په افغانستان کې سیاسي احزاب دشامحمدخان په نیمه دیموکراسی صدارت کی رامنځ ته شول، نادر خان په مجموع کې شاهی خاندان نه غوښتل چې سیاسي احزاب په افغانستان کې وده وکړی او په علنی او رسمی توګه انکشاف وکړی او ددیموکراسی خواته خلک وهڅوی او دخلکو داذهانو دبیدارولو له پاره جدي مبارزه وکړي
دځوانانو اولین مشروطه غوښتونکۍ جنبش غړي ېې په توپ والوزول چې اخرین غړی یی چې توپ ته تړلو عبدا لرحمان بدخشی وو او په غاړه لاسو او پښو، کې ېې زنجیرونه پراته وو نو کله ېې چې دتوپ خولېته برابر کړو ورنه ېې وپوشتل چې که وصیت لرې نو ووایه او دغو بې واسطې ، بې ګناه مبارز صرف دومره وویل
بندی را بس بود زولانه ېې این همه زنجیر در زنجیر چي است
نو ېې په توپ والوزولو باور مو نه راځې چې دومره قصاوت غوشتونکي خلک چې دال یحی کورنۍ وه بل داسی غدار ، او خاین انسنان تاسی هیڅ چیرته نه شی لیدلای ددې کورنی مشهور افغان ضد - ازادی ضد - ترقی ضد -تمدن ضد - تفرقه اچونکۍ شاغلی هاشم خان وو چې هرڅه دده په امر او قومانده باندې وو دامیر حبیب ا لله سقاو سره ې په قران قسم کړی وو مګر کله چې ورته تسلیم شوو په چمن حضوري کې ې په خاورو ژوندۍ خش کړو او بیا ې غوږونه او نور اندامونه ورنه غوڅ کړل
خبره دسیاسی احزابو درامنځ ته کیدو ده او په نظامی برخه کی ېې داخبار لوستلو اجازه په حربی شونځی او حربي پوهنتون کې طلابو ته نه ورکوله ، یوه ورځ ېې زمانه یو کتاب په نامه د بشردوستان ژنده پوش پیداکړو او زه ې یوه هفته بندي کړی وم
،
،
سیاسی احزاب په افغانستان کې د میوندوال دصدارت په زمانه - د دکتور ظاهرد صدارت په زمانه کې دنوراحمد اعتمادی او دکتور یوسف او بل اخره دشخص داود خاند صدارتونو په دوران کی یو څه نسبی پرمخ تګ وکړو او اجازه یی پیدا کړه چی نشرات وکړی
هغه کوم چی زما په یاد دی هغه داوو : دخلق او پرچم متحد ګوند د حزب دیموکراتیک خلق افغانستان په نامه چی د خلق او پرچم جریدی ې نشر ته سپارلی او مشران ېې نورمحمد ترکي او ببرک کارمل وو - بله ډله داخوان المسلمین ګوند وو چی د فروفیسور نیازی او صبغت ا لله مجددي په مشری ېې فعالیت کولو - بل ېې دافغان ملت په نامه یادیدو چی میوندوال ېې رهبر وو او دافغان ملت جریده ې نشر ته سپارله ، بل یو ېې حزب جمیعت اسلامي وو چی رباني او حکمتیار ېې مشران وو او دجرایدو نامونه ېې ندای حق - ګهیځ وغیره وو اودبل چپی ګوند نوم عبارت وو له ماویستانو څخه چی اخبار ېې په نامه د شعله جاوید نومیدو مشران یی عثمان لنډی - عالم - صدیق او ډیرنور وو
په دې ترتیب سیاسی احزاب ډیر نه وو لکه نن چې تاسی ېې وینی تاسی کولای شی په تاریخ معاصر افغانستان دغبار لیکنه کې ې پوره تفصیلات ولونی ، زما مطلب ددې مضمون څخه دادی چی نن په افغانستان کې تر ۱۲۰ سیاسی احزابو نه ډیر راجستر شوي دي نو که ورته نظر واچوی دیوه کوچني هیواد له پاره دغه تراکم دسیاسی احزابو ډیر زیات نه دی ، معلومداره خبره ده چې ډیر زیات دی ، نو زما نظر دادی چی یوه ورځ نه یوه ورځ به دا ناولی - خونین - په پشتنو تپل شوی جنګ ختمیږي او بیا به سیاسی احزاب راژوندي کیږي او که سرنوشت ېې لکه همدا نن چې دی په همدې شکل پاتی شي زه فکر کوم چې زموږ دهیواد ددبی ثباتۍ او همدا ډول دافغانستان دکورني جنګ دتازه کیدو له پاره ډیر خطرناکه تمامیږي
زما په نظر چې دافغانستان جمهور رییس او دافغانستان پارلمان تر هر څه نه دمخه له پاره ددې چې دخودخواهیو - بې نظمیو - باداریو - هژمونیزم - ستمیزم - مذهبیونو او اسلام پالو مخه، مخکی له مخکی ونیوله شي داسې یو نوی ترکيب دسیاسي احزابو دیوه فرمان په ذریع منظور او پارلمان ته دتصویب له پاره ولیږي
دجمهوریت غوشتونکو ګوند
د دیموکراتانو ګوند
دخلکو دیموکراتیک ګوند
دسونی اسلامي احزابو جبهه
دشعیه طریقت اسلامي احزابو جبهه
دځوان نسل کارګر ګوند
دسوسیال دیموکراتانو ګوند
دبی طرفه مسلمانانو جبهه
رییس جمهور باید ددغو احزابو له پاره دفاتر- معاشونه - موتران -او طباعتی ماشین الات تهیه کړي ، البته دا دلومړي ځل له پاره وروسته په خپله سیاسي احزاب بیدون د محل څخه نور ټول ضروري شیان ، معاشات وغیره د عضویتو له لارې پوره کړي
دسیاسي احزابو شتون په دغو اندازه دسیاسي، اقتصادي ، نظامي ثبات له پاره ډیر مهم بلل کېږي
او هر کله چې انتخابات شروع شي نو هرو مرو د سیاسي احزابو له خوانه په مطمن صورت سره بیله کومو درغلیو تر سره کیږي
او هر کله چې انتخابات شروع شي نو هرو مرو د سیاسي احزابو له خوانه په مطمن صورت سره بیله کومو درغلیو تر سره کیږي
No comments:
Post a Comment