دکرزي حکومت یوه قیمار خانه ده
پوهندوی دکتور طاوس وردک
دهغو ورځې نه چې سیاسي قدرت مجاهدینو ته ورکړل شوۍ بیا تر ننه مخصوصا دغه ۱۱ کاله چې غرب په راس کې ېې امریکا زموږ هیواد اشغال کړۍ دغربیانو دامیالو په اصولو برابر افغانستان رهبري کیژي او یوې کازینو ( قیمار خانې ) ته ورته دي ، قیمار خانه هم لکه خلک چې قیصي کوې دځانه دیوه مافیا لخوانه دده د فرمان په اساس چلول کیژی او هلته په قیمار خانه کې یو تعداد مشهور سرمایه داران او ډیر زورور غله او مافیا را ځي او دیوې خوانه د شراب ډیر لکس بازار ګرم وې او دبلې خوانه ټاپ نجونې او هلکان هلته د قیمار بازانو په اختیار کې وي او دقیمار خاني څښتن دهریوه نه زیاته فایده اخلي او هر یو چې برنده شي هغه بیا دخاصو مراسمو په جوړولو سره نور د دولت وزیران را غواړي او دلته هم قیمار تودیژي او هم عیش او نوش په خاصه بڼه ادامه پیدا کوي او ځنې لوړ رتبه کسانو ته مخصوص ځایونه او اطاقونه مدنظر نیول کیژي او په خپله ولس مشر هم ورنه زیاته فایده تر لاسه کوې ګویا چې د قیمار خانې ( کازینو ) خاوند په خپله ریس جمهور دي اوس هم زموږ هیواد یوه قیمار خانه ده چلونکي ېې حامد کرزۍ او وزیران دي چې هرڅه دیوه بل په مصلحت سره تر سره کیژي صلاحیت اصلا د امریکا سره دی خو کله کله ( انګریز او جرمن او فرانسه ) هم خپله ونډه تر لاسه کوې لکه په ځنګله کې چې زمرۍ یو شکار وکړي نو شغا لان ېې تر شاو خوا غوټې وهې او په غلچکي ډول یوه برخه د زمري نه تښتوي او بیا دنورو شغالانو سره تقسیموي ، په افغانستان کې حکومت اصلا نشته ځکه زما په نظر حکومت داري یعنې ( مکلفیت او مسولیت دی ) نو زه د وزیرانو د جملې نه یو هم نه وینم چې په مسولیتو پوه شي که پوهیدلای نن به دغه ۵۶ ملیارده ډالر په نویو پروژو مصرف شوي وواو افغانستان به ګلګلزاروو خو دبیکفایته حکومت له طرف زیاتره پیسې بیرته امریکا ته ( ری اکسپورت ) یعنې بیرته ولیږدول شوې ، امریکا یوه حبه او دینار تاوان نه دی کړۍ او دوی تاوان ته نه دی را غلي بلکه هره شپږ میاشتې په ملیاردو ډالره د افغانستانه انتیک باب ، قیمتي ډبرې ، مخدره مواد ، یورانیم ، او نور کمیا بوټې خپلو هیوادو ته انتقالوي او یو سړۍ نر نه دی چې ورته ووايي ولې دغه یا هغه شۍ بیله ګمرکي محصول او قیمته وړۍ دلیل ېې دادی چې امریکا دوی ته مقامونه ، څوکۍ او رتبې او ښه ژوند برابرکړۍ او ددوی فامیلونه دیوه سره په امریکا او نورو غربي هیوادو کې اوسیژی کله کله ددوی له ډلې نه یو یو زړ ور غل ډیر ژر افشا کیژي نو هغه ډیر ژر غربي هیوادو ته ور تښتي او ددې ځایه ېې بیا څوک نه شي بولۍ ، لکه ( صدیق چکري – نادر اتش نورستاني – دبانک ریس بدخشۍ ) او ډیر نور دوی ته انګلستان او امریکا لکه د هرات ( بس بابا ) دی او په هرات کې به هم هر( قاتل – غل – زناکار – تروریست ) چې د خواجه عبدالله انصار ولي زیارت ته ننوتو بیا حکومت ورته بس ویل یعنی هلته غیر خدایه دبل چا زور نه ورته رسیدو دغه فرمان خاین ظاهر شاه میر طاهر دګازرګاه ته ورکړۍ وو اوس هم دکازینو قیمار بازان همیشه هم دافغانستان دننه مفشن او لکس ژوند لري او دهیواده بهر هم په قصرو کې اوسیژي او مرفه ژوند لري، دقیمار خانی له پاره دوه ډوله کسان ماموریت لري :
