Sunday, 13 February 2011

اوومه او اتمه دثور تیوریک بحث

اوومه دثور۱۳۵۷:- دثور انقلاب  چې دنورمحمد ترکې په رهبری تر سره شوی دانقلاب پیل وو چې دحفیظ ا لله امین په امر او قومانده بیدون دکوم پلینوم او یا کنګرې دفیصلی پرته دغرمې په لسو بجو اغاز او دشپې په لسو بجو پای ته ورسیدوچون ډیر بی وقته او بی له دې نه چې عیني او زهني شرایط اماده وي دغه انقلاب دزړه ورو ګوندیانو له خوانه دواحد ګوند دافسرانو دغړو له خوانه بري ته ورسیدواو دافغانستان او نړی دخلکو دتاوده هر کلي سره مخامخ شوو ،چې متاسفانه وروسته دامین له خوانه خپلو ملګریو ته په توطیو جوړولو او دپرچم دجناه د بندي کولو په اقداماتو سره او همدارنګه دډیرو بې مورده فرامینو په صادرولو او په ډیره بیړه انقلابي تحولاتو ته سازمان ورکولو ، او انقلاب قمچین کولو ته او همدا رنګه دخلکو رسومو - عنعنو - او ملي تاريخي جوړښت ته هیڅ پاملرنه نه کیده او د ډیرو  بې تجربه قوماندانانو او غیر مسلکي وزیرانو په تقرر سره دناکامۍ سره مخامخ شوو چې متاسفانه هغه اشتباهات ۱۰ چنده دمجاهدینو په زمامدارۍ کې بیرته تکرار شول او دامین د اشتباهاتو څځّه ېې هیڅ پند وا نه خستلو او تر ننه پورې وینۍ چې دغه بی سیواده دامریکا او پنجابي ایراني اجیر نوکر وزیران په څه شي مصروف دي که چیرې دامین توطې نن یا پرون څوک نه تاییدوی نو راشۍ دغو څو مهمو مذبوطو دلایلو ته توجه وکړی  

اول : - امین دلومړی ورځې نه دبیانې په لوستلو چې جنرال قادر پیلوټ ېې دنه لوني بلکه دهغه وخت جګړن وطنجار ېې د ولوني دخولې دخبروپه جنګ دببرک کارمل او امین تر منځ پخوانی اختلافات تازه شول   په داسې حال کې چې په نظام کېپه ګوند 
کې ، مقام  ، سن او رتبه ډیرمهم نقش لري
دوهم : - موږ ولیدل چې په همدې ورځ ببرک کارمل د داودخان دوژلوسره مخالفت وکړو ،او ببرک کارمل ویل چې که سر له ننه خلکو ته ځانونه سره وښیو او خلک ووژنو نو خلک په موږ باور نه کوي او ببرک کارمل ویل چې موږ باید دهغو دتجاربو څځه استفاده وکړو مګر امین ویل چې مړ ېې کړۍ او سلیمان لایق ورنارې کړې چې دا فرعون د مړ شي او هغه وو چې امین فرمان صادر کړو چې داودخان دنورو ملګریو سره مړ کړی او دغه فرمان د امام الدین لوګري او فاروق زماني په ذریعه تطبیق شوو   

دریم :- دشوراې انقلابي  په ترکیب لفظي جنګ دپرچمیانو او امینیانو تر منځ پیل شوو 

څلورم :- امین دپرچمیانو رهبرۍ ته بهانه جوړوله  او اکثریت ېې تبعید او نور ېې دکودتاګانو په تهمت بندیخانو ته ولیږل اوسختې جزا ګانې ېې ورکولې او ۳۵۰۰ تنه ېې ووژل او ځنې نور ېې هری خوا ته وتشول دسلطان علي کشتمند - ښاهپور احمدزي او جنرال قادر په نامه کودتاچيان چې زه هم په دې نامه بندي او ۱۸ میاشتې مې سختې جزاګانې دامین دطرفدارانو چې اکثریت ېې ماویستان او ګلبدینیان وو او دي ګاللې دي اوډیر نورمحاجر شول او بل اخره دنور محمد ترکي طرفداران او هوا خواهان ېې هم بندیخانو ته حواله کړل دوطنجار دښخې په شمول

