته هرڅه در کړي خو دتاسې لوڅې سترګې او عقل لازم دی په کار واچوۍ
دافغانستان عام خلک همیشه ځانونه بې طرفه ګني ا و نه غواړي ځانونه وپوهوي او هیڅکله نه غواړي ددولت او حکومت په اموراتو کې مداخله وکا ، خوشبختانه چې دعامو خلکو زامن چې زیادتره ېې دسیواده برخه من شوي دي دوی همیشه بایدددولت په کړو وړو ځانونه وپوهوي او خپل مخالفت ددولت په سهل انګارۍ او دغل بازیووښيي او ځانونه وپوهوي او همیشه دنورو عادي خلکو دپوهاوۍ له پاره شپه او ورځ کار وکړي
دافغانستان عام خلک دتاریخ په اوږدو کې همیشه د ملا - ملک او غټ خیټیو ملکانو تر تاثیر لاندې ژوند کړی او دغو کته ګوری ورباندې حکومت کولو او کوي ېې له همدې خاطره ملان - روحانیون او غټ خیټي شیخان ملکان نه غواړي عام خلک باسیواده شي او دحکومتونو په ناوړو استفادو او کړو وړو ځانونه وپوهوي ، دغه اساسي خبره باسیوادي ده چې شاه شجاع ریس جمهوران ورباندې حکومت کوي
دوسله وال پوځ او امنیتي ارګانو وزیرانو بې تفاوتي
زموږ دوسله وال پوځ وزیران او مسولین دمجاهدینو په حکومت داری کې همیشه د پنجابي - ایراني او عربي نوکران دي او وو
یو ېې مسلکي تحصیل کرده او متخصص سړی نه وو او نه دی له همدې خاطره ېې تر ننه پورې خپل سربازان - افسران - کدرونه په مدرنو - مود روز - ضروري وسلو او تخنیک سمبال نه کړل او دیوه تورن یا جګړن امریکايي مشاور خبرو ته غوږ نیولۍ چې څه ورته وايي او څه ډول قومانده ورکوي ،هر مشاور ۳۰-۵۰ زره ډالره معاش لري ولې زموږ پخواني افغان متخصص- وطن پرست ، افغانان ( ډي -ډی-آر) شوي دي او تر ننه پورې کچالو خرڅوي جرمنۍ هم سره جلا وو ولې کله چې یوځای شول ټول دیوه وطن زامن او دیوه مستقل او ازاد جرمني دنسل غونته په یوه وسله وال پوځ کې ورته ځای ورکړل شوو مګر دتحصیل او تخصص په مراعاتولو سره ، ولې زموږ وسله وال پوځ هیڅ ملي سبغه نه لري ، ځکه ټول په اسلامي تنظیمو پورې تړلي افسران او سربازان دي ، دغو وسله وال پوځ ته ( ټنظیمي - مصلحتي - فرمایشي - دستوري او دیکته شوۍ اجیر ) وسله وال پوځ وايي
ملي وسله وال پوځ عبارت دی ( دداوطلبانه - دوه کلنې مکلفیت دورې تیرول د عسکري تعلیمنامې اسلامي وطن پرستانه وظایفو - او په هر ځوان چې ۱۸ کاله عمر ولري بیدون دکومه امتیازه - بیدون دکومو تعلقاتو او وابستګۍ نه چې کوم سړي یا اسلامي تنظیمي حزب ته مربوط وي او دافغانستان دملي اوسیاسي حریم او استقلال نه ساتنه وکړي او دضرورت په وخت کې خپل سر ورکړي مګر سنګر ورنه کړي ) خدمت او سربازۍ ته ویل کیژي او ورته ملي وسله وال پوځ ویلای شوو
زموږ وسله وال پوځ متاسفانه خلع سلاح شوۍ او نن لازم او ضروري محاربوي تخنیک او لوژستيکي وړتیا او اکمالاتي سطح ېې دیره ټیټه ده افسران ې اکثرا دپاکستان او ایران اجنتان دي یا په مختلفو اسلامي تنظیموپورې تړلي کسان دي چې بیا هماغه پنجابۍ او ایرانۍ ) بوی ورنه پورته کیژی)
