Monday, 7 February 2011

په خارج کې دافغانانو دنده او ونډه


وروسته له دې چې دثور داوومې انقلاب بریالۍ شوو نو د ځنې خلکو دعقیدې او مالي شته  منیو سره په ټکر کې واقع شوو او پاکستان دهغو پخواني انګریزی تفرقه اچونکي سیاست  په بنیاد د اخوان المسلمین درهبرانو سره نږدې اړيکې ټینګې کړې او دهغو په مرسته ېې دافغانستان بیچاره او بیسیواده خلک دې ته را وبلل چې په افغانستان کې کمونستان قدرت ته رسیدلي او اسلام په افغانستان کې په خطر کې دی ،تاسی لاړ شۍ دفضل رحمان مروت کتاب چې نوم ېې محاجر تر مجاهده ولونۍ چې ضیاوالحق دغه داسلامي ګوندونو درهبرانو څخه څنګه ناولې استفاده کړې وه او تر ننه پورې دغو ناولې ایدیالوژۍ ته ادامه ورکوي


 به افغانستان کې همیشه پادشاهي او حکومت داري د انګریزانو په امر او دیکتاټ کیده اوتاسی دامان ا لله خان دمترقی حکومت پرضد دانګریز دانتقام غوشتونکي سیات په بلواګانو تړلي مزدور کسانو لکه  حبیب الله سقاو - ګوسوار هزاره - کوډملا زدراڼ وغیره را پورته کړل او دتمدن ارابه ېې برک کړه همداسې ېې دثور انقلاب په ضد هم وکړل ،که ې دروسانو په ضد قیام او جهاد ته ادامه نه وۍ ورکړی نن به موږ اتومی برق درلودلو - نن به دکورمشکلات حل وو - نن به فابریکې دهر شي موجودې وې - نن به پاکستان او ایران په موږ ملندې نه وهلې - نن به زموږ وسله وال پوځ دمنطقې سردمدار وو - نن به دتاجک اوهزاره او نورو ملیتو جنګ نه وو ، خدای درسره پوه شي هنوز در خواب خرګوش هستین ،په سر ددې چې دروسانو په وخت کې همدارنګه دیکتاټ موجود وو خو ډیر کارونه ببرک کارمل په روسانو وکړل ، لاړ شی دسلطان علي کشتمند کتابونه او یا زما کتابونه ولونۍ چې پوه شۍ  ، هو ایز ، هو ،    ولې نن بیا مجاهدینو ، اسلام پالو تنظیمونو یو خأې بیا دانګریز داستعمارګر قووت په رهبرۍ او دامریکا په مستقیمه قومانده او دیکتات هر څه  تر سره کېژي خو یوه عام المنفعه پروژه ېې جوړه نه کړه  ، جهادی مشران او قوماندانان داوله تر ازله دپیسو او مقام تژي وو او تر څو چې دا جهان وی دابه اخوان او دهغو ناولۍ جنګ دافغانانو په اوږو بار وي او په هیڅ وجه دملا - طالب - پیر - حضرت - سید - روحاني - خان - ملک او بای له ارادې نه دغه مظلوم وولس خلاصی نه لري ، دا په دې چې دوی بله لاره ، بل عاید ، بله تیوري ، بل تحصیل ، بل کوم مرام نه لري ددوی ټول تلبیغ دادی چې خلکو ته دجوماتونو - تکایاوو له محراب او ممبر څخه باید یوازنۍ تبلیغ دا وي چې کفار و افغانستان اشغال کړی - کمونستان خور او مور نه لري ، بیدینه ملحد دي او ددوی په موجودیت کې افغانستان هیڅ مشروعیت نه لري ؟؟؟ 


