Friday, 18 February 2011

څوک چې نه پوهیږي بهتره ده مړه شي

افغانستان دپشتنو -تاجکانو - هزاره ګانو - ازبکانو نورستانیانو - پشه یانو - - قزلباشانو  سکانو - چهار ایماقو - او داسې نورو مورنۍ ټاټوبۍ دی  دټولو له پاره دمور حیثیت لري ، که مور شدې درکړي او په غیږ کې ېې لوی کړي یاست او دوا درملنه ېې درباندې کړې ده ، په ناز او طنعم کې ېې لوی کړی یاست ، نو دی خاورې چې دټولو اصلي مور بلل کیږي په ټولو حق لري چې اصلا هرڅه زما او ستامور، زموږ او 
ستاسې مورانو ، میندو له پاره  اصلي مور ګویا دافغانستان خاورې برابر کړي دي - برابر کړي وو او برابرويې ېې 
ګویا هر څه اصلي مور زموږ خاورې موږ او تاسې ته برابر کړي او په خپله غیږه کې مو ساتي ( اوبه - میوې - تازه هوا - کور - خوراک - پوشاک - پیسې خلاصه هر څه ېې موږ او تاسې ته برابر کړي دي ، البته دغه ټول دذات پروردګار په فرمان کیږی او لکه تاسې ېې چې وینۍ هره ورځ په زرهاوو مړي بیرت خپلې غیژې ته ور ننه باسي او یو ېې رد نه کړو ټول فشار او زحمت ېې په ځان منلۍ دی بل کوم څوک دغه 
حوصله لري ، خدای پاک فرمايي   ( ولقد خلقن الانسان من صلصان من مامور   
ما انسان دوچې خاورې نه ( we came from dust we return to dust)
پیدا کړۍ دخاورو نه راغلي یو او بیرته خاوروته ورځو  
وي کیم فرام ډسټ ، وي ریټرن ټو ډسټ)  ، 
اوس سوال دادی چې دغه زموږ مور ګویا زموږ وطن زموږ کور ، زموږ جونګړې، 
 اور واخیست ، وسوله ، ورانه شوه ، خلک ې ووژل شول ، معیوب یا معلول شول  ډیر کم ې ژوندي ووتل او د خپل پلار او مور نه ور پاتې جونګړې څخه محاجر شول که نن ستا مخې ته ستا خواته ، تاته نژدې ستا دمیرمنې ، ستا دزامنو ، ستا داولادو ، ستا د ورونو آو ستا دمور یا پلار مړي قطار کړي او یا ېې په وینو لمبید لي درته کیږدي او خنې اندامونه ېې نه وي مخې ته  واچوي ته به څه حالت لرې ، ته به څه کوې او خپل وار به نه اخلې ایا سوال نه درته پیدا کیژي چې ولې دغه کار زما ورو ، زما تربره  زما همسایه ، زما وطندار په ما وکړو ؟
ستا غیرت - ستا پشتو - سنا افغانیت - ستا توره - ستا ننګ - ستا مسلماني - دا ټول څه شول ، ولې چپ ېې ، ایا غیرت همدومره وي ، ایا دخپلو وینو انتقام په تاسې پور نه دی  (  پشتون دننګ په کار کې خپل وار نه پریژدي دشمن ) ته 
بلې ګرانو عزیزانو افغانانو په مور مو تجاوز شوۍ - مور مو سپکه شوې ده ، مور تاسې رابولي انتقام ته - مور تاسې را بولي غیرت او عزت دارۍ ته - مور تاسې رابولي اسلامیت ته - مور تاسې رابولې وحدت او یووالي ته ، خیبر لاره دتلو را تلو ده لر اوبر پښتانه یو دي 
هوکې زما کور د اور په لمبو کې سوزیږي - دغه اور باید ته جوړه راسره مړ کړې که نه نو سبا ته ستا کو رته اوبله ورځ دبل یوه کور ته او بل اخره ټول هیواد ته پراخیژي ، او ښه پوهیژې چې دغه اور پنجابي - عربي او غرب زما او ستا په وطن ، زما او ستا دمور په لمنه بل کړۍ دی، 

ولې یو نفر خوله نشي بیرته کولای چې ولې پاکستان او یا عربانو - امریکایانو او نورو غربیانو او روسانو زموږ په مور اور بل کړۍ دی ، ولې عربان او امریکایان  دغه اور په اسراییلو نه بلوي ، ولې دغه اور په پنجابیانو نه بلوي - ولې دغه اور په خپله اورپیانو نه بلوي دلیل ېې بیاهم زما او ستا بیسیواده - زما اوستا وطن فروش اسلامي - روحاني - تنظیمي جنګ سالار رهبران او قوماندانان دي 

ایا تاسې خبر یاست چې هره ورځ په سل هاوو پنجابي تبلیغیان او صوفیان افغانستان ته دافغانانو دذهنیت دخرابیدو له پاره راځي او په افغانستان دتجزیې رسۍ اچوي او کوشش کوي چې زموږ شکلۍ هیواد دغه زموږ پلا رنۍ میراثي وطن په موږ او تاسې په مخروبه تبدیل کړي ، که فلمونه او انتر نیت وګورۍ له ورایه معلومیژي چې ټول تعلیمي - تربیتي - تسلیحاتي - تروریستي مراکز په پشتونخوا کې دپنجابي له خوانه رهنماي کیژي او دسټلایټ او نورو شخصی تلویزیونو له چینلو څخه ددوی ناولې څیرې او دپشتونخوا مشران ې هم سیل کوي او یو نه ورته واېې چې دغه ستا اینده وطن او ستا وروڼه افغانا دي سبا به دتاسې لیډران دلوی افغانستان رییس جمهوران وي ، نو ولې دافغانستان ددشمنانو مخه په خپله خاوره کې وزیرستان - پیشور - کویته او نورو ځایو کې نه نیسۍ هر څه ښه وینۍ 
تاسی شه توجه وکړۍ کله چې یو انګریزۍ سرباز په افغانستان کې وژل کیژي نو انکلیس او غرب ټول مرض نيسي او فورا خپل انتقام جویانه اهدافو ته نوره ډیره لمن وهي ، شه توجه وکړۍ چې ایا دافغانانو په لسهاوو ماشومان -لویان - ځوانان - سپین ژیري انسانان نه دي ،ولې دامریکا او اورپا خلک دنجات او مسونیت لرونکي وي او دافغانستان خلک نه دي ، یو غربی سرباز یا انجینر چې مړ شي جهان لړزه کوي مګر افغان چون دغوښې نه نه دی جور نو دا ارزش نه لري چې پشه مړه ده که انسان  

اوس که افغانان په دې پوه نه شي چې ولې موږ جنګیژو - ولې موږ وژل کیږو - ولې موږ بی اتفاقه یوو - ولې موږ تعصب دخپل وطندار سره لرو - ولې موژ تر ننه خپل داخلي او خارجي دشمنان نه پیژنواو څه وخت به دغه کشمار ویا دغو ناورین ته خاتمه ورکوودغه سوال لکه څنګه چې مصریانو حل کړو تاسې هم دغه رسالت لرونکي یاست 
ماته انتر نیت لرونکي دنشراتو ازادو لیکنو اجازه نه راکوي عنقریب خپل ویب سایت جوړوم بیا لطفا هرڅه هلته وليکۍ او هلته ېې ولونۍ     
           ( 

No comments:

Post a Comment