یوازې انتقاد اونصیحت په کار دی که عمل
افغانان د څو ډوله چالشو او کرکترو سره مواجه دي اول بیسیوادي :- دغه ډله خلک دومره په ځان متکي او باوري دي چې هیڅ تصور ېې نشۍ کولای ، مثلا دوی همیشه دبل خبرو او نصایحو ته غوږ نیسي مخصوصا دملکانو - خانانو - شیخانو - ملانو او طالبانو - خلیفه ګانو - حضرتانو - پیرانو - دشعیه طریقت سیدانو ، اوس راشۍ فکر وکړۍ ددې کتګورۍ مشترکې وجې ته چې سره لريې ېې ، ددوی مشترکه وجه عبارت ده دمشرانو خبرو ته بې له چون او چرا نه غوږ نیول - دهغوی خبرې په پټو سترګو منل -او بیدون ددې نه چې یو ځلې ورباندې فکر وکړي دپورتنیو کړیو ،خلکو خبرې پټې سترکې قبلول دي او تر ننه پورې دغه پرنسیبو او کرکترو لرونکو خلکو افغانستان ۱۲ پیړۍ ته ښاته بوولۍ دی، نن ورځ متاسفانه ځنې کړۍ او خلک مخصوصاا ځوانه طبقه تر هر چانه ځانونه ښه کارنده او پوه بولي او تر هرچانه ځانونه ښه سیاست پوهان ګڼي ، ولې په تاسف سره چې دسیاست الفباې هم نه ده زده ، او که دسیاست تعریف ورنه پوښتنه وکړې داسې جفن واېې چې نور حد نه لري
یا ځنې خلک یا ځوانان داسې پخوانیو روابطو او زموږ پخوانیو کاروته داسې تعریف او تعبیر ورکوي چې ګویا پرون موږ درواغ ویل او یا مو خراب کارونه کول او یا مو کړي وه ، په داسې حال کې چې زه هیڅ وخت دخپل اصلي ایزم څخه نه ګرزم او نه نادم یم او نه پشیمانه یم او هر هغه څه مې چې کړي یا مې ویلي وو نن هم دهغو څخه دفاع کوم ځکه ما شخصا نه څوک وژلي - نه بندي کړي - ڼه توهین کړي ، نه جزا یا حبس یا تبدیلي چې ما کړې هغو مشهود نواقص ، ګناه، جرم لرونکو کسانو ته او یا بیسیواده او بیکاره واسطه والا په ضد کړي وو او سبا ته که بیرته زمینه برابره شي دبیسیواده - بیکاره - مرتجع - افغان دشمنو ځای زما په اداره کې هیڅ نشته دی ، زه پرون هم دارتجاع - افغان دشمنو - پردو غلامانو دشمن وم او اوسیژم به ،که څوک درست تحلیل لري او زما په کړو وړو نیوکه لري زه ېې دزړه په سترګو منم او ما ته د ادرس - دسړي نوم - دسړي وظیفه - ما څه بد ورسره کړي وو راته ولیکي چې زه ېې احترامانه په ځواب کې ولیکم، همدا اوس زه دغه موضوع لیکم چې موږ ته یوازې نصیحت په کار دۍ که عمل ، زه دوه کاله په کابل کې په تلویزیونو ګرزیدم او کرزي - دکرزي دکابینې دپنجابي او ایراني ، روسي - امریکايي انګلیس او نورو عربی -اخواني پرضد خبرې مقالې او بیانې لیکلی ، لایو( ژوندۍ ) خبرې کوم او کولې مې تاسې هم نران شۍ پوره نوم او ادرس معرفي کړۍ نه په نامه دمستعار باندې خبرې یا نور کسان چې تاسې فرسخونه او کالونه دهغو سوېې ته نشۍ رسیدلای نور مه انتقادوۍ ځکه سیاست دسترنج تخته ده او تر څو چې په یوه مسلک کې تخصص ونه لرۍ ساده په څو ناولو چې لوستي مو وي خلکو ته ګوته مه نیسۍ
