Tuesday, 25 September 2012

دافغانستان ولسي جر‍‍که او شوربازار فرق



 

 

دافغانستان ولسي جرګې او شوربازار فرق  

قدرمنو لوستونکو هیله من یم چې لږ حوصله وکړۍ او فورا احساساتی نه شي ځکه په افغانستان کې هرڅه په هره بڼه را منځ ته کیدل یا پیښیدل ممکنه خبره ده ځکه زموږ هیواد وال خبر دي چې د ځنګل په پادشاهۍ کې حکومتونه میراثي بڼه لري او په میراثي حکومتوکې هرځه تکراري واقع کیژي او پیښې همیشه یو بل ته ورته والۍ لري له همدې خاطره زه نن جرګه دبازار سره هغه هم دکابل دشوربازار سره مقایسه کوم او تاسې بیا خپل نظر څرګند کړۍ چې ایا افغاني ولسي جرګه دبازار نه بدتره نه ده او دغه ۱۱ کاله تاسې ددوی په بازار کې کوم شیان لیدلي چې خرڅلاو ته وړاندې شوي او یا داوطلبۍ ته وړاندې شوې او برنده یا خریداران کوم کسان وو ،جرګه څه ته وايي (( د څونفرو نه نیولې بیا تر ډیرو کسانو پورې دخلکو ګډون ته دیوه کار د تصمیم نیولو ، یا یوې فیصلې نیولو ، یا یوه زعامت ټاکلو ، یا یو قانون تصویبولو اجماع یا ټولنې ته جرګه وايي )) جرګه د خلکو د استازو نه دمهمو مواردو په صورت کې جوړیژي ، خو متاسفانه چې دغه ۱۹ کاله چې مجاهدین په قدرت کینول شوي د جرګې او غونډو حیثیت او اعتبار ېې صفر ته را ټیټ کړۍ دی ، دلیل ېې دادي چې د جرګو غړي زیاتره یا بیسیواده کسان دي – یا توپکسالار دی – یا جهادی زورواکان دی – یا د همسایه هیوادو مزدور او ترسیرۍ په غاړه نوکران دی – یا د پیسو او ډالرو وږي چپاولګران دی – او بل اخره د غرب په فرمان دجرګې چوکۍ د پیسو په ویشلو تر لاسه کړې دی او دوی بیرته مجبور دی اول خپله سرمایه پوره کړي او په اخر کې یو مقدار مفاد هم ځان ته وګټي .

دافغنستان ولسي جرګې په وار وار دافغانستان خلکو ته ملي خیانتونه تصویب کړي او خاین او وطن فروش د ( آی اس آی  او ایران د سپاه پاسداران ) مزدوران ېې د وزارتو په چوکیو نصب کړي دي او هریوه البته یوه فیصدي پاکو ته زما مضمون متوجه نه دی نورو اکثریتو جیبونه ډک کړي دي زه نه پوهیږم چې بیا په کومو سترګو هغو چا ته ګوري چې ورنه ېې رشوت تر لاسه کړۍ دی ، خیر هغه بل طرف هم چې نه ېې سیواد لرلو او نه ېې شایستګي لرله کوم حیثیت او اعتبار ېې هم نه لرلو دواړه ( راشي او مرتشي ) دوزخیان او مجرم کسان شمیرل کیژی اما دوطن بچیانو ته څه ځواب لري( ددشمن سره باید داسې رویه وکړۍ چې که کوم وخت ورسره اشتي شۍ چې شرمنده او سرټیټۍ نه وي ) سکسپیر  

