Monday, 24 September 2012

کوم شۍ باعث شول چې طالبان بیرته په پښو ودریدل



 

کوم شۍ باعث شول چې طالبان بیرته په پښو ودریدل

د افغانستان خلک د ۵۰۰۰ کالو جنګو نسلونه دي چې دجنګیدو لارې چارې بی له نظامی پوهنتونو او مدرسو نه  دي زده کړي بلکه دوی ته د غورنیکونو نه ور پاتي دی ، مارکس په یو خپل اثر کې لیکې توپک دافغانانو له پاره دماشومانو یوه بازیچه ده او تر هرې بلې بازیچې نه توپک ډیر خوښوي ، زه چې شپږ کلن ماشوم وم زما په یاد دي چې زموږ په کور کې درۍ میله پنڅه ډزي اصیل التموري ملخي توپک موجود وو او ما می دموره پوښتنه کوله چې دغه توپک دڅه له پاره دي مور می راته ویل ستا بابا دشمن دار دي او همیشه دده سره تفنګچه او توپک موجود وي او همیشه ورسره درۍ څلور وریرونه یا دترو زامن ګرزي ، بیا مې لیدل چې زموږ دکلي نه همیشه دکوچیانو کډې تیریدې او دهر یوه کوچې او کوچۍ سره ملخي توپک په اوږو پراته او په اوښانو پسې روان وو نو ماته تل سوال پیدا کیدو چې دغه خلک ( پښتانه ) ولي همیشه وسله وال ووسي ، بیا مې د وادو په مراسمو کې لیدل چې دیر خلک دتوپکو سره په ورا    ( وادو ) کې د ډهولو سره ځي او حتي اتڼونه په دزو بدرګه کوي وروسته چې زه د حربي شونځي طلاب شوم او عسکر شوم نو مي دافغانستان د خلکو تاریخ داستادانو نه زده کړو او هغه تاریخ چې بیا درۍ وارې انګریزانو د افغانستان سره جنګونه کړې وو او په دریو واړو جنګو کې ېې خوله ماتونکۍ ځواب ورکړۍ وو ولوستل او بیا هغه وخت چې زه هندوستان ته د ارکانحربۍ تحصیل ته لاړم نو ما ډیر څه د منطقوي – او خارجي جنګو په ارتباط او همدارنګه د جنګ په ستراتیږۍ ځان وپوهولو او د جنګ تاکتیک هم یو جز د ستراتیژۍ دی ، په ستراتیژۍ کې دستراتیژۍ متخصیصین داسې نظریات لري چې همیشه باید فرماندهان او لوی قوماندانان د جنګ له پاره دقیقه محاسبه ولري او زره زره د سربازانو په تعداد – وسایلو – تخنیک – مهماتو  وسلو – اذوقې – البسې – حیواناتو – ادویې او ډاکترانو – او د جنګ دمیدان په اراضي – محیط- اب او هوا – هم دخپلو قطعاتو او هم د دشمن د قطعاتو ډیر ښه ځان وپوهوي او نسبت دشمن ته دوه درۍ چنده برتري په ټولو عرصو کې ولري او همیشه دشمن په محاصره کې ، تر کنترول لاندې وساتي هغه وخت چې امریکا د ( ب ۵۲ ) په واسطه په شمال کې طالبان بمبارد کړل نو هغه وخت طالبانو د پاکستان په فرمان او اشاره عقب نشیني وکړه خو د شمال ټلوالې لخوانه تعقیب نه شول او اسیر نه شول نو :-

۱ – طالبان د جنګ له میدان نه اکثرا د کندز ولایت نه د شپې لخوانه د پاکستاني طیارو په واسطه په ۱۰-۱۱ پروازو کې پاکستان ته انتقالیدل لکه شحص امرالله صالح چې هغه وخت د شمال دخاد مسول وو یوه د ( سي آی ای ) مشر ته په کندز کې ویلي وو چې هره شپه دپاکستان طیارې په ۱۰-۱۱ پرزوازو کې طالبان پاکستان ته انتقالوي او دغه امریکايي جنرال واي چې زه ډیر حیران شوم چې امرالله صالح چرس هم څکوي ، ګویا طالبانو ته باید د فرار زمینه نه وۍ مساعده شوې ، او هغه طالبان چې دقندهار وو هغه د دوستم په موافقه د کندز نه مزار ته په کانتینرو کې وړل کیدل چې داود داود او دوستم په فرمان په کانتینرو کې مرمی باران او په دسته جمعی ډول په دشت لیلی کې په خاورو ومنډل شول عکسونه او فلمونه ېې موجود دي .

