Thursday, 20 September 2012

په نړۍ کېمحرومترین انسان دافغانستان ښځې


 

 

په نړۍ کې محروم ترین انسانان دافغانستان ښځې دي

پوهندوی دکتور طاوس وردک لندن سپتامبر ۲۰۱۲

دافغانستان ننۍ نفوس نیماي ښځې تشکیلوي او افغاني ښخې دتاریخ په مختلفو ادوارو کې دمختلفو ننګینو ، غیرا انساني ، غیر غلمي ، غیر کلتوري او فرهنګي او غیر اسلامي ناسمو رنځونو ، مریضیو ، ناخوالو ، ناورینو ، بداخلاقیو ، زورزیاتیو ، بیسیوادیو ، بیکاریو ، نادرستو دودونو او رواجونو ، فقر ، تنهايي ، بې میړه توب ناحقه طلاق ، په زور واده کولو ، په بدۍ کې لکه مال یا امتعه ورکولو ، دکوره شړلو ، وهلو ټکولو ، زاړو ته د پیسو په بدل کې په زوره نکاح ته مجبورلو ، دیوه مزدور او نوکر غونته ورنه دشاقه کارونو په کولو استفاده ، او د میړه باروړلو په سر د کورکالي او ماشومانو روزلو او لویولو ، او خوراک او څښاک پیداکولو مختلف مشکلات په ځان منلي او هنوز هم ورته دنارینه وو سره  دیوه متساوی االحقوق لرونکو حق او اجازه نه ده ورکړل شوې او نه ورکول کیږي .

 په داسې حال کې څومره چې افغاني ښځې ( دغیرت ، شهامت ، میړانې ، زړه سواندې ، ترحم ، شکلا ، حوصلې ، برده بارۍ ،میړه ته تابع ، دکور او خانوادې د دعزت دساتلو ، دپاکۍ او دنوي نسل دتربیت ) په مورد همیشه  هویت او صداقت ،خپله ونډه په طول دتاریخ کې اداکړې بلې ښځې دنړۍ په مخ دغه کاورنه نه دې کړي او نه ېې حوصله لري خو له بده مرغه چې زموږ هیوادوالو ۹۹٪ د ښځو سره  دنیکو او مساوي اړیکو د ساتلو په هکله ډیره بې غوري ، بې تفاوتي ، شکاکي توب ، بدګوماني او نه لوره لرل ددوی په هکله لرلې او دمختلفو حکومتو په دوران کې مختلف روزګارونه تیر کړي دي مثلا .

د احمد شاه بابا ، میرویس خان نیکه په زمانوکې زموږ ښځې دیوه ابرو او عزت او لوړې ارادې او برم خاوندانې وې او یوازې پوړني ېې اغوستو هلته چادري هیڅ نه وه او حتي په غزا او جنګو کې دنارینه وو سره اوږه په اوږه جنګیدلې او تاریخ ېې دویاړونو نه ډک موږ ته پریښۍ دی لکه میرمن نازو انان – زرغونه انا ، رابعه بلخي ، عیشه دراني ، او ډیرې نورې ( که په سنګر کې شهید نه شوې   - خدای ژو لالیه بې ننګۍ ته د ساتمه ) .

د امان الله خان په دوران کې لومړۍ ښځه چې مخ لوڅي ېې رواج کړه د غازي امان الله خان میرمن وه ، دمحمود طرزي میرمن وه ، دوزیرغلامحمد خان میرمن وه خو له بده مرغه چې زموږ ملانو او روحانیونو چې انګریز دعراق نه د ځان سره افغانستان ته راوستلي وو لکه د حضرت مجددی پلار او وروڼه ېې او د پیرګیلانی پلار ، میاګل جان اغا دتګاب نه، دمیرطاهر ګازرګاه پلاردهرات نه اود پکتیا مقتدا صاحب ، ګوډ ملا د پکتیا د ځدراڼو ، ګوسوار هزاره دهزاره جات نه ټولو دغو خاینو افغان دشمنو دافغانستان د ښځو دتمدن او مخ لوڅۍ مخه ونیوه او حجاب ېې ورته بهانه کړو او یوازنۍ علت دشکست دامان الله خان دغه مساله شوه چې خاینینو ورته دامان الله خان نه دانتقام داخیستو له پاره  دده دښځې روی لوچي بهانه کړه او دده د را پرزولو سبب شوه .