دولسې جرګي دریسانو  او غړو خیانتونه او بې شرمانه سازشونه او دوزیرانو سره د خیانت ، رشوت ، وطن فروشي ، معاملګریو ، قاچاقوړلو ، دافغانستان میړني وسله وال پوځ د افسرانو ډیډی ار کولو او لایق تحصیل کرده باتجربه افسران په کور کینولو او دنواز شریف او غرب فرمان منل چې ګویا ( روسۍ وسلې دکمونستانو یعني کافرانو دي او افسران هم کمونستان دی  ) ټولې باید له منځه لاړې شي او په پاکستان وپلورل شي ، ایا د ولسي جرکې وجدان وو ، ایا ولسي جرګه مسوله نه ده ، ایا ولسې جرګې ته دوسله وال پوځ تخنیک او مهمات او ترانسپورتي وسایل ، طیارې او هلیکوپترونه دبیت المال مال نه بریښیدو او نه وو ایا موږ غونته بیچاره وطن ته دغه وسلې تر زرو کالو کفایت نه کولو مهمه خبره داده چې  دوسلو او تخنیک مسلمانی او کفر په ځه شي کي دی ، هغه وخت چې تاسې جهاد کولو دکفارو وسلي درسره وې هرڅه دکفارو دی ولي دروس یا امریکا نوم ورباندې ایږدۍ دا صرف یو لاره د ګنجشکک وه چې خرڅلاو او قاچاق ته ېې لاره برابره کړۍ او دنواز شریف فرمان تطبیق کړۍ چې ویل ېې ما افغانستان ټوټه ټوټه کړو او ما د افغانستان وسله وال پوځ مضمحل کړو ایا تاسې یوه زره وجدان ته ملامت نه یاست اګرچه دتاسې اکثریت وکیلانو وجدان نشته په لاندې دلایلو :

۱ – افغانستان مو په جهادی زونو تقسیم او تخریب نه کړو ؟

۲ – دافغانستان یو تعمیر ، قصر ، فابریکه ،  برقي دموټران سیمونه او پاېې قطع تخریب او خرڅې  نه کړې؟

۳ – دجنګلک فابریکه چې ببرک کارمل هلته دذوب فلزاتو بټۍ نصب کړه په کنډواله تبدیله نه کړه ؟

۴ – ۴۰۰۰ د کاماز ترانسپورت موټران مو چور نه کړل ؟

۵ – د صنعتي سیمې فابریکې مو دیوه سره تخریب او سامان الات مو څه کړل ؟

۷ – د افغانستان بانکه دوه ملیارده ډالر ربانی و نه ایستل ؟

۸ – دواخان تیغه ( څوکه ) مو په تاجکستان خرڅه نه کړه چې روسان مسعود اود ربانی رژیم حمایه کا او نن د اشکاشم بازار مشترک چیرې دی ؟؟

۹ – دخلکو کمونستانو شخصي کرونه او اپارتمانونه چې غیر دهغو نه ېې بل هیڅ نه لرل غصب نه کړل زما د اپارتمان په شمول ؟؟

۱۰ – هیرویین ، تریاک ، چرس مو رسمي  نه کړل او۵،۱ ملیونه افغانان مو په دغو مخدره توکو معتاد نه کړل ؟

۱۱ – مکتبونه او مدرسې دقران شریفو په شمول مو رنګ او ونه سوزول او نن ېې ادامه ورکونکي  نه یاست؟

۱۲ – د پشتو او دري ، ازبک او هزاره دشمنۍ ته مو تروسه وسه خاینانه تفرقه اچوکنکې لمنه ووهله .

۱۳ – ملي ارزشونه ، دودونه او رواجونه مو دیوه سره تر پښو لاندې کړل .

۱۴ – غرب ته مو د خپلو منافعو او اقتدار په خاطر د اشغال زمینه برابره کړه ( دشمال ټلوالې ) .

۱۵ –دښځو ازادي او حقوق مو تر پښو لاندې کړل او هره ورځ شځې په دورو او کوتکووهل کیژي او په مرمیو ویشتل کیژي .

۱۶ –دغمیو شکار او قاچاق مو د مسعود په رهبري علنی او عملي نه کړو او قانونی د ډالرو سره په دوبۍ کې و نه نیول شوو چې دجرمنی تلویزیون وښودو .

