Tuesday, 18 September 2012




دافغانستان له پاره دجنګ دختمیدو شرایط

د پوهندوی دکتور طاوس نظر لندن سپتامبر ۲۰۱۲کال

تیوریکه برخه

۱ - دهمسایه ګانو په ارتباط

۲ - دخارجي قوواو په ارتباط

۳ - ددولتي چارواکو په ارتباط

تیوریکه برخه :-

دهر حکومت ستراتیژی څو اړخونه لري لکه ( سیاسي – اقتصادی – نظامی – اجتماعی ) ، هره برخه  دڅو نفرو متخصصو تحصیل کرده اشخاصو له خوانه دیوه کمیسیون یا کمیټې په واسطه تر کنترول او غور لاندې تر همیشنۍ څارنې لاندې په مخ بیوله کیژي او هره هفته د کار نتایج دریس په واسطه ریس جمهور یا لومړي معاون ته په توضیحی شکل وړاندې کیژی او ورباندې په هره برخه کې سوالو ته ځوابونه ویل کیژی او دریس جمهور نظرات ور پکي شامیلیژی او نواقص بیرته دتطبیق له پاره تر غور او عملي کیدو لاندې نیول کیژی ، مهمه خبره داده چې ریس جمهور یو اصیل افغان – یو مسلمان افغان ( نه په نامه افغان او مسلمان وي ) بلکه هغه چې یوازې ده ته خدای او دده دوطن خلک لوی قووت او تر هر څه او هر چانه با عظمته دي او دبل چا نه که خارجي وی یا داخلی ویره ونه لري او تطمع نه شي .

زموږ دهیواد له پاره ( حزب دیموکراتیک خلک ته )  ستراتیژی په روسیه ( کریملن ) کې جوړیده او زموږ په ریس جمهورانو عملي کیده البته په یوه فرق سره یو ډیره ښه تطبیقوله او یوه ډیره اعتنی نه ورته کوله ، بیا د مجاهدینو له پاره په اسلام اباد کې جوړیده او د طالبانو له پاره بیا د پاکستان مخصوصا د ( آی اس آی ) له خوانه جوړیده ، او نن بیا دمجاهدینو او طالبانو له پاره په امریکا او لندن ( دناتو او ایساف ) له خوانه جوړیژي ، طرح ، تیوري به یا ښه وي یا خرابه خو د تطبیقولو خلک اساس د تطبیق د ستراتیژۍ جوړوي ، همدغه وجه ده چې دمجاهدینو او طالبانو په دوران کې دغول سرمایه له خوانه په ملیاردو ډالر راغلل خو مفاد ېې په جز رهبرانو او جهادی قوماندانانو او د پارلمان غړو ته بل عادي افغان ته ونه رسیدو ، چون تطبیق کونکي ډیر ساده او بیسیواده انسانان دي نو د رالیږل شویو ملیاردو ډالرو نه ډیرې زیاتې بیرته ری اکسپورت شوې غربي هیوادو ته ، او غربي هیوادو دومره تاوان نه دۍ کړۍ لکه مفاد ، مفاد ( د ری اکسپورت پیسو – دافغانی هیرویینو – تریاکو – چرسو- انتیک شیانو او تاریخي اثارو ، یورانیمو ، قیمتي ډبرو ـ کرومایتو او نورو اقلامو نه عبارت وو چې غرب ډیره فایده کړیده او خپلو هیوادو ته ېې انتقال کړي دي چیرته چی دغرب مفاد نه وي هلته یو ګام هم نه اخلي ، علت اساسي زموږ د ۳۲ کلن جنګ د مجاهدینو شتون او ددوی په غیږ کې نیول او تر څو زموږ داخلي دشمنان ( مجاهدین او طالبان ) محار نه شي غربیان په هیح وجه ارامش او سکوت نه اختیاروی او همیشه دغه شیري غواګانی چاغې ساتي تر څو همیشه ډیرې شدې ورکړي .

سوال دادی چې غرب دتروریزم او تروریستانو د له منځه وړلو له پاره افغانستان ته راغلل او اشغال ېې کړو نو ولې دوی بیرته دوه واري دغه تروریستان په قدرت ورسول او دمقام او قدرت خاوندان ېې کړل ، علت ېې دادی چې دغلو
 تر منځ ډیر کم تفاوت وې یو تعداد دسپکو وسلو لرونکي غله دی یو تعداد داتومی وسلو لرونکي غله دی نو د جهادی غلو او غربی امپریالیستانو غلو تر منځ ډیره نږدېوالۍ او اړیکي شته او په ډیرو مواردو کې سره هم عقیده دی له همدی خاطره مجاهدین او تروریستان دیوې سیکې دوه مخونه ګنلای شوو ،مثلا ( مافیا – تولید هرویین او ترافیکنګ يي – د وسلو خرید اوفروش – دخلکو وژل او تهدیدول او په دغو طریقه خلک ویرول ، قاچاق – رشوت  بچه بازی – درواغ – بازی ورکول – په ظاهر کی دخدای عبادت کول او په باطن کې شراب څښل – زنکه بازی او بچه بازی کول – رشوت خوړل – بیسیواده کسان همیشه سپورتول – خلک یو دبل سره په مختلفو ډولو په جنګ اچول – په شکل داشکالو ځانونه پیسه دار کول او ډیر نور غیر انسانی او غیر اسلامی دلایل ددوی یوبل ته ورته والي ور علاوه کړۍ .