پنځم :- په اعوذ ب الله ویلو باندی امین ریشخند وهلو دا ېې  قصدي شروع وکړه چې زمینه اخوان ته مساعده کړيچې ګوري دغه کمونستان ، کافران دي که نه ؟  او دمجاهدینو صفوفو ته ېې وسعت ورکړو فلم سکرت روسي وګوګرد امریکاي وګورۍ

شپږم :- دفیضان الحق بندیان چې دداودخان دوخته بندي وو په لسم دجوزا دورځې په لسو بجو ېې ۱۲۰ تنه دپلچرخي بندیخانې دننه تیرباران کړل او اعدام کړل چې په هغو ډله کې زموږ یو خپلوان دوردګو انجینر غلام حضرت دحاجي سعدالدین خورۍ هم شامل وو او بل می یو هم صنفۍ سلیم هوتخیل دملک علي خان زوی ، او زموږ کلي ته څیرمه دعلم خیلو عبدالحي د ملا محمود خان زوی هم شامل وو په هیواد کې ېې زمینه دافغانستان دخلکو دترورو له پاره مساعده کړه او خلک ېې قصدي وبوږنول او دثور انقلاب د ماتې سبب شوو او پنجابي او اسلام پالو تنظیمو ته ېې زمینه مساعده کړه او پاکستان ېې دمجاهدينو  په تعلیمي او تربیتي ډګر تبديل کړو  او هغه دي چې نن پاکستان دمجاهدینو دغلطې سیاسي تګ لارې په عملي کولو سره په افغانستان غوبل
کوي او هغه پیسې چې دافغان محاجرو په نامه راتللې پاکستان خپل اتومي پروګرام ورباندې عملي کړو مګر کرزۍ خپل مخترعین او عالمان چې افغانستان ته داسې خدمت وکړي نه مني او په  افغانستان کې ورته ځای نشته ما شخصا مراجعه وکړه او دخلیلی سره مې چې محترمه شکریه ډاکتره هم حاضره وه خپل پیشنهاد وکړو ولې زه رد شوم  
اووم :- نورمحمد ترکۍ چېټول عمر ې دوطن دسعادت له پاره مبارزه کوله او څومره ېې امین نازولو ولې امین چې دموردیوې افغانې شدې  نوې رودلې اود بلې خوانه  پشتون هیڅ وخت خپل استاد نه وژني  نو ېې نورمحمد ترکې په ډیر شیطاني او توطیه ګرانه  پټ شکل  تربت کړو ، هیڅ باناموسه شاګردمخصوصا پشتون په استاد داسې کار نه کوي

که انقلاب تعریف کړم نو ( هغه کیفی او بنیادي تحول ته واېې چې دخلکو په ټول ژوندانه کې د وسله وال پاڅون په ذریعه په قهرامیز ډول دافسرانو په رهبری تر سره کیږي، چې دغه کار په اووم دثور۱۳۵۷  کال  ترسره شوۍ دی