۱۷ – کله مجاهدین شوۍ او کله طالبان شولۍ ، کله دروسانو ضد او کله دروسانو پښو ته ورولویدۍ .

۱۹ – د پاکستان او ایران او همدارنګه عربستان د حکومتونو نوکران او غلامان شوۍ .

 ژشته ډیر نور شیان هم شته که غواړۍ ځانونه وپوهوۍ زما کتاب ( د افغانستان دخلکو بې ستري ) ولونۍ او هلته به نور ډیر شیان د ۳۲ کلن ناورین په ارتباط ولونۍ او ډیر نور تاسې ور علاوه کړۍ ، ولسي جرګه ګویا شوربازار درسته او دقیقه خبره ده ستاسې مجلسونه موږ همیشه د تلویزیونو له لارې وینو ښځو ته بد او فحش او ناسزا استعمالوۍ او یو پر بل پرخاش کوې او داد اوستد او خرڅلاو چالان دی ، فلانی وزیر څومره ارزي ، فلاني وزیر استضاح کړو څومره ترلاسه کوو ، یو تعدا وکیلان په درواغو رایو راغلي یو تعداد په جعلي رایو راغلي بیا محکمو ته ځۍ نو زما دترو زامنو (( جهاد لوښۍ د فساد شوو او مولانا صاحب جلاد شوو )) .

تاسې د پورتنیو جرایمو عاملین پیدا کړل ، که مو پیدا کړي کومي جزاګانی مو ورکړې دی ، که مو پیدا نه کړل نو ولې پیدا نه شول ، او دکومي قضي مجرمین تاسې بندیان کړې او دمقامو نه برطرفه کړي دي ، وزیران دالخه او دفاع مو استضاح کړل او بیا مو دفهیم له ویرې لوړ مقام ته نامزد کړو او هغه د پلار پلاره یو غیر مسلکي او بیسیواد انسان وو او دی خو توپکسالار او دفهیم سړې وو ، ایا کرزۍ شرم لري چې فهیم ېې خپل معاون مقرر کړو او فهیم ورته واي اوس به د داسې څا پیړه کش کړم چې غوږونه د نور هم کیشتي شي ، او هغه وزیر رحیم وردک چې مربی ېې نه وو لاړو په خپل کار پسې ،جهاد یو دوکان شوو او پارالمان د شور بازار دوکانونه چې هلته هم هر څه خرڅیژی هلته شرف – عزت – ناموسونه – خرڅیژي – کیسه بوران او غله فراوانه دی ، قیمت فروشان او جعل کاران ډیر دي ، خیانتونه او بازی ورکول هلته کیژي و حرامی غوښې – مردارې غوښې – باشي وریجې او هرڅه هلته خرڅیژي نو شوربازار لکه تاسې ټولو چې لیدلۍ او ښه ېې هره کوڅه پیژني او هلته هر روا او ناروا جریان لرې نو نوم ېې شور بازار دی او شور بازار یعنې (( ډیر تروش دی ، نه څکل کیژی ، نه تحمل کیژی ، بیروباردي ، هرډول خلک هلته شته ،نراو ماده معلوم نه دي ، معامله ګری او بازی ورکول هلته دخلکو همیشنۍ وظیفه ده ، او دبلې معني له نظره شور بازار یعنې غالمغال دی ، شوردی ، ځوږ دي ، ګنه کوڼه ده ، بیروباردي )) جنګونه ، شکنځل ، وهل ، تمبه ټیل ، کثافات ، ګرداوخاک هرڅه په سترګو لیدل کیژی بنا ا پارلمان هم داسې یو ځای دی او په پارلمان کې هم دغه شیان او کارونه جریان لري  نو زموږ خلک باید دشور بازاره ګیله ونه کړي ..

No comments:

Post a Comment