خو سوال دادی چې اقای حکمتیار - حقاني- ملاعمر او داسې نورو ته وایم چی هغه وخت چې تاسی دکمونستانو په ضد جهاد کولو نو ولې مو ټولې وسلې - مهمات - او نقدې پیسې له انګریز او امریکا او په مجموع کې دغربیانو څخه لاس ته راوړلې ، او نن هم دغه غربیان تاسی او ستاسیې په توطیه ګر سیاست او خرڅو شویو څیرو راغلي دي او تاسې افغانستان په غربیانو اشغال کړۍدی ، خو پرون نه ګلبدین - نه حقانی - نه ملاعمر ویل چې غربیان زموږ دشمنان دي ، هغه وخت تاسی ډیر راضی وۍ ، ستاسی دکور کرایه ، ستاسی مصارف ، ستاسی داولادو ټول مصارف دغو غربیانو درکول ایا تاسی په دې نه پوهیږۍ چې غربیان ولې ستاسی نه خوښیږي ؟؟


اول:-  په دې چی تاسی ته مقامونه چې غواړی ېې نه دي رسیدلي


دوهم :- په دې چې تاسی دپنجابی او ایرانی سره تړونونه لاس لیک کړي چې تاسی بی له دوی نه استقلالیت نه لرۍ



دریم:-  په دې چې ستاسی له پاره همدا نن دغه امریکا هم پیسې درکوي ، هم وسلې او مهمات درکوي ، هم مو نه وژني ځکه تاسې له دوی سره هم تړونونه لاس لیک کړی دي او په هیڅ وجه تاسی نه وژني ، خکه دتاسې په وژلو دتروریزم تر نامه لاندې دمبارزې بهانه ختمیژي او دوی باید ووزي 




څلورم :-  ددوی سیاسی - نظامي- او اقتصادي اهداف تر ننه نه دي پوره شوي نو دغه او ډیر نور دلایل دي چې دوی ژر افغانستان نه خوشې کوي او تاسې شله یاست چې  اینکه - پینکه - پټۍ شين کړه ، ګویا چې تاسی باید په عوض ددې چې غربیانو بدې ورځې ته دریزرف په حیث ساتلي یاست نه غواړۍ بلکه غواړی ډیر زر دریزرف بودن څخه ځانونه خلاص کړې او مستقیم سیاسې قدرت تر لاسه کړۍ تر څو چې هغه دری جیبونه ( د ډالرو - پونډونو او کلدارو ) زر او په پوره پیمانه ډک او دخپلو نورو غلو وروڼو په شان ېې ډک کړي 

ورونو ، هیوادوالو ، قدرمنو ، عزتمنو ، وطنپالو ، اسلام پالو افغانانولطفا لږ را ویښ شې ، لږ دافغانستان دخلکو په قصه کې شۍ ، لږ دخدای نه وډار شۍ ، لز په خپله مور ګویا دغو بدبخته ځوریدلي وطن او مور ترحم وکړي نوره ېې مه بیستره کوۍ 


بیستري ګویا لوڅول - بی عزته کول - وهل - بندیکول - ترورول - تخریبول - ړنګول  اوراچول - تښتول- بیناموسه کول - لواتت اوزنا ته مجبورول - لوټول - چورول - دبیګانه په امر او قومانده خپل وطندار او هم وطن بیعزته کول ، وهل ، بندي کول وغیره ډیرو داسې نورو شیانو ته بې ستري واېې چې کولای شی زما په هغو کتاب کې چې دافغانستان دخلکو بی ستري نومیژي ولونۍ 
وګورۍ د۱۹۹۲ نه را په دې خوا سیاسي قدرت دتاسېمجاهدینو  سره دی او په دغو ۱۹ کالو کې تاسې یو بند برق جوړ نه کړو او غول سرمایه هم دنور سرمایه لرونکو هیوادو په شمول درسره ولاړ وو او یوه لاسه ته وړنه مو را وښې ، دکتور نجیب الله دکابل شهر - دولایاتو ټول مرکزونه - ځنې ولسوالۍ - بانکونه - ارشیفونه - لارې سرکونه - پوهنتونونه - نیرومند وسله وال پوځ - او فروفشنل تحصیل کرده افسران - مکتبونه او لېسې - دکابل ښکلۍ شهر ،خلاصه هر څه لاس نه خوړلي در کړل خاصتا دموزیم ټول طلاي قیمت بها شیان او نقدې پیسې چې دوه ملیارده ېې ربانی صاحب حیف اومیل کړې ، او ډیر نو دوطن ملي شتمني مګر نن څه لرۍ او نن بیا هماغه ستاسې مجاهدین دوه واري ستاسې سره جنګیږي ، ولې ؟؟