ځنې مجاهدین به وايي چې دکمونستانو درژیم افسران هم په روسیه یا شوروي پورې مربوطیت درلودلو په داسې حال کې چې دغه خبره درسته نه ده هغه افسران په سر ددې چې په شوروي اتحاد کې ېې اکثریت تحصیل کړی وو خو تر ننه دوی ته ځپل وطن او خپل خلک دزړه ټوټه ده او په خلکو مین افسران وو او وي به تاسې یو را وښيي چې نن ېې وسله په ضد دمجاهد یا غرب اخیستې وي ، ځکه دوي متمدنه - مترقي - وطن پرست تربیه شوي افسران وو او دي
په یاد لرۍ وزیرصاحبانو تر څو تاسې ملي - افغاني - اسلامي روحیه ونه لری ( البته نه تنظیمي -نه پاکستاني -نه ایراني ) روحیه او ددوی سره قطع علاقه ونه کړی تاسې هیڅکله دوطن پرستۍ او افغانیت دعوای نشۍ کولای، ځکه دتاسې په ادارو کې ترننه ناست ډیر پنجابي او ایراني ته منسوب افسران او مامورین او جواسیس شته دي ، ولوکه مجاهد یا غیر مجاهد وي خو افغانان دي
ترڅو چي سور خط ( پاک-مقدس- افغاني ) نه شي په هیڅ ډول صلح په افغانستان کې ناممکنه ده ، ترڅو چې استخبارات مخصوصا امنیت دولتي سوچه افغاني نه شي امنیت ناممکن دی ، ددغو له پاره قرباني او جهاد په کار دی ، هرکله چې تروریستان ورک شول ، هر کله چې ځان وژونکې حملې ورکې شوې هغه وخت امنیت ملي ښه ځواک شمیرل کیژي
افغانستان ډیر قوي - تحصیل کرده -وطن دوسته -افغان دوسته -اسلام دوسته دیپلوماتان لرل او اکثریت ېې نن په خارج کې بیکاره دي که چېرې کرزي خپل وطن پرست دیپلوماتان او لایق سیاسیون بیرته افغانستان ته را دعوت کړي وای او په افغانستان کې ېې ورته وظایف ددوی دسوېې سره سم سپارلي وای نن به دغه ناورین چې پاکستان او ایران په موږ تحمیل کړی ددې مخه به پوره نیول شوې وه خو بد بختانه چې موږ دکرزي په کابینه کې وتلي دیپلوماتان نه لرو او نه ځای ورته شته دی، او تر څو چې دغه خلا نوي
ډکه شوې موږ به همیشه دخارجیانو دخودغرضو امیالو او چالشونو سره مواجه او دلاس اله وو
دسیاسي احزابو نشته والۍ یوه بله لویه معضله ده ، هوکې ۱۵۰ یا کم وزیاد سیاسي احزاب راجستر شوي دي خو داسې سیاسي احزاب تر ننه پورې نه دي راجستر شوي چې اقلا ۱۰۰۰۰۰ تنه دګوند غړي ولري ، البته قویترین ګوند دافغانستان نهضت میهني دی چې ډیرزیات ېې دپروني وطن ګوند او حزب دیموکراتیک خلک افغانستان پاک او وطن دوسته - متخصص- او کارازموده کسان دي او په اینده کې دوی یو ځلې بیا سر را پروته کوي او سیاسی قدرت تر لاسه کوي
دوهم اودریم حزب اسلامي دحکمتیار او جمیعت اسلامي او په څلورم مقام کې دهزاره محقق او حزب وحدت اسلامي او ددوستم جنبش اسلامي افغانستان ګوندونه دي چې ورته دسیاسي حزب نوم ورکولۍ شم ، اساسي ضرورت دافغانستان له پاره دقوي احزابو منځ ته راتګ دی تر څو وکولای شي په اینده کې سیاسي مبارزې ته ادامه ورکړي او لکه دمتمدنې نړی سیاسي احزاب چې دغه کارونه کوي امید واره یم چې دافغانستان جمهور ریس بی له دغو څو احزابو نه نور ټول لغو اعلان کړي، بلې هغه نور احزاب کولای شي دنورو مترقي او ارتجاعي احزابو سره بلاکونه یا جبحې جوړې کړي
