Thursday, 17 February 2011

پارلمان او دخلکو سرنوشت

دافغانستان خلک دتاریخ په اوږدو کې دمناسباتو ، ژبنیو تعلقاتو ، سمت او لوري علایقو  دیني او مذهبي ایدیالوژۍ ،بیکارۍ ، مریضۍ ، بېچاره ګۍ ، دودیرش کاله جنګونو ، دښي اړخ او چپ اړخ پرخلکو تحمیل شوې ایدیالوژيګانېدپاکستان اوایران همیشنۍ بیشرمانه لاس وهنه ، دغربیانو له خوانه زموږ دخلکو اشغالول دشمال تلوالې په هدایت او کوشش سره ، مافیاېې او رشوتخور حکومت ، ترور او هره ورځ زموږ بیګناه افغانان په مردکو - خمپاره ګانو - توپونو - دطیارو په بمونه په خاورو منډل ،ښځینه قشر ته سپکاوۍ ددیورند مساله شاته اچول ، تعین او تقرر دتنظیم - ففتي ففتي په نظرکې نیولو سره ،په دولتي - پارلماني ټاکنو کې دامریکا او دغربي سفارتو مستقیمه لاس وهنه ، دمجاهدینو ډیرمتعصب لیدران ( حکمتیار - حقاني - ملاعمر )اوکورنۍ جګړې ته دلاندې ذکر شویو  کسانولکه 
ربانی - عبدا لله عبدا لله - صیاف - فهیم - خلیلی- محقق - دوستم - قانوني - مجددي - بیرګیلاني -اکبري - محسني له خوانه لمن وهل دا هغه ((مشهور تیکه داران دي چې تر هغو چې سور اسرافیل نوي ژغیدلۍ دوی سیاسي قدرت چاته نه ورکوي ، په مقام ناستو چوکیو ېې چسپک وهلۍ هر چیرې چې ځي چوکۍ هم ورسره ځي ، چاته ېې نه پریږدي ، کله کله کرزی چوکۍ پریژدي او هغه هم چې خارجه ته تللۍ وي ، نو فورا معاونین دده دغیابته سوی استفاده کوي او خپل هغه شریک غله او رشوتخواره چې ښه حق ورکوي په حساسو مقاماتو مقرروي 

پخواني پارلمان هم هیڅ مثبت کار نه دی کړی ، مثبت می مقصد وو له دې نه چې ددولت ستراتیژی ېې نه وه لیدلې ، نه ېې مطالعه کړی وه، نه ېې ځانونه ورباندې وپوهولي وو اګرچې کرزي کومه ستراتیژي نه درلودله ،که ېې درلودله زه ېې په معني نه یم پوهیدلای ، ستراتیژي (  ګویا اوږدمهاله - دقیقه - سنجول شوې اقتصادي - سیاسي   
نظامي- کلتوري او فرهنګي پروګرامي ) لرې لید ته ستراتیژي واېې ،ستراتیژي ځکه نه وه چې ما دکنر دبند برق - دهلمند دبند برق - د۱۸ نهر دمزار دبند برق - دکوکچې او مرغاب دسیندو دپاسه دبند برق پروګرامونه  نه دي لوستي اوریدلي ، داتومي انرژۍ پلان او پروګرام - دمعادنو داستخراج - او فروش له پاره دقیقه ستراتیژي - هغه هلکۍ چې امریکایانو نصب کړی هغه وزیر معادن کیدای شي ، دغه زرار احمد مقبل وزیر کیذای شي او دابل وزیر داخله چې لوی لوی غله او رشوتخواره ې تر خان تاوکړي وزیر کیدای شي- داوزیر دفاع - وزیر معارف وزیر کیدای شي - دیوه سره دکرزي نه شروع تر ټولو وزیرانو پورې ېې دای اس ای او ایران  نوکران دي ،خپله کرزی واېې چې زموږ تانکونه - توپونه - طیارې - هلیکوپترې خلاصه ټول تخنیک محاربوی او مهمات څه شول ، خپله کرزی دهیرویینو  دفابریکې په نړیدو عصباني شوو ، خپله کرزی دایران په رشوت معترف شوو - یونس قانوني ددوبۍ په هواي میدان کې ګرفتار شوو - پخواني پارلمان ددیورند او دپاکستان مداخلات جدي ونه نیول 
وسله وال پوځ خلع سلاح دی ولې ېې پارلمان دتجهیز او اکمال پوشتنه نه کوي ، ولې دسربازۍ دمکلفیت دوه کلنه دوره بیرته نه رویکاره کوي 

یوه لویه عامال منفعه فابریکه دولت یا امریکا خلکو ته جوړه نه کړه - ، دوا او درمل په شفاخانو کې خرڅیږي ، مجاني هیڅ نه شته ، عملیات په رشوت کیژي - ټول قاضیان په رشوت ګرفتار دي ، ولې یو فرمان کرزۍ نه صادروي چې هر څوک چې ۱۰٪ سند لري او دنجیب ا لله یا ببرک کارمل یا کشتمند دوخت سند په لاس کې لري ټول جایدادونه دې بیرته هغوی ته ورکړل شي چې دقاضیانودرشوت چينې وچې شي ، قاضی القضات ویده دی ، پارلمان چې په خپله په مردارۍ او رشوت کې اخته دی نو دبل چا به څنګه مخه ونیسي ، ننۍ پارلمان چې دامریکایانو او نورو غربي هیوادو په اشاره او پیسو نن قدرت تر لاسه کړی دی دا به سبا ته څه کوي 

یو څوک چې سیواد ونه لري هغه به څنګه سیاسی مسایل حل او فصل کوي ، یو څوک چې په نظامی مسایلو خبر نه وي دمخالفینو او زموږ دوطن ددشمنانو سره به څه ډول فیصلی تصویبوي 
یو څوک چې اقلا دپیسو په ارزش - سود - سرمایه - تبادله - ارزش اضافي- مناسبات تولید - وسایل تولید - کار ونیروې کار ونه پو هیژي هغهو دیوبندي ملا ته پاتې کیژي چې فقط ( تعذ من تشا ونزل منتشا باندی اتکا کوي) او نور هیڅ نه دي زده په داسې حال کې چې خداوند ( ج) عظمته فرماېې چې ما پنځه حواسه درکړي او دهغو نه استفاده وکړۍ او حلاله روزي پیدا کړۍ 
دافغانستان سرچینه خرابه ده دکرزی صاحب ماغزه په پښو کې دي خکه هیڅ نه ویني که نه نو هرڅه ور معلوم دي ولې عمل ې صفر دی  

No comments:

Post a Comment