دوهم خودخواهي او تربګني :- ده چې تر ننه ېې پشتون زندۍ کړۍ او همیشه دهر بیګانه - هر پردي - هر یرغلګر - هر اشغالګر - هر مرتجع عربی - اخواني دهول ته دتاریخ په اوږدو کې نڅیدلي - ګډیدلي دی نن هم ورته د څو پیسو په مقابل کې بازي خوري زه چې څه نن لیکم پرون مې هم دکمونستانو - اخوانیانو - ماویستانو - سازایانو - افغان ملتیانو وغیره اسلامي تنظیمو رهبرانو په اعمالو او کارو لیکنې او تبصرې کولې او کړي دي لاړ شۍ زما کتابونه ولونۍ چې زه دتاریخ دیوه ماستر او دفلسفې او سیاست دیوه دکتور په حیث هیڅ کله نه یم ویریدلای او سباته هم زما شعار بربنډ سیاست کول، ښو ته ښه ویل ،او بدو ته بد ویل ولو که زما ملګري ګوندیان وو او یا زما دایدې مخالفین وو ، دغه نن هم زه په ځان عملي کوم لاړ شۍ دخلقي - پرچمي - اخواني ماویست - سازا يي نه پوښتنه وکړۍ چې داسې نه ده - داسې نه وه ؟؟
خودخواهیو یو تعداد کسان دملیونو ډالرو څښتنان کړل او یو تعداد ېې بیکاره او فقیران کړل او دسوړسک امکان نه لري - مګر یو تعداد ېې د پردو دلاس اله او وسیله کړل ، چې تر ننه پردۍ نسبت وخپل وطندار ته ورته ښه ښکاریږي او دپردي په خوله خپل وطنداران وژني او سیطاني ېې کوي ، زه درته وایم وطندارانو ملیاردونه پیسې ټولې کړۍ - رشونونه واخلۍ - خلک کډنپ او تحدید کړۍ بل اخره څه لاس ته درځي هماغه یوه لوشت کفن او تابوت او یوازې په خاورو کې ایشول کیژۍ ډغه سرمایه چی ته پریژدۍ چې څومره په ډار - شرم - او سرخمۍ ېې تر لاسه کوۍ او ذخیره کوۍ ېې بل اخره درنه پاتې کیژي او په یاد ولرۍ چې سبا ته بل څوک سیاسي قدرت لاس ته وروړي او دغه ټول څه چې تاسې را غونډ کړي بیرته ېې درنه ملي کوي بیا به هم په اجتماع کې رټلي او بدنامه درشوتخوارو په نامه او غلو په نامو يادیژۍ بهتره ده هغه دانګریز نامتو لیکوال او شاعر ( ښکسپیر ) چې لیکلې ېې دي ( بادشمنان چنان باش ګه اګر اشتي ګردي شرمسار نه باشي ) (( ددشمنانو سره داسې رویه لره که کوم وخت په خلا شې ورته خجالت نه وې )) ، امید واره یم دنظریو نه عمل ته لاره کړۍ
دخپل عقل نه استفاده نه کول : - تر ننه پورې دپردو خبرو تاسې مریضان - معیوب - معلول - بیکاره - بې اتفاقه - خجالت زده - او بیسیواده او بیکاره کړلۍ ، تر کومه به تاسې دغه تریاکي نشه ساتۍ او همیشه به نشه یاست - او دغه نشه تاسې ته ملانو او روحانیونو در په نصیب کړې ده ، نور ددوې خبرو ته چې اسلام په خطر کې دې غوږ مه نیسۍ ، ددوی اولادونه ددوی خپلوان دیوه سره په خارج کې شراب خوري - دیسکو ګرزي - ویښتان ېې لکه داتوتک غونته پریښی وي - سګرت او چرس وهي او دپنجابي او انګریزي نجونو سره سکس کوي که ېې نه منۍ لاړ شۍ فلمونه او سیدی ګانې ېې وګورۍ نور دعمل صحنې ته راووزۍ او خلک ملي وحدت - ورورۍ ته او یوه لوی تاریخي بدلون ته را وبولۍ
