Tuesday, 15 February 2011

نوره حوصله بس ده

نوره حوصله بس ده  


درنو ، قدرمنو ،  اسلام پالو ، وطن پالو ، ازادۍ پالو ، ترقۍ غوښتونکو افغانانو لرو برو پشتنو اسلام علیکم ورحمت ا لله تعالی 

دیر دشرم ځای دی چې افغانان ، لر او برپښتانه دغه د وه  دیرش کاله په خپلو منځو کې سره جنګیږي داچې ( ولې چنګیږي ، دچا په خوله جنګیږي ، دڅه دپاره جنګیږي ) دا هغه سوالونه دي چې زه ېې یو ځلې بیا تاسی درنو عزیزانو افغانانو مخصوصا مجاهدینو ته تکراري لیکم چې که تر ننه مو سرونه نوي خلاص شوي دادي نن بیا درته داخر له پاره  لیکم چې لږ مو ماغزه سر ته درولۍ او دخدای روی دی نور وسلې مچي کړۍ او یو دبل سره په خلا شۍ او خپل راتلونکي نسل ته لږ څه خدمت وکړۍ 

ولې جنګیږو؟

په دې خاطر چې سیواد نه لرو، ښه دبدو څخه نه شو تمیز کولای ، ښه او بد نشو سره جلا کولای ، دوست او دشمن نه شو پیژندلای ، ددشمن په توطیو نشو پوهیدلای  دپردي دهول ته ښه ګډا کولای شوو ، دپنجابي - ایراني - عربي - روسي - انګریزي - امریکايي په چال او نیرنګ یا نه پو هیږو یا ځانونه نه پو هوو او یا نه غواړو چې ځانونه وپوهوو ، را ته ووایاست چې بل داسې بدبخته قوم دنړی په مخ شته چې دخپل پلار ، خپل ورور ، خپل وطندار ، خپل قوم سره په خپلو منځو کې دوه  دیرش کاله  وجنګیږي ؟
که دمیږیانو - دشاتو دمچیو - دکوترو - دهیلیو - زاڼیو لښکرې ، سیلونونه ، تاسی لیدلې وي او یوه ثانیه ورته ځیر شوي واست نو لطفا ماته وواېې چې په جز ددې نه چې په ګډه دیوه درانه بار دوړلو ځځه چې سره مرسته کوي حتي دنورو په کار کې هیڅ مداخله نه کوي هر یو مصروف دی چې اذوقه - غله - دانه خپل غار ، یا سوري ته ورسوي او هلته ېې په یوه نظم سره دملکې یا پادشاه په حضور په ګډه استفاده وکړي