۲ – طالبانو ته پاکستان امر وکړو چې هر څوک چې ژوندي پاتې دی باید د څپلیو په ځای کلوشې یا بوټونه پښو کړي او دلنګوټي په ځای پکولونه په سر کړې او یوه کرتۍ یا جمپر واغوندي او ځانونه د ازبکانو او تاجکانو په شان  عیار او جوړ کړۍ په فارسي خبرې وکا او وسلې یا دخپلوانویا دوستانو کره کیږدي ، ، یا ېې په خاورو کې خښې کړۍ او ځانونه د نورستان له لاری

مشرقي ولایتو ته ورسوې او په  پاکستان کې ورته داستراحت زمینه برابره ده دلته لږ استراحت وکړۍ بیرته ځانونه جنګ ته تیار کړي او تربیوي مراکزو ته څو میاشتې د سیاسي زده کړو له پاره چې د ( آی اس آي ) او ددوی د مشر ملاعمر اونورو مشهورو قوماندانانو له خوانه ورته تدریس کیژي ورشي او په را تلونکې کې د خپل انتقام اخیستو له پاره چمتوویۍ ( پشتون دننګ په کار کې خپل وار نه پریږدي دشمن ته ) ، دغه بله اشتباه  دکرزي او دده دټیم  .

۳ – پاکستان چې دامریکا دوه مخۍ سیاست ولیدو نو ېې دوه نور تندروه مجاهدین چې د ( آی اس ای ) زین کړي کسان وو ( حکمتیار او حقاني ) دملاعمر سره یو ځای دیوې نوې جنګي جبحې دخلاصولو تکل د قندهار – هلمند – زابل – ارزګان – هرات – په استقامت پیل کړو تر څو دایران او عربستان مرستو ته چې دایران له خوانه زر رسیژي ښه استفاده وکړي پدې خاطر هم دغه ولایتونه انتخاب شول او په دغو ولایتو کې طالبانو د پخوانیو پاتي شکست خوړلو طالبانو سره مرستي وکړې او هغوی ېې په پښو ودرول او کرار کرار ېې زمینه د تبلیغ او بیرته را ژوندي کیدو ورته مساعده کړه ، د حکمتیار شکست خوړلو مجاهدینو ته په لوګر – وردګو – غزنی – هرات – او کندز کې مادي او تخنیکي ( وسلو ) مرستې په چټکۍ سره رسیدې او دغه لړۍ پیاوړې شوه او دغه کار بیا دپکتیا او پکتیکا ولایتو ته اوږده شو او تقریبا بیرته په ټول افغانستان کې دطالب فرمانروايي بیا را ژوندۍ شوه .

۴ – امریکا په بهانه د طالب او القاعدې  له  منځه وړلو افغانستان اشغال کړو او بیا ېې بیرته په تروریستو او وطن پلورورنکو مزدورانو ( دشمال ټلوالې ) تکیه وکړه او دغه یوه بله تاریخي تیروتنه دامریکا وه ځکه دشمال ټلوالې مجاهدین چې دطالبانو مخالفین وو صرف د ( ا زبکانو – پنجشیریانو او هزارهګانو خلک وو )  د نورو ملیتو مجاهدین دشمال ټلوالې سره موافق نه وو ، او د امریکا او شمال ټلوالې ضد وو ، دشمال ټلوالې دامریکا نه داسې سوی استفاده وکړه او داسې غیر اسلامی – غیرافغانی – غیروطني او خاینانه اعمال او کارونه ېې په مجموع کې د پشتنو او نورو ملیتو په ضد وکړل چې متباقی خلک ېې بیرته دطالبانو صفوف ته ورجلب کړل