اتم دثور :- ورسته له دې چې دکتور نجیب الله دملګر ملتو دنماینده بنین سیوان په ذریعه دیوې توطې په نتیجه کې او دبلې خوانه په خپله د دکتوذ نجیب ا لله دحرص او از لرلو په خاطر چې غوښتل ې لکه فیډل کاسترو غونته به بیرته دهندوستانه دملګرو ملتو او یا امریکا او یا دافغانستان دخلکو او وطن ګوند په غوشتنه بیرته افغانستان ته را وګرزي نو هغه متل چې واي  ( روباې هوشیار در دودام بند مې ماند )  نو هغه وو چې ده نه په خپلو ملګریو - نه په خپلو طرفدارانو باور وکړو او نه ېې په خپلو خبرو   هم  باور او اعتماد وکړو چې ویل ېې ( من منګیستو هالي ماریان نیستم که فرار کنم ) ولې خطر ناک فرار ېې وکړو ، او یا ېې چې ویل وطنداران ، هموطنان( اګر مجاهدین این ریشداران به کابل وحومه ان داخل شوند ، کابل به حمام خون تبدیل خواهند شد او همداسې هم وشول وقتې چې جناب په دې ښه پوهیدو نو ولې تښوو ؟؟ )  نو شهید دکتور نجیب ا لله په خپلو خبرو باور نه لرلو  او هغه بیچاره دوطن ګوند غړی ېې یوازی پریښول او هغه دي چې نن کچالو خرڅوي او پاتې دسیاسی بیرو غړي هم یو په بل پسې وتښول او محاجر شول او افغانستان ېې دملګرو ملتو او د پاکستان سره په مشوره دمجاهدینو ته دپیښور دفیصلې سره سم ور پرېشوواو سیاسی قدرت ېې مجاهدینو ټه ور تسلیم کړو دتسلیمۍ سند بیا دافغانستان دخلکودبی سترۍ   په نامه کتاب کې ولونۍ ، او نن مجاهدین وايي چې موږ انقلاب کړۍ او روسانو ته مو شکست ورکړۍ او کمونستان مو وشړل ، درنو وروڼو مجاهدینو ، که نجیب ا لله سیاسی قدرت نوی در کړی یو قرن هم تاسی قدرت سیاسی نه شوی نیولای دا یو حقیقت دی لاړ شی دمجددي صاحب نه پوشتنه وکړی  ؟؟؟

وطندارانو داسې نه ده ، روسانو شکست نه دۍ خوړلۍ ، بلکه د نظامی تاکتیک له لحاظه چې د جنګ اصلي درۍ ډولونه ډیر په محاربه کې استعمالیژي لکه ( تعرض  مدافعه او عقب نشیني ) وغیره نو روسانو نور دجنګ له پاره مادي امکانات نه لرل ، او نه ې شوۍ کولای چې دپطر ډالرو سره مقابله وکړي نو ې دبرلین دخط په ورتسلیمولو او دالمانه دوتلو ، او همدارنګه دافغانستان قباله امریکا ته ورکولو په تړون سره چې زما په  هغو کتاب کې چې نوم ېې د افغانستان دخلکو بیستري نومیږی دغه عکس او زموږ پسه ډوله افغانان ووینۍ چې ارام ناست او ورته ګوري او قبالې ېې روسان امریکایانو ته ورکوي ډیره په موقع او په ځای عقب نشيني وکړه او ځان ېې دغټې بلا نه خلاص کړواو امریکا ې په غم ولړله  ، نن امریکا هم له همدې خاطره تښتي
جالبه داده چې افغانانو مخصوصا پښتنو دغه فرهنګ زده نه کړو چې جنګ (  تباهي ده  جنګ بربادي ده - جنګ لوږه راولي - جنګ بیکاري راولي - جنګ وروسته پاتې والۍ راولي - جنګ ناکامي ده - جنګ یتیمان او کونډې زیږوي ) او باید نور ېې بس کړي او ډیر نور   

