نه ختمیدونکۍ جنګ په افغانستان کې
که چیرې افغانستان ته له څو جهتو نه وګورو نو په افغانستان کې جنګونه هیڅ کله نه ختمیژی دلیل ېې دادی چې زموږ خلک په طول د ۵۰۰۰ کالو کې اصلا یو ځلې هم دې ته نه دي متوجه شوي چې ولې موږ همیشه توپک په لاس کې جنګیږو دا زموږ خوښه لوبه ده یا زموږ د انترس او فایدې له پاره ده که زموږ دتباهي او بربادۍ له پاره ؟ ددی خونړیو جنګو په علتو او عاملین ېې کوم هیوادونه وو ، دي او یا دا چې زموږ جغرافیايي موقیعیت او جوړښت موږ جنګ ته ور داخیلوي چې نن په دغو کوچني څوکرښییز مضون کې غواړم د خپلې سوېې او استعداد په اندازه قدرمنو لوستونکو ته معلومات وړاندې کړم ، .
۱ - ایا موږ ډیر خونخوار او یلغرګروو او یوو ؟
۲ – ایا موږ نورو هیوادو مجبورولو چې وجنګیژو ؟
۳ – ایا موږ ډیر بډای هیوادوو ، یو ، چې خلک زموږ شتمنیو ته سترګې پټې کړې وې ، دي ؟
۴ – ایا زموږ دهیواد جغرافیايي ، او جیوپولیتکي موقیعیت د جنګو سبب شوې وو ، دی ؟
۵ – ایا یوازې موږ دنړي په مخ د اسلام مدافعین وو ، یو ؟
۶ – ایا موږ تر ننه هیڅ یوه کله یعنې ماغزه والا ، یو مدبر شخص ، یو پوه او په وطن مین ، استقلال طلب افغان نه لرلو چې موږ ته نجات راکړي ؟
۷ – او څه وخت به زموږ په هیواد کې داور لمبې خاموشيژي او دغه دوین ګرم تنور به یخیژي ؟
دغو اوو سوالو ته چې البته نور هم شته دي خو زما له نظره دغه اوه ډیر غوره سوالونه دي چې زموږ خلک ورباندې ځانونه وپوهوي مخصوصا زموږ ځوان نسل نارینه او ښځینه کوم چې په پوهنتونو او لیسو او مکاتبو کې په زده کړه بوخت دي ځانونه ښه وپوهوي او دوی هم په دغو مواردو لیکنې ولري .
داولې مادې په ارتباط : جنګ د بابا ادم له وخته په نړۍ کې ادامه لري او تر څو چې انسان دنړي په مخ ژوندۍ وي دغه جنګونه به ادامه پیدا کوي نړیوال امپریالیزم دنړۍ خلک مجبور کړل چې د ځانه دفاع وکړې خو په وار وار ېې شکستونه امتحان کړل او یو له هغو هیوادو نه زموږ ګران وطن افغانستان دی چې زه نن ورته اشاره کوم،موږ د چنګیزخان او سلطان سکندر مقدوني ، هلاکو او بیا دانګریز امپریالیزم چې لمر ېې په مستعمراتو کې نه لویدو زموږ خلک د ځانه ددفاع په خاطر را ژوندي او هوشیار کړل او په دریو خونړیو جنګو کې ېې دشمن مات او دشرم او خجالت سره وټښتولو ، همدا خبره وه چې زموږ باتوره پادشاهانو لکه سلطان محمود غزنوی – احمدشاه بابا په هندوستان کې ( دسومنات بټ مات کړو او ټول جواهرات او غنایم ېې افغانستان ته راوړل او احمدشاه بابا د پاني پت په خونړي جنګ کې مرهټه د توت غونته ټوېې او ووژل تاریخ زموږ پشتنو دتورې او شهامت شرنګ په یادلري ، میرویس خان بابا د ګرګین خوله په خاورو وموښله او وزیرمحمد اکبرخان مکناټن په خپله پیش قبضه ووژلو او همدارنګه د ببرک خان ځدران زوی لیاقت علی خان د پاکستان صدراعظم چې زموږ په پشتنو ېې لفظي تاخت او تاز وکړو په پاکستان کې په میړانه ووژلو ، هوکې موږ پشتانه ډیر یلغرګر – ډیر خونخوار – ډیر انتقام جو خلک وو او یوو البته هغه وخت چې موږ بیګانه ګان ، زموږ دشمنان موږ ارام ژوند ته په راحت او کرار پری نه ږدي تر پشتنو بیرحمه نور خلک نه شته دغه ۳۲ کاله موږ بیرحمانه خپل وطندارن وژنو خپل وطن په خپله ورانوواو علت ېې دبیګانه د تجاوز مخ نیوۍ دی او دایوه ډیره عالي او دشهامت خبره ده افرین په پشتنو چې ډیره پراخه حوصله لري .