۵ –  دشمال ټلوالې مجاهدین دامریکا په رهبرۍ او دغرب په حضور کې  په غوښن هډوکې مصروف شول او دوی مطمن وو چې نور غرب دلته شته دی او موږ د طالبانو څخه ساتي نو په ( چور – عصبولو – رشوت – غلا – تښتولو – هیرویینو ،تریاکو ، وسلو ، قیمتي دبرو ، غمیو شکار ) او ترافیکنګ  ېې مصروف شول او طالب ورنه هیر شوو ،لکه په قصو او افسانوکې چې خلک وايي د وردګو ولایت په تنګې کې دامیر کلا په کلي کې یو زیارت دی چې(  سوبۍ نومیژي ) او هر هلک- ښځه – نر ، چې سوبیانو یا پیریانو لاندې کړۍ وې یا ورباندې ناست وې نو هغه د ( سوبۍ ) زیارت ته بیايي او په لاس کې ورته د چرګانو څو هډوکې ورکوي او بیا ورته واېې  زیارت ته ننوزه او هلته هډوکې تر شاه وغورځوه او دزیارت دروازه زر در پسې وتړه او په ویاله کې چې د سوبۍ زیارت خواته ده په اوبو کې تیز تیر شه نو هغه ده چې سوبیان په هډوکو مصروفیژی او ته داوبو نه تیر شه او دوی داوبو نه ډاریژي په تاپسې نه در ځې نو ته دسوبیانو نه نور خلاصیژې ،اوس دوی فکر کولو چې امریکا دسوبۍ زیارت دی اومجاهدین او غربیان سوبیان دي نو په غوښنو هډوکو ( خیانتو –رشوتو- غلو – چورولو- وزلو مصروف شول) او طالبان ورنه هیر شول چې نور نو طالب خلاص شوو خبر نه وو چې طالبان دمجاهدینو په بې غیرتۍ او بې ایمانۍ اوخیانتو ښه پوهیدل او هغه دی بیرته نن ورته دلستوني ماران شول  .

۶- دستراتیژۍ فورمول داسې دی چې تل تر تله باید په دشمن د فعالیت حلقه تنګه او وړه شي دومره ورباندې تنګه شي چې نور د تنفس ایستلو امکانات هم ونه لرې ګویا په ( محاصره ) کې راشې تر څو بیدون  د چون او چرا نه تسلیم شې لکه نن چې دغه کارونه په ایران د یهودو لخوانه دامریکا په فرمان دهره لحاظه عملي کیژی او بل اخره داسې حالت ته خلک رسیژي چې نور د ایران د حکومت په ضد را پورته کیژي او حکومت دننه نه را پرزوي ځکه خواړه – مصرفي شیان نور په بازار کې ورکیژي او عادی خلک د قیمتي شیانودخرید امکانات نه لري نو دخپل دولت په ضد او دامریکا سره لاس یو کوي او بل اخره قدرت داسې چا ته ورکوي چې دامریکا نوکر او ګوډاګیان وي ، امریکا هم طالبانو ته په خارج کې دفاتر پرانیستل ، په کابل کې ېې شورا ورته ( کمیسیون صلح ) جوړ کړو او په کندز او نورستان کې ېې په خپلو هلیکوپترو کې وسلې او مهمات اکمال کړل ( امریکا بیرته طالبانو ته رجوع وکړه دلیل ېې داوو چې ( مجاهدینو د امریکا په خوله ونه کړل ځکه امریکا ۱۱ کاله په کرزي او کابینه ېې غږ وکړو او لسو بینالمللي  کنفرانسو کې  غږ وکړو او اخطارونه ورکړل چې نور رشوت بند – هیرویین بند – غلا او چپاول بند -  کرپشن بند ) خو دوی بند نه کړل بلکه نور ېې هم زور ورکړو او پوه شول چې زموږ اخرې کالونه دی نور باید ځانونه ملیاردران کړو او دوطن څخه وټښتو ځکه طالبان را ځي او زموږ نه پوستکي اوباسي .