خارجیان تر خپلو وطندارانو ښه ګڼل :- خارجیان زموږ تاریخي دشمنان وو - دي او وي به ، دوی هیڅکله زموږ دغمه نه دي مړه ، دوی هیڅکله زموږ په درد نه خوري ، که رشتیا امریکا او انګریز دافغان په درد خوري نو ولې هغو محاجرو افغانانو ته چې لس کاله ېې ویزې نشته او په غرب کې پټ ګرزي - نو ولې ېې غرب نه قبلوي او دایمي ویزې نه ورکوي ، دوی ،غربیان زموږ تر مځکی لاندې معادنو - شته منیو ته سترګې پټې کړي دي او دری ځلې دانګریز جنګونه ولې تاسې افغنانو کول ولې مو داوله دانګریز استعمار نه منلو او نه قبلولو -او زموږ خلکو ورسره دښمني وکړه یو ځأېې ېې ۱۲۰۰۰ انګریزان ووژل او اوبل وار ې ۱۷۰۰۰ ووژل او یوازې ډاکتر برایډن ژوندی وتښوو ، دانګریز انتقام په زړه کې وو او تر څو چې دغه وار دتاسې پشتنو نه وا نه اخلي پریږدي مو نه هغه وخت هم تاسې دسیاسي قدرت تږي کسان وۍ دصیاف خبرې مصاحبې واورۍ ، دتاسې دهر یوه تنظیمي لیدر که سوني دي یا شعیه ټولېخبرې پخوا هم در واغ وې ځکه تاسې دقدرت تږي کسان واست او وۍ به نن چې سیاسی قدرت در سره دی غرب دتاسې بهترین دوست دی ، تاسې وګورۍ چې ددیورند اخوا اوپشتنو ته ېې دپشتونخوا نوم ورکړو او په راکټو ېې دآبدالي او غزنوي نامونه ایږدي نو دلته بیا دتجزېې خبره را برسیره کوي هیله ده افغانان پوه شي او عملي دافغانستان دخلکو ژند ته متوجه شي او عملا یو انقلابي تحول را منځ ته کړۍ ،
راشۍ زموږ تحصیل کرده - متخصصو - وطنپرستو - بیطرفه - سوچه افغانانو ته چې په هیڅ یوه استخباراتي شبکه کې شامل نه وي سیاسي قدرت ورتسلیم کړۍ تر څو افغانستان دپرمخ تللو هیوادو په قطار کې شامل کړي او تاسې به تاريخي افتخارات لرۍاو دافغانستان خلک به دهمیش له پاره دمشکلاتو او لوی ناورين څخه وژغورۍ دژورنالستانو - لیکوالانو - میدیا چلونکو وظیفه ده چې ځوان نسل دیوه لوی تارخي بدلون دپاره را پورته کړي، تر څو به افغانان دپنجابي ایراني او غربي دلاس اله وي
راشۍ زموږ تحصیل کرده - متخصصو - وطنپرستو - بیطرفه - سوچه افغانانو ته چې په هیڅ یوه استخباراتي شبکه کې شامل نه وي سیاسي قدرت ورتسلیم کړۍ تر څو افغانستان دپرمخ تللو هیوادو په قطار کې شامل کړي او تاسې به تاريخي افتخارات لرۍاو دافغانستان خلک به دهمیش له پاره دمشکلاتو او لوی ناورين څخه وژغورۍ دژورنالستانو - لیکوالانو - میدیا چلونکو وظیفه ده چې ځوان نسل دیوه لوی تارخي بدلون دپاره را پورته کړي، تر څو به افغانان دپنجابي ایراني او غربي دلاس اله وي
No comments:
Post a Comment