ددوهمې مادې په ارتباط : هوکې موږ همیشه نورو هیوادو بوږنولي او سورولي او احساساتي کړي او بل اخره مجبور کړي یو چې د مورنۍ خاورې زموږ وطن افغانستان څخه په میړانه او غیرت پاسداري او ساتنه وکړو ، موږ ډیر ارام ، متواضع ، بې غرضه ، ډیر پاک مسلمانان او باناموسه افغانان وو ، یو او وو به هیڅوک په دغو مواردو شک ونه لري ، خو کله چې نور موږ وادار کړي او مجبور مو کړي نو هغه وخت موږ تر ځانه ، تر ناموسه د خپلې خاورې دساتلو په خاطر تیریږو دغه زموږ ډیره مهمه خاصه او دود دی ،یو څوک چې زموږ په کور – کلي ، تاټوبي ، وطن ، ملي مقدساتو ، او خاوره یرغل وکړي او هر څه را نه واخلي په خپل کور او کلي کې په موږ ځان بادار او وپړسوي ایا موږ باید ارام او په رڼو سترګو ورته وګورو ؟؟ او که د هغو سترګې راوباسو او غاښونه نه ېې په خاورو وموښو ، موږ رسم او رواجونه لرو ، موږ دمشرانو او سپین ژیرو او روحانیونو خبرو ته ډیر احترام لرو او هر څوک چې زموږ مشران – سپین ژیري – ملان او روحانیون سپک او بې عزته کړي نو موږ باید خاموش وو؟؟ او که ورنه انتقام واخلو؟؟ ( پشتون دننګ په کار کې خپل وار نه پریږدي دشمن ته ) .
ددریمې مادې په ارتباط : هوکې زموږ تر خاورو لاندې هر هغه څه چې مندلیف کمیادان په خپل جدول کې نوشته کړي ډیر زیات ېې زموږ په هیواد کې تر خاورو لاندې ویده امانت پراته دی او زموږ خلکو دغه ۵۰۰۰ کاله دهغو د ساتلو له پاره قربانۍ ورکړې دي او انګریزانو درۍ وارې له همدې خاطره زموږ په هیواد یرغل وکړو چې دماتې سره مخامخ شول او نن هم امریکا افغانستان دنورو سیاسي او منطقوي مسایلو برسیره یوه مهمه خبره هم زموږ ( یورانیم – تیل – طلا – اوسپنه – مس – ګاز – جغرافیایی موقیعیت – قیمتي ډبرې او کرومایت ) دي چې دوی ېې دلته را وستلي دې خو نن ېې دکرزي بیکفایته حکومت له لاسه ځانونه دهر شي نه په شمول د تریاکو ، چرسو ، هیرویینو پوره کړل او هغه دي بیرته عقب نشیني کوي او تښتي ،مګر یوه وطن پرسته جمهور ریس لکه دکتور نجیب الله چې دهیواد زخیره طلاوې امانت زموږ وطندارانو ته په خپلو وینو وساتلی ، خو مجاهدینو او طالبانو دده قدر او عزت داري ونه کړه او طالبانو د پاکستان او ځنې نورو افغان دشمنو په اشاره هغه هم ددیورند دخط په نه امضا کولو ځان په دار کړو مرګ په خاینینواو وطن فروشانو دغه د پنجاب نوکرانو باندې .