۱ - دقیمار خانی دننه داخلي مافیا : ( دشمال ټلواله دسیاف په شمول توپکسالاران او زورمندان( پنجشیریان لکه قانونی – مارشال فهیم – عبدالله عبدالله – محمدی بسم الله – ضیا مسعود – ولي مسعود – وزیر اطلاعات وفرهنګ رهین - زراراحمد مقبل – معلم عطا بلخ- امرالله صالح – جنرال دوستم حاجي محمد محقق – استاد خلیلی – محسني – اکبری --) ، او جمع دغه نور لکه + کرزۍ – حضرت مجددي – پیر ګیلاني - فاروق وردک – رحیم وردک – خرم – وزیراطلاعات و فرهنګ – دکتور اسپنتا – اشرف غنی احمدزۍ –قاضی القضات- اسدالله خالد – ګل اقا شیرزۍ –او د ۳۴ ولایتو والیان .
دغه کسان په لوټولو ، رشوت ، قاچاق ، دکورو – اپارتمانو او مځکو غصبولو ،او د پاکستان – ایران او عربستان خولو ته ناست او هر یو څلور جیبونه لري ( یو د ډالرو له پاره – بل دافغانیو له پاره او دریم د کلدارو له پاره او څلورم د تومان له پاره ، دغه کسان د غرب دفرامینو داجرا له پاره ناست دې په قیمارخانه کېد امریکا لخوانه ساتل کیژي که امریکا لاړه خلک دوی ژوندي پستوي نو هلته وینو چې مصروف دي.
۲ - دقیمار خانی نه بیرون خارجي مافیا : ( نیوکلونیالستان )، دغه امریکا او انګریزان د نورو هیوادو نه لکه ( عربستان سعودي – کویت – قطر- بحرین – دوبۍ – اردون – لبنان –یمن – جاپان ) هیوادو نه جزیه نقدې پیسې اخلي او ورځني مصارف ورباندې پوره کوي،.
دواړه کته ګوري د افغانستان دساده او بیسیواده خلکو داذهانو د مشوشلو او ذهنیتو دخرابولو په خاطر هماغه زړه وسله ( اسلام په خطر کې دی او تعزمن التشا وتزل من التشا او تفرقه واچوه حکومت وکړه ) دوام ورکوي ( جنګه جنګه سور شه تاته می نینې کړې دي ) شعار لري ، دیوه دکوره نه ، دیوه وزیر ، دیوه ریس ( زوی – پلار ، کاکا ، تره ، دتره زوی ، خوريي ، خپلوان ) نه شهید شوۍ ، نه زخمی شوۍ ، نه بندي شوۍ ، نه تښتول شوۍ، نه وږۍ شوۍ ،او یوه ورځ ېې اوښکې دغمه – درده – لوږې – مریضۍ – بیکارۍ – په خاطر نه دی توېې شوې همیشه په قصرو کې ژوند کوي او په لکسیزموټرانوکې چکرونه وهي او د خلکو دحاله ښه خبردي خو نه غواړي چې نور خلک هم ددوی په شان مرفه ژوند ولري ، ددواړو ( مجاهد او امپریالست ) ایده ترور او وژل دي ، اشغالول او غصبول دي ، بندي کول او تهدیدول دي ، هغه بد کارونه چې تاسې په ژوند کې وینۍ ددواړو خواوو خاصه ده او بې له دې نه دوی ژوند نه شي کولای ، پرون ېې په کور کې یو موټۍ اوړه نه پیدا کیدل او ګوډ خر ېې نه درلودلو خو نن د ډالرو تو فالې کوي .