دهمسایه ګانو په ارتباط : -

زموږ همسایه ګانه عبارت دی له ( پاکستان – ایران – تاجکستان – ترکمنستان – ازبکستان – چین) هیوادونه چې که دهر یوه په ارتباط صرف دری لیکې ولیکم کفایت کا .

پاکستان په ۱۹۴۷ کې دهند او پاکستان دتقسیماتو په نتیجه کې منځ ته راغلی او هغه وخت چې افغانستان ازادی دانګریزانو نه په زور واخیسته پاکستان د سیاسي نقشی په منځ ( متن ) کې نه وو ،او انګریزانو په راتلونکې کې  دیوه خونړي جنګ په خاطر زموږ د هیواد دامیرانو سره معاهدی خطونه پاکستان ته ورکړل او د پاکستان نه ېې بل سند هم تر لاسه کړۍ چې همیشه به دانګریزانو دیوه قمر په شان حرکات تنظیموي او زموږ ددیورند دخط قواله ېې پاکستان ته ورکړیده او زموږ ورونه پشتانه ېې چې یوه وینه او یوه عقیده او یوخلک دی سره په یوه مصنوعی خط جلاکړل او پاکستان تر څو چې زموږ سرحد داتک سند ونه منی زموږ تاریخی او نه پخلاکیدونکۍ دشمن بلل کیژي زموږ وطن ېې داسلام ته خطر دی تر نامه لاندی په مجاهدینو او طالبانوپه واسطه  د ډالرو په مقابل کې وران او ویجاړ کړو اوردو ژبه ېې د کلدارو سره زموږ په هیواد کې رسمي کړېې او دافغانی مجاهد له برکته داتومی وسلو څښتن شوو او نن په افغانانو قلبه کوي .

ایران : ایران زموږ بل یو تاریخی دشمن دی چې زموږ په خاوره هامون صابري او نکمسار باندې خیټه اچولې او د ځان ېې بولي او زموږ هغه پشتانه ورونه چې د سرحد دساتلو په خاطر ( د کشک – ګلران – غوریان – کوهسان –شنډنډ – نه بیا تر ملک سیاه غره او کلاته نظرخان پورې خواره شول ددوی دخاینانه فرهنګي طبقاتی ستم لاندې لاړل چې لومړۍ درجه مسول سړۍ ظاهر شاه خاین وو چې لا اقل یو مکتب ېې په پشتو زموږ ( بارکزیو – نورزیو  سدوزیو – وردګو-  پوپلزیو – علي زیو – لوګریو ) ته په هرات ولایت کې جوړ نه کړل او تر ننه هم کرزۍ او فاروق وردګ په دغو مواردو خبر نه دي ، د انقلاب په وخت کی ېې زموږ طالبان بیسیواده د دالرو په مقابل کې دارزانه وسلې او ښې وسیلې په شکل زموږ دخلکو په ضد استعمال کړل اوزموږ محاجرین ېې توهین او ووژل او تر ډول ډول روحې او فیزیکي تهدیداتو لاندې دی زموږ عام المنفعه پروژې تر اوسه ددوی په فرمان لاتکمیل پاتي دی لکه دسلما بند او دسمنټو فابریکه او د فرهنګی لحاظه نوی ایرانی اصطلاحات زموږ دري ژبو ته ور زده کوي .

ازبکستان ، ترکمنستان او تاجکستان ( داقلیتو ورونو) دلمسون په خاطر ډیر نور تحریک امیز او توطیه ګر اقدامات په مختلفو زمانو کې مخصوصا د ربانی او مسعود او خاصتا جنرال دوستم په زمانه کې په افغانانو دفشار او زور قدرت نمایی ته ادامه ورکوي او همیشه دهره لحاظه زموږ په داخلی چارو کې لاسوهنه کوي او دروسانو تر فرمان لاندی په موږ باندې خپله اراده البته دامریکا سره شریکان او دامریکا نوکران د ي .