اما زموږ پښتانه - تاجکان - هزاره ګان - ازبکان - پشه یان - نورستانیان - سکان  یوه زره یو بل ته حوصله نشي کولای ، یوه زره یو بل نشي تحمل کولای ، په یوه ډیره جزېې خبره او یا دهلکانو ترمنځ په ناسزا ویلو یو بل وژني ، هغه ډیر مهم او پند ورنه اخیستونکۍ متل چې واېې ( که ماویل چې زه یم او تا ویل چې ته ېې هم به زه وم هم به ته وې، که تا ویل چی  زه یم ، او ما ویل  چې ته ېې  نو هم به ته وې او هم به زه وم ) اوس راشۍ بیرته دې ته چې ولې جنګیږو ؟ جنګیږو خو په دې چې یو هم دښواو بدو تمیز نشو کولای ، موږ ته له بده مرغه داسې ملان - طالبان - روحانیون - داسلامی تنظیمو لیډران را په نصیب شوي چې بیله ( حرص - از - خودخواهۍ - بیګانه پرستۍ  تربګینۍ - ورور وژنې - غلا - چپاول  - رشوت - او دخلکو داملاکو او جایدادونو دغصبولو څخه ې بل څه نه  دي زده او نه غواړي چې دغه ناولۍ ، خراب ، شرمیدلۍ  ناسور ،بیګانه ورښودلۍ فرهنګ هیر کړي ) نو په دې خاطر موږ دجنګ قهرمانان یو که داسې نه ده نو راشۍ تاسی ورته اشاره وکړۍ چې څه دي او ستاسې تعبیر څه دی 
سرونه به ېې یو یو من وي ، لوېې ، لوېې پګړۍ او یا لنګوتي به ېې په سرکړي وي خو یوه زره ماغزه به ېې په سرکې نه وي ولې؟ ملا مو ماته شه ، په ډوډۍ خوړلو - کالیو اغوستلو - موترو کې ګرزیدلو - بچه بازی او زناکاریو ښه پوهیږۍ مګر په دې نه پو هیږی چې ولې جنګیږو ؟ که واېې چې بیګانه ګانو هیواد اشغال کړۍ ، بیګانه ګانو اسلام تر پشو لاندې کړی، نو ولې مو تر پرونه پورې ددوی پښې مچي کولې ، ولې د تر پرونه ددوی نه ډالر - پونډونه - مهمات - وسلې - تجهیزات تر لاسه کول ، ولې د تر پرونه ۲ملیونه افغانان په وینو ولمبول ، که د تنظیمي رهبرانو په خوله - یا دیوبندي ملانو - اخوندانو - روحانیونو - پیرانو - حضرتانو ـ امریکا او انګریز په خوله کول نو نن ېې هم غلامي او بادارۍ ته سر ټیټ کړۍ ، ماته ووایه چې افغانستان څه شۍ لري کوم تولیدات لري ، افغانستان یو استهلاکي هیواد دی او هیڅ نوع صادرات په جز  دتازه او وچو میوو - پوست - ځیره - شرین بویه - قیمتی ډبری نور څه شی لرۍ مخصوصا هغه وخت چې غرب بازی درکړه او اجیر مزدور وسله وال پوځ ېې درباندې ومنلو که سباته خپل کمکونه بند کړي څه به کوۍ ډیر نور شیان دي چېباید لیکلي مې وۍ خو  زه نه غواړم مضمون اوږد کړم

دچا په خوله جنګیږو ؟    

ددیوبندي ملا ، دیوبندي طالبانو ، دیوبندي تبلیغیانو ، حضرتانو - پیرانو -،خلیفه ګانو د شعیه طریقت سیدانو- مریدانو - تاویزګرو - جادوګرو - خانانو - ملکانو غوړمالانو، غټ خیټو شیخانو او په راس کې ېې د انګریز - امریکا - عربانو - پنجابیانو - ایراني اخوندانو په امر او قومانده سونیان او شعیه ګان ډیر بیوزلي ، خوار ، بیسیواده کته شوي خره افغانان دخپلو امیالو او ارزو ګانو دپوره کولو په خاطر لکه دقندهار سپي په جنګ اچوي او دوی ېې سیل کوي او ورنه ښه ناوړه استفاده کوي

دغربیانو له پاره افغان دیوه حیوان په اندازه اهمیت نه لري ، کرزۍ هم په دې ښه پو هیږي - ملاعمر هم ښه پوهیږي- ګلدین هم ښه پوهیږي - ربانی - عبدا لله عبدا لله  قانوني - خلیلي - مارشال فهیم - محقق - دوستم - صیاف - مجددي - پیرګیلاني  دقومونو ملکان -خانان - سپین ژیري غوړمالان ټول ښه پوهېژي چې دوی د ( پنجابي - ایراني  امریکاي - انګریز - خلاصه ناتو او ایساف په خوله دخلکو وینې تویوي او هره ورځ افغانان لر اوبر پشتانه په ماتم کې ډوبوي ) اما په یاد لرۍ تورکنیو پنجابیانو او د قم چړیانو چې یوه ورځ به موږ خپل انتقام اخلو او دغه سنګرونه به فتح کوو او افغانستان به دیوه زړه په شان ساتو