دڅلورمی مادې په ارتباط : بلې زموږ دهیواد جیوپلیتیک جیوستراتیژی موقیعیت په درلودلو سره ددې سبب شوۍ چې لوی قدرتونه لکه شوروي – چین – امریکا او غرب په مجموع کې زموږ دهیواد نه دیوې تخته خیز په شکل دنور هیوادو په مقابل کې استفاده وکړي او هر هیواد چې وِولي د افغانستان دجګو غرو دسرو نه په بالستیکي او تاکتیکي راکتو ېې ویشتلۍ او بمباردولای شي ، امریکا ته افغانستان تر امریکا نه ډیر مهم او حیاتي دی ، په دی چې امریکا د بحیره کسپین او تورې بحیرې تیل – د شمالي کوریا – او چین ویرول – روسان تر فشار نیول دپاکستان داتومي وسلو داستعمال مخ نیوۍ داسراییلو په ضد – دایران بمباردول – دعربو دتیلو ساتنه او دهغو نه استفاده - دخپلو هم عقیده او هم پیمانانو لکه ( جنوبي کوریا – جاپان – اورپا – تایوان ) ساتنه دغه نور مهم شیان دي چې دافغانستان دخاورې نه دهغو نه ښه څارنه او حمایت کولای شي او ډیره مهمه خبره داده( چې جنګ ېې دخپل هیواده امریکا نه بیرون ته د افغانستان خاورې ته) را انتقال کړۍ دي .
د پنځمې مادې په ارتباط : دافغانستان خلک ډیره سوچه او ډیر پاک مسلمانان وو او دي او هیله ده چې نور هم ورته ډیره توجه وکړې خو مهم شۍ دادی چې موږ باید هر څه د اسلام قرباني نه کړو او یوه اندازه د هغو اسلامي هیوادو نه زده کړو چې هلته محمد ( ص ) پیدا شوۍ او دنني شاهي کورني نه وو همدارنګه ددوی نه باید سیاست او اسلامی زده کړې د اسلام او دنورو هیوادو سره د انډول دساتلو په خاطر زده او همیشه په یاد ولرو ،موږ د ملانو او روحانیونو په خوله همیشه دتمدنه او ترقۍ نه په شا پاتې شوي یو ، اخر الله پاک نه وايي چې شپه ورځ ماته په سجده پریوزه او وایی چې زندګي کول – عیال ساتل او د هغو نفقه پیدا کول حلاله روزي خوړل او ګټل اصلي فرایض دی او دحرامو نه ځان ساتل ډیر شه کار دی ،داسلام نه دفاع دهر مومن وظیفه ده خو داسې وظیفه نه ده چې کفارو دمحمد فلم جوړ کړی یا کارتون جوړ کړۍ نو اوس باید موږ د خپلو وطندارانو دوکانونه – مغازې – کورونه – موټران – او نور دولتي او شخصی شیان یا تاراج او چپاول کړو یا ېې وسوزوو چې دغه لوی خیانت هم وطن ته هم اسلام ته دی او ناروا دی تر دوی نه باید موږ ځانونه بیرقي او علمبرداران ونه ښیو .