همیشه یو بل ته پاس ورکوې او همیشه یوبل ته بازي ورکوي تر هغو یو بل ته مفید دي یو دبل نه سوی استفاده کوي تر څو خپل هدف ته ځان ورسوي داسې هیحکله نه ده شوې چې دوی یو بل في سبی اللله حمایت یا یوبل ته مرسته وکړي همیشه مقصد اشنا وو او وي به .
مافیای داخلي هیڅکله په خپله خوښه سیاسي قدرت بل چا ته نه ورکوي او هیڅکله دخلکو په وینو نه مړیژي دوی باید تل تر تله په قدرت ناست وي ، یوه ورځ یو چیرته یو پل ددریاب سیل وړۍ وو او دلته یوه سړي یو خر په خبرو پوهولۍ او آموخنه کړۍ وو خلک مجبور وو چې د پله پر ځای دهغو سړي دخره نه استفاده وکړي او خپل کار او بار ته مقابل کلي یا وظیفی ته لاړ شي نو ېې دغو دخره څشتن ته دهر سړي په تیریدو یونیمه روپۍ ورکوله خویو وخت نوبت دتیریدو دیوه ملا راورسیدو کله چې ملا خره ته ورنږدې شوو چې سپور شي خره لغتې شروع کړې چې ګویا والله که راباندې سپور شۍ نو دغو سړې خره ته په غوږ کې وویل چې درۍ ( ۳ ) روپۍ می دملا څخه اخیستې دي بیا هم خر راضي نه شو او خپل خاوند ته ېې وویل چې پام کوه که دغه ملا یو ځلې سپور شوو تر اخره بیرته نه کوزیږي ، اوس هم زموږ مجاهدینو او طالبانو دمقام او څوکۍ مزه لیدلې ده او دبادارانو په فرمان تر څو چې د ( پاکستان –ایران – عربستان ) منافع نه وي تامین او تضمین شوې والله که دوی په رضا کوز شي تر څو ېې په زوره کوز نه کړۍ ،ځکه ددوی هریوه مامور تر شا یو مافیايي قدرت ولاړ دي او بیا ددغو داخلي مافیا شا ته امریکاي مافیا ولاړ دي ځکه امریکايي مافیا هرڅه چې په افغاني خاوره او په افغانانو کوې داخلي مافیا څه نه ورته وايي ځکه خو امریکايي مافیا دیوې خوانه دوی قدرت ته رسولي دی او دبلی خوانه ېې زمینه درشوت ، غلا ، قاچاقبریو ، دهیرویینو او مخدره موادو دترافیکنګ ورته مساعده کړې ده لکه دغه نن تاسې په سترګو وینۍ چې تروریستان – انتحاری –غله – لارې وهونکي او قاچاقچیان ددوی سره ارتباط لري دلته غواړم یوه تاریخي قصه ور زیاته کړم (( یو وخت په فرانسه کې داسې خراب حالت راغۍ چې هره ورځ انتحاري – غلا – تښتول – اوراچول – چپاول – او ترور ادامه پیدا کړه او دولت ددې توان نه لرلو چې دغه خراب حالت مهار کړي او دولت ېې په قصه کې نه وو تر څو چې د خپله کابینې دوزیرانو زامنو او کورنیو ته شروع نه وه شوې دولت نه غوښتل د غلو او تروریستانو او مافیا مخه ونیسي نو بل اخره کله چې داور لمنه ددوی فامیلو ته اوږده شوه نو حکومت عاجله غونډه را وبلله ( اظطراري ) غونډه او دلته جراوبحث شروع شوو دغه وخت هر سړۍ خپل نماینده او نوکران مزدور قوماندانان معرفي کوي خو دیوه نفر نماینده هم قبول نه شوو ځکه دیوه سره رشوتخواره او غله وو ، بل اخره یوه سړي لاس جګ کړو چې زه د لیون په شهر کې یو قوماندان د څارندوی پیژنم چې ډیر جدي او با دسیپلینه دی او رشوت هم نه خوري او دیوه مافیايي دولتی غړي سره اړیکه نه لري که هغه