په دې چی دوي باید دتاسې غونته پیسه داره شی دامریکا په لږ پیسو چې هر کال یا هره میاشت ې تر لاسه کوي نه مړیږي نو باید چور ته زر ورودانګي او ځانونه ملیاردران کړي ، که رشتیا مسلمانان وي او وو نو جهادېې باید د پیسو په خاطر نه وۍ کړی او پسی تاسی ته جنت نه درکوې بلکه دتاسې خای دوزخ دی ، خکه تاسی دخلکو په وینو ځان مړوۍ ، په داسې حال کې چې خدای پاک واي چې ماته بازی نه شی را کولای او هغه څوک چی خانونه غولوي او خلکو ته یو څه واي او په عمل کې بل څه کوي دوی خدعه بازان دي او ذات پروردګار دغوخدعه بازانو په ارتباط په سوره د بقر کې داسې فرماي      (  ا لله یستهزی بیهیم ولایمودهم فی طغیانیهیم یعمهون   
ګویا ذات ذولجلال دخلکو په زړونو او روان حاکم او دهرڅه نه خبردی ، دوی صرف ځان ته بازي ورکوي او بیا فرماي که نور هم ادامه ورکړي زه به پنځه واړه حواس ورنه واخلم   ( صمم بکم عمی فهم لایرجعون  


راځم په خارج کې دافغانانو دندې ټه

دافغانانو دنده په خارج کې دغه لادې شیانو ته را اړوم 
اول :- دځان پیژندنه ، زه څوک وم ، څوک شوم ، زامن مې څه شی شول ، لورانې مې څه شی شولې ، ایا خپل عنعنات مې ساتلي ،ایا روابط می دنورو افغانانو سره شته ، ایاد خلکو په درد اوغم او خوشحالیو کې برخه اخلۍ ، ایا ملي ارزشونه موتر ننه ساتلي که نه ، ایا کشر او مشر در پکې معلوم دی که نه ، ایا په وطن کې دخپلوانو ، خوارانو سره مرسته کوی که نه ، ایا اولادونه مومکاتبو ته تشویقوۍ که نه ، ایا رسوم او رواجونه چې دملي ارزشونو یوه برخه ده مراعات شوي که نه او داسې نور ؟؟؟؟


دافغانانو ونډه په خارج کې 


هر افغان ددې حق لري او ضروري ده  چې دوطن په مورد هره ورځ یو ساعت فکر وکړی ، چې ولې دغه ننۍ ناتار او ننی  خونړی جنګ په موږ او تاسې  تحمیل شوو ، کله چې هره ورځ یو ساعت په وطن ، وطندارانو ، ناخوالو ، جنګ ، ورانیو ، تخریبولو ، بیچاره ګۍ ، فقر او بیکاری او همدارنګه بیوزلو او بیکوره افغانانو په حالت فکر وکړی او ځانونه وپوهوی ، هغه وخت یو مسولیت درته متوجه کیږی چې نو څه باید وکړم - څه باید وکړو - دحل لاره څه ده ولې ته ، زه ، موږ اوتاسې د وطنه ، دخپلې مور دلمنې نه ، دخپلو خپلوانو نه ، او همدارنګه دغم شریکۍ او خوشحالیو څځه بی خبره یم او بیخبره یو ، بل اخره داسې مشکل په نړی کې شته چې دحل اساسی لاره ونه لري ، هوکې که یو څو کسان سره جرګه شي ، سره څو ورځې یوځای دوطن په مورد او افغانستان ددغو نني بحرانه دوتلو په خاطر سره کیني ایا دحل لاره نشی پیدا کولای ، زه یقین لرم چې هرو مرو دبیرون رفت لاره وجود لري، خو په شرط ددې چې تصمیم ډیر جدي ، ونیول شي 

                          یابه یو کیږو                که نه نو وره کیږو  

No comments:

Post a Comment