دښپږمې مادې په ارتباط : بلې دمجاهدینو او طالبانو په رژیمو او ددوی په طرفدارانو ( تکنوکراتانو او په غرب یا شرق کي ) محاجرو افغانانو کې تر اوسه زه داسې څوک نه وینم چې هغه په لومړي قدم کې امریکا او په مجموع کې غرب ته ورزده کړي یا ووايي چې اقایون تاسې په افغانستان کې میلمانه یاست نه زموږ دښځو میړونه بلکه تاسې باید خپل حد او حدود وپیژنۍ ، اول خو د ریس جمهور کرزي جرات نشته ، هغه یو بي ارادې ، بی شخصیته او مزدور انسان دی په دې خوښ دی چې یو ریس جمهور وي نور که په ده او وطندارانو ېې غرب غوبل کولو ، وزل ېې ، بندي کول ېې په ده غرض نشته او په خپله معترف شوۍ چې زه صلاحیت نه لرم ، زه نه وایم چې زموږ افغانانو په منځ کې پوه ، لایق ، وطن پرست عالمان نشته خو نر هغه دی چې دپشۍ اول پش ته ټینګ شي ( وايي موږکان د پشو نه ډیر په تنګ وو نو یوه ورځ سره کله په کله شول ( غونډه ېې وه ) لکه دکرزي غونډې نو دوی یو بل ته ویل موږ څومره ډیر یو او پشۍ یوه تنه ده نو را ځۍ یو دانه زنګ ( ګړونګۍ ) غاړې ته ور واچوو نو هغو مشر پشي نورو ته مخ ورواړوو چې هغه نر چې دغه ( ګړونګۍ ) د پشو په غاړه کې ورواچوي څوک دی ، نو موږ ډیر لایقان لرو ډیر اول نمره ګان لرو لکه ( جلالي – خلیلزاد – اشرف غني ) خو هریوېې یا دښځي دویرې نه خوله نشي بیرته کولای یا وايي په ماېې څه زه اسوده یم په نورو مې څه ( مسجد ګرم ، ګدا خوښ ) دی .
داوومې مادې په ارتباط : هوکې په افغانستان کې سوله را تلای شي او سوله هغه وخت راتلای شي چې زموږ خلک تاریخ وپیژني ، په تاریخ ځانونه پوه کړي ، خبرو ته غوږ کیږدي ،دشمنان وپیژني ، جنګ په افغانستان کې نه ختمیزي ځکه غرب پرون ېې یوه بهانه کوله چې روسانو هیواد اشغال کړۍ او اسلام په خطر کې دی ، بیاېې دا ویل چې طالبان او القاعده نړۍ ته لوی ګواښ دی ، نن واي طالبان او حکمتیار هم ښه خلک دي یوازې ملا حقانی خطرناک دي او الظواهری باید له منځه لاړ شي ، سبا ته به دشما ټلوال خپل دشمنان وبولي ، بله ورځ به ایران افغانستان بمبارد کړي ، بله ورځ یوه بله بهانه جوړوي او زموږ په خاوره افغانستان کې افغانان په خپلو منځوکې په مختلفو نامو جنګوي او سبا ته دغه افغانان دهندوستان سره دهندوانو سره چې دهندو او مسلمان پاکستان دکشمیر په سر جنګ کې په وینو لمبوي( جنګه جنګه سور شه تاته می نینې کړې دي ) دوی همیشه زموږ خلک په جنګ اچوي نو زما اخرینه خبره افغانانو مخصوصا پشتنو ته داده چې نور د ارزانه وسلې او ډیرې ارزانه وسیلې په شکل چا ته نوره اجازه مه ورکۍ چې درنه نادرسته استفاده وکړې او دخدای په جت جنګیژۍ را بیدار شۍ او سره یو شۍ ملي وحدت تامین کړۍ او ددغو خاینو کفن کشو رهبرانو او توپکسالارو قوماندانانو او مافیا نه نور تیر شۍ جنګ هغه وخت ختمیژي چې نور د ( دا پشتون دی – دا تاجک دی – دا هزاره دی – دا ازبک دی – دا نورستانۍ دی – دا خلقۍ او پرچمۍ دی – دا طالب دی - دا اخوانۍ دي )) خبرې دورځنیو محافلو او مجالسو نه ، ادبیاتو او مفاهیمو نه کاملا حذف شي او ټول دغه چې ماورته اشاره وکړه په یو غونډه کې را ټول او هریوه ته داستعداد او تحصیل او وطن پرستۍ په سترګه وکتل شي هغه ورځ نور جنګ ختم بولم او امکان لري چې هر څوک د پښو ځای په افغانستان کې ولري او کار اهل د کار ته وسپارل شي ، امین .
No comments:
Post a Comment