دهر هیواد دترقۍ او پرمختګ له پاره حکمتونه دورنمايي او نژدې وختو له پاره پلانونه او پروګرامونه جوړوي چې په سیاسي اصطلاح ورته ستراتیژیک پلان وايي دغه ستراتیژیک پلانونه په دوو برخو ویشل کیژي چې یوه ته ېې اوږدمحاله پلان اوبل ته ېې لنډمحاله یا تاکتیکي پلان وايي که دغه پلانونه یو حکومت ونه لري معني ېې داده چې په بحر کې بیدون دقطب نما څځه روان یاست چې یا به لاره غلطوۍ او یا به دیوې سخرې سره ټکرکوۍ اوغرقیژۍ
دکرزي حکومت هیڅ ډول ستراتیژیک پلان نه لري که دغه څوموده مخکې جناب اشرف غني ورته جوړکړۍ وي څه نه شم ویلای ، ځکه وایم چې کرزي ستراتیژی پلان نه درلود ، که ېې په پنتاګون کې جوړکړۍ وي څه نه شم ویلای ځکه پنتاګون خپل پلان افغانانو ته نه ورکوي او داچې کرزي نه لرلو دا واضح ده ځکه (( نه ېې یوه لویه فابریکه - نه ېې یو دوه دری دبرق بندونه - نه ېې دذوب کرې- نه انرژي اتومي - نه بم اتوم )) هیڅ شی ېې جوړ نه کړل څه چې جوړ شوي تیت او پراګنده دخصوصي ملي سوداګرو له خوانه جوړ شوي چې ددولت تر حمایت لاندې نه دي واقع ، ځکه دهرات لوېې او کوچنۍ فابریکې دایرانې بې محصوله او بې کیفیته موادو له واردولو سره دسقوط سره مواجه شوې ، یوه درسته صادراتي او وارداتي ستراتیژي زه نه وینم
ددغو ټولو دپلي کولو له پاره محاسب وطن پرست ، با تجربه افغاني شخصیتونه او فني کدرونه په کار دي او تر څو چې کار اهل دکار ته ونه سپارل شي هماغه خبره ده چې ترکاني دبیزو کار نه دی ) دولت داري دملا او طالب کار نه دی موږ او تاسې هر څه ولیدل او نن ېې هم وینو ( اګر خصایل انسان زاده محیط است باید محیط را انساني ساخت) او بل ځای لیکي( نعمات مادي تعین کننده شعوراجتماعي است) کارل مارکس
کرزی ته خپله همسایه ګړنګنه بریښي او خودکش او بیګانه پرور دی کله کله لفاظي کوي واي هغه وخت به زه ډیرخوش وم چې زموږ افغاني متخصصین کدرونه زموږ دادارې واګې په خپل لاس کې واخلي، زه شخصا لسو دولتي شخصیتو ته لاړم او لس دیپلومونه مې ورکړل ، دکرزی ورور ته احمد ولي ته مې ورکړل - خواصي ته مې ورکړل - سید داود ته مې ورکړل - کریم باز ته مې ورکړل - داصلاحاتو ادارې ته مې ورکړل - داداره امور دبشري څانګې مسول بشیربشردوست ته مې ورکړل شاغلي خلیلی ، سردار اکرم دملي دفاع دوزیر معاون ته مې ورکړل ، دانګلیس سفارت ته مې ورکړل ولې ما ته ېې په زغرده وویل ته کمونست ېې او دغو نورو ټولو طاق نسیان ته واچول ځکه (( ننۍ حکومت داشرارو دی او په دوی کې سپينې کوترې ځای نه لري دتورې ارتجاع حکومت دی او معلومه نه ده چې دوی به څه شی دافغانستان څځه جوړ کړي )) له همدې خاطره مې ځاوره مچي کړه او پښې مې لنډې کړې بیرته راغلم لندن ته
No comments:
Post a Comment