د پاریس د امنیت دتحکیمیدو له پاره تعینوۍ ډیر مناسب کاندید دی ، فیصله وشه چې دغه یو بیطرفه سړۍ دی راوغواړۍ او وظیفه ور وسپارۍ ، هغه وو چې سړۍ د وزیرانو جلسې ته حاظر شوو او ریس جمهور ورته وویل چې ( فلانیه ) ته دیوه مبرم ضرورت په اساس دغو مقام ته منسوب شوۍ ېې او موږ ټولو موافقه کړې چې ته ددې کار دعهدې نه وتلاي شې دغو جنرال ورته وویل زه هلته په وظیفه کې موفق وم او دلته نه غواړم ځان ملوث کړم او زما دوسه پوره نه ده ، ریس جمهور ورته وویل چې ته یو نظامی ېې او نظامی نه شي کولای دریس جمهور دفرمانه سرغړونه وکړي ، نو ده ورته وویل چې دریس جمهور فرمان دی نو باید ماته عام او تام صلاحیت را کړل شي او هیڅ کوم وزیر ، صدراعظم او ریس جمهور واسطه دخلاصون د مافیا یا غلو یا تروریستانو نه شي ، دوی ورسره ومنله ځکه ددوی د اولادو حیات په خطر کې وو ، نو دغه جنرال د پاریس دشهر دڅارندوی قوماندان تعین شوو ، او په یوه هفته کې ېې خپل کادرونه تعین او تغیرات ېې را وستل ، متعهد با وجدانه او شریف کسان ېې تعین کړل او په دوهمه هفته کې ېې د مافیا او تروریستان ټوله رهبري دستګیره او یوازې دمافیا سرکرده په ایطالیا کې پټ وو هغه هلته تر تعقیب لاندې را غۍ او دپاریس شهر ارام او امنیت ټینګ شوو ټوله ښپه خلک په پارکو کې ګرزیدل او نڅیدل چا جرات نه درلودو چې یو چا ته ازار ورکړي ، په دغو وخت کې د مافیا رهبر دایطالیا نه یوه ډیره ښکلې فرانسوي پیغله دیوه بکس ډالرو او الماسو سره را ولیږله او د پاریس دشهر دقوماندان سره ېې دملاقات وخت ونیوو ، په ملاقات کې ښځې ورته وویل زه ( ....) دمافیا رهبر د ایطالیا نه رالیږلې یم او دغه لیک ېې تاته رالیږلۍ دی ، قوماندان لیک خلاص کړو دمافیا مشر ورته لیکلي جناب صاحبه ته نوۍ مقرر شوۍ ېې په هیڅ خبر نه ېې زما سره زور مه وهه نو دغه یو بکس الماس او ډالر درته تحفه کوم لطفا زما ملګرې خوشي کړه او دغه نجلۍ هم تاته بخشش وم که دا کار ونه وکړې وژنم دې ، قوماندان په غصه شوو او نجلۍ ېې په حرمت رخصت او ورته ېې وویل چې راشه ځان تسلیم کړه او نور دتروریستي اعمالو نه ځان خلاص کړه او ازاد ژوند وکړه زه د په ریس مجهور دبښنې فرمان امضا کوم ، نجلۍ چې ایطالیا ته بیرته دمافیا مشر ته ورغله او دپاریس دشهر دقوماندان خبرې ېې دمافیا مشر ته وکړې نو دمافیا مشر داخلې دوه ديپلو مات بکسونه دوو ښکلیو نجونو ته ورکړل په یوه بکس کې ویدیو وه چې یو فلم ورته وښي او بل کې د طلا خښتې وې ، لومړۍ یوې نجلۍ د طلا د خښتو بکس خلاص او قوماندان ته وویل چې دغه تاته بخششي او تحفه ده ، ده رد کړه او په غصه شوو امر ېې وکړو چې دواړه نجونې بندي او هرڅه ېې چې راوړي ظبط کړۍ نو دغه وخت دوهمي نجلۍ ورته وویل درسته ده موږ بندي کړه خو مخکې له دې نه را ځه یوازې ته تنها زموږ سره په یو اطاق کې یو فلم ووینه ، قوماندان خپل دخوب خونې ته نجوني بوتلې او