زموږ ګرانو ورونو مجاهدینو چې ټول عمر جنګ وکړو نن یو هم نتیجه ګیري نشي کولاۍ چې موږ چا په جنګ واچولو ، موږ دچا له خوانه استعمال شولو ، داسلامي تنظیمو لیډرانو له خوانه چې دتاسې په وژولو - دتاسې په شهادت - دتاسې دښځو په کونډیدو - دتاسې په معیوبولو ) وغیره دوۍ سرمایه دار شول او ملیونران شول او بادارانو ېې ایران پاکستان ځانونه داتومی بم او اتومي انرژۍ څښتنان کړل ، او نن په تاسې  ملنډې وهي ، څه وخت به په دې پو هېژۍ چې تاسې انقلاب نه دی کړی  تاسی روسان نه دي شړلي ، هغه څه چې کرزۍ هم اعتراف کوي او واي چې پاکستان دافغانانو سره دجهاد په وخت کې دیره مرسته کړې ده بلې دمجاهدینو سره ېې دغه مرسته کړې مګر دافغانانو سره نه ؟؟ په مجاهدینو ېې خپل وطن تباه کړی ، تاسی خپل وروڼه وژلي ، تاسی مرض - چرس - هیرويین - تریاک - بیکاري - غلا - بچه بازي - لوتماري - بې اتفاقي رواجه کړه ، قبوله ېې کړی راشی د نني  پارلمان ، پروني پارلمان او جهادي مشرانوڅیرې ، سرمایه   او قصرو ته  ځیرشی  که انقلاب سرچپه کولو ، سرنګونۍ ، ورانۍ، بربادۍ  ، لوټولو ، چپاول ، تخریبولو ، کډنپولو ، غلاوو ، لارې نیولو او ډیرو داسې نورو ته واي نو په رشتیا چې مجاهدينو د ثور داتم انقلاب کړی  
خو په دې پو هیږی چې بیاهم سیاسي قدرت پنجشیریانو ته دپرچمیانو له خوانه او حکمتیار ته دخلقیانوله خوانه  د وسلو او محاربوي تخنیک په شمول ورتسلیم کړل شوو چې دا هم یوه توطیه وه ، زما په کتابو کې ددوی ژوندي عکسونه موجود دي لطفا ېې ولونۍ او ډیر ژر مه په قهر کیږی ځکه څه چې هر چا کړی هغه تاریخ دی باید هیڅوک په غصه نه شي ځکه تاسې ولیدل چې فابریکې - دبرق پاې اوسیونه ېې - دتعمیراتو چورول - لوټول - تخریبول - غلاکول - غصبول - لکه دخلکو کورونه - اپارتمانونه - مځکې او دوسله وال پوځ ټول محاربوي تخنیک څه شوو ، وغیره ټول دمجاهدینواو دربانی خاین  په لاس له منځه لاړل او کابل جان دمسعود او حکمتیار دجنګ په تنیجه کې په مخروبه تبدیل شوو ، نني واکداران دکرزي دکابینې وزیران ټول دیوه سره وینۍ چې په څه شي مصروف دي او زموږ پسه ډوله خلک دخدای پاک معجزې ته سترګې په لاره دي چې څه وخت په دوی ددغو داړه مارانو له منګولو څخه ژغوري ا و ۶۰۰۰۰ نفره تاسې په سترګو ولیدل چې دمسعود او حکمتیار دجګړو په وخت کې په کابل کې له منځه لاړل یو نن نه وايي چې ولې مسعود ته دهغو ټولو جنایاتو سره سره چې کړي ېې دي دکرزي لخوانه داتل نوم ورکړل شوو ، زه داسې پو هیژم چې کرزی او دمجاهدینو لیډران په خپلو ناکردو ویاړي او فخر کوي هغه شرمیدونکي کارونه دوی ټول دافتخار وړ کڼي له همدې خاطره اتم دثور دافغانستان ټوله خاوره سر چپه کړه او خلک تر اوسه دمذهب نشې داسې ویده کړي چې معلومه نه ده څه وخت به ددغې بیهوشۍ د خوبه را پورته کیږي او ۲۴۰۰۰۰ نفره دهمدې جګړې په واسطه محاجر شول چې دغو ته وايي بې ستري او د افغانستان خلک دپاکستان او ایران په تحریک بې ستره شول محاجر شول او تر ننه پورې ددوی په تحریک بی ستره کيژي ژوندي مثا لونه ېې دکابل کوڅې او تعمیرونه دي، بې شمیره مداخلې دي ، د افغانستان خلک  دکورنیو جکړو له امله ۱۲مې پیړی ته  دپنجابي او ایراني په ذریعه  شاته یوړل شول
.

No comments:

Post a Comment