دظاهر شاه په دوران کې نسبتا ښځو ته یوه اندازه ازادی ورکړل شوه او دنجونو مکتبونه دهیواد په ګوټ ګوت کې پرانشستل شول او ښځینه هنرمندانې او معلمین او ددوایرو کارکونکې بیدا شوې او په وسله وال پوځ کې د نرسانو ، پرا شوتستانو ، خدمه ، او نورو مستخدمینو کاروان پیاوړۍ شوو .

دداود خان په زمان کې دلومړي ځل له پاره د ښځو روی لوچې رسما اعلان او رواج شوه او په پوهنتونو کې نجونې مکاتبو ته روانې شوې او زموږ یو تعداد کورني چې په سیواد ملبسې وې او دسیواد له نعمته برخورداره وې نو ېې خپلو لورانو ، او نګورانو ته دتحصیل او کار اجازه ورکوله او په اکثریت وزارتو او شعباتو کې ښځینه په کار ګومارل کیدې ،او دلومړي ځل له پاره دشهید داود خان دخولې نه خپلې میرمنې ته ېې د (  همسر ) کلمه یاده شوه یعنی زه او ته دواره یو شانته سر لرو ( ګویا ښځه او نر دواړه ماعزه لري ، عقل لري او مساوي دي ،)  خو له بده مرغه زموږ په کلیو او بانډوکې هغه وخت هم ښځې په څلور کنجه دیوالو پورې منحصرې وې او تر ډیره وخته دوی دکوره دوتلو اجازه نه درلودله ، واده کول او میړه کول په پټو سترګو د پلار او مور په خوښه او فرمان عملي کیدل چې تر ننه پورې متاسفانه دغه لړۍ چې نوره نړۍ ۲۱ پیړۍ ازمايي خو بدبختانه زموږ ښځې دپخوا په شان د توهین او ناسمو رسمو او رواجو قرباني کیژي .

دحزب دیموکراتیک په دوران کې د ښځو ازادي زیاتیژی او داسې کورنۍ په کابل کې نه لیدل کیده چې ښځې به تحصیل – کار – او وظایفو ته نه تللي په دغو وخت کې حتي دداود خان په حاکمیت کې او هغه وخت چې دشامحمودخان په نیمه دیموکراستیکه دوره کې هم ښځو وکولای شول سیاسي ګوندو ته مخه کړې چې دهغو وخت د سیاسي ښځو د جملې نه او د وزارتو مقاماتوته ددوی رسیدل رواج شول لکه ( مرحومه معصومه عصمتي دمرحوم قیوم وزیر معارف او وزیر معادن میرمن چې وزیره دمعارف وه ، دکتورس اناهیتا راتبزاد دمعارف وزیره او دخلک دګوند د سیاسي بیرو غړې ، محترمه پرلیکا ، زرغونه جانه ، محبوبه جانه او ډیرې نورې ، ښځي خارج ته تحصیل ته لاړې او په خارجي هیوادو کې ېې لورتحصیلات وکړل او زموږ په وسله وال پوځ کې په ټولو قدمو او قطعاتو کې ښځو ته دکار زمینه برابره شوه او ښځې د مساوي حقوقو خاوندانې شوې او عام او تام ازادی وه ښځینه هنرمنداني – تیاتر – موسیًقي او هنرهای زیبا ، تعلیم او تربیه ، نرسنګ وطب ، خلاصه دهیواد په تولو تولیدي او تعلیمي موسساتو، قضا ، امنیت ملي، وزارت داخله او دفاع وزارتو کې پراخه ونډه لرله  او سرلوڅې ښځې وظایف ته راتللې او احترامیدلې .