۷ – زور قالب نه لري – دزور اوبه مخ پورته ځي ، نن چې طالبان دیوه نوۍ تاکتیک او نویو اپراتیفی بازیو سره د ( آی اس آی ) په مشرۍ دجنګ برنده شول او غول سرمایه – غرب – ناتو ته ېې د جنګ په ډګر کې شکست ورکړو او حتي ددوی تحکیمات او فولادي سنګرونه ېې ور فتح کړل نو امریکا اوانګریز تصمیم ونیوو چې بیرته طالبانو ته مراجعه وکړې او طالبان په غیږکې ونیسي او دطالبانو تر منځ هم دیوالونه اباد کړې او طالبان په مختلفو نامو- مختلو زیو – مختلفو منطقو او قومو وویشي او ورنه سوی استفاده وکړې ( هر څوک چې زیاتي پیسې ولري هغه حتما خلک په پیسو اخلي او دځان تابع کوې ېې ، لکه دروسې ریس جمهور ولادیمیر (پوتین ) چې وايي ( هر چیرته ، چې هر څوک زور ولرې منطق ته ضروت نشته ) او پیسې په ننۍ نړۍ کې زور دی ( واي چې جنګ د سرباز دګیدي نه برۍ ته رسیژي ) او بله مهمه خبره داده چې اقای حکمتیار ېې نن بلکل دیاده وتلۍ او هغه خو دکرزي دتره زوی دی نن د حکمتیار وزیران دکرزي دکابیني ستون فقرات جوړوي  .

۹ –     زما په نظر نن افغانستان په لاندې(  شپږو )  ګروپو یا اتحادیو وویشل شوو چې هغه عبارت دي : -

 

اول        :   دشمال ټلوالې اتحاد او دهغو پلویان ، چې پرون ېې یوه بله ستره غونډه د  ( شورای هم اهنګي احزاب ) په نامه نمایش ته معرفي او منځ ته راغله ددوی طرفداران روسان ، ایران ، ازبکستان ، ترکمنستان او تاجکستان دي.

دوهم      :  دوهمه ېې د طالبانو او حقاني ډله ده ورسره ملاتړۍ پاکستان او عربستان سعودي دی ( تر شا ېې امریکا او انګریزان دي ) .

دریمه     :  د حکمتیار او خلقیانو اتحاد دی ( تر شا ېې پاکستان دي ) .

 څلورمه  :  دمدني ټولنو او ځوانانو سازمان غړي دي چې دلته ملګري ملتونه ، امریکا ، هندوستان ، او روسان دي ) .

  پنځمه   :  ېې د امریکا يي شبکو لاس پوڅي کسان لکه ، خلیل زاد – اشرف غني – جلالي  دي تر شا ېې ( سي آی اې )  ده .

شپږمه:  ډله دپروني پرچم طرفداران پنځه ګونه اتحاد دی ( هیڅوک تر شا نه لري)  خو یوه کمه اندازه روسان او هندوان ورسره سرخوځوي ) دغه ډله ډیر باسیواده او نیرومند اراتران ، متخصصین ، مامورین او روشنفکران او ځوان نسل خاصتا محصلین  تر شا لري مکمل کادرونه ېې په خارج کې لاس نه خوړلۍ موجود دی .

۸ – د کرزي دناکاره او بیسیواده کابینې ادارې وشودله چې نور طالبان نن او سبا ته یو مطرح نیرومند قوت دی دا ولې ؟؟؟  دا په دې چې نن دافغانستان اکثریت خلک دطالب راتګ ته ښه را غلاست وايي ځکه دمجاهدینو مخصوصا دشمال ټلوالې نه خلک تر ستونیه راغلي او نور دافغانستان خلک درشوت ورکولو – غلاوو – زورزیاتیو – تښنتولو – پاتکو – او عصبولو توان نه لري نو د طالب راتګ ته سترګې په لاره دي ، او طالبان هم دا وارې دنوی تاکتیک ، نوي زعامت ، نویو کادرو ، نویو شخصیتو آو نویو مفکورو سره دحکومت دارۍ میدان ته راځي ، امریکا ( غرب – ناتو – ایساف – پاکستان ) دغه ټول ېې تر شاه ولاړ دي او دوی په قدرت رسوي تر څو دکرزي په اشاره د حکومت دارۍ واکې ددوی په اختیار کې ورکړې او بیا دیوه سره دغه خانین او رشوت خواره ، مخصوصا دشمال ټلواله ورباندې به سر چوک کې په دار ویزاندوي او دهاګ محکمی ته ېې لیږي او سرمایه ېې ملي کوي که مو خوښیژی یا نه دا تقدیر دی نه بدلیژي .امین یا رب العاالمین .

No comments:

Post a Comment