دڅه له پاره جنګیږو؟ 

دخپلې خودخواهۍ په خاطر ددشمنانو نه دویرې په خاطر - دپیسه دارکیدو په خاطر- دخپلې نا پوهۍ په خاطر - دخپل ځان نه پیژندلو په  خاطر - دپنجابي په خاطر- دایراني په خاطر - دانګریزامریکاي په خاطر - دخپلو اسلامی لیډرانو په خاطر ، زه نه پوهیژم چې ولې مو سرونه ورته ټیټ دي ؟ که خدای نا خواسته کومه بدنامی ېې تاسی یا ستاسې ښخینه ووته رسولې وي نو بهتره ده چې دوی ختم کړۍ او موت ته ېې ولیږۍ ، او همدارنګه دهغو تبلیغاتو په خاطر چې ګویا دادنیا فاني ده راشی داخرت او خاصتا جنت فردوس په خاطر ځانونه قربان کړی ، خو یو شی واوری چې ولې دوی دغه جنت فردوس او اخرت هغه حورې او غلمان دخپلو بچیانو اوخپلو ځانو له پاره نه غواړی ، چې تاسی بیسیواده - بیچاره - فقیر - غریب - مزدور - مریض - بیکوره - کسان دهغو دلاس ته راوړلو په خاطر قرباني کوي که دا لوره یا پیرزوینه  لري او تاسې ددوی دغه لوره یا پیرزوینه په ژوند لیدلې وي  وي نو را ته ووایاست چې کومه ورځ ېې دتاسی کور ته یوه بوجۍ اوړه دروړي اویا ېې دمعلول او شهید کور ته یو پسه در وړی چې دغه دتاسې دشهید قرباني ده ، وقتې چې په ژوند مرسته نه درسره کوي پس له مرګه هیڅ په کار نه ده ؟ هغه رهنماېې چې تاسې ته کوي دهغو په ځای د اول دوي لاړ شی او اول د دوی شهیدان شی او بیا تاسې نور  وطنداران ځانونه قربان کړی ، که هنوزهم زما په خبرو باندې باور نه لری لاړ شی ددوی قصرونه - بلډنګونه - سرماېې - لوړمنزله تعمیرونه -څو ، څو ښځې،  لکسیز موتران ، چې پخوا ې په ټول ژوند کې په ټول تاریخ کې ګوډ خر نه درلودلو وګورۍ او تاسی په ساړه سوړسک ماړه نه یاست  

دا ټول یوې خواته بل اخره که دکرزي او دهغو کابینه را ونه پرزوۍ - را نسکور ېې نه کړی ددې وطن خلک به ۱۰۰ کاله نور جنګیږي او خلک به قرباني ورکوي او غریب به لا پسې غريبېژي او ماړه به نور هم سرمایه دار کیژي ، تاریخ باید تکرار کړی یو نظامی اتاتورک را ژوندی کړی هغو ته رایه ورکړی ، هغه په قدرت ورسوی او ملا ورسره وتړۍ چې دهمیش له پاره دغریبانو او بیکارانو دلشکرو دنجات اساسي لاره پیدا کړي او وطن او دافغانستان خلک د پنجابي - ایرانی - غربي له غلامۍ نه خلاص کړي تاسی داسې شخصیت ته ضرورت لرۍ زما لیکنه ډیره جدي وګنۍ او ماته رهنمايي وکړی دا د نن ورځې شعار وګرزوۍ دثور د میاشتې نه شروع وکړۍ او ماهم در وغواړۍ چې تاسې ته رهنمايي وکړم ، نه کرزۍ ، نه عبدا لله عبدا لله ، نه خلیل زاد نه بل کوم غربۍ یا روسۍ دتاسې په درد خوري صرف یو افغان او هغه هم باید ما غونته افسر  ته چې عالي تحصیلات لرم ضرورت دی چې دغه غم ځپلۍ افغانستان دلا زیاتو وینې توییدو څځه وژغورم ، من ا لله توفیق   م






No comments:

Post a Comment