دمجاهدینو مخصوصا د طالبانو په عصر کې ښځې بیرته ۱۲مي پیړۍ ته شا ته بوتلل شوې او ښځې دژند کولول نه محرومي شوې ، ښځې فقط دیوه حیوان یا یوه داسې شي حیثیت غوره کړو چې په مغارو کی خلکو ژوند کولو ، دملانو او طالبانو له باره ښځه یعنې ( دمیړه زور واخله – اولاد راوړه ، هغه لوی کړه ، ډوډۍ پخه کړه ، حیواناتو ته واښه او اوبه ورکړه ، غوجل پاک کړه ، کور او خوني جاروب کړه ، خوني کاګل کړه ، د پټي نه واښه او شنه مالو ته راوړه ، دمالو خوشایه بیرون ته یوسه ، بوټې راوړه اور بل کړه ، کالي ومینځه ، کالي اوتو کړه ، او ظرفونه ومینځّه ، کالي ومینځه ) او ډیر نور شاقه کارونه په سر ددې ټولو کارو دمیړه لت او کوب او کنځل ، توهین ، دښځې پلار او مور په بدو الفاظو یادول او ښځې ته بدبد کتل حتي یوه ګوله ډوډۍ هم رواداري ورته نه لري ، بیا ېې نن داسې کالي ورته رواج کړل چې د ګادۍ اس هم داسې شخ او مخامخ نه شي تللای ، پخوا چادري وه هغه جیوال چې قزلباشانو دهند برتانوی نه افغانستان ته راوړو او نن بیا یو نوۍ لباس دایران دشعیه ګانو نه را انتقال شوو چې تکه توره جامه اغوستې او فقط دوې سترګې لوڅې په بازار کې لیدل کیژی چې دافغانانو له پاره دشرم او ننګ ځای وو او دی ، وايي حجاب باید همیشه د ښځو له خوانه رعایت شي او زه نه پوهیږم چې ملان ، طالبان ، روحانیون ، پیران او سیدان څه ډول حجاب خوښوي په داسې حال کې چې د ښځو مخ – سترګې– لاسونه ، نوکان په رنګه نقشي نکریزو سره ، دپښو نوکان سره، سپینې پښې لوڅې فقط یوه ټوټه دستمال په نیماي سر پروت آیا دغه (تذویر او خدغه) نه ده او خدای پاک دخدعه بازانو په ارتباط وايي ( الله یستهزی بیهیم ولایمودهم في طغیانیهیم یعمهون )  ، خو په خپله مجاهدین ، د جهادی رهبرانو لوراني او ښځې په خارج کې دیسکو کرزي او حتي په نیکرو کې تاویژي عکسونه او قوارې او ارایشونه ېې ووینۍ ، نورو ته نصیحت کوي نور بیچاره بیسیواده خلک د دوزخه ډاروي او دجنت دوعا ورته کوې خو کله چې تنها شي نو بیا واي کوم خدای ، کوم دوزخ او جنت ، کارد کوه . ډیرې محرومې بیا د کوچي طایفې ښځې دي چې د ملتانه تر مالستانه پیاده په ناسمو او خامه لارو په زرهاو کیلو متره لارې تۍ کوي او هیڅ شۍ نه لرې ، زما په نظر چې نن چې یوه اندازه حکومت او دولت اجازه ورکړي ده زموږ ښځې باید د ژوند په ټولو ساحو کې خپل حقوق وغواړي او یو نوۍ انقلاب په افغانستان کې دهره لحاظه بریالۍ کړي او ځانونه دنرانو سره د مساوي حقوقو څښتنان کړي او دکاریابۍ زمینه ، دتحصیل زمینه ، دسرلوڅۍ ( مخ لوڅۍ ) زمینه او دچادري او دغو شرمیدلي تور لباس نه دخلاصونه زمینه نورو خوندو او نجونو ته برابره کړي ، په ټول مجالسو ، مټنګو ، مظاهرو ، غوڼډو ، او داخلي او خارجي  کنفرانسو کې پوره ونډه واخلي او ددولت نه وغواړي زه درته موفقیت غواړم ( ښځّه په یوه لاس زانګو زنګوي په بل لاس جهان زنګوي ) او تاسې هم دا ډول ښځې شۍ .امین

No comments:

Post a Comment