چین : دنړي دډیرو لویو نظامی او اقتصادی قوتو نه درجه یک یو هیواد دی چې په ۲۰۱۶ کې که وضعه په همدې منوال په مخ ولاړه شي زما په نظر چې دنړي سردمدار اقتصادی هیواد به وي او ننۍ نړۍ د یو قطبی نه بیرته څو قطبي ته رهنمایی کوي ، چې که زموږ دهیواد اقتصاد دانان هوشیار وای نو ۱۰۰٪ ېې باید دچین د ترقۍ او پرمختګ داصولو او اساساتو نه زموږ په سویه په افغانستان کې اقتصادی ستراتیژي تطبیق کړې وای .

دخارجي قوواوو په ارتباط باید دغه اقدامات عملي شي :

خارجیان دافغانستان د ترقۍ – بازسازۍ او نوسازۍ له پاره نه دې راغلی چې په وار وار ېې پخوانیو وزیرانو ددفاع دغه خبره ژورنالستانو ته ویلې ده نو زموږ وظیفه داده چې :::-

۱ – افغانستان ته مدرن جنګي جټونه اکمال کا که دوی ېې نه ورکوي دروسېې نه ورته ( میک ۲۹ – سو۲۳- سو ۲۷ – او نورې باروړونکې طیارې په حدود د ۵۰۰ باله کې اکمال کا .

۲ – جنګي او باروړونکی مختلفالنوع هلیکوپترونه په حدود ۴۰۰ بال .

۳ – توپچې ۱۵۲ م م چاین داره اباټ ، ۱۰۰ مم او ۱۳۰  م م ټوپونه ، ۱۲۲م م او ۱۵۲ م م اوبوسونه ۴۰ غونډه هره بطریه ۶ میله .

۴ – بی ام ۲۱ (۵۰) کندکه ، اورګان ۴۰ کنډکه ،، لونا ۳۰ کنډکه ، سکات ۳۲ غنډونه .

تانکونه ت ۵۴ – ت ۸۲  ، ۶۰۰۰ عرادی ،  زره پوشونه بیردم  ۲ ، ۸۰۰۰ عرادې  – بې ام پې – بې ت ایر – ۴۵۰۰ عرادې  

۵ – دکمیاو ګاز وسایط – درادارو وسایط ، ددافع هیوا ضد  ډول ډول توغندی  ، خلاصه ددکتور نجیب الله دوخت تشکیل او قووتونه موږ تکمیل او بیا د وتلو اجازه ورکړي او هر کله ېې چې دغه وسایط درته امکال کړل نور باید په مخصوصو ځایو دایمي قشلو کې ووسي او هیڅ ډول مداخلې نه په داخل او نه په خارج کې اجازه ورکړل شي او هغه وخت پاکستان او ایران پوهیژي چې اوس دافغان سره دغرې نه شي وهلۍ او  خپلو اهدافو ته درسیدو په خاطر دافغان ولسمشر سره په همیشني تفاهم مسایل چې دافغانستان کورنۍ او بهرنی سیات او نترس  په کې مصون او ارجیت ولري عملي شي او که دغه کارونه ونه کړې نو قرار دادونه باید دسره ورسره نوی کړي .

ددولتې چارواکو په ارتباط :

یو اساسي علت د جنګ دنه ختمیدو عبارت دی له دې نه چې نه په رویارويي جنګ کې – نه په انتحاری حملاتو کې  نه په بازاري چاودنوکی – نه دایساف او ناتو په بمباریو کي – نه دطالبانو او حکمتیار او طالبانو په جنګو کې دیوه ( ریس – یوه معین – یوه وزیر – یوه قوماندان – یوه امنیت ملی – یوه اپوزسیون- یوه مدنی نهاد – یوه توپکسالار او ډنډه مار ـ یوه قاچاقبر – یوه مافیا – یوه روحانی – یوه ملا – یوه طالب – یوه میر – یوه ملک او خان یا یوه سپین ژیري( زوی ، ورور ، ښځه ، لور ، ورینداره ، تره زوی ، وراره ، کاکا ، یا خپلوانو)  اسیب ونه لیدو او تر ننه د دغو پورتنيو کسانو پزه وینې نه شوه ، ګوته ېې زخمی نه شوه ، نو د دوی خاطر جمع دی اولادونه ېې په خارج کي یا په مسونو ځایو کې د بادی ګاردانو په ذریعه ساتل کیژی او هیڅ زیان تر ننه نه دی ورته رسیدلای که ددوی دکورنیو نه هره ورځ یو یو تن ووژل شي یا وتشتول شي یا په انتحاري کې برابر شي نو جنګ اتومات ختم بوله ، له همدی خاطره دوی همیشه شعار ورکوي (( جنګه جنګه سور شه تاته می نینې کړي دي )) .

No comments:

Post a Comment