هلته ېې هغه فلم وښودو چې د فرانسې ریس جمهور او کابینه دیوه سره دمافیا درهبرانو میلمانه دي او نیمه لوڅې نجونې دشرابو سرویس کوي او وروسته تحایف بسته د ډالرو ډک بکسونه دمافیا له خوانه هر وزیر ته ورکول کیژی او بیا رقصونه شروع کیژی ازاده ازادي شروع او دیوه سره دریس جمهور نه شروع تر اخرین وزیرپورې په مرداریو ګرفتار دمافیا حکومت وو نو دپاریس قوماندان ددغو فلم په لیدو سره یوه نجلۍ د ځان سره د لیون شهرخواته په چکر بیاېې او دغه نور طلا او بله نجلۍ بیرته دمافیا رهبر ته ورلیږي ، او دلته قوماندان غواړي نجلي په غیږ کې ونیسې اوښکلي شونډان ېې مچو کړې چې دنجلۍ لخوانه په قلمی تفنګچه وژل کیژي ځکه قوماندان ته راض افشا شوو او هغه نور باید ژوندۍ پاتې نه شي)) ، اوس هم کرزۍ د اوله تر ازله دمافیا رهبر وو ( ثبوت ېې دادی چې د اچین دهیرویینو فابریکه چې دروسانو او امریکایانو لخوانه بمبارد شوه کرزي او سید اسحاق ګیلاني ) دواړو دتمسي اوښکې توېې کړې او ډیر خوابدي شول ځکه دوی هلته شریکان وو ، اوس زما عزیزانو که خپله کرزۍ ، دده کابینه دمافیا غړی نه واي او دهر یوه تر شاه دملیاردو ډالرو تضمین نه واي او هر د یوه خارجي هیواد پواسطه تضمین او حمایه کیژي او دوی په مجموع کې انتحاري – تښتونکي – غله – تروریستان – چپاولګران ساتي او حمایت کوي او یو بل ته پاس ورکوي که دا کار نه واي اوس به ۱۰ کاله دمخه جنګ ختم وو ( دیو خوانه د ، آی اس آي او دبلې خوانه سي آی اي ) ددوی حمایت ګران دی باید همیشه حمام دوینو په افغانستان کې جاري وي چې دوی چړچې وکړي تر څو چې زه ریس جمهور ونه ټاکل شم دغه حالات نه ختمیژي ، انشا لله تاسې غیرت وکړې ماته رایه راکړۍ ،زموږ تاریخي دشمنان دیوه سره په وزیرستان او پاکستان کې موقیعیت لري خو دیوه سر نه دې خوږ شوۍ او نه دی وژل شوۍ ، ځګه اقمار مصنوعي ۳۰۰۰ متره تر مځکه لاندې دغلیم راکټونه او کشفیات کشفولای شي او په داسې حال کې چې د تروریستو مافیايي رهبرانو او لیډرانو سره د ( سي – آی – اي ) او ( آی – اس –آی ) نمایندګان همیشه یوځای کارکوي او وظایف مشترک اجرا کوي ایا دوی نه شي کولای حکمتیار یا حقانی یا ملاعمر ووژني ، په یوه ورځ کې ېې وژني خو قصدي ېې نه وژني ځکه که هغه ووژل شي بیا نو جنګ ختم بوله او بیا په کومه بهانه په افغانستان کې پاتې کیدای شي نو دغه دوه ګروپه مافیا د کازینو په دور خواره واره ناست دي او قیمار وهی کله ېې یو ګټي کله بل ، له همدي کبله یو بل ته پاس ورکوي ، هغه غله چې ډیر ماړه شول هغه بل مقام ته بدلوي او دهغو په ځای هغه بل چې نه دي موړ شوۍ تعینوي وايي یوه ورځ دسقاو په پادشاهۍ کې یو غل د جاندل په نامه دډیر لرې ځایه پیاده راروان وو نو د سقاو دربار ته چې راغۍ سقاو ورته وویل چیرې وې هرڅه مقامونه چې وو وویشل شول او ته ډیر ناوخته راغلې وايي کامه چور شوه بیړا ګان اوس خبر شول ، او صرف یوه د نهرین ولسوالي خالي وه او ولسوال ېې نه وو ، چون دسقاو ډیر نژدې غل ملګرۍ وو نو سقاو امر وکړو چې جار ووهۍ ( هر کله چې جار وهل کیدو یا څوک مقرریدو یا برطرفیدو ) نو مجلس را غِونډ شوو کابینه ټوله ناسته ده دغه جاندل خوارکۍ شي طرف او چپ طرف ته ناستو ملګرو ته وویل چې دنهرین په ولسوالۍ کې رشوت شته که نه ؟ دغو دواړوکسانو خوله بیرته نه کړه او هیڅ ځواب ېې ور نه کړو نو جاندل بیا مخکې نفر په واوږه چوخ کړو چې وروره په نهرین کې رشوت شته ، دغو هم خوله بیرته نه کړه نو اخروارېې شاته سړي ته مخ ورواړوو چې وروره په نهرین کې رشوت شته ؟ دغو هم ځواب ورنه کړو او علت ددغو څلورو دځواب نه ویلو داوو چې دسقاو د ډاره چا پس پس نه شوای کولای ، او سقاو دجاندل ټولو حرکاتو ته ښه متوجه وو کله چې د څلورم نتیجه او خاموشي سقاوو ولیده نو سقاوو وویل جار ووهۍ بیا جار ووهل شوو او سقاو نارې کړې جاندل برطرف ، جاندل خوارکۍ په یوه نغاره مقرر او بیرته په نغاره برطرف شوو ، نن هم وطندارانو دکرزي حکومت د سقاو حکومت ته ورته دی هیڅ فرق نه لري دقیمار او فحشاوو حکومت دی او همیشه د امریکا ،پاکستان او ایران په قبضه کې پروت حکومت دي ترڅو چې دوی له یوه سره ورک نهشي صلحه او ترقی لامحاله ده قدرمنو هیواد والو هماغه اصلي خبره ده چې دوی دامریکا د حمایت نه برخوردار قراردادیان دي او دوی دافغانستان قباله امریکا ته ورکړیده اوس د انتحاری او غلو او تروریستان او مافیا يي حکومت نه خلاصون نه لرۍ ( رامسفلډ دامریکا وزیردفاع ) ته کرزي شکایت کولو چې زه صلاحیت نه لرم او ریس مجهور امریکا ده که زه ریس جمهور وای ما به شیرمحمد اخندزاده د هلمنده – ګل اقا شیرزوی دقندهاره – معلم عطا دمزاره تبدیل کړي وو ، رامسفلډ ورته وايموږ شین په شنه نه شو وهلبای ، چې کرزۍ په دغو چې شین په شنه وهل پوه نه شو او د رامسفلډ نه ېې پوشتنه وکړه چې داڅه معني لري او رامسفلډ ورته وايي دغه کسان رموږ دوستان دي دوی موږ په افغانستان کې قدرت ورسولو او دوی وو چې موږ ته ېې داشغال زمینه برابره کړه اوس موږ دوی باید ونازوو او زمینه درشوت او چپاول موږ ورته برابره کړیده تر څو سرمایه دار افغانان وروزو او دغه نور پسه ډوله افغانان ورباندې کباب کړو لکه نن چې طالبان بیرته دوی منځ ته راولي او په قدرت ېې رسوي ، نو که طالب تروریستان او القاعده وو نو بیا ېې ولې بیرته په قدرت راولۍ ، همدارنګه مجاهدین هم دتاسې زین کړي خره وو او تروریستان او چپاولګران وو او دتاسې په فرمان ېې افغانستان وران کړو او پاکستان ېې داتوم خاوند کړو او خپل ملي وسله وال پوځ ېې ورباندې مضمحل او تخریب کړو نو بیا ولي تاسې دتروریستانو نه کار اخلۍ خلاصه چې زیړ سپۍ د شغال ورور دی امریکا (( یعنې ( تروریستان) او مجاهدین یعنې ( تروریستان ، قاتلین او غله ) دیوې سیکې دوه مخونه او دقیمارخانی شریکان دي )) .
No comments:
Post a Comment